ټيټيپي د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځ پر یوې اډې د برید ادعا کړې

تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د پنجشنبې په شپه (د زمري لومړۍ) د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په منجيخېلو سیمه کې د پاکستاني پوځ او پولیسو پر ګډې اډې د برید ادعا کړې ده. د پاکستان پوځ او پولیسو لا تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
