د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا څیړنز مرکز په خپل تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۶مه خپور شوی، ویلي چې طالبان د شریعت پر بنسټ د سختو قوانینو په پلي کولو سره پر افغانستان خپل مطلق واک ټینګ کړی دی.
راپور ټینګار کوي چې ترهګرو ډلو، د القاعده په ګډون، افغانستان د جذب، روزنې او له هېواده بهر د ترهګرو د لېږلو پر مرکز بدل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا څیړنیز مرکز همداراز ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز او د ښځو لپاره د سفر پر مهال د نارینه محرم د ملتیا او په عامه ځایونو کې د مخ پټولو شرط لا هم پر ځای دی.
د راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خلک لا هم د ترهګریزو بریدونو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د راپور له مخې، پاکستان پر طالبانو د هوايي بریدونو له ترسره کولو وروسته، په رسمي ډول د طالبانو له ادارې سره «ښکاره جګړه» اعلان کړې ده.
راپور وایي، چین هڅه کړې چې په اورومچي کې د منځګړیتوب له لارې دغه کړکېچ پای ته ورسوي، خو تر اوسه خبرې کومې رسمي هوکړې ته نه دي رسېدلې.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په خپل راپور کې د داعش خراسان ډلې فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډله، سره له فشارونو، لا هم په سیمه او ان له سیمې بهر د بریدونو وړتیا لري، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې د مسکو برید یې د بېلګې په توګه یادې کړې دي.
د راپور له مخې، بلوچ وسله وال هم د پاکستان لپاره د امنیتي ګواښونو له ډلې ګڼل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو لویو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي.
په دغه راپور کې ویل شوي، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان، چې د هېواد د نفوس نږدې نیمايي جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لرله او له ۲۸ سلنې ډېر وګړي په خوارځواکۍ اخته وو.