• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور احمد پشتین: پر سوله‌ییزو کشمیري لاریونوالو برید د استعمار دوام دی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې په لاريون کوونکو باندې برید ته په غبرګون کې ويلي، «د خپلو حقونو لپاره د کشمیریانو پر سوله ییز لاریون د استعمار له هر لوري برید، پاکستان د کشمیر سيمه د هغې د تاریخي او حقیقي مالکانو په وینو رنګ کړې ده».

منظور پشتين پر خواله رسنۍ فېسبوک کې په يوه بيان کې ویلي، د خپل حق غوښتلو په بدل کې، پاکستان د حق ورکولو پر ځای کشمیریانو ته مړي، ټپیان او بندیزونه ورکړي دي.

هغه زياته کړه، له تېرې میاشتې راهیسې په روانو لاریونونو کې پاکستان تر اوسه په لسګونو کشمیري مظاهره چیان وژلي، په سلګونو یې ټپیان کړي او په سلګونو نور یې نیولي دي.

همداراز منظور پشتين وويل، د جمو کشمیر د ګډې ولسي کارې کمېټې مشر شوکت ایاز په زندان کې بندي کړل شوی او د دغه کمېټې پر يو بل مشر عمر نزیر برید شوی او نن یې ورور وژل شوی دی.

هغه پوښتنه راولاړه کړې، «ایا دا له کشمیر سره د پاکستان ورورولي ده؟وینې، وحشت، ترهګري، وژنې، نیونې، مرمۍ او د خاين فتوې ورورولي نه، بلکې دښمني ده».

هغه وويل: «موږ له کشمیریانو سره بشپړ پیوستون څرګندوو او په نړیواله کچه به هم د کشمیر د ډیاسپورا ملاتړ وکړو».

د منظور پشتين په خبره: «د کشمیریانو یوازینۍ ګناه دا ده چې غلامي یې نه ده منلې او د خپلې مورنۍ خاورې د ادارې خبره یې په خپله کړې ده، او د پنجابي استعمار د پرېکړو له منلو یې انکار کړی دی».

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې ګډې ولسي کاري کمېټې ادعا کړې، په لاريون کوونکو يې امنيتي ځواکونو او پوليسو ډزې کړي او د دوی نهه غړي یې وژلي دي.

خو د کشمير پوليسو د کمېټې دغه ادعاوې رد کړي او په کمېټې یې تور پورې کړی چې پر پولیسو یې ډزې کړي او دوه پوليس سرتيري يې ټپيان کړي دي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان پر سعودي عربستان د ډرون بريدونه غندلي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان وروستي ډرون بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د ټولې سیمې ثبات ته یو جدي ګواښ بللی دی. دغه وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې دا ډول پاروونکي اقدامات د سیمې امنیت خرابوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې اسلام‌اباد د سعودي عربستان له واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، سولې او سوکالۍ څخه خپل پرېکنده او نه بدلیدونکی ملاتړ اعلانوي او زياته کړې یې ده پاکستان د خپل ورور هېواد سعودي عربستان ترڅنګ ولاړ دی.

پاکستان ویلي چې په سیمه کې د تلپاتې سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یې تل هڅې کړي او په راتلونکي کې به هم د هر ډول مثبتو ګامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

له دې وړاندې سعودي عربستان ويلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو څو بې پیلوټه الوتکې چې په ختیځ ولایت او ریاض کې یې د تېلو تاسیسات په نښه کول، تعقیب او ویجاړې کړې دي او د دې بریدونو پړه یې پر هغو ایراني پلوو ملېشو واچوله چې له عراقه فعالیت کوي.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال ترکي المالکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د بریدونو دا هڅې په تېرو څو ساعتونو کې شوې دي او دا یې له عراقي خاورې څخه شوي ترهګریز بریدونه وبلل. المالکي وویل چې دغه پاچاهي د خپل امنیت، خلکو او حیاتي زیربناوو د دفاع مشروع حق لري او ټینګار یې وکړ چې سعودي عربستان په مناسب وخت او ځای کې د ځواب ورکولو حق ځان ته خوندي ساتي.

روادارۍ بنسټ وایي د پاکستان په پوځي بریدونو کې ۱۱۸۷ ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
100%

د رواداري په نوم د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل یوه نوي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه د پاکستان د پوځي عملیاتو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱۸۷ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، په همدې موده کې له ۲۹زرو ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې او زیاتوي چې راپور یې د میداني څېړنو، د قربانیانو او عیني شاهدانو د مرکو او د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ چمتو کړی او موخه یې د پاکستان د پوځي بریدونو د بشري او حقوقي اغېزو ارزول، د قربانیانو ملاتړ، د حساب ورکونې پیاوړتیا او د عامه پوهاوي لوړول دي.

د راپور له مخې، د یادې مودې په ترڅ کې پاکستاني ځواکونو په خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولایتونو کې هوايي، ځمکني او ګډ بریدونه کړي چې له امله یې سلګونه کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او نور ملکي تأسیسات په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز برید چې ښايي جنګي جنایت وي

د راپور یوه مهمه برخه په کابل کې د معتادینو د درملنې او بیارغونې پر یوه مرکز (امید) د پاکستان د هوايي برید په اړه ده.

رواداري ویلي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۰۰ناروغان او د مرکز کارکوونکي وژل شوي او ټپیان دي. د بنسټ په وینا، د څېړنې موندنې ښيي چې دا برید د نړیوالو بشردوستانه حقونو له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه ده او د جنګي جنایت مصداق کېدای شي.

د نورستان دوې ولسوالۍ له دوو میاشتو زیاتې کلابندې وې

د راپور له مخې، پاکستاني ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۱۴مې پورې د نورستان د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو یوازینۍ مواصلاتي لار تړلې وه.

رواداري ویلي، د دغې لارې بندېدو له امله د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو له اړخه له جدي ستونزو سره مخ شوي وو.

د بریدونو رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې

د روادارۍ د موندنو له مخې، د پاکستان د پوځي بریدونو اغېزې یوازې تر مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو نه دي محدودې پاتې شوې، بلکې پر قربانیانو او سیمه‌ییزو ټولنو یې ژورې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې هم پرېښې دي.

راپور زیاتوي چې دوامداره وېره، د امنیت د احساس له منځه تلل، د ماشومانو د زده‌کړو ګډوډېدل، د بې‌وزلۍ زیاتوالی او جبري بې‌ځایه کېدل هغه ستونزې دي چې ډېری مرکه شویو پرې ټینګار کړی دی.

رواداري ویلي، د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د امنیتي کړکېچ له زیاتېدو سره پاکستان څو ځله د افغانستان په خاوره کې د «ترهګرۍ ضد عملیاتو» تر عنوان لاندې بریدونه کړي دي.

پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)غړي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبانو دغه ادعاوې رد کړې دي.

د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ متقابل بریدونه د نړیوال بشردوستانه حقونو له نظره د نړیوالې وسله‌والې شخړې ځانګړنې لري او له همدې امله د پاکستان د پوځي عملیاتو بشري او حقوقي پایلې د نړیوال بشردوستانه حقونو د اصولو له مخې ارزول شوې دي.

رواداري همداراز ویلي، د ناامنۍ دوام، سیمو ته د لاسرسي محدودیتونه، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ پر وړاندې محدودیتونه او د قربانیانو امنیتي اندېښنې د دې څېړنې له مهمو خنډونو څخه وو. د بنسټ په وینا، ښايي د ملکي زیانونو او د نړیوال بشردوستانه حقونو د سرغړونو حقیقي کچه تر هغه هم لوړه وي چې په دغه راپور کې مستنده شوې ده.

علیمه خان د عمران خان له پلویانو د اډیاله زندان مخې ته په احتجاح کې د ګډون غوښتنه کړې ده

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
100%

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان خور علیمه خان د یاد ګوند له کارکوونکو غوښتنه کړې، چې (د اګست په ۵مه) د اډیاله زندان پر لور د احتجاج لپاره چمتووالی ونیسي او له خیبر پښتونخوا څخه دې لوی کاروانونه راولپنډۍ ته روان شي.

علیمه خان هزاره ډویژن ته د سفر پرمهال په اېبټ‌اباد، مانسهره او بټګرام کې د ګوند له کارکوونکو سره په خبرو کې ویلي، دغه احتجاج د تحریک راتلونکی پړاو دی چې د بریا لپاره د ګوند مشران، تنظیمي چارواکي او کارکوونکي باید په ګډه خپل رول ادا کړي.

علیمه خان د عمران خان د خلاصون لپاره دوه مهمې غوښتنې مطرح کړې او ویلي یې دي، چې پخواني لومړي وزیر ته دې غوره روغتیایي اسانتیاوې برابرې شي او له انفرادي بندخونې دې واېستل شي.

هغې په بټګرام کې وویل، چې عمران خان د شخصي ګټې لپاره نه؛ بلکې د هېواد د عامو خلکو د حقونو او ازادۍ لپاره په زندان کې دی. علیمه خان د ګوند له غړو غوښتي، چې د اګست ۵مې لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي او د ګوند دننه یووالی وساتي.
هغې وویل، چې د خیبر پښتونخوا د خلکو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یې سفرونه دوام لري. هغې دغه اعلان په داسې وخت کې کړی، چې د عمران خان د خلاصون لپاره د تحریک انصاف ګوند سیاسي فعالیتونه پراخ شوي دي.

پاکستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله په رامنځته شویو پېښو کې ۱۰۷ کسان مړه شوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د شمېرو له مخې، د ۲۶م جون څخه تر ۲۶مې جولای پورې په ټول هېواد کې د موسمي بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو او سېلابونو کې ۱۰۷ کسان مړه شوي او ۳۴۴ نور ټپيان شوې دي.

د یادې ادارې په وېب پاڼه د خپرو کړل شوو معلوماتو له مخې، د پېښو له امله په ۱۰۷ مړه شویو کسانو کې، يوازې په خېبرپښتونخوا کې ۵۵ کسان مړه شوې دي. او د مړينو نورې زياتې پېښې په پنجاب ايالت کې رامنځته شوې او په دغه ایالت کې ۳۶ کسان مړه شوې دي.

په مړه شويو کې زياته شمېره، ۴۷ ماشومان، ۳۷ سړي او ۲۳ ښځې شاملې دي.

د اېن ډي اېم اې د شمېرو له مخې، د مړينو زياتې پېښې د کورونو د راپرېوتو له امله رامنځته شوي چې ۵۷ سلنه جوړېږي او ۱۸ سلنه د مړينو پېښې د سېلابونو له امله رامنځته شوې دي.

ویل شوي په يادو پېښو کې ۲۴۷ کسان په پنجاب ایالت او ۷۸ په پښتونخوا ایالت کې ټپيان شوې دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله تازه وړاندوینه کې ویلي، چې د جولای له ۲۹مې نېټې څخه د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د موسمي بارانونو نوې لړۍ پیلېږي. د دغې وړاندوینې له مخې، په دې موده کې به په خيبرپښتونخوا، اسلام‌اباد، او د پنجاب په ځينو برخو کې سخت اورښتونه وشي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې په دې موده کې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

عوامي نشنل ګوند: په کراچۍ کې د پښتنو پر وړاندې د پولیسو چلند د منلو وړ نه دی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۱
100%

د عوامي نشنل ګوند د سيند ایالتي مشر شاهي سید په کراچۍ کې د پښتنو پر وړاندې د روانو ستونزو او د پولیسو د ناسم چلند په اړه سخت غبرګون ښودلی دی. هغه وویل چې د کراچۍ پښتانه بې‌وارثه نه دي او ګوند به یې په هر فورم کې د هغوی د حقونو لپاره غږ پورته کړي.

د يکشنبې په ماښام د کراچۍ په لي مارکيټ سيمه کې يوې غونډې ته په وينا کې شاهي سيد وويل، پولیس د سیند د صوبايي حکومت پر «دوېیم ټیم» بدل شوي او د پښتنو او د عوامي نشنل ګوند د مشرانو په وړاندې د هغوی چلند په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.

هغه وويل، د دوی ګوند د پښتنو د ستونزو، د پولیسو د چلند او د هغوی په وړاندې د کېدونکو بې‌عدالتیو بشپړ ریکارډ چمتو کوي او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې «د اسنادو د ارزونې په نوم د پښتنو له سپکاوي ډډه وکړي».

په کراچۍ ښار کې د تېرې يوې مودې نه پښتانه سياستوال تور پورې کوي چې د کراچۍ پوليس د افغان کډوالو په نامه پښتانه ځوروي، نيسې یې او پيسې ترې هم اخلي. خو پوليس دغه تورونه ردوي.

شاهي سيد په خپله وينا کې ټینګار وکړ چې په کراچۍ کې د پښتنو د سوداګرۍ او زده کړې په لاره کې باید له خنډونو جوړولو ډډه وشي. هغه د سیند پر حکومت تور پورې کړ چې د پښتنو سیمې یې له لومړنیو انساني اسانتیاوو بې‌برخې کړې دي.

د عوامي نشنل ګوند دغه مشر زیاته کړه چې د تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د افغانستان د جګړې له امله د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پښتانه له تباهۍ سره مخ دي.

د سيند ایالتي حکومت او پوليسو د شاهي سید دغو څرګندونو ته تراوسه کوم غبرګون نه دی ویلی.