سهیل شاهین د ملګرو ملتونو چارواکي سره پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین دوحه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازي براهام صالح سره له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي. دغه کتنه داسې حال کې ده، چې پاکستان په جمعې ورځ له دغه هېواده د افغانانو د اېستنې بل بهیر پیل کړ.
په دوحه کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دې لیدنه کې د راستنو شویو افغانانو پر وضعیت او هغوی ته د مرستو رسولو پر لارو چارو بحث شوی دی.
خبرپاڼه وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره د سرپناه د چمتو کولو، روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې کړې دي. د طالبانو استازي په دغو برخو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، له دې سربېره، په دغې کتنه کې د هغو شکایتونو او ستونزو په اړه هم بحث وشو چې له مخې یې له راستنېدونکو افغان کډوالو څخه په کوربه هېوادونو کې په غیرقانوني او جبري توګه د هغوی شتمنۍ او املاک اخیستل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا شتمنۍ او ملکیتونه باید بېرته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.
خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي ډاکټر براهام صالح له قوله لیکل شوي، چې د افغان کډوالو له ټولو ستونزو او ننګونو څخه په بشپړه توګه خبر دی. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د یادو ستونزو د حل او کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.
هممهاله پاکستان د جمعې په ورځ د جولای ۱۰مه په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستل کېدو لپاره د پراخو عملیاتو یوه نوې څپه پیل کړې ده.
