روسیه: تېره اوونۍ د اوکراین په بریدونو کې ۳۸ ملکي وګړي وژل شوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اوکراین د تېرې اوونۍ په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۳۸ روسي ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷۰ نور، د اتو ماشومانو په ګډون ټپیان شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اوکراین د تېرې اوونۍ په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۳۸ روسي ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷۰ نور، د اتو ماشومانو په ګډون ټپیان شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د اوکراین په بریدونو کې د تېرې اوونۍ پر مهال ټول ۳۰۸ روسي ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
زاخارووا په یوه بیان کې ویلي: «د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۳۰۸ ملکي وګړي د اوکرایني ځواکونو د بریدونو ښکار شوي، چې له ډلې یې ۳۸ کسان، د یوه ماشوم په ګډون، وژل شوي او ۲۷۰ نور، د اتو ماشومانو په ګډون، ټپیان شوي دي.»
هغې ادعا کړې چې اوکراین د روسیې پر ملکي وګړو او بنسټیزو تأسیساتو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، دا بریدونه د دې لپاره ترسره کېږي چې د اوکراین حکومت خپلو لوېدیځو متحدانو ته وښيي چې ورکړل شوې وسلې اغېزمنې دي او له دې لارې د لا ډېرو پوځي مرستو ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
روسیې دا ادعاوې داسې مهال مطرح کړي چې د مسکو او کییف ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او دواړه لوري په پرلهپسې ډول یو بل د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو په نښه کولو تورنوي. د دې ادعاوو په اړه د اوکراین رسمي غبرګون تر اوسه نه دی خپور شوی.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، افغان وګړی رحمانالله لکڼوال چې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو غړو د ډزو په تور تورن دی، په زندان کې د نه خوړلو اعتصاب کړی او د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د فدرالي محکمې قاضي امیت پي. مهتا د پنجشنبې په ورځ ویلي، لکڼوال د روانې اوونۍ په ترڅ کې د روغتیايي وضعیت له سخت خرابېدو وروسته د جورج واشنګټن پوهنتون روغتون ته لېږدول شوی دی.
مهتا ویلي: «تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، د ښاغلي لکڼوال روغتیايي وضعیت د پام وړ خراب شوی او هغه په ډېر سخت حالت کې دی.»
هغه زیاته کړې چې د لکڼوال اوسنی وضعیت «تر یوه بریده د هغه د خپل چلند پایله ده»، ځکه نوموړي له خوړو او په ځینو مواردو کې له اوبو څښلو هم ډډه کړې ده.
د امریکا د لویې څارنوالۍ مرستیالې جوسلین بالنټاین، محکمې ته ویلي چې حکومت غواړي د لکڼوال د محاکمې تر مخه د توقیف پر مهال د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه خپلې غوښتنې او سپارښتنې وړاندې کړي، خو د دې لپاره د هغه طبي دوسیو ته لاسرسی ضروري دی.
رحمانالله لکڼوال د تېر کال د نومبر میاشتې په وروستیو کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ ۲۰ کلنه سرتېرې سارا بکسټروم په ډزو ووژله او یو بل سرتېری انډریو وولف یې ټپي کړ. لکڼوال خپله هم د پېښې پر مهال د ملي ګارډ د یوه بل غړي په ډزو ټپي شوی و.
د محکمې منصفه پلاوي نوموړی په ۱۷ بېلابېلو جرمونو تورن کړی دی. د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د عدلیې وزارت چارواکي دا هم ارزوي چې که لکڼوال مجرم وپېژندل شي، د اعدام سزا غوښتنه وکړي.
څارنوالانو ویلي، لکڼوال تر ټپي کېدو وروسته د درملنې له بشپړېدو سره سم د واشنګټن ډي سي په زندان کې ساتل کېده.
رحمانالله لکڼوال په افغانستان کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو غړی و او له د د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره(سي اې ای) سره یې همکاري کړې وه.
هغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره د امریکا د واشنګټن ایالت په بلینګهم ښار کې مېشت شوی و.
د واشنګټن پوسټ د څېړنې له مخې، لکڼوال داسې مهال چې هڅه یې کوله له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره په امریکا کې له نوي ژوند سره ځان عیار کړي، ورځ تر بلې له ټولنې ګوښه او منزوي کېده.
د سوداګرو په وینا، تر ۹ میاشتو مخکې د افغانستان له نورو صادراتي توکو سربېره تازه میوې پاکستان او د پاکستان له لارې بیا نورو هېوادونو ته صادرېدل،خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو له امله اوس د افغانستان تازه میوې عربي هېوادونو، منځنۍ اسیا او اروپا ته صادرېږي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده. اوسمهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته هر ډول تګراتګ درېدلی دی.
د افغان سوداګرو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون مخکې، پاکستان به هر کال د افغانستان د تازه میوو د فصل پر مهال په یوه پلمه نه په یوه پلمه یې لارې بندولې او یا به یې د تعرفو له لوړولو سربېره په دروازو کې یې د تازه میوو لیږدونکي موټر درول، څو په موټر کې میوې خوسا شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان د بدیل مارکېټ په توګه یې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو او همدارز اروپا ته مخه کړې ده.
د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له هرات ولایت څخه ۱۱۷ زره ټُنه تازه میوه چې ټولیز ارزښت یې ۱۴۶ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، عربي او د اسیا یو شمېر هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د تازه مېوو د صادراتو زیاتوالی، د اقتصادي ودې، د بزګرانو د ملاتړ او د افغانستان د صادراتي بازارونو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي».
د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۷مه د ازبکستان د پرایم کرنیز صنعت شرکت رييس مراد قدرتوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په کال کې به ۲ زره ټُنه تازه میوې او په ځانګړې توګه ګیلاس، زردالو، مڼې او انار لومړی ازبکستان او بیا روسیې او هماغسې یې اروپايي هېوادونو ته صادرې کړي.
https://www.afintl.com/pa/202606078657
د بڼوالو په وینا، نورو هېوادونو ته د افغانستان له تازه میوو یوه کمه برخه صادرېږي او د پاتې نورو میوو د ساتنې لپاره د سړوخونو نشتوالی جدي ننګونه یادوي. دوی له طالبانو غواړي چې پر معیار برابر د سړو خونو جوړولو ته پام وکړي، څو پر بڼوالۍ یې شوې خواري په سیند لاهو نهشي.
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د هندوانو کښت او حاصلات له ۲۵ سلنې زیاتوالي خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال په دغه ولایت کې د هندوانو مناسب بازار، ښې بیې او د حاصلاتو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د کښت ساحه د تېر کال په پرتله نږدې ۲۵سلنه پراخه شي او په ټولیزه توګه پر شاوخوا ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه هندوانې وکرل شي.
د لوګر یو بزګر افغانستان انټرنشنل- پښتو ویلي، سږکال یې د هندواڼې حاصلات ډېر دي او په باور یې هره میوه چې بازار کې ډېره شي، نو ورسره سم بیې هم رالوېږي.
نوموړی له طالبانو غواړي چې د تازه میوو او نورو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي، څو بزګران د خپل لاس ثمره وګوري او محصولات یې په ښه بیه وپلورل شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لهمخې، په تېر ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان څخه د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۱۷ زره او ۵۱۷ ټُنه تازه مېوه او په ځانګړې توګه مڼې، انار، زردالو، انګور، خربوزه، هندوانه، انځر او نورې میوې بهر ته صادره شوې دي. د معلوماتو پر بنسټ، له دغو میوو ډېری یې عربي هېوادونو، ترکیې، منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د دغه وزارت مسوولینو د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د تازه مېوو د صادراتو د کچې او ارزښت د پرتلې کولو په تړاو معلومات نهدي ورکړي، خو په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو بندرونو تړل کېدل د کروندګرو د ډېری محصولاتو د خرابېدو لامل شول.
https://www.afintl.com/pa/202607037190
د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وایي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي ډالر زیان رسېدلی دی.
د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمه د ګومارلو هرکلی وکړ او دا پرېکړه یې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو په وړاندې یو عملي او روښانه ځواب وباله.
معنوي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د یوې مسلمانې ښځې ټاکل د هغو میلیونونو افغان ښځو د حقونو په دفاع کې یو مهم ګام دی چې د طالبانو له خوا له خپلو لومړنیو انساني او تعلیمي حقونو محرومې شوې دي.
فضل احمد معنوي په خپل پیغام کې د بنګلهدېش د دغې ډیپلوماتې مخینې ته په اشارې سره وویل چې اغلې رباب فاطمه د یو داسې مسلمان او پر نفوسه هېواد څخه راغلې چې د ولسواکۍ او پرمختګ په لاره کې یې ښه ګامونه اخیستي دي. نوموړي د خپل سفر یادونه وکړه چې دغه هېواد ته یې د ټاکنو د څارونکي په توګه کړی و او هلته یې د خلکو پراخ ګډون او د ښځو ونډه د افغانستان لپاره یو هیله بښونکی الګو وباله چې له بده مرغه افغانستان ترې محروم پاتې شو.
د عدلیې پخواني وزیر د یوناما پر پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د هغې مأموریت ونه شو کولای د افغان ولس هیلې پوره کړي. معنوي زیاته کړه چې د اوتونبایوا په دوره کې یوناما د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د پراخې سرغړونې په وړاندې مناسب دریځ غوره نه کړ او په ځینو مواردو کې داسې انګېرل کېده چې دغه بنسټ د طالبانو د رژیم د عادي ښودلو او هغوی ته د وخت اخیستلو لپاره کار کاوه.
نوموړي هیله وښوده چې رباب فاطمه به د ملګرو ملتونو د منشور ارزښتونو ته په پاملرنې، بېطرفۍ او زړورتیا سره د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته منعکس کړي او د افغانانو تر څنګ به ودرېږي. معنوي چې وړاندې یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر په توګه له یوناما سره نږدې همکاري کړې، ټینګار وکړ چې دغه بنسټ په افغانستان کې خورا اغېزمن رول لري او نوې مشره باید د خپل هېواد او سازمان حیثیت وساتي.
د ملګرو ملتونو سازمان په داسې حال کې د رباب فاطمه نوماندي تایید کړه چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه لا هم په شدت سره دوام لري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې دي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې دغه بندیز د کال ۸۴ میلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل شي.
د طالبانو مخالفه ډله، مقاومت جبهه وایي چې د بدخشان په راغ ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې پوځي لوا تهاجمي برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې لږ تر لږه دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي. خبرپاڼه زیاتوي، دغه برید د چنګاښ په۱۷مه په نیمه شپه د یادې ولسوالۍ سیاب سیمه کې ترسره شوی.
د مقاومت جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه تهاجمي برید کې د طالبانو یو نظامي واسطه هم په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه نښته کې د مقاومت جبهې ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
یادې جبهې ادعا کړې چې په دغه برید کې وژل شوي او ټپيان شوي کسان د طالبانو غیربومي وسله وال وو چې د سیمې د خلکو د ځپلو لپاره بدخشان ته استول شوي وو. د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دغه برید او په هغې کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ملي مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې خپلو هدفي بریدونو ته دوام ورکوي. دغه جبهه وایي چې د دوی د مبارزې موخه د طالبانو له واکمنۍ څخه د افغانستان د خلکو او خاورې ژغورل دي.
په بدخشان ولایت کې د دغه برید د ترسره کېدو په لړ کې، سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د یو بل ناراضي طالب قوماندان جمعه خان فاتح سره د خبرو لپاره د بدخشان نسي ولسوالۍ ته تللی دی. د سرچینو په وینا، جمعه خان فاتح د فصیح الدین فطرت د اوسېدو په ځای کې له هغه سره لیدلي او د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې شوې دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، افغانستان کې درې پر څلور کورنۍ لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لکه خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو د برابرولو توان نه لري.دوی وایي له خپلو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي چې له پنځو میلیونو ډېرو اړمنو افغانانو ته د برېښنا د دوام زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه تازه خپاره کړي پیغام کې د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د هېواد ډېری کورنۍ لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې لیکلي: «په افغانستان کې ۷۵ سلنه کورنۍ نه شي کولای خپلې اساسي اړتیاوې، چې خواړه، سرپناه او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم پکې شامل دی، پوره کړي.»
دوی ویلي چې له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي، څو د هغو له پنځو میلیونو ډېرو افغانانو لپاره د برېښنا د برابرولو بهیر روان وساتي چې تر ټولو ډېرې مرستې ته اړتیا لري.
دملګرو ملتونو ددغه ادارې د راپور له مخې، د افغانستان اقتصادي ستونزې د بېوزلۍ تر څنګ د خوړو خوندیتوب، د کورونو، روغتیايي خدمتونو، اوبو او انرژۍ لاسرسي هم اغېزمن کړي دي. دغه اداره وايي، د کډوالو ستنېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل او اقلیمي بدلونونه د افغانستان پر اوسني وضعیت فشار زیاتوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د انرژۍ برابرول د خپلو پراختیايي پروګرامونو له مهمو برخو څخه دي او هڅه کوي چې په افغانستان کې هغو ټولنو ته چې له بنسټیزو خدمتونو بې برخې دي، د برېښنا لاسرسی پراخ کړي.
د دې ادارې په وینا، ډېری افغانې کورنۍ د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سختو لارو کار اخلي؛ لکه پور اخیستل، د شتمنیو پلورل او د لګښتونو کمول.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره یوازې بېړنۍ مرستې بسنه نه کوي، بلکې د کارموندنې، اقتصادي فرصتونو، انرژۍ، او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې اوږدمهاله پانګونې ته اړتیا ده.