احمد مسعود: افغانستان باید د ټولو وګړو ګډ کور وي او په مساوي ډول برخلیک ټاکلو کې رول ولري

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وایي، هېواد داسې نظام ته اړتیا لري، چې په هغه کې هېڅ قوم، مذهب یا سیاسي جریان ځان د هېواد مالک ونهګڼي، بلکې افغانستان باید د ټولو وګړو ګډ کور وي او په وینا یې، ټول خلک په مساوي ډول د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې رول ولري.
