• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسیا پرمختیايي بانک: افغانستان به په روان کال کې د اسیا کمې ودې لرونکو هېوادونو کې وي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۴۰ GMT+۱

د اسیا پرمختیايي بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان او مالدیف به په ۲۰۲۶ کال کې د اسیا او ارام سمندر سیمې له هغو هېوادونو وي چې تر ټولو ټیټه اقتصادي وده به ولري.

د راپور له مخې، د افغانستان اقتصادي وده به سږ کال یوازې درې سلنه وي، چې د مالدیف له ودې سره برابره ده او د سیمې تر ټولو ټیټه کچه بلل شوې ده.

اسیا پرمختیايي بانک ویلي، د منځني ختیځ روانې پوځي شخړې د سیمې پر اقتصاد منفي اغېز کړی او له همدې امله یې د اسیا او ارام سمندر سیمې لپاره د ۲۰۲۶ کال د اقتصادي ودې وړاندوینه له ۵،۵ سلنې څخه ۴،۹ سلنې ته راکمه کړې ده.

د راپور له مخې، تمه ده هند په جنوبي اسیا کې د ۷،۳ سلنې ودې سره تر ټولو چټک اقتصادي پرمختګ ولري، ورپسې به بوټان د ۷،۲ سلنې ودې شاهد وي.

په راپور کې راغلي، د پاکستان اقتصادي وده به ۳،۷ سلنه وي، خو د انرژۍ د لوړو بیو او د بهرنیو پیسو د لېږد د فشارونو له امله یې اقتصادي وړاندوینه راټیټه شوې ده.

د اسیا پرمختیايي بانک همداراز اټکل کړی چې په پاکستان کې به د ۲۰۲۶ کال انفلاسیون ۸،۳ سلنې ته ورسېږي، چې په جنوبي اسیا کې به له بنګله‌دېش وروسته دوهم لوړ نرخ وي.

راپور زیاتوي چې د منځني ختیځ کړکېچ د سیمې پر اقتصاد، د انرژۍ پر بیو او پانګونې منفي اغېز کړی او یو شمېر هېوادونه یې د سود د کچې د لوړولو یا ثابت ساتلو ته اړ کړي دي.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته د لارو د تړل کېدو له امله ۱،۵۱ میلیارده ډالر زیان اوښتی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۱
د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته د لارو د تړل کېدو له امله ۱،۵۱ میلیارده ډالر زیان اوښتی
100%

پېښور کې سوداګر وایي، د ډیورنډ کرښې د نهه میاشتو د تړل کېدو له امله، د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي او زرګونه کسان بې‌کاره شوي دي. د رېپورټونو له مخې په دې موده کې دواړه خواو سوداګرو ۱،۵۱ ملیارده ډالر تاوان کړی.

د سوداګریزو ټولنو د معلوماتو له مخې، په دې موده کې پاکستاني سوداګرو ته له ۱،۰۱ میلیارده ډالر او افغان سوداګرو ته له ۵۰۳ میلیون ډالرو ډېر زیان اوښتی دی. همداراز، له ۱۰ زرو څخه ډېرو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د ګمرکي تصفیې استازو، ټرانسپورټي شرکتونو او سوداګرو په پېښور کې په ګډه خبري غونډه کې له فدرالي او ایالتي حکومتونو وغوښتل چې د اغېزمنو سوداګرو لپاره ځانګړې مرستندویه بسته اعلان او د پاکستان ـ افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښه ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

د پاکستان د ګمرکي تصفیې د استازو ټولنې مشر، مجیب شینواري، وویل چې د ډیورنډ کرښې تړل کېدو صادرونکي، ټرانسپورټران او ګمرکي استازي له سخت مالي فشار سره مخ کړي دي. هغه زیاته کړه چې د ډيورنډ کرښې ته نږدې سیمو ډېری اوسېدونکي یوازې د کرښې پر سوداګرۍ متکي دي، ځکه هلته نه صنعتي فابریکې شته او نه هم پراخه کرنیز فعالیتونه.

د پاکستان د اقتصادي سروې له مخې، د ډيورنډ کرښې تړل کېدو د دغه هېواد د صادراتو د ودې کچه له ۴،۵ سلنې څخه ۱،۵ سلنې ته راټیټه کړې ده.

د سوداګرو په وینا، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تلونکي سلګونه بار وړونکي موټر د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې دي، چې له امله یې مېوې، سبزي او نور ژر خرابېدونکي توکي له منځه تللي او سوداګرو ته یې د درانه زیان اړولي دي.

د لنډي کوتل یو سوداګر شاه خالد ویلي، د تورخم لارې تړل کېدو نه یوازې سوداګري زیانمنه کړې، بلکې د سیمې د خلکو پر ژوند یې هم سخت اغېز کړی دی. د هغه په وینا، ډېری کورنۍ د سوداګرۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړل او اوس بې‌کاري او اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.

د سوداګریزو سرچینو په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ له تاوتریخوالي وروسته د تېر کال د اکتوبر په ۱۳مه د تورخم، چمن او نورو مهمو سوداګریزو لارو تګ راتګ بند شو. اوس مهال یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ته اجازه ورکول کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د شینګداو نړیوال مرکز ترمنځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
د افغانستان د سوداګرۍ خونې او د چین د شینګداو نړیوال مرکز ترمنځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دغې خونې مرستیال ارین زړګي عظیمي د چین د شینګداو نړیوال نندارتون د مرکز له رییسې سره د سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او غونډو د جوړولو په موخه د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه هوکړه د تولیدي ماشین‌الاتو د نړیوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د توکو او خدمتونو د تبادلې اسانولو په موخه لاسلیک شوی دی.

د دې هوکړې له مخې به چینایي سوداګر او تولیدوونکي په ځانګړې توګه د صنعتي ماشین‌الاتو تولیدوونکي، د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او د بازارموندنې او معرفۍ په موخه به خپل بېلابېل ماشین‌الات نندارې ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا همکاري کولای شي د افغان تولیدوونکو لپاره د نویو بازارونو د موندلو ترڅنګ په هېواد کې د تولیداتو او خدماتو د کیفیت په لوړولو کې هم مهم رول ولوبوي. همدارنګه د ګډو نندارتونونو او غونډو جوړول به د تجربو او نوې ټکنالوجۍ د تبادلې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي».

په خبرپاڼه کې هیله څرګنده شوې، چې دغه هوکړه لیک د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د یوه اغېزناک ګام په توګه ثابت شي او د دواړو هېوادونو د دوامدارې ودې او پرمختګ لامل وګرځي.

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي
100%

د سوداګرو په وینا، تر ۹ میاشتو مخکې د افغانستان له نورو صادراتي توکو سربېره تازه میوې پاکستان او د پاکستان له لارې بیا نورو هېوادونو ته صادرېدل،خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو له امله اوس د افغانستان تازه میوې عربي هېوادونو، منځنۍ اسیا او اروپا ته صادرېږي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

د تورخم لاره
100%
د تورخم لاره

د افغان سوداګرو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون مخکې، پاکستان به هر کال د افغانستان د تازه میوو د فصل پر مهال په یوه پلمه نه‌ په یوه پلمه یې لارې بندولې او یا به یې د تعرفو له لوړولو سربېره په دروازو کې یې د تازه میوو لیږدونکي موټر درول، څو په موټر کې میوې خوسا شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان د بدیل مارکېټ په توګه یې د منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو او همدارز اروپا ته مخه کړې ده.

د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له هرات ولایت څخه ۱۱۷ زره ټُنه تازه میوه چې ټولیز ارزښت یې ۱۴۶ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، عربي او د اسیا یو شمېر هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په همدې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د تازه مېوو د صادراتو زیاتوالی، د اقتصادي ودې، د بزګرانو د ملاتړ او د افغانستان د صادراتي بازارونو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي».

د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۷مه د ازبکستان د پرایم کرنیز صنعت شرکت رييس مراد قدرتوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې په کال کې به ۲ زره ټُنه تازه میوې او په ځانګړې توګه ګیلاس، زردالو، مڼې او انار لومړی ازبکستان او بیا روسیې او هماغسې یې اروپايي هېوادونو ته صادرې کړي.

https://www.afintl.com/pa/202606078657

د بڼوالو په وینا، نورو هېوادونو ته د افغانستان له تازه میوو یوه کمه برخه صادرېږي او د پاتې نورو میوو د ساتنې لپاره د سړوخونو نشتوالی جدي ننګونه یادوي. دوی له طالبانو غواړي چې پر معیار برابر د سړو خونو جوړولو ته پام وکړي، څو پر بڼوالۍ یې شوې خواري په سیند لاهو نه‌شي.

100%

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د هندوانو کښت او حاصلات له ۲۵ سلنې زیاتوالي خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال په دغه ولایت کې د هندوانو مناسب بازار، ښې بیې او د حاصلاتو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د کښت ساحه د تېر کال په پرتله نږدې ۲۵سلنه پراخه شي او په ټولیزه توګه پر شاوخوا ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه هندوانې وکرل شي.

د لوګر یو بزګر افغانستان انټرنشنل- پښتو ویلي، سږکال یې د هندواڼې حاصلات ډېر دي او په باور یې هره میوه چې بازار کې ډېره شي، نو ورسره سم بیې هم رالوېږي.

نوموړی له طالبانو غواړي چې د تازه میوو او نورو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي، څو بزګران د خپل لاس ثمره وګوري او محصولات یې په ښه بیه وپلورل شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له‌مخې، په تېر ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان څخه د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۱۷ زره او ۵۱۷ ټُنه تازه مېوه او په ځانګړې توګه مڼې، انار، زردالو، انګور، خربوزه، هندوانه، انځر او نورې میوې بهر ته صادره شوې دي. د معلوماتو پر بنسټ، له دغو میوو ډېری یې عربي هېوادونو، ترکیې، منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د دغه وزارت مسوولینو د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د تازه مېوو د صادراتو د کچې او ارزښت د پرتلې کولو په تړاو معلومات نه‌دي ورکړي، خو په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو بندرونو تړل کېدل د کروندګرو د ډېری محصولاتو د خرابېدو لامل شول.

https://www.afintl.com/pa/202607037190

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وایي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.

طالبان: د افغانستان صادراتو لپاره د اوراسیا هېوادونو سره د اسانتیاوو پر پراختیا کار کوو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱
طالبان: د افغانستان صادراتو لپاره د اوراسیا هېوادونو سره د اسانتیاوو پر پراختیا کار کوو
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره د کابل او د هېواد په زونونو کې د صادراتي پروسس مرکزونو د جوړولو پر طرحه کار روان دی. دغه وزارت زیاتوي چې د دې مرکزونو له بشپړېدو سره به سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

ددغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له هغو افغان صادرونکو سره لیدلي چې د افغانستان توکي د اوراسیا اقتصادي ټولنې غړو هېوادونو ته صادروي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې صادرونکو د افغانستان د توکو د صادراتو د اسانتیا لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هڅو مننه وکړه او د خپلو صادراتي توکو، د صادراتو د بهیر او روسیې، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغزستان ته د توکو د لېږد په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

خبرپاڼه د نورالدین عزیزي له قوله لیکي چې وزارت یې د صادراتو د پروسس مرکزونو د جوړولو لپاره جدي کار کوي.

عزیزي ویلي: «د کابل او د هېواد په زونونو کې د صادراتي پروسس مرکزونو له بشپړېدو وروسته به صادرونکو ته د هېواد د توکو د صادراتو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې او سهولتونه برابر شي.»

نوموړي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ته هم لارښوونه کړې چې له یادو صادرونکو سره دوامدارې اړیکې وساتي، څو د اړتیا پر مهال د هغوی ستونزې په چټکۍ حل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د سوداګرۍ د اسانتیا او د ګمرکي خنډونو د کمولو په موخه، د اوراسیا اقتصادي ټولنې غړو هېوادونو د افغانستان صادراتي توکو ته ترجیحي تعرفې ورکړې دي.

اوراسیا اقتصادي ټولنه له روسیې، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغزستان څخه جوړه ده.

تحلیل: قــزاقستان لــه افغانستان ســره د «سترې لوبې» پر ځای د «سترې ګټې» تګلاره تعقیبوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
تحلیل: قــزاقستان لــه افغانستان ســره د «سترې لوبې» پر ځای د «سترې ګټې» تګلاره تعقیبوي
100%

د «نشنل انټرسټ» په تازه تحلیلي راپور کې راغلي، قزاقستان د افغانستان د منزوي کولو پر ځای اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییزې نښلونې ته لومړیتوب ورکوي او د جمهوري نظام له سقوط نږدې پنځه کاله وروسته، د انزوا سیاست نه یوازې اغېزناک نه و، بلکې بشري او امنیتي ستونزې یې لا ژورې کړې.

امریکایي خپرونې «نشنل انټرسټ» په یوه مقاله کې چې د یرکین توکوموف او الدنیز ګوسینوف له خوا لیکل شوې، راغلي چې افغانستان به د یوریشیا د راتلونکې په جوړولو کې مهم رول ولري، خو اصلي پوښتنه دا ده چې دغه راتلونکی به د جیوپولیټیکو سیالیو له لارې ټاکل کېږي او که د اقتصادي همکاریو له لارې.

لیکوالان لیکي چې د نړیوال نظم د بدلون او د نړیوالو بنسټونو د کمزوري کېدو په شرایطو کې، قزاقستان د یوې منځنۍ کچې ځواک په توګه باور لري چې سیمه ییز ثبات باید د سیمې د هېوادونو له لارې رامنځته شي، نه د بهرنیو قدرتونو په وسیله.

د مقالې له مخې، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د افغانستان په اړه د «سترې لوبې» پر ځای د «سترې ګټې» د تګلارې غوښتنه کړې ده.

مقاله زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه هېواد د منزوي کولو سیاست هغه پایله نه ده ورکړې چې ملاتړو یې تمه لرله.

په لیکنه کې راغلي: «دې سیاست د افغانستان بشري بحران لا ژور کړی، چې اغېزې یې د نشه‌يي توکو په قاچاق او کډوالۍ کې تر افغانستان بهر، ایران، منځنۍ اسیا او اروپا پورې رسېدلې دي.»

لیکوالان ټینګار کوي چې د تېرو لسیزو تجربه ښيي، «په افغانستان کې هر ډول تشه، که اقتصادي وي، بشري وي یا بنسټیزه، د ویجاړوونکو ځواکونو له خوا ډکېږي.»

د قزاقستان د عملي تعامل تګلاره

د مقالې له مخې، قزاقستان له افغانستان سره د رسمي پېژندنې پرته د عملي تعامل تګلاره غوره کړې ده.

په لیکنه کې ویل شوي چې استانې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې طالبان له خپلې ممنوعه ډلو له نوملړ څخه لرې کړل او په پلازمېنه کې یې د افغانستان سفارت فعال وساته. همداراز د ۲۰۲۵ کال په جون کې ولسمشر توکایف د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، څو د دغه هېواد په اړه د قزاقستان تګلاره لا منسجمه کړي.

د مقالې له مخې، د قزاقستان هدف دا دی چې افغانستان له یوه مرستندویه هېواد څخه پر تولیدي او ترانزیټي مرکز بدل شي.

لیکوالان د ۲۰۲۶ کال د جون په میاشت کې کابل ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي سفر د دې تګلارې د عملي کېدو نښه بولي. دغه پلاوی د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سرییک ژومانګارین په مشرۍ کابل ته تللی و.

د لیکنې له مخې، ژومانګارین د طالبانو له لومړي وزیر محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د هرات او کندوز له والیانو سره لیدلي دي.

مقاله وايي، افغان چارواکو د قزاقستان له ملاتړ څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مهمې بللې دي.

سوداګري او اقتصادي همکاري

د «نشنل انټرسټ» په لیکنه کې راغلي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې ۵۴۱،۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې او دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ کال د هوکړې له مخې هدف ټاکلی چې دا کچه تر درې میلیاردو ډالرو ورسوي.

خو لیکوالان وايي، د سوداګرۍ انډول لا هم یوه مهمه ستونزه ده، ځکه د قزاقستان صادرات افغانستان ته له ۵۰۰ میلیونو ډالرو ډېر وو، خو د افغانستان صادرات قزاقستان ته شاوخوا ۲۳ میلیونه ډالر پاتې شوي دي.

قزاقستان د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د خپل بازار د پرانیستلو هڅه هم کړې او په کابل کې یې د سوداګرۍ مرکز جوړ کړی دی.

مقاله زیاتوي چې د اقتصادي همکاریو تمرکز یوازې پر کرنیزو محصولاتو نه دی، بلکې صنعتي برخې ته هم غځېدلی دی.

د لیکنې له مخې، د قزاقستان شرکت «شالکیا زینک» او یوه افغان-جرمني شریک شرکت د بامیانو د کانونو له سیمې څخه د کال ۳۰ زره ټنه جست ډبرې د انتقال تړون لاسلیک کړی چې ارزښت یې ۱۸،۸۸ میلیونه ډالره دی.

همداراز د قزاقستان د «یوریشین ریسورسز ګروپ» شرکت د افغانستان د کرومایټ کانونو په برخه کې د پانګونې یا ګډ کار امکان ارزوي.

د ترانسپورټي دهلېزونو پراختیا

مقاله لیکي چې د قزاقستان لپاره د افغانستان له لارې د ترانسپورټي دهلېزونو جوړول ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه دغه هېواد سمندر ته مستقیمه لار نه لري او غواړي د هند سمندر بندرونو ته د رسېدو لارې پراخې کړي.

لیکوالان وايي، قزاقستان لا له وړاندې په افغانستان کې د رېل پټلۍ جوړولو تجربه لري او د «خواف-هرات» رېل پټلۍ د افغان برخې د جوړولو قرارداد یې د «انټیګرا بیا رغونې» شرکت له لارې ترلاسه کړی دی.

د مقالې له مخې، د سیمې هېوادونه باید د نفوذ پر سیالیو تمرکز ونه کړي، بلکې د رېل پټلیو، سوداګریزو معیارونو، ګمرکي اصولو او تعرفو په همغږۍ کار وکړي.

د لوېدیځ او قزاقستان ګډې ګټې

لیکوالان استدلال کوي چې په افغانستان کې ثبات یوازې په اعلامیو نه، بلکې د سوداګرۍ، طبیعي سرچینو، اوبو مدیریت او ترانسپورټ له لارې رامنځته کېدای شي.

په مقاله کې راغلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان تر پولې پورې د نښلونې په برخه کې له لویو پانګه‌والو څخه ده او قزاقستان او اروپايي ټولنه کولای شي د افغانستان د روغتیا او زده‌کړو په برخو کې ګډ کار وکړي.

د لیکنې له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه له شپږ میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې د کډوالۍ موضوع لا هم د سیمې لپاره یوه مهمه اندېښنه ده.

مقاله په پای کې لیکي چې د قزاقستان د افغانستان تګلاره پر دې اصل ولاړه ده چې له واقعیتونو سره تعامل وشي، نه له تصوراتو سره.

لیکوالان زیاتوي: «آستانه هڅه کوي چې ستره لوبه بېرته راژوندۍ نه کړي، بلکې د یوریشیا په زړه کې ستره ګټه په واقعیت بدله کړي.»