• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د افغان کډوالو پر ضد عملیات پراخ کړي؛ ۱۲۱ تنه په لاهور کې نیول شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱

پاکستاني چارواکو ویلي چې د لاهور ښار د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو په تازه عملیاتو کې یې ۱۲۱ افغان وګړي نیولي دي. د چارواکو په وینا، له دې ډلې ۲۸ تنه د قانوني استوګنې د اسنادو تر ارزونې وروسته خوشې شوي، خو پاتې ۹۳ کسان د لنډمهالې ساتنې مرکز ته د جبري ستنولو لپاره لېږدول شوي دي.

دغه عملیات د پاکستان د هغه پراخ کمپاین دوام بلل کېږي چې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې یې د افغان کډوالو، د نیولو او جبري ایستلو لپاره پیل کړی دی. اسلام‌اباد وايي، دا اقدامات د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو او د ملي امنیت د ټینګښت لپاره ترسره کېږي.

خو د ملګرو ملتونو، د کډوالو د حقونو د ملاتړ بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو جبري ایستل، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې د جګړو، سیاسي ګواښونو او بشري ناورینونو له امله افغانستان پرېښی، له نړیوالو بشري مکلفیتونو او د نه جبري ستنولوله اصل سره د ټکر خطر لري.

د دغو بنسټونو په وینا، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر باید هره قضیه په جلا توګه وارزول شي، د پناه غوښتنې حق ته درناوی وشي او هېڅوک داسې ځای ته په زور ونه ستنول شي چې هلته یې ژوند، ازادي یا امنیت له جدي ګواښ سره مخ وي.

په ورته وخت کې، د افغان کډوالو پراخه بېرته ستنېدنه د افغانستان پر بشري وضعیت هم دروند اغېز کړی دی. نړیوالې مرستندویې ادارې وايي، افغانستان له اقتصادي بحران، پراخې بې‌وزلۍ، د خوړو له ناامنۍ او د روغتیا او نورو اساسي خدمتونو له کمښت سره مخ دی، او د زرګونو کډوالو جبري ستنېدل د مرستو پر محدودو امکاناتو لا زیات فشار واردوي.

د بشري چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د ستنېدونکو افغانانو لپاره د استوګنې، کار، روغتیا او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو مناسب میکانیزمونه موجود نه وي، د جبري ایستلو روان بهیر به نه یوازې بشري ستونزې زیاتې کړي، بلکې د سیمې پر ثبات او ټولنیز وضعیت به هم منفي اغېزې ولري.

پاکستان، چې له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، اوس د کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی، خو نړیوال سازمانونه ټینګار کوي چې د کډوالۍ د قوانینو پلي کول باید د نړیوالو بشري حقونو، د کډوالو د خوندیتوب او د انساني کرامت له اصولو سره سم ترسره شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۴

په لاهور کې د امریکايي مېرمنې او درېیو ماشومانو د مړینې قضیه ثبت شوې

۵

پاکستان سره د افغانستان ترانزیټي سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رارسېدلې

•
•
•

نور کیسې

په بادغیس کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۸ کسان ټپيان شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱
100%

په بادغیس کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله د یوې ښځې په ګدون ۸ کسان ټپيان شوي دي. د بادغیس لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، دغه پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په مرکز قلعه‌نو او قلعه‌نو- قیصار ولسوالۍ تر منځ لارو کې رامنځته شوې دي.

د بادغیس لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، لومړۍ پېښه د قلعه‌نو ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې او له امله یې ۶ کسان ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغې پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکو بې‌احتیاطي او لوړ سرعت بلل شوی دی.

د یادې قومندانۍ د مسوولینو په وینا، دویمه پېښه تېره شپه د قلعه‌نو- قیصار تر منځ د لارې په اوږدو کې د یوه فلاینکوچ د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان ټپيان شوي دي.

سرچینې د دغې پېښې د رامنځته کېدو لامل د لارې خرابوالی په ګوته کړی دی.

اروپايي ټولنه: قابله‌ګانې د میندو او ماشومانو په ژوند ژغورلو کې بنسټیز رول لري

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې د قابله‌ګانو په مشرۍ د زیږون او ولادت روغتیايي خدمتونه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه کېدو لپاره مهم ارزښت لري.

اروپايي ټولنې د جمعې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوقله استازو سره یې په ګډه د لوګر ولایت هغه د مور او ماشوم د پاملرنې مرکز لیدلی چې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ فعالیت کوي.

د اروپايي ټولنې په وینا، په دغه مرکز کې روزل شوې قابله‌ګانې میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته خوندي، باعزته او مسلکي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې دا ډول روغتیايي مرکزونه د افغانستان د میندو د مړینې د لوړې کچې په کمولو کې مهم رول لوبوي، ځکه افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه پکې تر ټولو لوړه ده.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مور او ماشوم د روغتیا د خدمتونو دوام او د قابله‌ګانو ملاتړ د ښځو او ماشومانو د ژوند د خوندیتوب او د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره اړین دی.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم د روغتیا په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی او نړیوال بنسټونه د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره د نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار کوي.

د افغانستان بانک مرستیال د پورونو د تضمین له بنسټ سره د مالي همکاریو پر پراختیا غږیدلی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۱
100%

د طالبانو په واک کې دافغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان دپورونو تضمین بنسټ له چارواکو سره د کوچنیو پورونو د تضمین، بلاعوضه مرستو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک او د افغانستان د پورونو تضمین بنسټ مسوولانو د کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو د مالي ملاتړ د پراختیا او د بانکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د دغه بانک مرستیال په دې لیدنه کې ویلي، چې افغانستان بانک ژمن دی د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره روڼ، مناسب او معیاري کاري چاپېریال رامنځته کړي.

نوموړي ویلي، د دې هڅو موخه دا ده چې خلکو او کاروباریانو ته د کوچنیو، وړو او منځنیو مالي تمویلونو ترلاسه کول اسانه شي.

د طالبانو د افغانستان بانک مرستیال د افغانستان د پورونو تضمین بنسټ له استازو غوښتي چې مالي خدمتونه د هېواد په ټولو سیمو کې، له هر ډول توپیر او تبعیض پرته، ټولو اړوندو بنسټونو ته په مساوي ډول وړاندې کړي.

یاد بانک ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د پورونو تضمین بنسټ مرستیال د دغه بنسټ د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

نوموړي له افغانستان بانک څخه غوښتي، چې د کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو د مالي ملاتړ د پراختیا، له بانکونو او مالي بنسټونو سره د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډو پروګرامونو د پلي کولو او د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو د پراخېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د غونډې ګډونوالو د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک او د ګډو فعالیتونو د پراختیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان د پورونو تضمین بنسټ یو نړیوال پراختیايي بنسټ دی چې د کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو د مالي ملاتړ، د بانکونو او مالي ادارو د پورونو د تضمین، تخنیکي مرستو او د ظرفیت لوړونې په برخو کې فعالیت کوي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي چې یوه ایم‌ای-۱۷ چورلکه یې ترمیم کړې ده

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې تخنیکرانو یې یوه ایم‌ای-۱۷ چورلکه په بشپړ ډول ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې ده. وزارت ویلي، چې دغه چورلکه د ۱۳ میاشتو په لړ کې په اساسي ډول ترمیم شوې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۸مه وویل، چې په دې موده کې پر چورلکه بېلابېلې تخنیکي ازموینې او تخصصي ارزونې شوې دي څو په خوندي ډول الوتنې ته چمتو شي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د هوايي وسایطو د ترمیم، بیا رغونې او چمتو کولو لړۍ به په دوامداره توګه روانه وساتي.

طالبانو د دغې چورلکې بیا رغول له خپله اړخه د هوايي او دفاعي ځواکونو د عملیاتي وړتیا او چمتووالي د کچې د لوړولو او پیاوړتیا په لاره کې یو مهم ګام بللی دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم د مخکیني حکومت د یو شمېر نورو ویجاړو او زیانمنو شویو الوتکو او هلیکوپترو د ترمیمولو خبرونه ورکړي وو.

طالبانو په دې وروستیو کې له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ددغه تړون په اړه ویلي، چې له طالبانو سره د مسکو پوځي او تخنیکي هوکړه لیک په افغانستان کې د پخوانیو روسي پوځي وسایلو او چورلکو د ترمیم لپاره دی.

د طالبانو د کلتور وزارت معیین پر پانګوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو غږ کړی

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معیین پر سوداګرو او پانګوالو غږ کړی چې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې خپله ونډه واخلي. نوموړي ویلي، چې «د حکومت تر څنګ خصوصي سکتور هم د کارموندنې مسوولیت لري». عام خلک نیوکه کوي، چې طالبان په ادارو کې یوازې خپل کسان ګوماري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۲۸مه په اېکس کې لیکلي، چې ددې وزارت معین مهاجر فراهي ویلي، چې سوداګر او پانګوال باید د ځوانانو د بې‌کارۍ ستونزې ته «جدي پاملرنه» وکړي.

هغه زیاته کړې چې اړوندې دولتي ادارې مکلفې دي پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راټیټه شي.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره به ځوانان مجبور نه شي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په تکل په سختو لارو بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

هغه له ټولو سوداګرو غوښتي چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. ډېری ځوانان د کار د نشتوالي او بې‌وزلۍ له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي او په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړي.

د طالبانو پر ادارې نیوکې دي، چې په ادارو کې خپلو کسانو او جنګیالیو ته کاري فرصتونه ور کوي او د نورو ځوانانو پر وړاندې یې سخت شرایط وضع کړي دي.