• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

۵۷ اسلامي هېوادونو په افغانستان کې پر ښځو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د چارو وزیرانو د خپلې نهمې غونډې په رسمي اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. سازمان ویلي، چې د طالبانو بندیزونه د اسلام له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

دغه غونډه د جولای پر ۱۲مه او ۱۳مه نېټه د پاکستان په کوربه‌توب ترسره شوه او د ۵۷ اسلامي هېوادونو استازو او د ښځو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و.

د غونډې په اعلامیه کې ګډون کوونکو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوي محدودیتونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي ځکه اسلام د ښځو او نجونو د کرامت او حقونو ملاتړ کوي.

دغه سازمان په افغانستان کې په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو د بشپړ، برابر او رغنده ګډون لپاره د ټولو ښوونیزو او مسلکي خنډونو پر لرې کولو کلک ټینګار کړی دی.

په دغه پرېکړه‌لیک کې راغلي دي چې د ښځو او نجونو پیاوړتیا او د هغوی په زده‌کړو، مهارتونو، مشرتابه او اقتصادي مشارکت کې پانګونه د اسلامي امت د راتلونکي، پرمختګ او هوساینې لپاره خورا اړینه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان همدارنګه د ښځو د ډیجیټلي ادغام لپاره د «اسلام‌اباد نوښت» په نوم یو داوطلبانه پلیټ فارم پیل کړ چې په غړو هېوادونو کې د ښځو د ډیجیټلي سواد، ساینس او ټیکنالوژۍ په برخو کې د هغوی ملاتړ وکړي.

سازمان ټینګار کړی، چې د اسلام ښوونې او ارزښتونه د ښځو او نجونو عزت، حقونه، ګډون او پرمختګ حمایه کوي او په کورنۍ، ټولنه او ټولنیز ژوند کې د هغوی مهم رول مني.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دغه محدودیتونه د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو له پرله‌پسې نیوکو او د ښځو د حقونو د بېرته تامینولو له غوښتنو سره مخ شوي، خو طالبانو دغو غوښتنو ته تر دې مهاله مثبت ځواب نه دی ویلی.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د چارو ادارې رییس: بهرنۍ رسنۍ زموږ د اطاعت د کمزوري کولو هڅه کوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د چاري ادارې رییس نور الحق انور ادعا کړې چې بهرنۍ رسنۍ د یادې ډلې د اطاعت او یووالي د کمزوري کولو هڅه کوي. نوموړي ټینګار کړی چې رسنۍ باید حقیقي معلومات تر خلکو ورسوي.

طالبانو ویلي، چې د سې شنبې په ورځ یې په میدان وردګو ولایت کې د خبریالانو فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه سیمینار جوړ کړی و.

یاد سمینار ته د وینا پرمهال د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور ادعا کړې، چې بهرنۍ رسنۍ د یادې ډلې د اطاعت او یووالي د کمزوري کولو هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې:« بهرنۍ رسنۍ د بیان ازادي موږ ته په داسې بڼه وړاندې کوي چې زموږ له دیني او ټولنیزو ارزښتونو سره توپیر لري او په پایله کې یې زموږ د اطاعت او یووالي د کمزوري کولو هڅه کېږي».

نوموړي یادې څرګندونې پرداسې مهال کړي، چې یادې ډلې په افغانستان کې پر ټولو کورنیو رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او د رسنیو ټول فعالیتونه سانسور کېږي.

په امریکا کې د یوه افغان عکاس د مړینې په قضیه کې یو موټر چلوونکی تورن پېژندل شوی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۱
100%

په امریکا کې یوه منصفه پلاوي هغه موټر چلوونکی تورن کړی، چې په جورجیا کې یې د ترافیکي پېښې پر مهال د یوه افغان خبریال په ګډون دوه کسان وژلي وو. د راپورونو له مخې، تورن کواډرامیل ویلیامز د پولیسو له تعقیب څخه د تېښتې پر مهال له بل موټر سره ټکر کړی و.

د امریکا د جورجیا د ایالتي پولیسو د راپور له مخې، دغه پېښه د تېرې اپریل میاشتې پر ۲۳مه نېټه هغه مهال وشوه چې تورن کواډرامیل ویلیامز د پولیسو له اشارې وروسته د تېښتې هڅه وکړه او له بل موټر سره یې ټکر وکړ.

د محکمې د اسنادو له مخې، کواډرامیل ویلیامز د جولای میاشتې پر اتمه نېټه د قتل په دوو جرمي مواردو، له پولیسو څخه په تېښته او د ميتامفیتامین د وئشلو د نیت په تور تورن شوی دی.

په دې ترافیکي پېښه کې ۳۶ کلن افغان خبریال حبیب الله عزیزي او ۱۸ کلن تریجون انتوني وژل شوي دي. انتوني له موټر څخه بهر لوېدلی و او عزیزي روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

اسناد ښيي چې تورن ویلیامز پر سړک له ټاکل شوي سرعت څخه په ساعت کې شاوخوا ۲۰ مایله زیات سرعت درلود او د درېدو د غږیزو او نورو اشارو له ورکولو وروسته هم ونه درېد.

حبیب الله عزیزي چې په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی، په یوه خیریه انلاین پاڼه کې د یوه افغان عکاس خبریال په توګه معرفي شوی چې په ساوانا ښار کې یې ژوند کاوه.

د محکمې د اسنادو پر بنسټ، پولیسو د تورن کواډرامیل ویلیامز له موټر څخه ميتامفیتامین مخدره توکي هم ترلاسه کړي دي او نوموړی اوسمهال په بند کې دی.

حبیب الله عزیزي له یوې لسیزې زیاته موده په افغانستان کې له طلوع نیوز سره د کامره مین په توګه کار کړی و او د جمهوریت له پرځېدو وروسته هغه امریکا ته کډوال شوی و.

فضل محمود فضلي: پاکستان د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون نه شي ماتولی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د بلوچستان وروستیو ناامنیو په تړاو ویلي، چې «پاکستان هڅه کوي د اجیرو او مصنوعي ملیشو په جوړولو سره د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون کمزوری کړي» خو په وینا یې «دا یووالی ژورې تاریخي ریښې لري او په توطیو نه ماتېږي».

فضلي پر خپل ایکسی لیکلي د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون کومه نوې پدیده نه ده، بلکې دواړه ولسونه ګډ دښمن او ګډ برخلیک لري.

د نوموړي په وینا، پښتانه او بلوڅ د استعمار او د هغه د شومو توطیو پر وړاندې د اوږدې مبارزې ګډ تاریخ لري.

فضلي زیاته کړې، پاکستان چې نوموړي د استعمار پوسته بللې، اوس هم هڅه کوي د اجیرو او مصنوعي ملېشو په رامنځته کولو سره د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون، ورورګلوي او ګډه مبارزه کمزورې کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د پښتنو او بلوڅو ترمنځ تاریخي پیوستون ژورې ریښې لري، تلپاتې دی او په توطیو نه ماتېږي.

د نوموړي په وینا، همدا د افغانانو روښانه او ثابت دریځ دی.

طالبانو په پکتیکا کې په ټانکر کې د لرګیو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۱
100%

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ور کړی، چې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې د لرګیو د ناقانونه لېږد پر مهال یو ټانکر موټر نیولی دی. په دغه ټانکر کې په مهارت سره لرګي ځای پر ځای شوي وو.

د طالبانو د پکتیکا امنیه قومندانۍ نن سې شنبه، د چنګاښ پر ۲۳مه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه ټانکر موټر کې په ډېر مهارت سره لرګي ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې په ناقانونه توګه یې بل ځای ته ولېږدوي.

د پکتیکا د طالبانو مسوولینو په وینا، دغه موټر د سروبي ولسوالۍ د رباط له سیمې څخه بار شوی و او غوښتل یې چې دغه لرګي غزني ولایت ته یوسي.

د طالبانو د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یاد ناقانونه بار د سروضې ولسوالۍ اړوند د پړاو په سیمه کې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې د سرتېرو له خوا کشف او ونیول شو.

د دغه قاچاقي لېږد په تړاو د یاد ټانکر موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

د طالبانو د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکو زیاته کړې، چې نیول شوی موټر چلوونکی دا مهال د دوی په توقیف کې دی او د پېښې په اړه ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

د قزاقستان د صنایعو وزیر: غواړو له افغانستان او قرغیزستان څخه د فلزاتو اومه توکي وارد کړو

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱
100%

د قزاقستان د صنایعو او ودانیزو چارو وزیر اعلان کړی، چې د خپلو اوسپنې فابریکو لپاره یې له افغانستان او قرغیزستان څخه د خامو موادو د واردولو په اړه نوي تړونونه لاسلیک کړي دي.

د قزاقستان د صنایعو وزیر یرساین ناګاسپایف ویلي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د فلزاتو په سکټور کې د تولید کچه ۹۷،۳ سلنې ته رسېدلې وه. د ناګاسپایف په وینا، په دغه سکټور کې د تولید کمښت د فابریکو د منظمې بیارغونې او د هېواد د کاني زېرمو د تدریجي زوړوالي له امله رامنځته شوی و.

د دې ستونزې د هواري لپاره قزاقستان پر کورنیو تولیداتو د تمرکز تر څنګ، له افغانستان او قرغیزستان څخه د خامو موادو د واردولو تړونونه کړي دي.

د قزاقستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، په وروستیو میاشتو کې د قزاقستان د فلزاتو د فابریکو لپاره د مسو، جستو او سرو زرو د خامو موادو په رسولو کې زیاتوالی راغلی، چې له امله یې صنعتي وده ۱،۸ سلنه نوره هم ښه شوې ده. یرساین ناګاسپایف زیاته کړې چې د نویو تولیدي فابریکو په پرانیستل کېدو سره، د قزاقستان د تولیداتو سکټور په لومړۍ نیمایي کې ۹،۸ سلنه وده کړې ده.