• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونسیار: پاکستان دې نړیوالې ساتنې ته اړتیا لرونکي افغانان نه اوباسي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره هممهاله، د پاکستان له حکومت غوښتي چې هغه افغانان دې جبري نه ستنوي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د لنډي کوتل د حمزه بابا د لنډمهالي کمپ چارواکي وایي، په دې وروستیو ورځو کې هره ورځ له ۱۰ زرو ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته اوړي. د چارواکو په وینا، دا شمېر د مې او جون میاشتو په پرتله نږدې درې برابره زیات شوی او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به نور هم لوړ شي.

د پاکستان حکومت ټولو افغان وګړو ته چې په دغه هېواد کې مېشت دي، د جولای تر ۱۰مې د بېرته ستنېدو مهلت ورکړی دی.

ملګرو ملتونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې هغه افغانان، چې نړیوالې ساتنې ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، قومي او مذهبي لږکي او نور زیانمن کسان، په جبري ډول افغانستان ته ستانه نه کړل شي او د هغوی ستنېدل دې داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.

بلخوا، د لنډي کوتل د مرستیال کمېشنر دفتر ویلي، چې پرون د حمزه بابا مزار ترڅنګ له جوړ شوي لنډمهالي کمپ څخه د ۴۹۵ افغان کورنیو ټول ۲۲۹۶ غړي د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

د چارواکو په وینا، دغه کورنۍ تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو او د پاکستان په نورو ښارونو کې مېشتې وې او له خپلو مېنو څخه د راوتلو وروسته لنډمهالي کمپ ته ورغلې.

د ولسوالۍ ادارې ویلي، د ستنېدو بهیر د امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې او په منظم ډول ترسره شوی او په تورخم کې اضافي کارکوونکي هم ګومارل شوي وو، څو د کورنیو د اوښتو بهیر چټک او خوندي شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې د پاکستان د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو د پلان له پیل وروسته، شاوخوا ۲،۵۶ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۲۶۰ زره کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله ایستل شوي دي. د یادې ادارې په وینا، اوس هم شاوخوا ۹۰۰ زره افغان کډوال او پناه غوښتونکي په پاکستان کې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

د جنسي ځورونې د مخنیوي په برخه کې د غفلت تور؛ د ښوونځي مشرې ته ټاکل شوې جزا بیا تایید شوه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۱ GMT+۱
د جنسي ځورونې د مخنیوي په برخه کې د غفلت تور؛ د ښوونځي مشرې ته ټاکل شوې جزا بیا تایید شوه
100%

د پاکستان سترې محکمې د یوه دولتي ښوونځي پر مشرې شازیه اقبال لګېدلې جزا چې نږدې دوه نیم کاله وړاندې ورته ټاکل شوې وه یو ځل بیا تایید کړې. نوموړې تورنه وه چې د خپل ښونځي د ښځینه ښوونکو د جنسي ځورونې مخنیوي په برخه کې یې پاملرنه نه وه کړې.

د راپور له مخې، د سترې محکمې پلاوي د پنجاب د خدماتو محکمې هغه پخوانی حکم لغوه کړی چې د شازیې اقبال جزا یې کمه کړې وه. د پنجاب خدماتو محکمې مخکې د هغې د پنځو کلونو د خدمت د امتیاز د لغوه کېدو سزا یوه کال ته راکمه کړې وه.

د پاکستان سترې محکمې په یوه ۱۲ مخیز حکم کې ټولو ښوونیزو ادارو ته لارښوونه کړې چې د کاري چاپېریال د ځورونې ضد قوانین په جدي ډول عملي کړي.

محکمې ویلي، په هره ښوونیزه اداره کې د نارینه کارکوونکو له خوا د ښځینه ښوونکو جنسي ځورونه «جدي سرغړونه، ناقانونه عمل او د قانون، اخلاقو، کاري درناوي او انساني کرامت خلاف» کړنه ده.

د محکمې په حکم کې ویل شوي، ناوړه جنسي څرګندونې، پیغامونه، ټوکې، بې اجازې فزیکي اړیکه، د نامشروع غوښتنو لپاره د کاري امتیازاتو کارول او د ناامنه کاري چاپېریال رامنځته کول د ښځینه کارکوونکو خوندیتوب او عزت ته زیان رسوي او د ښوونې بهیر هم اغېزمنوي.

د قضیې له مخې، شازیې اقبال هغه مهال د فیصل‌اباد د لیالپور ټاون په دولتي ځانګړي ښوونیز مرکز کې د مدیرې په توګه دنده ترسره کوله. پر نوموړې تور و چې د همدې مرکز د یوه کارکوونکي له خوا د ښځینه ښوونکو د ځورونې په اړه یې د مخنیوي لازم اقدامات نه وو کړي.

د بورډ بازار خاموشي؛ د افغان کډوالو د ایستلو عملیاتو سوداګري سخته اغېزمنه کړې

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱
د بورډ بازار خاموشي؛ د افغان کډوالو د ایستلو عملیاتو سوداګري سخته اغېزمنه کړې
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د حکومت د عملیاتو له رسمي پیل سره، د پېښور د بورډ بازار لسګونه افغان سوداګر وايي د نیول کېدو، جبري ایستلو او نامعلوم برخلیک له امله یې سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن شوي او اړ شوي چې خپله شتمني او سوداګریز توکي په ټیټه بیه وپلوري.

د پېښور په بورډ بازار کې، چې له کلونو راهیسې د افغان سوداګرو یو مهم سوداګریز مرکز بلل کېږي، سوداګر وايي د عملیاتو له پیل وروسته د دوی پر کاروبار او ورځني ژوند منفي اغېزې زیاتې شوې دي.

د بورډ بازار یو افغان سوداګر شاه فیصل، چې د ده په وینا له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په دغه بازار کې دوکان لري، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، هره ورځ له کوره د وتلو پر مهال د نیول کېدو وېره ورسره وي.

هغه وویل: «هر سهار چې له کوره وځو، دا اندېښنه راسره وي چې که ونیول شو، بیا به څه وکړو؟ له نیول کېدو وروسته مستقیم ایستل کېږو، حال دا چې زموږ مېرمنې، ماشومان او ټوله کورنۍ په پېښور کې پاتې کېږي.»

شاه فیصل وايي، د جبري ایستلو تر څنګ له مالي ستونزو سره هم مخ دی. د هغه په خبره، پر ځینو کسانو یې پیسې پاتې دي او خپله هم نورو ته پوروړی دی، نو که په ناڅاپي ډول وایستل شي، د مالي حسابونو تصفیه به ورته ناشونې شي.

هغه زیاته کړه: «موږ دلته په میلیونونو روپۍ پانګونه کړې او خپل کاروبار مو جوړ کړی دی. که افغانستان ته ولېږل شو، زموږ ټول کاروبار به له منځه ولاړ شي، ځکه هلته اوس هېڅ سوداګریز بنسټ نه لرو.»

د بورډ بازار بل افغان سوداګر شاهد ګل هم وايي، کورنۍ یې له نسلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او دی له څو کلونو راهیسې د برېښنایي وسایلو کاروبار کوي.

د هغه په وینا، درې واړه ماشومان یې د پېښور په ښوونځیو کې زده‌کړې کوي او د افغانستان له ژوند سره هېڅ بلدتیا نه لري، ځکه ټول په پاکستان کې زېږېدلي او لوی شوي دي.

شاهد ګل وویل: «دا دوکان زما پلار جوړ کړی و او ما نور هم پراخ کړ. که اوس افغانستان ته ولېږل شو، نه هلته کور پېژنو او نه کاروبار. هغه څه چې مو دلته د کلونو په اوږدو کې جوړ کړي، ښايي په یوه ورځ یې پرېږدو.»

هغه زیاتوي چې د عملیاتو له پیل وروسته په بازار کې د پېرېدونکو شمېر هم کم شوی، ځکه ډېری افغان سوداګر د نیول کېدو له وېرې یا دوکانونه ژر تړي او یا هم د خپل کاروبار د بشپړ تړلو لپاره چمتووالی نیسي.

د سوداګرو په وینا، ګڼې افغان کورنۍ هم اړ شوې چې د احتمالي نیول کېدو یا ایستلو له وېرې خپل کورني او سوداګریز توکي په ډېره ټیټه بیه وپلوري، څو لږ تر لږه نغدې پیسې برابرې کړي.

بورډ بازار، چې د پېښور له سترو سوداګریزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې د افغان سوداګرو مهم کاروباري مرکز پاتې شوی دی. د سیمه‌ییزو سوداګرو د ټولنو د معلوماتو له مخې، د روانو عملیاتو له امله د بازار سوداګریز فعالیتونه په څرګند ډول کمزوري شوي او ګڼ دوکانونه یا تړل شوي او یا هم د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بلوچستان د زيارت پېښې پر ضد اعتراضي پرلت لا هم دوام لري

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
د بلوچستان د زيارت پېښې پر ضد اعتراضي پرلت لا هم دوام لري
100%

په بلوچستان کې په تېرو څو ورځو کې د وسله‌والو بریدونو پر ضد په کوېټه کې اعتراضي پرلتونه پيل شوي، چې په‌کې د زيارت د پېښې پر ضد پيل شوی پرلت لا هم د کوېټې په کوله پاټک سيمه کې دوام لري، خو د هنه اوړک د پېښې پر ضد پرلت د جمعې په ورځ پای ته رسېدلی دی.

د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټي ادعا کړې، د جولای له ۵مې راهيسې په بلوچستان ایالت کې د «ترهګرو» پر ضد د «شعبان» په نوم په پيل شویو عملياتو کې ۷۵ «ترهګر» وژل شوي دي.

د زيارت د پېښې پر ضد اعتراضي پرلت

د زيارت د پېښې پر ضد پرلت ته د جمعې په شپه ناوخته د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو ورغلی او له پرلت‌والو سره یې خبرې کړي، خو دغه خبرې کومې پايلې ته نه‌دي رسېدلي.

له پرلت او د بلوچستان له کورنيو چارو وزير سره په خبرو کې شريک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي سکرتر عبدالرحیم زيارتوال افغانستان انټرنشنل- پشتو ته وويل، د سياسي ګوندونو د مشرانو او استازو او په زيارت کې د وژل شویو پوليس سرتېرو د کورنيو غړو له کورنيو چارو وزير سره خبرې وشوې او خپلې غوښتنې یې مطرح کړې.

هغه وويل: «د کورنيو چارو وزير موږ ته وويل، چې د اعلی وزير کور ته راشئ د نورو خبرو لپاره، خو موږ ورته وويل، چې تاسو ورشئ خپلې خبرې وکړئ او بېرته موږ ته د ځواب لپاره پرلت ته راشئ، خو نورې خبرې د شنبې ورځې تر مازديګره وځنډېدې».

هغه وويل، دمګړۍ څو جسدونه هم د پرلت په ځای کې اېښودل شوي، څو چې د دوی د انصاف ترلاسه کولو ترڅنګ د امنيت ډاډ نه‌وي ترلاسه شوی، پرلت به دوام لري.

د هنه اوړک د پېښې پر ضد اعتراضي پرلت

د هنه اوړک د پېښې پر ضد په کوټه کې اعتراضي پرلت ته د جمعې په ورځ د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټي ورغلی او له پرلت والو سره یې خبرې کړي او همداراز یې ادعا کړې، چې بلوچستان ایالت به امن شي او د ببرې په سيمه کې د وژل شویو کسانو له کورنيو سره به مالي مرستې وشي، د دغو کورنيو غړي به په دولتي دندو وګومارل شي او د بلوچستان ايالتي حکومت به یې د کورنيو د ماشومانو د زده کړو مسوول وي. له دغې وروسته بیا پرلت پای ته رسېدلی دی.

په بلوچستان کې د وسله‌والو وروستۍ تازه پېښې

د پاکستان د پوځ وياند احمد شریف چودري د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په بلوچستان کې د رامنځته شویو پېښو په اړه وويل، د جولای د ۵مې او ۶مې په شپه کې د هنه اوړک په ببرۍ سيمه کې د «هند نيابتي فتنه الخوارج د ترهګرو» په بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي وو.

هغه زياته کړه: «بله پېښه د جولای په ۶مه د زيارت په مانګي سيمه کې رامنځته شوه. د فتنه الخوارج وسله‌والو د پوليسو پر پوستې بريد وکړ. ۹ پوليس سرتيري يې وژلي او په نښته کې ‍۱۵ ترهګر هم وژل شوي وو، خو چې سيمې ته نور ځواکونه رسېدل، وسله‌والو له ځان سره ۱۸ پوليس سرتيري هم تښتولي وو او چې د وسله والو پر ضد کړۍ تنګه کړل شوه، نو دوی پوه شول چې کلابند کړای شوي نو دوی بيا هغه پوليس سرتيري هم ووژل».

د پوځ وياند ادعا وکړه، چې د زيارت په غرونو کې د وسله‌والو پر ضد دغو عملياتو کې نږدې ۱۱ «ترهګر» هم ووژل شول.

د دغو دواړو بريدونو مسووليت د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخېستی وو.

شريف چودري وويل، درېيمه پېښه د جولای په ۸مه د بېلې په سيمه کې د پوځ پر کاروان د «بلوڅ لبرېشن ارمي، بي‌اېل‌اې» له‌خوا د برید له امله رامنځته شوې او په‌کې، ۱۱ پوځي سرتيري وژل شوي او په ځوابي ډزو کې د بي‌اېل‌اې ۱۴ وسله‌وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، د جولای له ۵مې تر ۸مې پورې په درېیو وسله‌والو بريدونو کې ټول ۴۲ کسان وژل شوي چې څلور په‌کې ملکي وګړي او نور د پوليس او پوځ سرتيري شامل وو او ۵۴ وسله‌وال وژل شوي وو.

له پېښو وروسته پيل شوي د «شعبان» په نوم عمليات

د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټي د جمعې په ماښام (د چنګاښ ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه ادعا وکړه، چې د مانګي بند د پولیسو پر پوستې له «ترهګریز» برید وروسته پیل شوي د «شعبان» عملیات په بریالیتوب سره پرمخ روان دي.

هغه ادعا وکړه، په سختو غرنیو سیمو کې د پاکستان د پوځ، ملېشه ځواکونو (اېف‌سي) او د بلوچستان د پولیسو د ګډو ځمکنیو او هوايي عملیاتو په پایله کې په «شعبان» عملیاتو کې ۳۹ او د جولای له ۵مې راهیسې په بېلابېلو استخباراتي عملیاتو کې په ټولیزه توګه ۷۵ ترهګر وژل شوي دي».

هغه وويل، د جمعې په ورځ د خضدار په زېدي سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید هم شنډ کړای شوی او په باور یې، په بلوچستان کې به د حکومت واکمني په هر قیمت ساتل کېږي.

سهیل شاهین د ملګرو ملتونو چارواکي سره پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
سهیل شاهین د ملګرو ملتونو چارواکي سره پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي
100%

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین دوحه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازي براهام صالح سره له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي. دغه کتنه داسې حال کې ده، چې پاکستان په جمعې ورځ له دغه هېواده د افغانانو د اېستنې بل بهیر پیل کړ.

په دوحه کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دې لیدنه کې د راستنو شویو افغانانو پر وضعیت او هغوی ته د مرستو رسولو پر لارو چارو بحث شوی دی.

خبرپاڼه وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره د سرپناه د چمتو کولو، روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې کړې دي. د طالبانو استازي په دغو برخو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، له دې سربېره، په دغې کتنه کې د هغو شکایتونو او ستونزو په اړه هم بحث وشو چې له مخې یې له راستنېدونکو افغان کډوالو څخه په کوربه هېوادونو کې په غیرقانوني او جبري توګه د هغوی شتمنۍ او املاک اخیستل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا شتمنۍ او ملکیتونه باید بېرته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.

خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي ډاکټر براهام صالح له قوله لیکل شوي، چې د افغان کډوالو له ټولو ستونزو او ننګونو څخه په بشپړه توګه خبر دی. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د یادو ستونزو د حل او کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.

هم‌مهاله پاکستان د جمعې په ورځ د جولای ۱۰مه په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستل کېدو لپاره د پراخو عملیاتو یوه نوې څپه پیل کړې ده.

د پېښور د پولیسو مشر: د بېرته ستنولو پر مهال افغان کډوال باید ونه‌ځورول شي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
د پېښور د پولیسو مشر: د بېرته ستنولو پر مهال افغان کډوال باید ونه‌ځورول شي
100%

د خيبرپښتونخوا د مرکزي ښار د پوليسو مشر (سي‌سي‌پي‌او) میا سعيد احمد ويلي، د بېرته ستنولو پر مهال افغان کډوال باید ونه‌ځورول شي. هغه خبرداری ورکړی، چې پولیس باید د ستنولو پر مهال له افغان کډوالو سره ناسم چلند ونه‌کړي او په هېڅ ډول پیسې ترې وانه‌خیستل شي.

د پېښور د پوليسو مشر د دغې ادارې اړوند په فېسبوک ‌پاڼه کې ویلي: «د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر مهال که هر پولیس چارواکی یا سرتیری له هغوی سره په بد چلند، بداخلاقۍ، بډو اخیستلو، د پیسو په غوښتلو یا هر ډول مالي ګټه ترلاسه کولو کې ښکېل وپېژندل شي، پر وړاندې به یې سخت قانوني او اداري چلند وشي».

نوموړي پر پوليسو غږ کړی: «ټول چارواکي او سرتېري دې د قانون، امانتدارۍ او د انساني درناوي له مخې خپلې دندې ترسره کړي».

د پېښور د پوليسو مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د څلورو واړو ایالتونو مشرانو سکرترانو، د ګلګت بلتستان مشر سکرتر، د دغه هېواد تر کنټرول لاندې د کشمیر مشر سکرتر او د اسلام‌اباد مشر کمېشنر ته د یوه مکتوب په لېږلو سره په جدي توګه سپارښتنه کړې، «چې د ۲۰۲۶م کال د جولای له ۱۰مې وروسته له معتبرې ویزې او قانوني اسنادو پرته هر افغان باید سمدستي ونیول شي او بېرته افغانستان ته ولېږدول شي».

د پاکستان دغې پرېکړې درېیمو هېوادونو ته په تمه افغانان سخت اندېښمن کړي او د کډوالو عالي کمېشنري بیا پر خپله خوښه ستنېدنې ټينګار لري.