• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي دا مهال په افغانستان کې ۱۵۰ د کتابونو چاپخونې فعالې دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د کتابونو د چاپ په برخه کې په ځان بسیا دي او دا مهال په افغانستان کې د کتابونو ۱۵۰ چاپخونې فعالیت کوي.

د دغه وزارت د خپرونو مرستیال، حیات‌الله مهاجر فراهي، ویلي لکه څنګه چې هېواد په نظامي برخه کې ځان‌بسیاینې ته اړتیا لري، همداسې ځوانان باید په فکري او علمي ډګر کې هم ځان‌بسیا شي.

د نوموړي په وینا، د ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې ځوانان ګټور او سالم کتابونه ولولي او خپله فکري کچه لوړه کړي.

په همدې غونډه کې د طالبانو د چارو ادارې ریس، نورالحق انور وویل چې مادي، معنوي، اخلاقي او روحاني پرمختګونه ټول له مطالعې او کتاب لوستنې سره تړاو لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز ویلي، هر څوک چې غواړي کتاب چاپ کړي، باید مخکې له مخکې د دغه وزارت څخه د چاپ جواز یا نمبر ترلاسه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو د تېرو نږدې پنځو کلونو پر مهال پر چاپخونو او کتاب پلورنځیو یو شمېر محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال په افغانستان کې د هغو کتابونو چاپ، خپرول او پلور منع دی چې د طالبانو د ایډیالوژۍ خلاف محتوا ولري. سربېره پر دې، طالبانو یو شمېر هغه کتابونه چې د دوی په وینا «فاسدوونکې محتوا» لري، له عامه کتابتونونو راټول کړي او د هغوی پر پلور او مطالعې یې هم بندیز لګولی دی.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

نوې څېړنه: د نننیو ځوانو نسلونو بدنونه د پخوانیو نسلونو پرتله ژر زړېږي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۱
نوې څېړنه: د نننیو ځوانو نسلونو بدنونه د پخوانیو نسلونو پرتله ژر زړېږي
100%

یوې نوې څېړنې ښودلې چې د نننیو ځوانو نسلونو بدنونه د دوی د عمر پر تله د پخوانیو نسلونو په نسبت په چټکۍ سره بیولوژیکي زړښت تجربه کوي. د څېړونکو په وینا، دا بهیر ښايي په ځوان عمر کې د ځینو سرطانونو، لکه د سږو، د هاضمې جهاز او د رحم د سرطانونو د زیاتوالي له لاملونو څخه یو وي.

د دې څېړنې موندنې، چې د نېچر مېډیسن په معتبره علمي مجله کې خپرې شوې، ښيي چې د بدن بیولوژیکي ژر زړېدل ښايي د ځوانو نسلونو ترمنځ د ځینو سرطانونو د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه وي.

څېړونکي هیله لري، چې د هغو کسانو په پېژندلو سره چې بدنونه یې له خپل اصلي عمر څخه ژر زړېږي، وکولای شي د سرطان د مخنیوي او وختي تشخیص پروګرامونه پر همدې کسانو ډېر متمرکز کړي.

دا څېړنه د امریکا د واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي د مالیکولي اپیډیمیولوژۍ متخصص یین کاو او د هغه همکارانو ترسره کړې ده. هغوی په بریتانیا کې د څه باندې ۱۵۰ زره بالغو کسانو او په امریکا کې د نږدې ۱۰ زره کسانو روغتیايي معلومات او د وینې معاینې ارزولي دي.

څېړونکو د بدن د زړېدو د کچې د معلومولو لپاره، د عمر تر څنګ، د وینې د معایناتو نهه بېلابېل شاخصونه هم څېړلي دي. په دغو شاخصونو کې د وینې د شکر کچه، کریټینین، البومین او د سپینې وینې د حجرو شمېر شامل وو. د دغو معلوماتو په یوځای کولو سره یې اټکل وکړ، چې د هر کس بدن له بیولوژیکي پلوه څومره زوړ شوی او بیا یې د خپلو هم‌عمره کسانو له بدنونو سره پرتله کړی دی.

په دې څېړنه کې ګډونوال د زیږېدو د کلونو له مخې په څو ډلو ووېشل شول. په بریتانیا کې د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۴ کلونو ترمنځ زېږېدلي کسان د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۴ کلونو ترمنځ له زېږېدلو کسانو سره پرتله شول. پایلو وښودله چې دویمې ډلې، سره له دې چې تقویمي عمر یې ورته وو، د بدن د زړېدو ډېرې نښې لرلې.

په امریکا کې هم د ۱۹۹۰ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ زېږېدلو کسانو، د ۱۹۶۵ او ۱۹۶۹ کلونو ترمنځ د زېږېدلو کسانو پرتله، په اوسط ډول ۹۲سلنه زیات «د عمر واټن» درلود. د عمر واټن هغه توپیر ته ویل کېږي، چې د یوه کس د حقیقي عمر او هغه عمر ترمنځ موجود وي چې د بدن بیولوژیکي وضعیت یې د وینې د معایناتو له مخې ښيي.

د څېړنې پایلو دا هم څرګنده کړه، هغه کسان چې د عمر د واټن په شاخص کې لوړې نمرې لري، تر ۵۵ کلنۍ مخکې د سرطان د اخته کېدو له ډېر خطر سره مخ دي.

څېړونکو وموندله چې په دې شاخص کې د هر یوه واحد له زیاتوالي سره، د وختي سرطان د رامنځته کېدو احتمال نږدې ۸ سلنه لوړېږي.

یین کاو وویل، د دې څېړنې موخه دا ده، چې معلومه کړي نننی چاپېریال او د ژوند اوسنی طرز څنګه د انسان په بدن کې بیولوژیکي بدلونونه رامنځته کوي او د سرطان د خطر د زیاتېدو لامل کېږي.

د سرطان د سترو ننګونو د نړیوال نوښت مشر ډېوېډ سکاټ هم ویلي، چې د وختي سرطانونو د زیاتېدو کره لامل لا هم معلوم نه‌دی، خو دا ډول څېړنې ښيي چې سرطان یوازې د حجرو دننه بدلونونو پورې محدود نه‌دی، بلکې هغه بدلونونه چې د انسان په ټول بدن کې رامنځته کېږي، هم په دې ناروغۍ کې مهم رول لرلای شي.

دبستان کلتوري مرکز په لغمان کې د ګل پاچا الفت مزار بیا رغولی دی

۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
دبستان کلتوري مرکز په لغمان کې د ګل پاچا الفت مزار بیا رغولی دی
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې په لغمان ولایت کې د پښتو ژبې او ادب د نامتو شاعر، لیکوال او مفکر استاد ګل پاچا الفت د مقبرې د بیا رغونې چارې بشپړې شوې دي. دغه رغنیزې چارې د دبستان کلتوري مرکز له لوري ترسره شوې دي.

لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي ویلي، چې استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د ادب او کلتور یو ځلانده شخصیت و او د داسې ملي او کلتوري څېرو د اثارو او مقبرو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

هغه زیاته کړه، چې د دغو کلتوري شخصیتونو د ژوند او خدمتونو درناوی په حقیقت کې د هېواد د تاریخ، هویت او کلتوري ارزښتونو درناوی دی. هغه د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه راتلونکو نسلونو ته د ملي هویت د لېږدولو یوه مهمه وسیله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هغو بنسټونو او کلتوري شخصیتونو هڅې وستایلې، چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه او بیا رغونه کې برخه اخلي. د یادولو وړ ده، چې استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د معاصر پښتو ادب له مخکښو شاعرانو او لیکوالانو څخه و، چې د هېواد د ادبي او کلتوري ودې لپاره یې بې‌ساري خدمتونه کړي او د هغه مقبره د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ په سیمه کې موقعیت لري.

د افغانستان په تاریخ کې د کلتوري او ادبي میراثونو ساتنه تل ځانګړی ارزښت درلودلی دی، لکه څنګه چې په هېواد کې د نورو کلتوري او تاریخي ارزښتونو د یادولو ترڅنګ، په دې وروستیو کې د پښتو ادب د بل نامتو شخصیت ملنګ جان د خوږې نغمې کتاب هم ۷۰ کلن شو، چې د رحمان بابا تر دیوان وروسته د پښتو ادب دویم تر ټولو مشهور کتاب ګڼل کېږي. طالبان بیا د ملنګ جان شاعري چې حماسي رنګ لري او ملت پالنه پکې ځای شوې، د طآلبانو له لوري پرې سخت بندیز لګېدلی دی.

له کاناډا تر راستنېدو وروسته؛ حبیب‌الله رفیع د طالبانو له لوري وستایل شو

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
له کاناډا تر راستنېدو وروسته؛ حبیب‌الله رفیع د طالبانو له لوري وستایل شو
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوو مرستیالانو د استاد حبیب‌الله رفیع چې تازه له کاناډا راستون شوی پوښتنه کړې او ورسره یې د اثارو د چاپ او نورو څېړنو د ترسره کولو په برخو کې د همکارۍ ټټر وهلی دی. دغو طالبانو د استاد رفیع د خدمتونو د ستاینې په موخه د «اعزاز پګړۍ» ور په سر کړه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق‌الله عزيزي او ورسره مل پلاوی یې د هيواد د پیاوړي څيړونکي، تاريخ‌پوه او لیکوال استاد حبیب‌الله رفيع د عیادت، د خدمتونو د ستاينې او د اعزاز پګړۍ د ور په سر کولو په موخه په کابل کې د استاد کور ته ورغلي و.

100%

د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق‌الله عزیزي استاد رفیع ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل: «موږ مو په راتګ خوښ یو، تاسو خپل علمي عظمت او وقار ساتلی دی او د هيواد له غوره څيړونکو څخه ياست، ترسره کړي خدمتونه مو د ډيرې ستاينې وړ دي».

هغه ژمنه وکړه، چې د استاد رفیع د اثارو چاپ ته به زمینه برابروي او زیاته یې کړه: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت مو د اثارو د چاپ او نورو څيړنو ترسره کولو په برخه کې همکار دی».

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ليدنې په ترڅ کې د دغه وزارت مرستیالانو استاد حبیب‌الله رفيع ته د «اعزاز پګړۍ» هم ورپه سر کړه.

استاد حبیب‌الله رفیع د افغانستان د جمهوري نظام له رانسکورېدو مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی وو او په څېړنو او تاریخ لیکنو کې لاسبری دی.

استاد حبیب‌الله رفیع د افغانستان له رانسکورېدو وروسته کاناډا ته کډوال شو، خو د تېرې سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) بېرته کابل ته راستون شو، چې له طالبانو سربېره د یو شمېر لیکوالانو او عام ولس له لوري یې تود هرکلی وشو.

افغان لیکوال حبیب‌الله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته ستون شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغان کادرونه له هېواد څخه وتلو ته اړ شوي، چې د کارپوهانو په وینا، دا وضعیت په افغانستان کې د مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو د کمښت لامل شوی دی.

از محبت خارها گل می‌شود

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱
•
نویده خوشبو
از محبت خارها گل می‌شود
100%

د سنجې دت هتیار فلم ګورم. شرایطو د یوې ښې کورنۍ بچی بدمعاش او د مافیا سرتاج کړ. خو د ژوند په یوه پړاو کې، کله چې مینې یې زړه نرم کړ او د خپلې خټې او وینې احساس یې راویښ شو، د ښه والي هڅه یې کوله او غوښتل یې بېرته انسانیت ته راوګرځي، خو خلکو یې پر شرافت باور نه کاوه.

د هغوی ناسمو برداشتونو او بدګومانیو یو په ذات روغ انسان په پای کې بېرته تاوتریخوالي ته ورټېل واهه.

100%

دې فلمي کیسې یوه اصلي کیسه را په زړه کړه.
کلونه مخکې مې په یوه کاري چاپېریال کې یوه لوستې، ځیرکه او باادبه ځوانه همکاره پېژندله. د مطالعې، پوهې او نرم مزاج له امله یې له خلکو سره خبرې په ادب، احتیاط او درناوي کولې. هغې هڅه کوله چې کارونه په تفاهم، حوصله او مسلکي چلند مخ ته یوسي، خو زموږ په ټولنه او کاري چاپېریالونو کې دا ډول نرمي ډېر وخت د کمزورۍ په سترګه کتل کېږي.


ځینې خلک له انسانیت، صمیمیت او عادي ژوند سره یو ډول حساسیت لري؛ ښايي له نرمۍ، مهربانۍ او د نورو له ازاد حضور سره نا بلده وي. دا فکر یوازې په خبرو او تبصرو کې نه پاتې کېږي؛ کله یې په سړکونو کې هم بڼه ښکاري.
په کابل کې د وروستۍ پېښې ویډیوګانو ډېر خلک وځورول؛ یو موټر د سړک پر غاړه روانې نجونې وهي او خپله لار نیسي. خالد ځدراڼ د موټرچلوونکي د نیولو خبره کړې. دلته، د پېښې تر حقوقي اړخ ورهاخوا، یوه بله پوښتنه هم راولاړېږي: ولې د نجونو عادي تګ، زده کړه، کار او حضور لا هم د ځینو لپاره د زغملو نه دی؟


ستونزه د هغو نجونو په تګ، جامو، غږ یا حضور کې نه ده؛ ستونزه د هغه فکر ده چې د ښځې عادي ژوند هم ځان ته ګواښ ګڼي. د ځینو لپاره ښځه په عام ژوند کې لکه اغزی په سترګو کې ښکاري.

دا د نجونو خطا نه ده؛ دا د فکر ستونزه ده. ویکتور فرانکل د انسان په ژوند کې د فکر، انتخاب او غبرګون ارزښت ډېر مهم ګڼي. همدلته د هغه خبره معنا پیدا کوي: انسان تل د شرایطو بشپړ واک نه لري، خو د خپل غبرګون او دریځ مسوولیت ورسره پاتې کېږي. ټولنه چې له صمیمیت، نرمۍ او ښه والي سره عادت نه وي، خشونت، ضرر رسول او غیبت ورته عادي ښکاري، خو د انسان د مهربانۍ او کمینۍ پر وړاندې بدګومانه کېږي. هغه فکر چې د ښځې له موجودیت سره سوله نه لري، د ټولنې له عادي او انساني ژوند سره هم سوله نه لري.

همدا ډول فکر هر ځای خال خال شته؛ حتا په لوستې، پوهې او جهان‌دیده طبقې کې هم د تبصرو په بڼه ژوندی وي.
رښتیا، کیسه پاتې نه شي.

همکاره یوه ورځ شعبې ته په بل ډول راننوتله. په څېره کې یې هغه پخوانۍ موسکا نه وه، بلکې یو ډول جديت ورسره و. هر چا چې غوښتل یې د هغې ارزښت کم کړي، مزاحمت ورته جوړ کړي، یا په کنایه پرې تېر شي، دا ځل یې په موسکا نه، بلکې په جدي ځواب ورسره مقابله کوله.

کله به ترې هېر شول او بېرته به خپل اصلي نرم کرکټر ته ورګرځېده؛ خو کله به یې بیا پر ځان فشار راوړ او هغه جوړ کړی سخت کرکټر به یې نندارې ته وړاندې کړ.

خو دقیقاً هماغو کسانو چې مخکې یې د هغې نرمي چاپلوسي، کمزوري او لودګي ګڼله، بې له ځنډه یې د هغې جديت هم په بل نوم تعبیر کړ. دا ځل تبصرې بدلې شوې؛ چا ویل ښايي شخصي ستونزه ولري، او چا به ویل چې اعصاب یې له بل ځایه خراب دي او اوس په موږ مشري کوي. یعنې بیا هم د ناسمو برداشتونو او ترخو ژبو هدف وه.

100%

خو په دفتر کې یو معنوي او فرهنګي شخصیت دا هر څه څارل او غمجن شو. هېڅ یې ونه ویل؛ یوازې یې د کتابچې پر پاڼه ورته ولیکل:

مهرباني سخت می‌خواند به چشمانت صنم
تازگی‌ها دارد این گل به گریبانت صنم!

ښايي راویښه یې کړه.
سبا بېرته له خپل اصلي شخصیت سره راغله؛ هماغه ادب، هماغه حوصله، هماغه نرمي، کمیني او هماغه مسلکي چلند یې له ځان سره راوړ. هغه ثابت قدمه پاتې شوه. هڅه یې کوله خپل نرم مزاج وساتي، خو دا ډول خبرې او ناسمې تبصرې د یوې ورځې نه وې؛ کلونه یې دوام وکړ. حتا ځینو ښځینه همکارانو به هم د هغې نرمي او احتیاط په ناسم ډول تعبیرول او داسې به یې ګڼله لکه هغه چې په قصدي ډول ځان ډېره معصومه ښيي.

خو وخت تېر شو، او هماغه نرمي چې یو وخت یې کمزوري بلله، ورو ورو د ځینو لپاره د زده کړې مثال شوه. ځینو مشرانو او همکارانو، چې عمرونه یې تر هغې ډېر وو، له همدې ځوانې ښځې څخه بخښنه، مننه، نرمي او کمیني زده کړه. هغوی ولیدل چې ادب د کمزورۍ نوم نه دی، بلکې د اړیکو، باور او بریا یوه لاره ده.

ورو ورو د هغې شخصیت د ځینو لپاره د بریا ستراتیژي شوه. هغه کسان چې یو وخت یې د هغې پر کرکټر تبصرې کولې، وروسته یې د هغې په ګام ګام کېښود. د هغې له نرم چلند، حوصلې او ادب څخه یې تقلید وکړ، او ډېرو د همدې کرکټر له لارې پرمختګ وکړ.

100%

دا هر څه استاد لیدل. یوه ورځ یې ورته بیا ولیکل:
از محبت خارها گل می‌شود!

د ویکتور فرانکل خبره دلته بیا ښه معنا پیدا کوي: له انسانه هر څه اخیستل کېدای شي، خو د خپل دریځ او غبرګون د انتخاب وروستۍ ازادي ترې نه شي اخیستل کېدای. لکه څنګه چې د خلکو دوامداره منفي برخورد پر انسان اغېز کوي، همداسې یوه ښه جمله هم انسان رغولای او ژغورلای شي. انسان په پای کې د خپل ښه والي او بدوالي د انتخاب مسوول دی؛ شرایط او د خلکو تبصرې یوازې اغېز کولای شي، پرېکړه نه شي کولای.

په کاناډا کې د پشه‌يي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱
په کاناډا کې د پشه‌يي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه
100%

کاناډا کې د پشه‌يي ځوانانو د ټولنې په نوښت د پشه‌يي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه. د دغې غونډې ویناوالو د پشه‌يي ژبې د ارزښت، لرغونتوب او د پشه‌يي قوم د تاریخي او ټولنیز رول په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د دې ژبې د ساتنې، پراختیا او راتلونکو نسلونو ته یې د لېږدولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په ټورنټو ښار کې ترسره شوه، ګډونوالو یې د ورته فرهنګي او علمي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه او د پشه‌يي ژبې د ساتنې او ودې لپاره یې د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د فرهنګي چارو مسوول محمد ایوب په دې غونډه کې ژمنه وکړه، چې د پشه‌يي ژبې یو کتاب به په خپل شخصي لګښت چاپ او خپور کړي.

د الينا ټولنيزې شورا پخواني مشر او د پشه‌يي ژبې څېړونکي عبدالهادي لېوال د افغانستان انټرنشنل په سپړنې خپرونه کې وویل: «د هېواد په ۱۶یا هم ۱۷ ولایتونو کې پشه‌ييان مېشت دي، خو په دغو سیمو کې زموږ مورنۍ ژبه په ښوونځيو کې په رسمي توګه درج شوې نه‌ده، ځانګړی نصاب نه‌لرو او که موږ نصاب او ځانګړې لهجه ونه‌لرو، نو د دغې ژبې بقا له ګواښ سره مخ کېږي».

د پشه یې ژبې لیکوال او څېړونکي احمد جان ماڼو هم د سپړنې په دې ځانګړې خپرونه کې څرګنده کړه: «د پشه‌يي ژبې تاریخ لا تر اوسه په کره توګه نه‌دی مشخص شوی، خو باوري یم، چې د دې ژبې تاریخ له هغه پېره پېلېږي چې سپين نژاد خلک په یوه ټاټوبي کې سره اوسېدل. هیله‌من یم، چې پوهان او پشه‌ییان په خپلو څېړنو کې د پشه‌ییانو او پشه‌يي ژبې کره تاریخ ومومي».

د پشه‌يي ژبې او فرهنګ بل څېړونکي تیمورشاه سلام‌زي هم په یاده خپرونه کې په ډاګه وویل: «سره له دې چې پشه‌ييان د افغان خاورې یو له اصلي بچیانو څخه دي، خو د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان حکومتونو دوی او د دوی ژبې ته کار نه‌دی کړی».

د غبرګولي ۲۴ د پشه‌يي ژبې د ملي ورځې په نوم نومول شوې او د پشه‌يي ژبې د څېړونکو په وینا، پشه‌يي د افغانستان د یوې ژبې او قوم نوم دی، چې کتابونو کې د بهاشه... او پشه‌يي په بڼو کې راغلی دی. د دغې ژبې ویونکي د کابل له څنډو تر کاپیسا، د لغمان، ننګرهار او ان کونړ په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي.