د سیاسي شنونکو په وینا، افغانستان او پاکستان د ګډ تاریخ، کلتور او مذهبي اړیکو له امله له اوږدې مودې نږدې اړیکې لرلې، خو اوس دغه اړیکې د شک، امنیتي اندېښنو او سیاسي اختلافاتو تر اغېز لاندې راغلي دي.
د اړیکو د خرابېدو یو لامل د ترهګرۍ او امنیتي موضوعاتو پر سر د دواړو هېوادونو اختلافات بلل کېږي. پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال له افغان خاورې څخه د بریدونو لپاره کار اخلي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او وایي چې افغانستان باید د پاکستان د کورنیو امنیتي ستونزو مسول ونه ګڼل شي.
د راپور له مخې، د کابل په «امید بیارغونې مرکز» د پاکستان د احتمالي هوايي برید په اړه د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ بېباوري نوره زیاته کړې ده. اسلاماباد ویلي چې عملیات یې د امنیتي ګواښونو پر ضد وو، خو د بشري حقونو بنسټونو د دغو عملیاتو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
له بلې خوا، افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې خپلې سوداګریزې او سیاسي اړیکې له یوه هېواد سره محدودې نه کړي. د راپور له مخې، کابل د هند او ایران له لارې د سوداګرۍ د پراخولو هڅې کړې دي، څو پر پاکستان د ترانزیټي اړتیاوو تکیه کمه کړي.
هند هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له خرابېدو وروسته په سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره نوی فرصت موندلی دی.
نوي ډیلي په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بیارغونې، زیربناوو، زدهکړو او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه کړې ده.
شنونکي وایي، پاکستان افغانستان تر ډېره د امنیتي اندېښنو له زاویې ګوري، افغانستان هڅه کوي خپل ستراتیژیک استقلال وساتي، او هند د کابل سره د اړیکو د پراخولو له لارې خپل حضور پیاوړی کوي.
د راپور کې ویل شوي چې جغرافیه بدلېدلی نه شي او افغانستان او پاکستان به تل ګاونډیان پاتې کېږي، خو د سیمې راتلونکی به د پوځي سیالیو پر ځای د خبرو، باور جوړونې او ډیپلوماتیکو هڅو له لارې ټاکل کېږي.