• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا سوداګر: که سوداګریزې لارې خلاصې نه‌شي د پېښور–تورخم لویه لاره به وتړو

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سوداګرو او موټر چلوونکو له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم لارې تړل پاتې کېدو له امله یو وار بیا اعتراض کړی. دوی خبرداری ورکړی، که سوداګریزې لارې ژر تر ژره خلاصې نه‌شي؛ نو دوی به تر اسلام‌اباد پورې لاریونونه وکړي او د پېښور–تورخم لویه لاره به وتړي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرو ټولنې مشر مجیب شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم له لارې د سوداګرۍ په ټپه درېدو له امله سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د هغه په وینا، له دې لارې به هره ورځ د صادراتو ارزښت شاوخوا ۲.۵ مېلیون ډالره او د وارداتو ارزښت نږدې ۵۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېده؛ خو اوس د لارې تړل پاتې کېدو له امله دغه سوداګریزه راکړه ورکړه په بشپړه توګه په ټپه درېدلې ده.

نوموړي د پاکستان له فدرالي او ایالتي حکومتونو غوښتي، چې د سوداګرو پرمخ دې لارې ژرترژره پرانیزي. هغه ټینګار وکړ، که دغه ستونزه ژر هواره نه‌شي؛ نو د دوی اعتراضونه به تر اسلام‌اباد پورې وغځېږي او د پېښور–تورخم لویه لاره به هم وتړي.

شینواري دا هم وویل، چې د پنجاب سوداګرو ته د سوداګریزو زیانونو د جبران لپاره مرستې ورکړل شوې؛ خو د خیبر پښتونخوا د سوداګرو د تاوان جبران لپاره تراوسه هېڅ اقدام نه‌دی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د لارو د اوږدمهاله تړل پاتې کېدو له امله دواړو هېوادونو ته درانه اقتصادي زیانونه اوښتي دي. د دوی په وینا؛ پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته شاوخوا ۴۹۵ مېلیونه امریکايي ډالر زیان رسېدلی دی.

د یادې خونې د مسوولینو په خبره؛ د اقتصادي او سوداګریزو زیانونو ترڅنګ د خلکو ورځنی ژوند هم سخت اغېزمن شوی دی. ځایي سوداګر وایي، د لارو تړل کېدو دوه اړخیزه سوداګري، واردات، صادرات، ټرانزیټي راکړه ورکړه او د زرګونه کسانو د کار او روزګار سرچینې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

سبا په کونړ او د نورستان په یوشمېر ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۱۰ GMT+۱
سبا په کونړ او د نورستان په یوشمېر ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي
100%

«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ویلي، د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) به د کونړ ولایت په ټولو ولسوالیو او د نورستان ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شي.

د یاد بنسټ په وینا؛ ماشومانو ته به د ګوزڼ واکسین د څاڅکو او زرقي دواړو لارو تطبیق شي، څو د هغوی د بدن معافیتي سیستم پیاوړی او د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) هم ویلي و، چې د پولیو ناروغي درملنه نه‌لري؛ خو د واکسین له لارې یې مخنیوی شونی دی. یونېسف ټینګار کړی، چې هر ماشوم باید د یادې ناروغۍ پر وړاندې واکسین او خوندي شي.

افغانستان او پاکستان لاهم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې پولیو په‌کې په بشپړ ډول له‌منځه نه‌ده تللې. روغتیايي ادارې د دغه ناروغۍ د محوې لپاره د واکسین پرله‌پسې کمپاینونه اړین او اغېزمن بولي.

تېره اوونۍ؛ له ایران او پاکستان نه نږدې ۱۶زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱
تېره اوونۍ؛ له ایران او پاکستان نه نږدې ۱۶زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د افغانستان انټرنشنل پښتو له‌خوا د راټولو شویو شمېرو له مخې؛ تېره یوه اوونۍ د چنګاښ له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې له ایران او پاکستان نه ۲زره او ۹۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵زره او ۹۵۵ کسان کېږي، افغانستان ته ستانه شوي.

دغه شمېرې چې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له ورځنیو راپورونو راخیستل شوې ښیي، چې یاد کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا، د هلمند د بهرامچې او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادې ډلې ۲۶۱۸ کورنۍ د تورخم له لارې، ۳۰۱کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۶۵ د اسلام کلا له لارې او ۱۴کورنې د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. د یاد کمېسیون د معلوماتو پربنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له‌خوا افغان کډوالو ته وکړل شوی ضرب‌الاجل نن پای ته ورسېده او له دې سره په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل شول.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي ویلي، چې له ۲۰۲۳کال راهیسې تراوسه تر ۲.۵ مېلیونه ډېر افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

بلخوا د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو پرضد ناڅاپي او پراخ عملیات په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو سختې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې پرېږدي.

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته؛ پاکستان ته کډه شوي افغانان یو وار بیا د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱
•
جواد شينواری
د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته؛ پاکستان ته کډه شوي افغانان یو وار بیا د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي
100%

د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته زرګونه افغان کورنۍ پاکستان ته کډه شوې؛ خو اوس د دغه کورنیو ډېری غړي د دویم ځل لپاره د بې‌ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه کورنۍ په لومړي سر کې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې مېشتې شوې؛ خو د پولیسو د عملیاتو او نیونو له وېرې وروسته پېښور ته کډه شوې دي. خو اوس په پېښور کې هم د ورته عملیاتو له امله له ناڅرګند وضعیت سره مخامخ دي.

د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو پرضد په ټول هېواد کې عملیات روان دي. د دغه عملیاتو په ترڅ کې د راولپنډۍ، اوکاړې، ساهیوال، بهاولپور او د پنجاب له نورو ښارونو څخه سلګونه افغانان نیول شوي او د خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د همدې وېرې له امله ګڼو کورنیو پنجاب پرېښود او پېښور ته په دې هیله تللې، چې هلته به لږترلږه په لنډمهالي ډول خوندي ځای ومومي؛ خو اوس په پېښور کې هم د نیونو او پلټنو لړۍ چټکه شوې ده.

له بهاولپور نه پېښور ته د یوې ستنې شوې کورنۍ مشر نورالله وایي، چې په ۲۰۲۱کال کې له کابل نه پاکستان ته وتښتېدل او په لومړي سر کې په بهاولپور کې مېشت شول. د هغه په وینا؛ کله چې په بهاولپور کې د کورونو د مالکانو او افغان کرایه‌دارانو پرضد عملیات پیل شول، اړ شو چې په یوه شپه کې خپل کور پرېږدي.
نورالله وایي، خلکو ورته ویلي و چې په پېښور کې وضعیت نسبتا ښه دی او د نیول کېدو ګواښ کم دی؛ خو د څو اوونیو په تېرېدو سره دلته هم پولیسو د دوی په سیمه کې د لټون او د اسنادو د ارزونې عملیات پیل کړي. هغه زیاتوي، چې اوس نه پوهېږي کوم ځای ته ولاړ شي ځکه د پاکستان په هېڅ برخه کې ځان خوندي نه احساسوي.

ساهیوال نه پېښور ته راغلې یوې افغان مېرمنې فریدې (مستعار نوم) وویل، مېړه یې په پنجاب کې د عملیاتو پرمهال نیول شوی او له همدې امله یې کورنۍ اړه شوه چې ژر تر ژره پېښور ته کډه شي.
د دوی ماشومان تراوسه دوه ځلې له زده‌کړو بې‌برخې شوي او اوس په پېښور کې هم د ښوونځي د شاملېدو برخلیک یې ناروښانه دی؛ ځکه د روانو عملیاتو له امله د رسمي ثبت او راجسټر کېدو څخه ډډه کوي.
هغې وویل، د پاکستان له حکومته یې یوازینۍ غوښتنه دا ده چې لږترلږه د ماشومانو د زده‌کړو او د کورنیو د یو ځای پاتې کېدو لپاره یوه باعزته حل‌لاره ومومي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدی وایي، چې له ۲۰۲۳کال راهیسې تراوسه تر ۲.۵ مېلیونه ډېر افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو پرضد ناڅاپي او پراخ عملیات په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو سختې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې پرېږدي.

نصیراحمد اندېشه: د ملګرو ملتونو له‌خوا د یوې ښځې ټاکل طالبانو ته روښانه او جدي پیغام دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
 نصیراحمد اندېشه: د ملګرو ملتونو له‌خوا د یوې ښځې ټاکل طالبانو ته روښانه او جدي پیغام دی
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې په توګه د بنګله‌دېشۍ ډیپلوماتې رباب فاطمې ټاکنه د افغانستان د ډیپلوماتانو له تود هرکلي سره مخ شوې. په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه د رباب فاطمې ټاکنه یو مثبت ګام او «طالبانو ته یو جدي او څرګند پیغام» بللی.

هغه ویلي، له څو میاشتو راهیسې د نوي استازي د ټاکلو په اړه سلامشورې روانې وې او نږدې اجماع رامنځته شوې وه چې دغه دنده باید «یوې ښځې، مسلمانې او د سیمې د هېوادونو یوې استازې» ته وسپارل شي.

نوموړي دغه ټاکنه «طالبانو ته یو جدي او څرګند پیغام» وباله؛ هغه ډله چې واک ته له رسېدو وروسته یې د افغانستان پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي او د هغوی ګڼ بنسټیز حقونه او ازادۍ یې محدودې کړې دي.

خو اندېشه د دغه بدلون له امله د یوناما د فعالیتونو د ښه کېدو په اړه هیله‌من نه‌دی. د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا نوې مشري به وکولای شي یوناما له «اوسني ناوړه او کړکېچن وضعیت» څخه وباسي، وویل: «له بده مرغه نه».
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي افغانستان انټرنېشنل ته تایید کړې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته په یوه لیک کې د بنګله‌دېش لوړپوړې ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه وړاندیز کړې ده.

امنیت شورا تراوسه د دغه وړاندیز په اړه رسمي پرېکړه نه‌ده کړې؛ خو تمه کېږي چې د شورا غړي به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې خپل وروستی نظر اعلان کړي. که دغه وړاندیز تایید شي، رباب فاطمه به د یوناما د پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا ځای ناستې شي او د افغانستان په خورا حساسو سیاسي او بشري پړاوونو کې به د یوناما مشري پر غاړه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې د خپلو ټولو ۱۵ غړو په موافقې سره د یوناما ماموریت د یو کال لپاره وغځاوه.

رباب فاطمه څوک ده؟

رباب فاطمه د بنګله‌دېش له مخکښو او تجربه‌لرونکو ډیپلوماتانو ده، چې په ملګرو ملتونو کې اوږده کاري تجربه لري. هغې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د اجراییه بورډ مشرې، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اجراییه بورډ مشرې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د اجراییه بورډ مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړې د پراختیا، بشري حقونو او څو اړخیزو همکاریو په برخو کې یوه پېژندل شوې څېره ګڼل کېږي.

د افغانستان په سختو شرایطو کې ماموریت

یوناما په ۲۰۰۲کال کې د طالبانو د لومړي حکومت تر پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ شمېرې پرېکړه‌لیک پربنسټ جوړ شو؛ څو په افغانستان کې د سولې له بهیر، بیارغونې، د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا او له بشري حقونو ملاتړ وکړي.

که د امنیت شورا د رباب فاطمې ټاکنه تایید کړي، نوموړې به په داسې وخت کې د دغه ماموریت مشري پر غاړه واخلي چې افغانستان له بشري ناورین، سیاسي کړکېچ، نړۍوالې انزوا او د ښځو پر حقونو له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.
له همدې امله د هغې بریا یا ناکامي به نه یوازې د هغې پر ډیپلوماتیکو وړتیاوو؛ بلکې د امنیت شورا د ملاتړ کچې او له ملګرو ملتونو سره د طالبانو د تعامل پر څرنګوالي هم تړلې وي.

طالبان وایي د پلچرخي په زندان کې یې زندانیانو ته د حرفه‌يي زده‌کړو زمینه برابره کړې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱
طالبان وایي د پلچرخي په زندان کې یې زندانیانو ته د حرفه‌يي زده‌کړو زمینه برابره کړې
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د پلچرخي په زندان کې یې ۹۰ زندانيانو ته د حرفه‌يي او تخنیکي زده‌کړو زمینه برابره کړې. د دغه وزارت په وینا، دغه روزنیزه دوره ۶ میاشتنۍ ده او زندانیانو ته به په بېلابېلو تخنیکي او مسلکي برخو کې زده‌کړې ورکړل شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸م) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت او د زندانونو چارو سمون ادارې په همغږۍ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پراختیا په موخه، د لومړي ځل لپاره په پلچرخي زندان کې ۹۰ زندانيانو ته د ودانيو برېښنا، کمپیوټر او خياطۍ په حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملې زده‌کړو زمینه برابره شوه.

د دغه وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، د کار او ټولنيزو چارو وزارت د همکارو ادارو په همغږۍ سره هڅه کوي، چې د هېواد په زندانونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو فرصتونه لا پراخ کړي، څو بندیان له بند څخه تر خلاصون وروسته د مناسب کسب او کار څښتنان او خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د پيدا کولو سبب وګرځي.

هغه زیاته کړه: «د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو برابرول د زندانیانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو، د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي او د جرمونو د تکرار د مخنیوي لپاره مهم رول لري».

له دې سره سم، د زندانونو چارو سمون ادارې نظامي مرستیال محمد کاظم طارق د یادو زده‌کړو له ګډونوالو زده‌کوونکو څخه وغوښتل، چې له وخت او زده‌کړو څخه په غوره توګه استفاده وکړي.

په یاد زندان کې دغه روزنیز پروګرام په داسې حال کې پرانېستل شوی، چې د بشري حقونو نړۍوالو سازمانو، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي طالبان له بندیانو سره پر ناوړه چلند، شکنجې، وهلو او ډبولو تورن کړي دي.