د بلوچستان په مستونګ کې ناپېژاندو وسلهوالو یو قاضي او د هغه ساتونکی په ډزو وژلي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ ولسوالۍ د محکمې قاضي او د هغه یو ساتونکی د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژل شوي او یو بل قاضي ټپي شوی دی. د ځایي چارواکو په وینا؛ پېښه د پنجشنبې په سهار د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لاره د مستونګ ولسوالۍ د سنګر سیمې ولي خان رېل پټلۍ ته نږدې شوې ده.
د مستونګ د پولیسو مشر اللهبخش ویلي، د ولسوالۍ او قاضي عبدالحکیم کاکړ، د محکمې اضافي قاضي طارق لاشاری او د هغوی ساتونکی له کوټې نه مستونګ ته روان وو، چې د ناپېژاندو وسلهوالو تر برید لاندې راغلل.
د هغه په وینا؛ په برید کې قاضي عبدالحکیم کاکړ او د هغه ساتونکی محمد زمان وژل شوي، خو قاضي طارق لاشاری ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی. پولیس وايي، بریدګر له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي او امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نهدی منلی. دغه برید داسې مهال شوی، چې مستونګ په وروستیو ورځو کې د څو خونړیو پېښو شاهد و. یوه ورځ وړاندې هم د همدې ولسوالۍ د کهډکوچې په سیمه کې پر یوه مساپر وړونکي بس د ډزو په پېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.
له بل پلوه د بلوچستان حکومت لهخوا د کهډ کوچې سیمه کې ګرځبندیز اعلان شوی. د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي دغه برید غندلی او ویلي یې دي، پر قاضي برید د دولت پرضد برید دی او عاملان به یې قانون ته وسپارل شي.
