اعتراض کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي. هغوی همداراز له مدني فعالانو او په بهر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې د افغانستان دننه د ښځو، نجونو او نورو وګړو غږ نړیوالو ته ورسوي.
د غونډې یوه ویناوال د طالبانو سره د ځینو هېوادونو پر تعامل نیوکه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو هر ډول مشروعیت ورکولو سره مخالفت وکړي او اجازه ور نه کړي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه د سیاسي معاملو قرباني شي.
یوه بل اعتراض کوونکي وویل، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې پر ښځو محدودیتونه پرلهپسې زیات شوي او په افغانستان کې د هغوی د ژوند فضا ورځ تر بلې تنګه شوې ده.
هغه همداراز په هرات کې د ښځو وروستیو نیونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، هغه اجباري حجاب چې طالبان یې تحمیلوي، د افغانستان له ټولنیز او فرهنګي واقعیت سره سمون نه لري.
دغه اعتراض په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو محرومې کړې او د ښځو پر کار، ټولنیز حضور او ګڼو نورو بنسټیزو حقونو یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د راپور له مخې، د ښځو پر زدهکړو او کار د طالبانو محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۵.۳میلیارده افغانۍ زیان اړوي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان د شاوخوا ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.