هلمند کې د یوې ټرافیکي پیښې له امله ۵کسان مړه شوي

هلمند کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د هرات- کندهار په لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله ۵تنه مړه شوي او ۱۶نور ټپیان دي.

هلمند کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د هرات- کندهار په لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله ۵تنه مړه شوي او ۱۶نور ټپیان دي.
د یادې قوماندانۍ په وینا دغه پیښه د هلمند د واشېر ولسوالۍ په شورابک سیمه کې رامنځته شوې ده.
راپور د دیادې پیښې په اړه نور جزیات نه دي وړاندي کړي خو ویلي یې دي چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي.
د معلوماتو له مخې، پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر او یوه بار وړونکي موټر پر لویه لار له بل سره ټکر کړی. مسولینو د پیښۍ عامل د موټر چلونکي بې احتیاطي ګڼلې.

د نیشنل انټرسټ یو تازه تحلیلي راپور کې راغلي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښمن کړي، ځکه د جګړې دوام کولی شي د سیمې د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ مهمې پروژې له خنډ سره مخ کړي.
د راپور له مخې، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي، خو نه غواړي د کابل او اسلاماباد په شخړه کې د کوم لوري ملاتړ وکړي.
راپور زیاتوي، له هغه وروسته چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د افغانستان په خاوره کې پوځي بریدونه پیل کړل، د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت لا پسې ترینګلی شوی او د قطر، ترکیې او چین د منځګړیتوب هڅې هم تر اوسه د اوربند په ټینګولو نه دي بریالۍ شوې.
د راپور له مخې، د جګړې دوام د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند (ټاپي) د ګاز نللیکې، د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان د اورګاډي کرښې او د قزاقستان له لوري د افغانستان له لارې پاکستان ته د رېل پټلۍ په څېر سترې سیمهییزې پروژې له جدي خطر سره مخ کړې دي.
بل لور ته، راپور وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د لارو د بندېدو له امله، طالبان تر بل هر وخت ډېر د منځنۍ اسیا پر هېوادونو تکیه کوي. ازبکستان او قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو ګرځېدلي او د هېواد د برېښنا ډېره برخه هم د همدې هېوادونو له لارې تامینېږي.
د راپور له مخې، د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښنه لري چې که جګړه اوږده شي، نو داعش خراسان او نورې وسلهوالې ډلې به له ناامنۍ ګټه واخلي او سیمه به له نویو امنیتي ګواښونو سره مخ شي.
راپور همداراز یادونه کوي چې چین او روسیه هم په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي. چین د اقتصادي او ترانزیټي پروژو او روسیه بیا د امنیتي او سیاسي نفوذ له لارې هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي.
راپور کې ویل شوي ، د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره تر ټولو مهمه موخه دا ده چې افغانستان د جګړو پر ځای د سیمهییزې سوداګرۍ او نښلونې پر دهلېز بدل شي، ځکه د افغانستان او پاکستان د جګړې دوام نه یوازې اقتصادي پروژې ځنډوي، بلکې د افراطي ډلو د پیاوړتیا خطر هم زیاتوي.
د افغانستان د شنونکو شبکې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سره له دې چې حکومت د دیني ویناوو د انحصار هڅه کړې، د خپلواکو دیني مبلغینو نفوذ پراخ شوی دی. راپور وایي، د دې اصلي لامل دا دی چې طالبان په خپلو دیني ویناوو کې تر ډېره پر دودیزو محدودیتونو، منع او سزاوو تمرکز کوي.
د راپور له مخې، د طالبانو رسمي دیني ویناوې ډېری وخت د خلکو پر هغو کړنو راڅرخي چې باید ترسره نه شي، د ښځو د حجاب، موسیقۍ، لوېدیځو رسنیو او د ګناه د سزا په څېر موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه کوي. په مقابل کې، خپلواک انلاین مبلغین د ورځني ژوند هغو ستونزو ته مخه کړې چې ځوانان او کورنۍ ورسره مخ دي.
راپور زیاتوي، دغه مبلغین د غوسې د کنټرول، د مېړه او مېرمنې د اړیکو، د ماشومانو د روزنې، رواني ستونزو، خپګان او ځانسمونې په اړه خبرې کوي او د خلکو پوښتنو ته په نرم، هڅوونکي او مثبت لحن ځواب وایي، نه د ملامتولو او وېرولو له لارې.
راپور زیاتوي، چې د دغو مبلغینو بڼه هم له دودیزو دیني عالمانو سره توپیر لري. دوی د ښاري او مسلکي کسانو په څېر جامې اغوندي او خپلې دیني سپارښتنې د ټولنیزو رسنیو له لارې په لنډو ویډیوګانو کې خپروي، چې همدې چارې د ځوانانو او ښځو ترمنځ د دوی د پراخ نفوذ لامل شوې ده.
د افغانستان د شنونکو شبکې د راپور له مخې، دغو څلورو کسانو د دودیزو مدرسو بشپړه دیني زدهکړه نه ده کړې، له همدې امله د طالبانو اړوند دیني عالمان او محافظهکارې مذهبي کړۍ هغوی د اسلام د تفسیر او تبلیغ لپاره مناسب نه بولي، خو له دې سره سره یې ټولنیز محبوبیت په پرلهپسې ډول مخ په زیاتېدو دی.
د افغانستان د شنونکو شبکې د ارزونې له مخې، د رسمي دیني ویناوو او د خلکو د ورځنیو اړتیاوو ترمنځ رامنځته شوې تشه د دې لامل شوې چې خپلواک انلاین مبلغین د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوان نسل، پام ځان ته واړوي او په افغانستان کې د دیني نفوذ یوه نوې بڼه رامنځته کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا، ځيرک مبایلونو د کارولو له محدودولو وروسته، روغتیايي کارکوونکي، محصلان او عام وګړي وايي چې دغه پرېکړې د دوی د کار، زدهکړو او له کورنیو سره د اړیکو بهیر سخت اغېزمن کړی دی.
د «ان پي ار» د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ځیرک مبایلونو د کارولو بندیز د جون له ۱۶مې نېټې عملي شوی او له سرغړوونکو سره د موبایل د ضبط، ماتولو او نامعلومو «قانوني او شرعي سزاوو» ګواښ شوی دی.
راپور وايي، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له شفاهي امر وروسته دا پرېکړه په رسمي ډول د پوځي محکمې له لارې د هېواد پوځي او ملکي ادارو ته لېږل شوې ده. په دې لارښود کې ویل شوي چې یوازې هغه کسان کولای شي د ځيرک مبایل له کارولو معاف شي چې د اخوندزاده له خوا ورته ځانګړې لیکلې اجازه ورکړل شوې وي.
د طالبانو له خوا د ځيرک مبایل پر ځای د عادي موبایلونو (هغه موبایلونه چې یوازې د زنګ او پیغام اسانتیا لري) کارول اجازه لري.
د روغتیايي خدمتونو لپاره ستونزې
په غزني ولایت کې قابله فرزانه، چې په لسو کلیو کې له میندو سره مرسته کوي، وايي مخکې به ښځو د خپلو ناروغو ماشومانو یا د پوستکي ستونزو لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو عکسونه ورته لېږل، څو پرېکړه وکړي چې کومه قضیه بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
هغې ویلي: «زه په یو وخت کې هر ځای ته نه شم تللی. کله ناکله یو عکس یا پیغام له ما سره مرسته کوي چې پوه شم کومه مور یا نوی زېږېدلی ماشوم بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.»
خو په ځيرک مبایل له بندیز وروسته نوموړې وايي، له وېرې یې د خپل ځيرک مبایل کارول بند کړي او اوس یوازې د عادي ټیلیفون له لارې اړیکه ورسره نیول کېږي، چې په افغانستان کې د ډېرو خلکو لپاره ګران تمامېږي.
فرزانه زیاته کړې: «دغه بندیز دا ستونزمنوي چې په هر کلي کې هرې ښځې ته پر وخت ورسېږم.»
پوهنتونونه هم د بندیز تر اغېز لاندې دي
د راپور له مخې، د ځیرک مبایلونو بندیز د افغانستان د زدهکړې پر بهیر هم اغېز کړی دی. په کابل پوهنتون کې د استادانو، کارکوونکو او محصلانو لپاره د ځيرک مبایلونو بشپړ بندیز د جون له ۲۱مې عملي شوی دی.
په هرات پوهنتون کې د پوهنتون دروازې ته خبرتیاوې لګېدلې چې له مخې یې هېڅوک له ځيرک مبایل سره دننه نشي تللی، او دغه محدودیت د محصلانو لیلیو ته هم غځول شوی، چې ورسره د وایفای خدمتونه هم درول شوي دي.
د کابل پوهنتون یوه محصل ویلي چې دغه پرېکړه د زدهکوونکو د کورنیو سره اړیکې هم ستونزمنې کړې دي.
هغه ویلي: «که څه پېښه شي، زموږ کورنۍ باید پوه شي چې موږ خوندي یو که نه. له موبایل پرته موږ له هغوی پرې کېږو.»
راپور زیاتوي چې د ډېرو محصلانو لپاره ځيرک مبایلونه یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د ټولګي، کتابتون او زدهکړې یوه وسیله هم ده. محصلان له دې لارې د درسونو عکسونه اخلي، کتابونه ترلاسه کوي، علمي مطالب لټوي او له استادانو سره اړیکه نیسي.
طالبان: ځيرک مبایلونه د راتلونکې نسل لپاره ګواښ دي
د کندهار د پوهنې ریاست ویلي چې پر محصلانو او ښوونکو د ځیرک مبایلونو بندیز د «شریعت له نظره» دی او خبرداری یې ورکړی چې ځيرک مبایلونه د «راتلونکي نسل د تباهۍ» لامل کېدای شي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر مخکې ځيرک مبایلونه د مسلمانانو له «درېیو اصلي دښمنانو» څخه بللي او د تېر کال په اکتوبر کې یې په پوهنتونونو کې د دغو وسایلو کارول یوازې لوړپوړو چارواکو ته محدود کړي وو.
د بندیز تر شا احتمالي لامل
راپور وايي، د دې پرېکړې وخت په هرات کې د جون په لومړیو کې له هغو اعتراضونو سره سمون لري چې وروسته له هغې رامنځته شول چې طالبانو یو شمېر ښځې او نجونې د «نامناسب حجاب» په تور ونیولې.
د راپور له مخې، د اعتراضونو پر مهال د طالبانو ځواکونو پر لاریونوالو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو کس پکې ووژل شو. د دغې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.
طالبانو د دې راپور په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
موبایل؛ د خلکو د غږ وسیله
د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د موبایل کمرې په افغانستان کې د اعتراضونو، نیونو، عامه سزاوو او د روغتیايي مرکزونو د ستونزو ګڼ انځورونه ثبت کړي دي.
د دایکندي ولایت اوسېدونکی عصمت خان امیري وايي، کله چې د هغه پلار په کندهار کې څو ځله د عملیاتو لپاره روغتون ته یووړل شو، خو عملیات یې ونه شول، ده د پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه.
هغه ویلي: «ما نه ځواک درلود، نه پیسې او نه اړیکې؛ خو موبایل مې درلود. ما غوښتل خلک پوه شي چې څه روان دي.»
امیري وايي، د ویډیو له خپرېدو وروسته پر روغتون فشار زیات شو او بالاخره یې د پلار عملیات ترسره کړل.
هغه زیاته کړې: «ځيرک مبایل یوازې د ساعتېرۍ یا اړیکو وسیله نه ده؛ د هغو خلکو لپاره چې له پامه غورځول کېږي، غږ یې چوپ کېږي یا له تبعیض سره مخ دي، دا د غږ وسیله ګرځېدلی شي.»
د معلوماتو د کنټرول هڅه؟
د راپور په وینا، ځيرک مبایلونه طالبانو ته ځکه هم اندېښمنوونکي دي چې له لارې یې معلومات له رسمي کنټرول څخه بهر خپرېږي، له یوه کلي، ښوونځي یا روغتون څخه د خلکو تر پراخې ټولنې رسېږي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روغتیا، زدهکړو او عامه خدمتونو ستونزې دوام لري، په ځيرک مبایلونو بندیز د ډېرو افغانانو لپاره د مرستې، اړیکو او معلوماتو د ترلاسه کولو یوه مهمه لاره محدوده کوي.
له پولیو پاک افغانستان ادارې اعلان کړی، چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین به نن د شنبې له ورځې (د چنګاښ ۲۰مه) د کونړ او نورستان ولایتونو په پنځو ولسوالیو کې پیل شي.
دې ادارې ویلي، چې پر شرایطو برابر ماشومان به په یوه وخت کې هم د پولیو د ستنې واکسین او هم د پولیو څاڅکي واکسین ترلاسه کړي.
یادې ادارې له کورنیو غوښتي، چې له روغتیايي ډلو سره همکاري وکړي او د خپلو ماشومانو د واکسین کولو زمینه برابره کړي.
تر دې مخکې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روان کال د وري میاشتې په وروستیو کې اعلان کړی وو، چې د نړیوالو ادارو په همکارۍ د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ملي کمپاین پیل شوی او په ټول هېواد کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان واکسین شي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس پهکې په بشپړه توګه له منځه نهدی تللی.
د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۹ او په پاکستان کې ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیو درې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.
د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي د تېرې یکشنبې په ورځ د چنګاښ ۱۴مه، د طالبانو د رييس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه په افغانستان کې د پولیو په تړاو وویل، که ورسره همکاري وشي، نو په راتلونکي کال کې به په افغانستان کې د پولیسو ویروس په بشپړ ډول لهمنځه یوسي او همداراز یې زیاته کړه: «که د پولیو د محوې لپاره همغږي زیاته شي، توقع شته چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې پولیو ویروس په بشپړ ډول لمنځه یوسو».
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال او متقاعد جنرال ظاهر قدیر د نشهيي توکو او وسلو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو. د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ، چې نوموړی په کینیا کې تر نیول کېدو وروسته نیویارک ته لېږدول شوی دی.
پر ظاهر قدیر تور دی، چې امریکا ته یې د سلګونه کیلوګرامه هیرویینو او میتامفیتامین د قاچاق هڅه کوله. همدارنګه نوموړی د مخدرو توکو د معاملو د خوندیتوب لپاره د درنو وسلو په چمتو کولو هم تورن شوی دی. د امریکا څارنوالانو ویلي، چې قدیر به په نیویارک کې محاکمه شي.
د امریکا د عدليې وزارت د معلوماتو لهمخې، ظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۵مه په نایروبي کې د امریکا د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (ډيایاې) له مامورینو سره تر یوې ناستې وروسته د کینیا د پولیسو لهخوا نیول شوی و.
د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټوډ بلانچ په دې اړه وویل، چې قدیر د یوه سیاسي رهبر په توګه د ځان ښودلو تر څنګ، یوه جنایتکاره شبکه رهبري کوله، چې د خطرناکو مخدره توکو او درنو وسلو په قاچاق کې ښکېله وه.
د نیویارک فدرالي څارنوال جې کلیټن بیا ویلي، چې دغه پخواني افغان چارواکي په نړیواله کچه د نشهيي توکو او وسلو د قاچاقبر په توګه دوه ګونی رول درلود.
د امریکايي ادارو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، ظاهر قدیر د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې له یوه داسې کس سره خبرې اترې پیل کړې وې، چې فکر یې کاوه د نشهيي توکو د یوې نړیوالې شبکې غړی دی، خو په حقیقت کې هغه د امریکا د ډيایاې پټ همکار و. قدیر د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۰مه د لومړني ګام په توګه د دوه کیلوګرامه میتامفیتامین نمونه د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې یاد پټ همکار ملګري ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په بدل کې وسپارله. له هغه وروسته، نوموړي د سلګونو کیلوګرامه هیرویینو او میتامفیتامین د پلورلو تر څنګ د درنو ماشیندارو، راکټ لانچرونو، سنایپر ټوپکونو او بمونو پر چمتو کولو هم هوکړه کړې وه.
ظاهر قدیر چې په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې لومړی مرستیال ټاکل شوی و او تر دې وړاندې یې په تخار کې د سرحدي ځواکونو د اتم کنډک قومانداني کوله، اوس په امریکا کې د نشهيي توکو د قاچاق د دسیسې او د ناقانونه وسلو د کارولو په تورونو محاکمې ته وړاندې کېږي.
د ډيایاې مشر ټیرنس کول ویلي، چې د قدیر په محاکمه کېدو سره به نړۍ خوندي شي، ځکه هغه د خپل هېواد د پولو د ساتلو د دندې پر ځای، له خپل موقف څخه د نشهيي توکو او وسلو د قاچاق لپاره ناوړه ګټه پورته کوله.
د دغو تورونو په ثابتېدو سره نوموړی له لږ تر لږه ۳۰ کلونو څخه تر عمري بند پورې له سزاګانو سره مخ کېدای شي.