د اسراییل پوځ وايي په غزه کې یې د حماس درې قوماندانان وژلي دي

د اسراییل پوځ په یوخ خبرپاڼه کې ویلي چې په روانه اوونۍ کې یې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د هوايي بریدونو پر مهال د حماس دوه قوماندانان او د دغه ډلې د پوځي استخباراتو مشر وژلي دي.

د اسراییل پوځ په یوخ خبرپاڼه کې ویلي چې په روانه اوونۍ کې یې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د هوايي بریدونو پر مهال د حماس دوه قوماندانان او د دغه ډلې د پوځي استخباراتو مشر وژلي دي.
د اسراییل پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شویو کسانو کې د حماس د د نخبه ځواکونو قوماندان مهند اسعد محمود ابو غزال، د حماس د هوايي څارنې ډلې قوماندان راید هاني محمد العمصي او په غزه کې د حماس د پوځي استخباراتو مشر نبهان محمد نبهان العمصي شامل دي.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې نبهان محمد نبهان العمصي په غزه کې د حماس د پوځي استخباراتو د څانګې مسول و او د معلوماتو په راټولولو، د عملیاتو په رهبرۍ او د اسراییلي ځواکونو پر ضد د بریدونو په پلان جوړونه کې یې رول درلود.
اسراییل همداراز ویلي چې راید هاني محمد العمصي د حماس د هوايي څارنې د واحد قوماندان د دغه ډلې د استخباراتي عملیاتو او د بریدونو د ملاتړ په چارو کې فعال و.
دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د اسراییل او حماس جګړه ۳۴مې میاشتې ته داخله شوې او د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو کې د اسراییل پوځي عملیات لا هم دوام لري.

په ایران کې د پاکستان پخواني سفیر اصف دوراني ویلي، د ایران او امریکا وروستۍ شخړې ښودلې چې پوځي ځواک یوازې د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره بسنه نه کوي.
دراني د پاکستان د نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ په یوه غونډه کې وویل، امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځي ځواک دی او اسراییل په سیمه کې پراخ پوځي برلاسی لري، خو بیا هم دواړه ونه توانېدل چې ایران خپل ستراتیژیک دریځ بدلولو ته اړ کړي.
هغه وویل، ایران د وروستیو شخړو پر مهال د پام وړ مقاومت وښود، خو له درانه اقتصادي او بشري زیان سره مخ شو. د نوموړي په وینا، عصري جګړې کولای شي زیربناوې ویجاړې کړي، خو ډېر وخت سیاسي نظامونه نه شي له منځه وړلی او ژورې ستراتیژیکې شخړې نه شي حل کولای.
دراني ټینګار وکړ چې د داسې حالاتو په ترڅ کې ډیپلوماسي انتخاب نه، بلکې اړتیا ده. هغه وویل، د اسلاماباد تفاهم یادښت وښوده چې حتی له سختو پوځي نښتو وروسته هم خبرې کولای شي د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي.
د پاکستان پخواني سفیر د منځني ختیځ لپاره څلور احتمالي سناریوګانې یادې کړې. د هغه په وینا، لومړۍ سناریو د توغندیزو بریدونو، نیابتي جګړو او سایبري عملیاتو له لارې د شخړو بیا زیاتېدل دي؛ دویمه د اوږدمهاله «سړې سولې» حالت دی؛ درېیمه د اټومي موضوع، بندیزونو او سیمهییز امنیت په اړه سیاسي جوړجاړی؛ او څلورمه د یوه پراخ سیمهییز امنیتي چوکاټ رامنځته کېدل دي.
دراني وویل، د سیمې راتلونکی باید د ایران، سعودي عربستان، خلیجي هېوادونو، عراق، ترکیې، مصر او نورو هېوادونو په ګډون د ګډو امنیتي همکاریو پر بنسټ جوړ شي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان کولای شي په دې بهیر کې د منځګړي رول ولوبوي، ځکه اسلاماباد له ایران، سعودي عربستان، خلیجي هېوادونو، چین، ترکیې او امریکا سره اړیکې لري.
نوموړي وویل، د ایران او امریکا جګړه یوازې یوه پوځي شخړه نه ده، بلکې د منځني ختیځ د نوي نظم د رامنځته کېدو یو مهم پړاو دی. د هغه په وینا، اصلي پوښتنه دا نه ده چې وروستۍ جګړه چا وګټله، بلکې دا ده چې څوک د راتلونکې سولې د جوړولو وړتیا لري.
په همدې غونډه کې متقاعد پوځي کارپوه ډاکټر محمد علي احسان وویل، دا لا روښانه نه ده چې د ایران جګړه رښتیا هم د نوي منځني ختیځ د رامنځته کېدو لامل ګرځي او که یوازې یوه ستراتیژیکه انګېرنه ده. د هغه په وینا، نوی منځنی ختیځ هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د سیمې اوسنی ستراتیژیک توازن بدل شي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور ښيي چې په نړۍ کې د نشهيي توکو د کاروونکو شمېر د تاریخ تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلی دی.
د دغه راپور له مخې، د نړۍ د ۱۵ تر ۶۴ کلنو وګړو له ډلې تر ۶ سلنې ډېر کسان ناقانونه نشهيي توکي کاروي، چې دا کچه د تېرو لسو کلونو په پرتله ۳۴ سلنه لوړه شوې ده.
ملګرو ملتونو لیکلي چې د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو نړیوال راپور د مخدره توکو د کارونې د زیاتوالي، د نړیوالو بازارونو بدلونونه او د روغتیا، امنیت او ټولنو پر وړاندې د رامنځته کېدونکو ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړي.
افغانستان او د تریاکو په بازار کې بدلونونه
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د تریاکو تولید په بېساري ډول کم شوی دی. افغانستان چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ناقانونه تریاک یې تولیدول، اوس یې د تریاکو په تولید کې شاوخوا ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
راپور زیاتوي چې د کوکنارو د کښت ساحه ۲۰۲۲ کال کې د شاوخوا ۲۳۲ زره هکټاره څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره ته راټیټه شوې ده. همداراز د تریاکو تولید له شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ ټنو څخه نږدې ۲۹۶ ټنو ته کم شوی دی.
خو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړي چې په افغانستان کې د تریاکو پاتې زېرمې لا هم دوام لري او اټکل کېږي چې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه موجودې وي. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان او د سیمې هېوادونو کې د تریاکو او هېرویینو یوه برخه لا هم له همدې پاتې زېرمو سره تړاو لري.
راپور زیاتوي چې تر اوسه هېڅ بل هېواد نه دی توانېدلی چې د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت په بشپړه توګه جبران کړي؛ که څه هم میانمار له ۲۰۲۳ کال راهیسې د نړۍ له سترو تریاکو تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د روسیې د بېړنیو خدمتونو چارواکو ویلي، د دغه هېواد په البروس غره کې د غرختنې پر مهال دوه بهرني غرختونکي مړه شوي دي. د چارواکو په وینا، لومړني معلومات ښيي چې دواړه مړه شوي کسان د بوسنیا اتباع دي.
د راپورونو له مخې، د جولای پر ۲۵مه د اوو کسانو یوې ډلې د البروس غره د ختلو هڅه کوله، خو وروسته د ډلې یو غړی ښکته راغی او خبر یې ورکړ چې دوه غړي یې د ۵۱۰۰ مترو په لوړوالي کې ناروغه شوي دي.
د بېړنیو خدمتونو یوه چارواکي وویل: «دواړه قربانیان بهرنیان دي. لومړني معلومات ښيي چې هغوی د بوسنیا دي.»
چارواکي وايي، د البروس د لوړو سیمو د لټون او ژغورنې ډله د ډلې د پاتې څلورو غړو د موندلو لپاره عملیات کوي.
په ورته وخت کې، د روسیې د تحقیقاتو کمېټې د پېښې په اړه لومړنۍ څېړنه پیل کړې ده.
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پراخېدو سره، د شنبې په ورځ د نښتو لمن د سره سمندر او خزر سمندر تر سیمو وغځېده، خو په ورته وخت کې د امریکا د هوايي بریدونو د موقتي درولو له امله د خلیج په سیمه کې نسبي ارامي لیدل شوې ده.
د یمن ایرانپلوه حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د دولتي نفتشرکت «ارامکو» تاسیسات یې په جازان او ینبع کې په توغندیو ویشتلي دي. د رویټرز لهخوا تایید شوې ویډیوګانو کې د جازان د ارامکو تصفیهخونو له سیمې لیدل شوي.
د یونان امنیتي سرچینو ویلي، دوه بالستیک توغندي چې په ینبع کې د نفتو تاسیساتو پر لور توغول شوي وو، د سعودي عربستان د امریکايي «پېټریوټ» دفاعي سیستم لهخوا شنډ شوي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ګډو ځواکونو هم په یمن کې د حوثیانو پر پوځي مواضعو او د وسلو پر زېرمتونونو هوايي بریدونه کړي دي. یمني چارواکو ویلي، د کورنۍ جګړې دواړه لوري په لومړۍ کرښه کې د خپلو ځواکونو په راټولولو بوخت دي.
حوثیانو تېره اوونۍ پر سعودي عربستان سمندري بندیز اعلان کړی و او د دې ډلې مشر عبدالملک الحوثي ګواښ کړی و چې د سعودي ټول نفتې تاسیسات د دوی د بریدونو هدف کېدای شي. دغه ډلې د پنجشنبې په ورځ په سره سمندر کې دوه سعودي نفتوړونکي ټانکرونه هم په نښه کړي وو.
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر اوکراین تور لګولی چې په خزر سمندر کې یې د ایران یوه سوداګریزه بېړۍ په نښه کړې ده. د ایران د وزارت په وینا، په پېښه کې یو سمندري کارکوونکی وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
ایران په تهران کې د اوکراین د سفارت شارژدافیر احضار کړی او دغه برید یې «دښمنانه او جنایتکارانه» بللی دی. اوکراین تر اوسه په رسمي ډول د ایران د ادعا په اړه څرګندونې نه دي کړي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي تر دې مخکې په خزر سمندر کې د «لرې واټن بریدونو» پایلې ستایلې وې او ویلي یې وو چې روسیه ایران ته د سپوږمکۍ له لارې استخباراتي معلومات ورکوي، څو په منځني ختیځ کې د بریدونو د هدفونو په ټاکلو کې ورسره مرسته وکړي.
بل لور ته، د امریکا پوځ ویلي چې پر ایران سمندري بندیز «په بشپړ ډول نافذ» دی. د امریکا مرکزي قوماندانۍ هم ویلي چې د عمان په خلیج کې یې هغه بېړۍ بېوسه کړې چې د پرلهپسې خبرداریو سربېره یې هڅه کوله دغه بندیز مات کړي.
د «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د ایران پر ضد د بریدونو د لا پراخولو له یوه پخواني پلان څخه شاتګ کړی دی. د راپور په وینا، ټرمپ او سلاکاران یې د جګړې د پراخېدو، د دفاعي زېرمو د کمېدو، د خلیجي متحدانو د لرې کېدو او پر نړیوالې انرژۍ او اقتصاد د احتمالي اغېزو په اړه اندېښمن دي.
د جرمني پلازمېنه برلین کې د همجنسپالو د کلني جشن پر مهال یو موټر پر ګډونوالو ختلی، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د برلین پولیسو د شنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د دغې پېښې له امله د برلین د همجنسپالو کلنی جشن یا «کریستوفر سټریټ ډې» له وخته مخکې پای ته ورسېد.
د برلین پولیسو د شنبې ورځې په ناوخته (د زمري ۳مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، چې د دغه ښار په مرکزي بڼ «تیرګارتن» کې چې برانډنبورګ دروازې ته نږدې دی، یو موټر څو تنه وهلي او دوی له بېړنیو خدماتو سره یو ځای سیمې ته رسېدلي دي.
پولیسو په خپل بیان کې ویلي: «موږ د مشکوکو کسانو د موندلو لپاره په جدي توګه پلټنې پیل کړې دي».
د لومړنیو راپورونو لهمخې، په دغې پېښه کې تر اوسه لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي، خو لا هم د ټپیانو دقیق شمېر او د هغوی د ټپونو د څرنګوالي په اړه وروستي جزییات نهدي په ډاګه شوي، خو بېړني طبي ټیمونه په سیمه کې د ټپیانو پر درملنه بوخت دي.
د دغې پېښې له رامنځته کېدو وړاندې، لسګونه زره کسان د جرمني په پلازمېنه کې د اروپا د همجنسپالو د یو تر ټولو لوی کلني جشن د نمانځلو لپاره په سولهییزه توګه راټول شوي وو. د عیني شاهدانو په وینا، دغه موټر په لوړ سرعت پر خلکو ورغلی او له پېښې وروسته بریدګر په پښو تښتېدلی دی.
د جرمني پولیسو او امنیتي ځواکونو د پېښې ځای د څېړنو لپاره تړلی او د تښتېدلي بریدګر د نیولو لپاره یې په سیمه کې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د برلین چارواکو له خلکو غوښتي، چې له سیمې لرې پاتې شي، څو بېړني ځواکونه وکولای شي خپل کارونه په سمه توګه پرمخ یوسي.