د «شخړې له امله بېځایه شوي؛ په تیرا درې کې بشري ناورین» تر سرلیک لاندې راپور د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۹مه د کمېسیون د حقیقت موندنې د پلاوي له سفر وروسته خپور شوی دی.
پلاوي په خیبر کې له بېځایه شویو کورنیو، سوداګرو، خبریالانو، روغتیايي کارکوونکو او حکومتي چارواکو سره لیدنې کړې دي.
د راپور له مخې، د تیرا امنیتي وضعیت له ۲۰۲۳ کال راهیسې خرابېده، په ۲۰۲۴ کال کې لا پسې کړکېچن شو او په ۲۰۲۵ کال کې یې وضعیت سخت کړ.
د سیمې اوسېدونکي وايي، وسلهوال په سیمه کې فعال وو، خو باور لري چې امنیتي ځواکونه د هغوی د مهارولو توان درلود.
راپور زیاتوي، له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې، وروسته له هغې چې خلکو د سیمې پرېښودو او یا د دولت په غوښتنه د وسلهوالو ولسي ډلو جوړولو ته غاړه کېنښوده، د خوړو او درملو پر لېږد محدودیتونه ولګېدل. د خلکو په وینا، په همدې موده کې د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو په ګډون له ۲۰ تر ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د ژمي په سختو شرایطو کې د خلکو ډلهییز بېځایه کېدل پیل شول. راپور وايي، یو شمېر نوي زېږېدلي ماشومان د سختې یخنۍ، واورې او د مناسبې مرستې د نشتوالي له امله مړه شوي دي. د سیمې اوسېدونکو دغه بېځایه کېدل «جبري» بللي او امنیتي ځواکونه یې مسوول ګڼلي دي.
د راپور له مخې، بېځایه شوي ادعا کوي چې یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه کورنیو تر اوسه د لېږد او نورو مرستو پیسې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې ډېری نورې کورنۍ لا هم له مرستو بېبرخې دي. خلکو ویلي، چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې یوازې دوه میاشتې وروسته به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي، خو دا ژمنه عملي نه شوه.
د اقتصادي زیانونو په اړه راپور وايي، شاوخوا ۳۶۰۰ دوکانونه تړل شوي او نږدې ۸ زره سوداګر او دوکانداران بېکاره شوي دي. سوداګرو ویلي، نه یوازې دوی ته بدیل بازار برابر نه شو، بلکې اجازه هم ورنه کړل شوه چې خپل مالونه له درې وباسي، چې له امله یې مېوې، سبزي او نور ژر خرابېدونکي توکي له منځه ولاړل.
د راپور له مخې، د مالدارۍ او چرګانو فارمونو ته هم سخت زیان اوښتی، ځکه ډېری کورنۍ ونه توانېدل خپل څاروي له ځان سره انتقال کړي.
د باړې د خبریالانو ټولنې استازو ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د وسلهوالو حضور زیات شوی و، خو د خلکو پرلهپسې خبرداریو ته پام ونه شو. دوی ادعا کړې چې د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو، ډزو او بېپیلوټه بریدونو کې هم ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
راپور وايي، د زدهکړو بهیر هم سخت اغېزمن شوی دی.
د ورسک د یوازیني دولتي لېسې د زدهکوونکو شمېر له شاوخوا ۲۵۰۰ څخه ۳۵۰ ته راټیټ شوی دی.
د راپور له مخې، خبریالانو ویلي، دا لا هم روښانه نه ده چې د خلکو د بېځایه کېدو پرېکړه چا کړې وه، خو د خلکو عمومي باور دا دی چې امنیتي ځواکونو د سیمې د تخلیې غوښتنه کړې او ملکي ادارې یوازې د هغې پرېکړې اعلان کړی دی.
د ښځو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی. بېځایه شویو ښځو د مرستو ځنډ، د استوګنې خراب شرایط، د خوړو کمښت او روغتیايي ستونزې یادې کړې دي. روغتیايي کارکوونکو ویلي، د ناامنۍ او بېځایه کېدو له امله د امیندوارو ښځو ستونزې او د سقط پېښې زیاتې شوې دي.
په مقابل کې، امنیتي او ملکي چارواکو د کمېسیون پلاوي ته ویلي چې بېځایه کېدل جبري نه وو، بلکې د قومي مشرانو له ۲۴ کسیزې کمېټې سره د هوکړې له مخې ترسره شوي دي. دوی ویلي، تر اوسه لسګونه زره کورنۍ ثبت شوي او ډېری یې مرستې ترلاسه کړې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په خپلو سپارښتنو کې له خیبر پښتونخوا حکومت غوښتي چې د خلکو د خوندي او رضاکارانه ستنېدو زمینه برابره کړي، پاتې مرستې ژر ورکړي، د ملکي مرګژوبلې او د خلکو د شتمنیو د زیان په اړه خپلواکې پلټنې وکړي او د روغتیا، زدهکړو، سرپناه او د ژوند د بېرته رغولو لپاره بیړني اقدامات ترسره کړي.
کمېسیون خبرداری ورکړی چې د تیرا درې اوسېدونکي لا هم د ناامنۍ، نه پوره شویو ژمنو او نیمګړو بشري مرستو ترمنځ له سخت وضعیت سره مخ دي.