سيبياېس نيوز: د هرمز له تنګي د سترو نړیوالو سوداګریزو بېړیو تګ راتګ درېدلی

سيبياېس نيوز د بېړۍ چلونې صنعت د يوې باخبره سرچينې له قوله راپور ورکړی چې دا مهال د هرمز له تنګي هېڅ لويه نړيواله سوداګريزه بېړۍ نه تېرېږي.

سيبياېس نيوز د بېړۍ چلونې صنعت د يوې باخبره سرچينې له قوله راپور ورکړی چې دا مهال د هرمز له تنګي هېڅ لويه نړيواله سوداګريزه بېړۍ نه تېرېږي.
په بحرين کې د ګډ سمندري معلوماتو مرکز، چې امريکا هم پکې غړیتوب لري، ويلي د تهران له لوري پر بېړيو د بريدونو له دوام سره، د سې شنبې په ورځ د چنګاښ ۳۰مه د هرمز په تنګي کې د سوداګريزو بېړيو تګ راتګ په تېرو درېيو اوونيو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.
د لويډز د شننې له مخې، د چنګاښ له ۲۲مې تر ۲۸مې يوازې دوو بېړيو، چې د اتومات پېژندنې سيستم يې بند کړی و، د عمان د ساحلونو په اوږدو کې د امريکا له ملاتړه برخمنې سويلي لارې څخه د هرمز له تنګي تېرې شوې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، د ایران او پاکستان ترمنځ د اورګاډي شبکو نښلول به د سیمې په کچه ستراتیژیک بدلون رامنځته کړي او د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمهییز اتصال د پراختیا لپاره به مهم فرصتونه برابر کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د چارشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د پاکستان د اورګاډو له وزیر محمد حنیف عباسي سره په لیدنه کې کړې دي. په دې غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري، د ایران د سیستان او بلوچستان والي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو او په پاکستان کې د ایران سفیر هم ګډون درلود.
مومني وویل، ایران او پاکستان ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي. هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه د اوسني وضعیت په پرتله د همکاریو د لا پراخولو وړتیا لري او د پولې دواړو غاړو ته د پرمختګ او هوساینې لپاره ګډ کار کولی شي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل، د اقتصادي همکاریو سازمان د کانټینري اورګاډي فعالېدل او د پولې دواړو غاړو ته د رېل پټلۍ د زیربناوو بشپړېدل به سوداګریزې راکړې ورکړې او سیمهییز اتصال پیاوړی کړي.
هغه همدا راز اعلان وکړ چې د زاهدان–میرجاوه د اورګاډي پټلۍ د عصري کولو چارې به په راتلونکې یوه میاشت کې بشپړې شي او له پاکستان یې وغوښتل چې د میرجاوه او تفتان ترمنځ د معیاري رېل پټلۍ جوړول هم بشپړ کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډو تګ راتګ له خنډ پرته ترسره شي.
مومني وویل، د زاهدان–چابهار د اورګاډي پروژه هم بشپړېدو ته نږدې شوې او د ایران او پاکستان ګډه رېل پټلۍ به د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اروپا ترمنځ ترانسپورټي اړیکې لا پیاوړې کړي.
د پاکستان د اورګاډو وزیر محمد حنیف عباسي د دې طرحې هرکلی وکړ او ویې ویل، لومړی وزیر شهباز شریف له ایران سره د اورګاډي همکاریو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د پاکستان د اورګاډو وزارت د تفتان د رېل پټلۍ د عصري کولو په ګډون د ګډو پروژو د پرمختګ لپاره لازم چوکاټ جوړ کړی دی.
د هند د اپوزیسیون ګوندونو د چارشنبې په ورځ د پوهنې وزیر د استعفا غوښتنه وکړه. د اپوزیسیون غړو د محصلانو د اعتراضونو ملاتړ اعلان کړی او د پارلمان تالار ته له ننوتلو وروسته یې د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو او د محصلانو پر وړاندې د پولیسو د چلند په اړه د بحث غوښتنه وکړه.
دغه اعتراضونه، چې تېره میاشت د طبي پوهنځیو د داخلې ازموینې د پوښتنو د افشا کېدو له امله پیل شوي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د لومړي وزیر نریندرا مودي پر وړاندې د ځوانانو تر ټولو لوی اعتراض بلل کېږي. ویل کېږي، د دغې ازموینې د پوښتنو افشا کېدو نږدې دوه میلیونه زدهکوونکي اغېزمن کړي دي.
د دوشنبې په ورځ لسګونه زره ځوان معترضان د نوي ډیلي واټونو ته راووتل او له پولیسو سره ونښتل. پولیسو د اعتراض کوونکو د تیتولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او لښتې وکارولې.
د چهارشنبې په ورځ د راهول ګاندي په مشرۍ د اپوزیسیون غړو د نوي ډیلي د پارلمان مخې ته اعتراض وکړ. ډېری یې تورې جامې اغوستې وې او داسې شعارونه یې لېږدول چې د پوهنې وزیر دهرمېندرا پردان د استعفا غوښتنه یې کوله.
په دغو پلاکارډونو کې لیکل شوي وو: «زموږ د ځوانانو راتلونکی د پلور لپاره نه دی» او «ژوندونه وژغورئ». دغه شعارونه د طبي پوهنځیو د داخلې ملي ازموینې ته اشاره کوي.
اعتراض کوونکو د لومړي وزیر نریندرا مودي او د پوهنې وزیر پر ضد هم شعارونه ورکړل.
د پارلمان تر تالارونو له ننوتلو وروسته، د اپوزیسیون غړو د محصلانو پر معترضانو د پولیسو د ادعا شوې زورزیاتي او د ازموینې د پوښتنو د افشا کېدو په اړه د بحث غوښتنه وکړه، چې له امله یې د پارلمان غونډې په موقت ډول وځنډېدې.
مودي او د پوهنې وزیر ویلي، دوی چمتو دي چې د ازموینې د لانجې او د پوهنې د پراخو اصلاحاتو په اړه په پارلمان کې بحث وکړي.
د سېشنبې په ورځ د راهول ګاندي په مشرۍ د کانګرس ګوند د مودي د استوګنځي مخې ته پرلت پیل کړ. پولیسو راهول ګاندي، د هغه خور پریانکا وادرا او د اپوزیسیون یو شمېر نور لوړپوړي مشران د اعتراض له پای ته رسولو د انکار له امله ونیول، خو د سېشنبې ناوخته یې خوشې کړل.
اعتراضونه د نوي ډیلي تر څنګ ممبۍ، بنګلور، کلکته، ګوا، ګواهاتي، ترواننتاپورام، جمو او احمداباد ښارونو ته هم غځېدلي دي.
د ډیلي مېټرو ادارې د امنیتي اندېښنو له امله د ښار په مرکزي سیمو کې ۱۶ تمځي تر بلې خبرتیا پورې تړلي دي.
د پوهنې وزیر دهرمېندرا پردان د سېشنبې په ورځ، له هغې وروسته چې د استعفا غوښتنې راپورته شوې، د لومړي ځل لپاره غبرګون وښود او ویې ویل، حکومت د اعتراض کوونکو ځوانانو د اندېښنو د حل او د ازموینو د اصلاحاتو لپاره ژمن دی.
هغه په اېکس کې لیکلي: «زموږ حکومت په بشپړ ډول ژمن دی چې د ازموینې او د ځوانانو د هرې واقعي اندېښنې په اړه په پارلمان کې بحث وکړي.»
پردان د راهول ګاندي اعتراض ته په اشارې ویلي، د هند زدهکوونکي د دې مستحق دي چې د سیاسي کمپاینونو د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
د ۵۷ کلن دهرمېندرا پردان نوم د مودي د بهارتیا جنتا ګوند له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړی له ۲۰۱۴ کال راهیسې وزیر دی او د پټرولیم او طبیعي ګاز، فولادو، مهارتونو پراختیا او پوهنې وزارتونه یې اداره کړي دي. هغه په ۲۰۲۱ کال کې د پوهنې وزیر شو.
مودي او د بهارتیا جنتا ګوند تر اوسه د هغه د استعفا غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. شنونکي وايي، دا چاره په ګوند کې د هغه مهم ځای ته اشاره کوي.
شنونکي په دې باور دي چې د زدهکوونکو په مشرۍ اعتراضونه ښايي د مودي حکومت لپاره پر یوې پراخې سیاسي او ټولنیزې ننګونې بدل شي، ځکه د کارموندنې د کمښت او د ازموینو د پوښتنو د تکراري افشا کېدو موضوع د هند د ځوانانو جدي اندېښنې راپارولې دي.
رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او پر خپل اقتصاد د فشار د کمښت لپاره له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده.
د ایران د جګړې اړوند خبرو اترو کې د اسلاماباد منځګړیتوب له واشنګټن نه د اقتصادي ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې د دغه هېواد هیلې زیاتې کړې دي. دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې پاکستان هڅه کوي د څو کلونو اقتصادي کړکېچ، د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کمښت او پر بهرنیو مرستو د تکیې له دورې وروسته خپل اقتصاد باثباته کړي.
د اسلاماباد په غوښتنه کې د امریکا او پاکستان د حکومتونو ترمنځ «د اسعارو د تبادلې بیې د ثبات ملاتړ لپاره د دوهاړخیزو اسانتیاوو» په نوم د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مېکانیزم جوړول شامل دي، چې د بېرته ورکړې موده یې تر پنځو کلونو پورې غځېدای شي.
دغه غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوې، چې پاکستان د ایران د جګړې په تړاو د خبرو اترو په منځګړیتوب کې ونډه واخیسته. د شنونکو په وینا؛ دغه رول د اسلاماباد ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړی او د امریکا او نورو نړۍوالو شریکانو څخه د اقتصادي ملاتړ د ترلاسه کولو هیلې یې زیاتې کړې دي.
که امریکا له دې غوښتنې سره هوکړه وکړي، نو دغه مالي مېکانیزم به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو په زیاتېدو، پر پاکستاني روپۍ د فشار په کمښت او د څو اړخیزو پورونو پر وړاندې د دغه هېواد د اړتیا په راکمېدو کې مرسته وکړي.
خو له دې سره، سره پاکستان لاهم د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) د ۷ مېلیارد ډالرو د مالي پروګرام تر چتر لاندې دی. د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره د مالیاتو لوړول، د دولتي لګښتونو کمښت او سخت اقتصادي اصلاحات شرط ګرځول شوي دي.
د امریکا خزانې وزارت د پاکستان د یادې غوښتنې په اړه څه نهدي ویلي او د پاکستان د مالیې وزارت هم تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی. د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د سېشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بېسنټ سره په لیدنه کې وویل، دواړه خواوو د سیمې د جیوپولیټیکي بدلونونو پر وړاندې د پاکستان د اقتصاد زیانمنېدو، نړۍوالو بازارونو ته د پاکستان د لاسرسي زیاتېدو، د بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او د دغه هېواد د اعتبار درجې د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.
پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځلې د بهرنیو اسعارو له ناورین او د خپلو بهرنیو پورونو د بېرته ورکولو له ستونزو سره مخ شوی دی.
دغه هېواد په ۲۰۲۳کال کې د نړۍوال وجهي صندوق له ۳ مېلیارد ډالرو بېړنۍ مالي کڅوړې په ترلاسه کولو سره د پورونو د نه ورکړې له ګواښه وژغورل شو او وروسته یې له همدې صندوق څخه د ۷ مېلیارد ډالرو بل مالي پروګرام هم ترلاسه کړ.
له دې مرستو سره، سره د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې لاهم پر بهرني ملاتړ، د پورونو پر تمدید او د چین او سعودي عربستان په څېر د متحدو هېوادونو پر زېرمو او مالي مرستو تکیه لري.
دغه تکیه د اپرېل په میاشت کې هغه وخت څرګنده شوه، کله چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته شاوخوا ۳.۵ مېلیارد ډالر بېرته ورکړل او په همدې مهال سعودي عربستان د ۳ مېلیارد ډالرو نوې مالي مرسته وړاندې کړه.
پاکستان هیله لري، تر ۲۰۲۶کال پورې به دومره د بهرنیو اسعارو زېرمې ولري چې د ۲۰۲۱کال پرتله باثباته مالي وضعیت ته بېرته ور وګرځي او د اسعارو د ناورین او د بهرنیو پیسو د کمښت په اړه اندېښنې یې کمې شي.
د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې ځواکونو یې د تهران په وخت د چهارشنبې په سهار وختي پر ۲:۳۰ بجو په ایران کې د اسلامي جمهوریت پر پوځي مواضعو د پرله پسې یوولسمې شپې لپاره بریدونه پیل کړي دي.
دغه بریدونه په سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو د لړۍ برخه ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی نوي پړاو ته رسوي.
سېنټکام په خپله رسمي بیانیه کې ویلي چې دا بریدونه په سټراټیژیکو سیمو کې د امنیت د تامین په موخه ترسره کېږي. د دغې قوماندانۍ په وینا، د بریدونو اصلي هدف د هرمز په تنګي کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د اسلامي جمهوریت د ګواښونو او نظامي وړتیاوو کمول او کمزوري کول دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه په نښه شویو نظامي اهدافو باندې د دقیقو وسلو په واسطه ترسره شوي دي. امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې دوی به د هرمز په تنګي او شاوخوا اوبو کې د نړیوالې کښتۍ چلونې د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو او عملیاتو ته دوام ورکړي.
بل لور ته، د اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه د دغو نویو بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګست د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ایران کې د دغه هېواد د روانې جګړې لګښت تر اوسه ۳۷،۵ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، دا شمېره د تېر عامه اټکل په پرتله نږدې اته میلیارده ډالره زیاتوالی ښيي او په دې کې د جګړې ځانګړي اړخونه او د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د جګړې احتمالي لګښتونه شامل دي.
پیټ هیګست د واشنګټن په یوه استماعیه غونډه کې د سنا د تخصیصاتو کمېټې ته وویل چې د بېړنۍ بودیجې له زیاتوالي پرته به د امریکایي ځواکونو پوځي روزنې محدودې شي. که څه هم پنټاګون د دغه مالي لګښت د محاسبې دقیق جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو د رویټرز د معلوماتو له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اټکل کړی و چې د جګړې یوازې لومړیو شپږو ورځو لږ تر لږه ۱۱.۳ میلیارده ډالره لګښت درلود.
د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ نازک اوربند له ماتېدو وروسته دواړو لوریو پر یو بل ورځني بریدونه پیل کړي دي. د دغه تاوتریخوالي له امله تر اوسه په جګړه کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی او د پنټاګون د معلوماتو له مخې، په دغه نښتو کې چې د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوې، شاوخوا ۴۳۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي هم دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره اونۍ کې ګواښ کړی چې په ایران کې به د بریدونو ساحه پراخه کړي او په نښه شویو ځایونو کې به د انرژۍ تاسیسات او پلونه هم شامل کړي.
هغه همدارنګه د ایران د خارګ ټاپو د تېلو د مرکز د نیولو لپاره د ځمکنیو ځواکونو د استولو او د «پیکاکس ماونټین» په نوم د ځمکې لاندې د اټومي تاسیساتو د بمبارولو ګواښ وکړ او د سې شنبې په ورځ یې وویل چې امریکا به ډېر ژر دغه غره کې جوړ شوي تاسیسات له منځه یوسي.
د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ مستقیمه پوځي جګړه د تېر کال د کب له میاشتې راهیسې پیل شوې چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې په منځني ختیځ کې تر ټولو لویه جګړه بلل کېږي. دا نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ژنیو او اسلاماباد کې د هستوي مذاکراتو له ماتېدو او د اسلامي جمهوریت لخوا د غنيسازۍ د کچې له نه کمولو وروسته د واشنګټن او تهران د څلور لسیزې تر ټولو سخت بحران په پایله کې رامنځته شوې دي.