هغه ویلي، له څو میاشتو راهیسې د نوي استازي د ټاکلو په اړه سلامشورې روانې وې او نږدې اجماع رامنځته شوې وه چې دغه دنده باید «یوې ښځې، مسلمانې او د سیمې د هېوادونو یوې استازې» ته وسپارل شي.
نوموړي دغه ټاکنه «طالبانو ته یو جدي او څرګند پیغام» وباله؛ هغه ډله چې واک ته له رسېدو وروسته یې د افغانستان پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي او د هغوی ګڼ بنسټیز حقونه او ازادۍ یې محدودې کړې دي.
خو اندېشه د دغه بدلون له امله د یوناما د فعالیتونو د ښه کېدو په اړه هیلهمن نهدی. د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا نوې مشري به وکولای شي یوناما له «اوسني ناوړه او کړکېچن وضعیت» څخه وباسي، وویل: «له بده مرغه نه».
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي افغانستان انټرنېشنل ته تایید کړې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته په یوه لیک کې د بنګلهدېش لوړپوړې ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه وړاندیز کړې ده.
امنیت شورا تراوسه د دغه وړاندیز په اړه رسمي پرېکړه نهده کړې؛ خو تمه کېږي چې د شورا غړي به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې خپل وروستی نظر اعلان کړي. که دغه وړاندیز تایید شي، رباب فاطمه به د یوناما د پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا ځای ناستې شي او د افغانستان په خورا حساسو سیاسي او بشري پړاوونو کې به د یوناما مشري پر غاړه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې د خپلو ټولو ۱۵ غړو په موافقې سره د یوناما ماموریت د یو کال لپاره وغځاوه.
رباب فاطمه څوک ده؟
رباب فاطمه د بنګلهدېش له مخکښو او تجربهلرونکو ډیپلوماتانو ده، چې په ملګرو ملتونو کې اوږده کاري تجربه لري. هغې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د اجراییه بورډ مشرې، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اجراییه بورډ مشرې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د اجراییه بورډ مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړې د پراختیا، بشري حقونو او څو اړخیزو همکاریو په برخو کې یوه پېژندل شوې څېره ګڼل کېږي.
د افغانستان په سختو شرایطو کې ماموریت
یوناما په ۲۰۰۲کال کې د طالبانو د لومړي حکومت تر پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړهلیک پربنسټ جوړ شو؛ څو په افغانستان کې د سولې له بهیر، بیارغونې، د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا او له بشري حقونو ملاتړ وکړي.
که د امنیت شورا د رباب فاطمې ټاکنه تایید کړي، نوموړې به په داسې وخت کې د دغه ماموریت مشري پر غاړه واخلي چې افغانستان له بشري ناورین، سیاسي کړکېچ، نړۍوالې انزوا او د ښځو پر حقونو له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.
له همدې امله د هغې بریا یا ناکامي به نه یوازې د هغې پر ډیپلوماتیکو وړتیاوو؛ بلکې د امنیت شورا د ملاتړ کچې او له ملګرو ملتونو سره د طالبانو د تعامل پر څرنګوالي هم تړلې وي.