• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کرنې وزیر هند ته: اوس زموږ پخوانی او ښه ملګری زموږ تر څنګ ولاړ دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال د هندي چارواکو د تود هرکلي ستاینه وکړه او د دواړو لوریو ترمنځ یې د پراخو اقتصادي او تخنیکي همکاریو غوښتنه وکړه. عمري د هند او افغانستان د اړیکو مخینې ته په اشارې سره وویل:«اوس زموږ ښه ملګری زموږ تر څنګ ولاړ د».

د طالبانو د کرنې وزیر په یوه خبري ناسته کې وویل چې د هند د حکومت د چارواکو او خلکو بې ساري هرکلي دوی ته «روحیه» ورکړې او داسې احساس یې رامنځته کړی چې ګواکې په خپل هېواد کې شتون لري.

د طالبانو د کرنې وزیر د نوي ډیلي ملاتړ ته په هیله مندۍ سره زیاته کړه چې دوی غواړي د هند له تجربو او ملاتړ څخه په استفادې د افغانستان د کرنې سیستم عصري او میکانیزه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دغه سفر په جریان کې، د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا د لارو چارو د ارزونې په موخه د طالبانو د پلاوي او هندي چارواکو ترمنځ د ګډې کمېټې ناسته ترسره شوه او د طالبانو د کرنې وزیر د نوي ډیلي له لوړپوړو چارواکو سره مهمې لیدنې وکړې.

عطاالله عمري د طالبانو د کابینې څلورم وزیر دی چې پر افغانستان د دې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې نوي ډیلي ته سفر کوي؛ هغه چاره چې له هند سره د طالبانو بې ساري نږدېوالی ښيي.

د کابل او نوي ډیلي ترمنځ دا ډیپلوماتیک او اقتصادي نږدېوالی په داسې شرایطو کې ګړندی شوی چې د سرحدي نښتو او امنیتي مسایلو له امله له اسلام‌اباد سره د طالبانو اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې او له ننګونو ډکې دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

یو شمېر افغانانو په برلین کې د طالبانو پر ضد لاریون وکړ

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۱
یو شمېر افغانانو په برلین کې د طالبانو پر ضد لاریون وکړ
100%

یو شمېر افغانانو په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په یوه لاریون کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د هر ډول سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د عادي کولو مخالفت وکړ. لاریونوالو په یوه پرېکړه لیک کې ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي.

دغه لاریون نن د جمعې په ورځ د «فینکس ډلې» له خوا په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مخې ته تنظیم شوی و او په یوه پرېکړه لیک کې یې له جرمني، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان ولس تر څنګ ودرېږي او طالبانو ته مشروعیت ورنه کړي.

لاریونوالو وویل چې له طالبانو سره هر ډول سیاسي، ډیپلوماټیکې یا اقتصادي خبرې اترې باید د بشري حقونو او د ښځو د اساسي ازادیو د تامین په شرط وي.

د پرېکړه لیک په ماده کې راغلي:« ایا جرمني هېر کړي یې دي چې طالبان د کلونو لپاره د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل او نړیوالې ټولنې د هغوی پر وړاندې په جګړه کې لویې قربانۍ ورکړې دي؟ ».

دوی د جرمني له حکومته وغوښتل چې خپله بهرنۍ تګلاره د بشري حقونو، ازادۍ او ډیموکراسۍ پر بنسټ برابره کړي او د طالبانو قربانیان هېر نه کړي.

د لاریون ګډونوالو همداراز د افغان نجونو پر زده کړو، کار، تګ راتګ او په ټولنه کې پر ګډون ټینګار وکړ او ویې ویل چې له بشري حقونو پرته تلپاتې سوله ممکنه نه ده.

دوی زیاته کړه چې افراطیت ته باید په سیاسي رسمیت پېژندلو سره انعام ور نه کړل شي او له ټولو ډیموکراتیکو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د غږ پورته کولو ملاتړ وکړي.

دا لاریون په داسې حال کې کېږي، چې جرمني د مجرمو افغانانو د لېږلو په بدل کې د طالبانو نور ډېپلوماټان هم ومني.

طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په اړه د شهباز شریف څرګندونې رد کړې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱
طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په اړه د شهباز شریف څرګندونې رد کړې
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون ادعاوې رد او بې بنسټه وبللې. مجاهد په یو غږیز پیغام کې ویلي چې طالبان هېڅ بهرنۍ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده او د امنیت د ټینګښت لپاره جدي هڅې روانې دي.

د طالبانو ویاند د شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته په اشاره زیاته کړې چې دا ډول بې‌بنسټه ادعاوې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ترینګلتیا لامل کېږي. هغه د پاکستان د لومړي وزیر له لوري د دا ډول څرګندونو په اړه ژوره خواشینې څرګنده کړه.

مجاهد ویلي چې د تورونو لګولو پر ځای دې د داړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او تفاهم فضا رامنځته شي تر څو شته ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.

مجاهد زیاته کړې:« د داسې بې‌بنسټه تورونو دوام به یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته باور نور هم کمزوری کړي».

نوموړي دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په غونډه کې ویلي و چې په بلوچستان کې د وروستیو بریدونو تر شا د هند لاس دی او زیاته کړې یې ده چې هند د دغو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.

طالبانو له ملا امامانو وغوښتل چې ځوانان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع کړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۱
طالبانو له ملا امامانو وغوښتل چې ځوانان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع کړي
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو له ملا امامانو غوښتي چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې له ځوانانو وغواړي چې له ټولنیزو شبکو څخه ګټه وانخلي او هغوی د فېسبوک، انسټاګرام، ټیک‌ټاک، مسنجر، ګوګل او یوټیوب له «ویجاړونکو زیانونو» څخه خبر کړي.

یاد وزارت د جمعې د لمانځه د خطبي موضوع «د ځوانانو په اصلاح کې د دیني عالمانو مسوولیتونه» ټاکلې او متن یې په فارسي او پښتو ژبو د مرکز او ولایتونو د جوماتونو خطیبانو ته استولی دی. په دغه متن کې راغلي چې ځینې ټولنیزې رسنۍ د ځوانانو د «بې‌دینۍ» لامل کېږي. د دغه وزارت په ادعا، «ملحد» کسان له دغو شبکو څخه د الحاد د خپرولو لپاره ګټه اخلي، د مسلمانو ځوانانو په ذهنونو کې د دین په اړه شکونه راپیدا کوي او د هغوی دیني باورونه له خطر سره مخامخوي.

د طالبانو د حج وزارت همدارنګه ویلي چې ځینې ټولنیزې پاڼې په ټولنه کې «فحشا او زنا» خپروي او یو شمېر نورې بیا خلک عیسویت ته رابولی. د متن په بله برخه کې راغلي چې انټرنیټي پاڼې خلک د «شرعي حاکم» پر وړاندې بغاوت ته هڅوي او په ټولنه کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ د خپرېدو لامل کېږي.

د وزارت په وړاندیز شوي متن کې راغلي چې ډېری ځوانان خپل ټول وخت د موبایل په لیدلو تېروي او په هغه کې «لوڅ فلمونه، سریالونه، ویناوې او تبلیغاتي عکسونه» ګوري. د طالبانو د حج وزارت همدارنګه لیکلي چې ځوانان د موبایل له لارې له هغو ښځو سره خبرې او اړیکې ټینګوي چې دغه وزارت «بې‌عفته» بللې دي. په دغه متن کې، دا ډول چلندونه د «لوېدیځ د فکري جګړې» برخه بلل شوي او راغلي چې ځوانان بېلابېلو «بې‌لارې تګونو» ته مخه کړې ده.

د طالبانو د حج وزارت له ملا امامانو غوښتي چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې ووایي چې ډېری ځوانان له دیني زده‌کړو او ارزښتونو خبر نه دي او د مذهبي باورونو، شرعي احکامو، اخلاقو او اسلامي ادابو په اړه د هغوی معلومات لږ دي.

په متن کې راغلي چې ډېری ځوانان پنځه وخته لمونځونه په جومات کې په جمع سره نه کوي او په واټونو او کوڅو کې اسلامي اخلاق او اداب نه مراعاتوي.

دغه وزارت همدارنګه ادعا کړې چې د لوېدیځ کلتور ترویج او له مسلمانو ماشومانو او ځوانانو څخه د اسلامي عقیدې اخیستل په «نوې وسلې» بدل شوي دي.

د طالبانو د حج وزارت له امامانو او خطیبانو غوښتي چې په جوماتونو کې د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو لپاره جلا جلا ښوونیزې کړۍ جوړې کړي.

امریکايي څېړنیز مرکز: طالبانو افغانستان د سیمه‌ییزې ترهګرۍ پر مرکز بدل کړی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱
امریکايي څېړنیز مرکز: طالبانو افغانستان د سیمه‌ییزې ترهګرۍ پر مرکز بدل کړی
100%

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا څېړنیز مرکز په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو د ادارې تر ملاتړ لاندې ترهګري او افراطیت لا هم د ګاونډیو هېوادونو امنیت او د سیمې ثبات ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا څیړنز مرکز په خپل تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۶مه خپور شوی، ویلي چې طالبان د شریعت پر بنسټ د سختو قوانینو په پلي کولو سره پر افغانستان خپل مطلق واک ټینګ کړی دی.

راپور ټینګار کوي چې ترهګرو ډلو، د القاعده په ګډون، افغانستان د جذب، روزنې او له هېواده بهر د ترهګرو د لېږلو پر مرکز بدل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا څیړنیز مرکز همداراز ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز او د ښځو لپاره د سفر پر مهال د نارینه محرم د ملتیا او په عامه ځایونو کې د مخ پټولو شرط لا هم پر ځای دی.

د راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خلک لا هم د ترهګریزو بریدونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د راپور له مخې، پاکستان پر طالبانو د هوايي بریدونو له ترسره کولو وروسته، په رسمي ډول د طالبانو له ادارې سره «ښکاره جګړه» اعلان کړې ده.

راپور وایي، چین هڅه کړې چې په اورومچي کې د منځګړیتوب له لارې دغه کړکېچ پای ته ورسوي، خو تر اوسه خبرې کومې رسمي هوکړې ته نه دي رسېدلې.

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په خپل راپور کې د داعش خراسان ډلې فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډله، سره له فشارونو، لا هم په سیمه او ان له سیمې بهر د بریدونو وړتیا لري، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې د مسکو برید یې د بېلګې په توګه یادې کړې دي.

د راپور له مخې، بلوچ وسله وال هم د پاکستان لپاره د امنیتي ګواښونو له ډلې ګڼل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو لویو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان، چې د هېواد د نفوس نږدې نیمايي جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لرله او له ۲۸ سلنې ډېر وګړي په خوارځواکۍ اخته وو.

ملګري ملتونه: د بودجې کمښت افغانستان کې بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱
ملګري ملتونه: د بودجې کمښت افغانستان کې بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو او د بودجې کمښت په افغانستان کې بنسټیزو خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

یادې ادارې جمعه (د چنګاښ ۱۹مه) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۵۲ ناورین ځپلو او جګړه‌ ځپلو هېوادونو وضعیت یې ارزولی. د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له جنورۍ راهیسې لږ تر لږه یو مېلیون ښځو او نجونو په دغه هېوادونو کې بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی. افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې د بودجې د کمښت له امله سخت اغېزمن شوی دی.

په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ښځو بنسټونه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او هایټي په څېر هېوادونو کې د ورته بنسټونو په شان په داسې شرایطو کې فعالیت کوي چې د اړتیاوو له زیاتېدو سره، سره یې مالي سرچینې په بې‌ساري ډول کمې شوې دي.

د راپور موندنې ښيي؛ د سروې شویو ښځو بنسټونو ۸۴ سلنې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې د دوی د خدمتونو غوښتنه زیاته شوې؛ خو نږدې ۹۰ سلنهبیا وایي چې نور د اوسنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام وکړي نو د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ، روغتیايي خدمتونو، رواني مرستو او ښوونیزو پروګرامونو په ګډون به ګڼ بنسټیز خدمتونه لا ډېر محدود شي او د افغانستان په لرو پرتو او زیان‌منونکو سیمو کې به ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شي.

یادې ادارې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو له بنسټونو سره خپلې مالي مرستې او پانګونه دوامداره وساتي؛ څو د بشري خدمتونو بهیر او د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ له خنډ سره مخ نه‌شي.