• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

یونیسف: ښځینه روغتیايي کارکوونکې د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱

په افغانستان کې د یونیسف استازی وايي، ښځینه روغتیاپالې د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي دي. بل خوا د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام د هېواد د راتلونکو ښځینه روغتیاپالو او د روغتیايي خدمتونو د کمزوري کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

تاج الدین اویوواله د هرات د نواباد روغتیايي مرکز د لیدنې پر مهال د مژګان په نوم له یوې قابلې سره د لیدنې په اړه په ایکس کې لیکلي چې د نوموړې ډلې د روان کال له پیله تر اوسه له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو خوندي زېږونونو په ترسره کېدو کې مرسته کړې ده.

د یونیسف استازي ویلي: «په افغانستان کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د میندو او ماشومانو د هوساینې لپاره نه‌بدلېدونکی ارزښت لري.»

هغه زیاته کړې: «د دوی کار هره ورځ د خلکو ژوند ژغوري.»

د یونیسف د افغانستان د استازي په وینا، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو فعالیتونه د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د خوندي زېږونونو د زمینه برابرولو په برخه کې مهم دي.

په داسې حال کې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان د روغتیايي نظام د راتلونکي لپاره هم جدي اندېښنې راولاړې کړې دي. د یونیسف د یوه تازه تحلیل له مخې، که پر نجونو د زده‌کړو او پر ښځو د کار محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زرو پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.

یونیسف وايي، د نجونو له زده‌کړو محرومول یوازې د هغوی د زده‌کړو حق نه محدودوي، بلکې د هېواد د راتلونکي بشري ځواک پر جوړښت هم اغېز کوي. ځکه هغه نجونې چې نن له زده‌کړو پاتې کېږي، سبا نه شي کولای د قابلو، نرسانو، ډاکټرانو، ښوونکو او نورو مسلکي ښځینه کارکوونکو ځای ونیسي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو له بندېدو وروسته له یو میلیون څخه زیاتو نجونو د زده‌کړو حق له لاسه ورکړی دی. یونیسف خبرداری ورکړی چې د دې بندیز دوام به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت نور هم زیات کړي او په پایله کې به د میندو، نوي زېږېدلو ماشومانو او ماشومانو روغتیايي خدمتونه زیانمن شي.

په افغانستان کې، چې د میندو د مړینې کچه لا هم لوړه ده، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. له همدې امله، د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې اوسني محدودیتونه د ښځینه مسلکي کادرونو د راتلونکي کمښت ترڅنګ، د میندو او ماشومانو پر روغتیا هم اوږدمهاله اغېز لرلای شي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د ورېښمو پُل له لارې په ۲۳ ورځو کې ایران ۱۹ زره افغانان جبري هېواد ته ستانه کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، په تېرو ۲۳ ورځو کې د ایران څخه د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ټول ۱۹ زره او ۳۶۷ کسان افغانستان ته جبري راستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون د دارالانشاء په ورځني کاري راپور کې ویل شوي چې له دغه لارې ۹۰۰ افغانې کورنۍ، چې ۳۵۳۴ غړي یې لرل، هېواد ته جبري ستنې شوې دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې ۱۵ زره او ۸۳۳ مسافر هم د ورېښمو پل له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

راپور زیاتوي چې د راستنېدونکو کډوالو له ډلې له ۷۳ کورنیو سره ټول ۵۲۳ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو کډوالو ته د خوړو، روغتیا او مخابراتو په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي او په روغتیايي مرکزونو کې ۹۱۶۲ تنه تداوي شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: په بشري مرستو بار ۴۵ لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ننوتې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ۴۵ باروړونکې لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي او نورې مرستندویه لارۍ هم د ننوتلو په حال کې دي.

طاهر اندرابي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پاکستان «هیڅکله» افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد مخه نه ده نیولې او تل یې هڅه کړې چې دغه مرستې افغانانو ته ورسېږي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو نور موټر هم تورخم ته پر لاره دي او ټاکل شوې په نږدې وخت کې افغانستان ته داخل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه لا هم د سوداګریزو توکو او مسافرو پر مخ تړلې ده او یوازې د بشري مرستو او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره ترې محدود تګ راتګ کېږي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني او طالب چارواکو ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرامد خوراکي مرستو یو شمېر باروړونکو لاریو ته د تورخم له لارې افغانستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده.

د تورخم دروازې تړل کېدو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګرۍ او ترانزیټي تګ راتګ د پام وړ اغېز کړی او سوداګرو له دواړو هېوادونو غوښتي چې د تګ راتګ د عادي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ننګرهار د یو شمېر اوسېدونکو ادعا: طالبان غواړي زموږ ځمکې د دولتي ځمکو په نوم ضبط کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې د ښاروالۍ مسوولان د ځینو طالب چارواکو په ملاتړ هڅه کوي چې د دوی شخصي ځمکې د دولتي ځمکو په نوم ضبط او زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو وباسي.

دوی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، دا ځمکې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند دي او د دوی کورنۍ له شاوخوا ۱۰۰ تر ۱۲۰ کلونو راهیسې په همدې سیمه کې ژوند کوي. د دوی په خبره، سیمه ښه موقعیت او اساسي سړکونه لري او د ځمکو د ملکیت قبالې او نور قانوني اسناد هم ورسره شته.

دوی د خپلو ملکیتونو د ادعا په ملاتړ له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره د قبالو، د ملکیت اسنادو او د بېلابېلو دولتي ادارو رسمي مکتوبونو کاپۍ هم شریکې کړې دي.

د اوسېدونکو په وینا، طالب چارواکو د پنجشنبې په ورځ په لوډسپیکرونو کې اعلان کړی چې اوسېدونکي دې خپل کورونه تخلیه کړي، ځکه د دوی په خبره دا ځمکې دولتي دي. دوی ادعا کوي چې ورته ویل شوي، که خپله کورونه وران نه کړي، دوی به یې په زور ونړوي.

د سیمې د خلکو په وینا، شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ په دې سیمه کې ژوند کوي او ټولو ته د تخلیې خبر ورکړل شوی دی. دوی زیاتوي، په دغو کورنیو کې هغه کډوالې کورنۍ هم شاملې دي چې له کلونو راهیسې هلته مېشتې دي.

د افغانستان انټرنشنل له لوري د لیدل شویو مکتوبونو له مخې، د دغې ځمکې د مالکیت او حقوقي شخړې موضوع د جمهوري نظام پر مهال د څو دولتي ادارو ترمنځ هم څېړل شوې وه. په اسنادو کې د کورنیو چارو وزارت، لویې څارنوالۍ، د ننګرهار ولایت مقام، د خلکو او حکومت د اړیکو او شخړو د حل خپلواک کمېسیون او د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رسمي مکتوبونه شامل دي.

په دغو مکتوبونو کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د خلکو وړاندې شوې قبالې او نور اسناد وارزوي، د ځمکو حقوقي وضعیت د نافذه قوانینو او تخنیکي سروې له مخې وڅېړي او د شخړې د قانوني حل لپاره لازم اقدامات وکړي. په ځینو مکتوبونو کې د موضوع د حساسیت له امله د خلکو د حقونو د خوندي کولو او د هر ډول غیرقانوني اقدام د مخنیوي یادونه هم شوې ده.

خو د افغانستان انټرنشنل - پښتو له لوري د لیدل شویو اسنادو له مخې، داسې کوم وروستی قضايي حکم یا رسمي پرېکړه نه تر سترګو کېږي چې د دغو ځمکو د ملکیت په اړه یې وروستۍ فیصله کړې وي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، له دې ټولو اسنادو او پخوانیو مکتوبونو سره سره اوس د طالبانو تر واک لاندې ښاروالۍ غواړي ځمکې یې د دولتي ځمکو په نوم ضبط کړي. دوی زیاتوي، بېلابېلو ادارو ته یې عریضې او شکایتونه کړي، خو په خبره یې تر اوسه یې غږ نه دی اورېدلی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو د ننګرهار ولایت د مقام او د جلال اباد ښاروالۍ نظر نه دی ترلاسه کړی. که د طالبانو چارواکي په دې اړه خپل دریځ شریک کړي، راپور به ورسره تازه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د خدمتونو لاسرسی اسانه شوی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) ویلي چې په افغانستان کې یې د ټولنېزو سرچینو مرکزونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اړینو خدمتونو او فرصتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې د پنجشنبې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې دغه مرکزونه ټولنو ته د اړینو خدمتونو او فرصتونو د نږدې کولو لپاره فعالیت کوي.

د دغې ادارې په وینا، د ټولنېزو سرچینو مرکزونه اړمنو کسانو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې یې له نورو اړوندو خدمتونو سره نښلوي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د دغو مرکزونو د فعالیتونو ملاتړ د هالنډ د عدلیې او امنیت وزارت کوي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ټینګار کړی چې دغه مرکزونه د افغانستان په بېلابېلو ټولنو کې د اړمنو خلکو لپاره د خدمتونو او فرصتونو د لاسرسي په برخه کې مهم رول لري.

تورهان صالح د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام نوی استازی وټاکل شو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۱
100%

تورهان صالح د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د افغانستان لپاره د نوي مقیم استازي په توګه خپله دنده پیل کړه. ښاغلي صالح تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د عربي هېوادونو لپاره په سیمه‌ییز دفتر کې د لوړپوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د پنجشنبې په ورځ، د جولای ۱۶مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې صالح د جولای له ۱۵مې په کابل کې د افغانستان لپاره د دغه پروګرام د مقیم استازي په توګه خپلې دندې پیل کړې دي.

صالح تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د عربي هېوادونو لپاره په سیمه‌ییز دفتر کې د لوړپوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو او ځانګړو سیاسي ماموریتونو له پای ته رسېدو وروسته د انتقال پر موضوعاتو یې تمرکز درلود.

نوموړي د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د بحرانونو د ادارې د مرستیال رییس په توګه هم دنده ترسره کړې ده. د دغه ماموریت پر مهال یې د بشري مرستو له پړاو څخه پراختیايي پروګرامونو ته د انتقال، د بحرانونو د مدیریت، د بحرانونو د تمویل او د پراختیايي سیاستونو په برخو کې کار کړی دی.

صالح تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال له مې څخه د ۲۰۲۳ کال تر نومبر پورې په ایتوپیا کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مقیم استازي په توګه دنده ترسره کړې وه.

هغه په ۱۹۹۷ کال کې د ملګرو ملتونو له پراختیايي پروګرام سره د پالیسۍ د سلاکار په توګه یوځای شوی و او له هغه راهیسې یې د دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې ګڼې لوړې دندې ترسره کړې دي.

صالح د ملګرو ملتونو په سازمان کې خپله مسلکي دنده له ماشومانو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق سره پیل کړې وه. هغه په ګانا او اریتریا کې کار کړی او د توکمیز توپیر د رژیم له پای ته رسېدو وروسته یې په سویلي افریقا کې د یونیسف د لومړني هېوادني پروګرام په جوړولو کې هم ونډه اخیستې ده.

نوموړی د کورنل پوهنتون څخه د سیاسي اقتصاد په برخه کې د لیسانس او د پرینسټن پوهنتون څخه د عامه چارو په برخه کې د ماسټرۍ سند لري. هغه د اکسفورډ پوهنتون په کریسټ چرچ کالج کې د فلسفې، سیاست او اقتصاد زده‌کړې هم کړې دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د نوي مقیم استازي د راتګ موخه په رسمي ډول نه ده تشریح کړې، خو دغه سازمان په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د کمولو، د معیشت د پیاوړتیا او د اوږدمهاله پراختیايي پروګرامونو په برخو کې فعالیت کوي.