حماس ډلې خلیل الحیه د خپل نوي مشر په توګه وټاکه

د فلسطین د حماس ډلې، خلیل الحیه د خپل نوي عمومي مشر په توګه اعلان کړی دی. خلیل الحیه تر دې وړاندې په بهر کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه کار کاوه او د اوربند په خبرو کې یې مهم رول درلود.

د فلسطین د حماس ډلې، خلیل الحیه د خپل نوي عمومي مشر په توګه اعلان کړی دی. خلیل الحیه تر دې وړاندې په بهر کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه کار کاوه او د اوربند په خبرو کې یې مهم رول درلود.
د دغې ډلې د دوشنبې په ورځ د یې اعلامیې په خپرولو اعلان وکړ چې خلیل الحیه یې د یحی سنوار ځای ناستی ټاکلی دی.
خلیل الحیه چې په بهر کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر او د اوربند په خبرو کې د دغې ډلې د مخکښ مرکچي په توګه کار کاوه، په قطر کې مېشت دی. اسراییلي چارواکو رویترز ته ویلي چې الحیه په ۲۰۲۵ کال کې په دوحه کې د اسراییل د یو برید هدف و، خو له دغه بریده روغ وتلی و.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د خلیل الحیه ټاکل کېدل ښایي د بې وسلې کولو د غوښتنو په وړاندې د حماس دریځ نور هم سخت کړي. نوموړی د خالد مشعل په پرتله چې د مشرتابه لپاره بل مخکښ نوماند و، ډېر سختدریځی بلل کېږي.
خلیل الحیه د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په تهران کې د اسماعیل هنیه او په اکتوبر کې د یحیی سنوار له وژل کېدو وروسته د حماس په مشرتابه کې په یوې مرکزي او مهمې څېرې بدل شوی دی.

اوکرایني چارواکو اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته نږدې د جوارو پر یوې بار وړونکې بېړۍ د روسیې په توغندیز برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول. د دوی په وینا، په وژل شویو کې د بېړۍ د عملې نهه غړي او یو اوکراینی سمندري پیلوټ شامل دي.
اوکرایني چارواکو ویلی، دغه برید د یکشنبې په ورځ شوی او د هندي او سوریايي وګړو په ګډون د بېړۍ ۱۰ تنه عمله وژل شوي دي.
د اوکراین د بندرونو ادارې ویلي د دغې بېړۍ له ۱۷ تنو عملې څخه اته تنه ژغورل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا بېړۍ د ممبۍ د «اوشن ګریس شیپینګ» شرکت ملکیت ده خو مدیریت کونکو یې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اودیسا د نظامي ادارې مشر سیرهي لیساک وویل چې د دوشنبې په ورځ پر دغه بندر په یو بل جلا برید کې هم درې کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
مسکو تر اوسه د دې پېښې په اړه په رسمي توګه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي کړکېچ له پراخېدو سره د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د برنېټ خامو تېلو بیه د یوې میاشتې په موده کې د لومړي ځل لپاره په هر بېرل کې له ۹۰ ډالرو واوښته.
بلخوا اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، که جګړه نوره هم پراخه شي د انرژۍ نړۍوال بازارونه به له لا ډېرو فشارونو سره مخ شي. رویټرز د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) راپور ورکړی، چې د امریکا لهخوا پر ایران د پرلهپسې نهمې ورځې بریدونو او د ایران له غبرګون وروسته د خلیج په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او ورسره په نړۍوالو مالي بازارونو کې هم اندېښنې ډېرې شوې دي.
د راپور له مخې؛ د برېنټ خامو تېلو بیه ۲.۴ سلنه لوړه شوې او ۹۰.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده. همداراز د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۲.۱ سلنه لوړه شوې او ۸۴.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده.
رویټرز د پانګونې د ستراتېژۍ شنونکی شېن اولیور په حواله لیکلي، که د هرمز تنګی د اوږدې مودې لپاره وتړل شي او جګړه پراخه شي؛ د تېلو بیه ښايي په هر بېرل کې تر ۱۵۰ ډالرو لوړه شي.
بلخوا اقتصادي کارپوهان وایي، د انرژۍ د بیو لوړېدو د انفلاسیون د بیا زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي. د دوی په باور؛ که د تېلو بیې همداسې لوړې پاتې شي، د امریکا مرکزي بانک ښايي د سود کچه لوړه کړي څو بیې کنټرول کړي.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې اعلان کړی، چې په خپلو وروستیو بریدونو کې یې په کویت کې د عليالسالم په پوځي اډه کې څو امریکایي پوځي موخې د بېپيلوټه الوتکو پرمټ په نښه کړې دي.
سپاه ادعا کړې، چې د امریکا د ژر خبرداري ورکولو رادار سیستم یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی؛ همدارنګه یې د هوايي تجهیزاتو او پرزو یو ګودام او د اېم کیو ۹ ډرونونو مرکز هم په نښه کړی دی. د سپاه پاسداران په وینا؛ په دغه برید کې څو امریکايي ډرونونو هم اور اخیستی دی.
سپاه ویلي، چې دغه بریدونه یې په ایران کې د امریکا د پوځي عملیاتو په غبرګون ترسره کړي دي. په اعلامیه کې د کویټ له خلکو هم غوښتنه شوي، چې په خپل هېواد کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره مخالفت وکړي. همدارنګه په اعلامیه کې امریکايي سرتېري «مشروع هدف» بلل شوي او خلکو ته د هغوی پرضد د اقدام غوښتنه شوې ده.
خو تراوسه امریکا او کویټ د سپاه پاسداران دغه ادعاوې نهدي تایید کړې. د رادار د ویجاړېدو، د ډرونونو مرکزونو ته د زیان او د اېم کیو ۹ ډرونونو د سوځېدو په اړه هم خپلواکه او باوري ارزونه نهده شوې.
سپاه پاسداران تر دې څو ساعته مخکې هم ورته ادعا کړې وه، چې په اردن کې یې د امریکا پوځي تجهیزات په نښه کړي دي.
د امریکا د ارېزونا ایالت سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ایالت په توسان ښار کې د ډزو په یوې پېښه کې لږترلږه ۱۰ کسان ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي، یاده پېښه د یکشنبې په سهار هغه مهال شوې چې د ښار په مرکز کې یو سوداګریز مارکېټ ته نږدې ګڼ خلک راټول شوي وو.
د ځایي چارواکو په وینا؛ مشکوک کس هم د ټپیانو په ډله کې شامل دی. د پولیسو په وینا؛ د ډزو له غږ اورېدو وروسته پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او له مشکوک کس سره مخامخ شول. کله چې نوموړي د پولیسو خبرداری ونه مانه؛ نو یوه افسر پرې ډزې وکړې. پولیسو ویلي، چې مشکوک کس په تپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی. د پولیسو په وینا؛ نور ۹ ټپیان سیمې ته د افسرانو تر رسېدو مخکې په ډزو لګېدلي وو.
د راپورونو له مخې؛ ټول ټپیان لویان دي او په دې پېښه کې پولیسو ته کوم زیان نهدی اوښتی. لاتراوسه د مشکوک کس هویت او د دغه ډزو انګېزه نهده روښانه شوې.
خو یوې سیمهییزې رسنۍ د پولیسو د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه پېښه د دوو ډلو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې. د راپور له مخې؛ په پېښه کې یوشمېر هغه کسان هم ټپیان شوي، چې له یادې شخړې سره یې هېڅ تړاو نهلاره.
په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو د هامبورګ ښار په یوه اعتراضي غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو او د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا اعتراض وکړ. ګډونوالو د افغانستان ملي بیرغونه له ځانونو سره لېږدول او د «زدهکړه، کار او ازادي» شعارونه یې ورکول.
دغه اعتراض د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، ترسره شو. ګډونوالو په اعلامیو کې د طالبانو هغه تګلارې وغندلې چې د ښځو، نجونو، قومي لږکیو او د افغانستان د نورو وګړو پر وړاندې عملي کېږي.
اعتراض کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي. هغوی همداراز له مدني فعالانو او په بهر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې د افغانستان دننه د ښځو، نجونو او نورو وګړو غږ نړیوالو ته ورسوي.
د غونډې یوه ویناوال د طالبانو سره د ځینو هېوادونو پر تعامل نیوکه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو هر ډول مشروعیت ورکولو سره مخالفت وکړي او اجازه ور نه کړي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه د سیاسي معاملو قرباني شي.
یوه بل اعتراض کوونکي وویل، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې پر ښځو محدودیتونه پرلهپسې زیات شوي او په افغانستان کې د هغوی د ژوند فضا ورځ تر بلې تنګه شوې ده.
هغه همداراز په هرات کې د ښځو وروستیو نیونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، هغه اجباري حجاب چې طالبان یې تحمیلوي، د افغانستان له ټولنیز او فرهنګي واقعیت سره سمون نه لري.
دغه اعتراض په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو محرومې کړې او د ښځو پر کار، ټولنیز حضور او ګڼو نورو بنسټیزو حقونو یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د راپور له مخې، د ښځو پر زدهکړو او کار د طالبانو محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۵.۳میلیارده افغانۍ زیان اړوي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان د شاوخوا ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.