د بلوچستان په مستونګ کې پر مساپر وړونکي بس د ډزو په پېښه کې درې کسان وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکو د مستونګ ولسوالۍ د کهډکوچه سیمه کې له هغه وروسته نامحدوده ګرځبندیز اعلان کړی، چې د کراچۍ پر لور پر یوه مساپر وړونکي بس په وسلهوال برید کې درې کسان ووژل شول، پنځه نور ټپیان شول او د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار یو پل هم په چاودنه کې زیانمن شو.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، ګرځبندیز د چهارشنبې د شپې له نهو بجو نافذ شوی او تر بلې خبرتیا به دوام ولري. د یاد وزارت ویاند بابر یوسفزي ویلي، خلکو ته اجازه نهشته چې له خپلو کورونو ووځي او ټول غیر ضروري تګ راتګ منع دی.
هغه خبرداری ورکړی، چې له ګرځبندیز د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند وشي. د پولیسو په وینا؛ د یوه خصوصي شرکت مساپر وړونکی بس له کوټې نه کراچۍ ته روان و، چې د مستونګ د کهډکوچه تحصیل د ګارو په سیمه کې پرې له نږدې غرونو ډزې وشوې.
په دغه برید کې درې مساپر ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. چارواکو ویلي، د برید کوونکو د نیولو لپاره پلټنې او د لټون عملیات روان دي.
د پولیسو په وینا؛ د کهډ کوچه د انجري په سیمه کې وسلهوالو د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار د یوه پل لاندې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې د چهارشنبې په سهار یې وچاودول.
د چاودنې له امله پل سخت زیانمن شو او د کوټې او کراچۍ ترمنځ تګراتګ د څو ساعتونو لپاره ودرېد. وروسته چارواکو د بدیلې لارې په برابرولو سره کوچنیو موټرو ته د تګ اجازه ورکړه.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت په وروستیو کې پرلهپسې ادعا کړې، چې په بلوچستان کې د ناامنۍ تر شا هند او افغانستان لاس لري. د پوځ د عامه اړیکو مشر احمد شریف چوهدري څو ورځې وړاندې په یوه خبري غونډه کې وویل، په بلوچستان کې د وروستیو بریدونو تر شا هند او افغانستان ولاړ دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي او ویلي یې دي، اسلاماباد دې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي.
