هغې د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدو ته په اشارې سره خبرداری ورکړ چې بشري اړتیاوې خورا پراخې دي او له افغانستان سره د تعامل پرې کول، د دغه هېواد راتلونکی ګواښي.
د یوناما مشرې جورجت ګانیون له «امو» خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د معیشت وضعیت او د فقر کړکېچ په تشرېح کولو سره وویل چې نړیوالو له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
هغې زیاته کړه چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي؛ په داسې حال کې چې اوسمهال د افغانستان دوه پر درېیمه برخه خلک د خوړو له سختې ناامني سره مخ دي او د خپل بل وخت د ډوډۍ د لرلو په اړه ډاډه نه دي.
ګانیون په دې ټینګار سره چې د افغانستان ۶۳ سلنه نفوس تر ۲۴ کلونو کم عمره ځوانان جوړوي، د نړیوال ملاتړ او تعامل د زیاتوالي غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د افغانستان پرېښودل او انزوا، د دغه ځوان نسل راتلونکی نه شي جوړولی.
د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مشرې د دغې مرکې په بله برخه کې وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا خپلواکې ارزونې له واکمنو چارواکو (طالبانو) سره د یوه جوړښت لرونکي تعامل د پیل لپاره سپارښتنې وړاندې کړې وې.
د هغې په وینا، که څه هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکتور په څېر برخو کې رغنده ګامونه پورته شوي، خو په کلیدي دوسیو کې چې ډیپلوماتیک مشروعیت، له ترهګرۍ سره مبارزه، نړیوالې ژمنې او د ټولشموله حکومت جوړول پکې شامل دي، هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
هغې څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د سیمې هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو د حضور په اړه خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې دي.
ګانیون همدارنګه د تېر حکومت د پخوانیو چارواکو ترور ته په اشارې، د طالبانو د ټولبښنې په اړه وویل، چې «د دغه فرمان له اعلان سره سره، د هغې د نقض پېښې لا هم روانې دي. واکمنو چارواکو ته زموږ پیغام روښانه دی؛ تاسو ټولبښنه اعلان کړې ده، نو باید په بشپړه توګه یې پلي کړئ.»
د یوناما مشرې د نجونو د زده کړو له محرومیت او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار له بندیز سره د طالبانو چلند د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض وباله او ویې ویل: «افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته په دولتي ښوونځیو کې د زده کړې اجازه نه ورکوي».
ګانیون په دې مرکه کې د یوناما پر سیاسي رول ټینګار وکړ او دا ماموریت یې په افغانستان کې «د نړیوالې ټولنې سترګې او غوږونه» وبلل.