• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر وايي په افغانستان کې د پاکستاني درملو تشه ډکه شوې

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، افغانستان د درملو له کمښت سره نه دی مخ او د پاکستاني درملو تشه په هېواد کې د درملو د تولیداتو په زیاتېدو او له هند، بنګله دېش او نورو هېوادونو څخه واردیدونکو درملو ډکه کړې ده.

جلالي چې په ارزګان ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له خوا جوړ شوي روغتیایي مرکز په پرانېست غونډه کې وویل، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته د ځان بسیا کېدو په موخه د افغان درملو تولید چټک شوی او له هند، بنګله دېش او د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه د درملو واردات زیات شوی دی. نوموړي ویلي چې اوس د افغانستان په بازارونو کې د پاکستاني درملو تشه نه احساسیږي.
خو په ورته مهال لا هم د افغانستان په بازارونو کې پاکستاني درمل موندل کېږي او طالبانو نږدې هره ورځ پاکستاني درمل د قاچاقي او غیرقانوني درملو په توګه له نیولو وروسته سوځوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۳

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیر احمد حقاني په کابل کې له رسنیزو مسوولانو سره په یوه غونډه کې په بدخشان کې د دې ډلې او مخالفانو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه خپل تحلیل شریک کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیراحمد حقاني د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو ډلو بریدونه تحلیل کړل. حقاني رسنیو او هغو شنونکو ته، چې طالبانو ته نږدې بلل کېږي، سپارښتنه وکړه چې د مخالفو ډلو بریدونه له پنځو اړخونو وڅېړي. د هغه په وینا، د هرې جګړې په ارزونه کې پنځه عناصر مهم دي: بریدګر او د هغوی تمویلوونکي څوک دي، څوک هغوی ته پناه ورکوي، د بریدګرو موخې څه دي او د جګړې په جغرافیه کې تر کومې کچې د خلکو ملاتړ ورسره دی. دغه طالب چارواکي ادعا وکړه چې د دغو پنځو عناصرو په تحلیل سره څرګندېږي چې «په حقیقت کې هېڅ د پام وړ څه نه دي پېښ شوي.»

شیراحمد حقاني ادعا وکړه چې د طالبانو اداره کولای شي خلکو، «حتی مخالفانو او بهرنیانو» ته ثابته کړي چې د افغانستان وضعیت تر پخوا ښه شوی او «خلک خوښ او راضي دي.»

شیراحمد حقاني د دوشنبې په ورځ، د زمري په پنځمه، په بدخشان کې د مخالفانو د بریدونو په غبرګون کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت «ښه او بې‌ساری» وباله. هغه ادعا وکړه چې خلک د طالبانو له ادارې سره همکاري کوي. هغه په ورته وخت کې د طالبانو مخالفې ډلې په تندو الفاظو یادې کړې او هغوی یې «قاتلان، قطاع‌الطریق او ظالمان» وبلل. حقاني وویل چې دغه ډلې د خلکو ترمنځ هېڅ ځای او ملاتړ نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو مخالفو جبهو د افغانستان په شمال ختیځ کې په ځانګړي ډول په بدخشان ولایت کې، زیات کړي دي. وروسته له هغه چې د سپاه میهن جبهې د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ کنټرول په خپل لاس کې واخیست، د ازادۍ جبهې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته وکړه او ادعا یې وکړه چې د طالبانو دوه بې‌پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.ل ه بلې خوا، د مقاومت جبهې هم ادعا کړې چې د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو غړی وژلی دی.

طالبانو په اندراب کې له راکټي برید وروسته کور په کور پلټنې پیل کړې

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۰ GMT+۱
100%

سرچینو اقغانستان انترنشنل ته ویلي، طالبانو د بغلان د اندراب د قاسان په دره د یادې ډلې پر پوستو د راکټي برید وروسته کور په کور پلټنې پیل کړې دي. د سرچینو په وینا، په پلټنو کې طالب ښځینه ځواکونه هم ګډون لري. د ازادۍ جبهې د برید مسوولیت منلی، خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو په وینا، په دغو پلټنو کې طالب ښځینه ځواکونه هم ګډون لري. د اندراب یوه اوسېدونکي ویلي، دغه پلټنې وروسته تر هغې پیل شوې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مخالفو ځواکونو ازادۍ جبهې پر طالب پوستو راکټي برید وکړ.

د قاسان درې د کاسه تراش په کلي کې د شنبې په شپه د طالبانو پر پوسته څو راکټونه وتوغول شول او له هغه وروسته د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته نښته هم وشول. سرچینو د احتمالي مرګ ژوبلې او مالي زیان په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د ازادۍ جبهې د یکشنبې په ورځ د برید مسوولیت ومنی او ادعا یې وکړه چې ځواکونو یې د راکټونو او سپکو وسلو په وسیله د طالبانو پوسته په نښه کړې او مرګ ژوبله یې هم ور اړولې ده، خو کره شمېر یې نه دی ښودلی. طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان پخوانی ډیپلومات او لیکوال ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي د ۹۶ کلونو په عمر ومړ

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱
100%

د افغانستان پخوانی ډیپلومات، لیکوال او علمي شخصیت ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي د ۹۶ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ. نوموړی د یو پېژندل شوي لیکوال تر څنګ په ملګرو ملتونو کې د لس کلونو لپاره د افغانستان دایمي استازی هم و.

روان فرهادي خپلې لوړې زده‌کړې په فرانسه کې بشپړې کړې او د کابل پوهنتون د استاد په توګه یې دنده ترسره کړې ده. هغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو لوړو دندو کې هم کار کړی او وروسته په فرانسه کې د افغانستان سفیر وټاکل شو. نوموړي له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي او سفیر په توګه دنده ترسره کړه او د لیکوال، څېړونکي او استاد په توګه یې د افغانستان د تاریخ، ژبې، ادبیاتو او فرهنګ په اړه ګڼ علمي اثار خپاره کړل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خواخوږۍ تر څنګ د ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي مړینه د افغانستان لپاره ستره ضایعه بللي او هغه یې یو نومیالی عالم، فرهنګي شخصیت او وتلی ډیپلومات ګڼلی. کرزي د فرهادي خدمتونه د خلګو او هیواد لپاره ارزښناک او نه هیریدونکي بللي دي.

طالبانو په هلمند کې د څه باندې ۲۲ زره کیلو قاچاقي توکو د نیولو خبر ورکړی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱
100%

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه، ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو کې ۲۲۲۲۲ کیلوګرامه خوراکي او غیرخوراکي قاچاقي توکي نیولي دي.

په هلمند کې د طالبانو د فرعي ګمرکونو رییس حقمل ویلي، یو شمېر کسانو غوښتل د ۱۰ باروړونکو موټرو په وسیله یاد توکي په بېلابېلو وختونو کې په غیرقانوني ډول له ګاونډي هیواد نه هلمند ته وارد او یا هم ګاونډي هېواد ته صادر کړي، خو د فرعي ګمرکونو د اړوندو استازولیو د ګرځنده ټیمونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د نوموړي په وینا، د یادو موټرو او قاچاقي توکو په تړاو ۱۳ کسان نیول شوي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

ایران د افغان او پاکستاني ګرځندویانو د برېښنايي څارنې بهیر پیل کړی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱
100%

ایران د افغان او پاکستاني ګرځندویانو د برېښنايي او دوامدارې څارنې ازمایښتي بهیر پیل کړی دی. د دې طرحې موخه ایران ته د ګرځندویانو د ننوتلو، استوګنې او وتلو څارنه، د سفر امنیت پیاوړتیا او د غیرقانوني پاتې کېدو مخنیوی بلل شوی دی.

د ایران د کلتوري میراث، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزارت ویلي، چې د دې طرحې د عملي کېدو په اړه د دغه هیواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او نورو اړوندو امنیتي ادارو استازو ګډه تخصصي غونډه کړې او د ازمایښتي پړاو د پلي کېدو کړنلارې او څارنیز شرایط یې تصویب کړي دي.

د ایران د یاد وزارت په وینا، د افغانستان لپاره ۳۰ د ګرځندوی خدماتو دفترونه او د پاکستان لپاره ۴۰ د سفرونو تنظیموونکي دفترونه د شپږو میاشتو لپاره د ازمایښتي پروګرام په توګه ټاکل شوي دي. دغه دفترونه به د قانوني او مالي پړاوونو له بشپړېدو وروسته د برېښنايي ویزې (E-Visa) سیسټم ته لاسرسی ترلاسه کړي.

په دې طرحه کې به د «پژواک»، «سیام»، «سنا»، «E-Visa» او «سادرا» معلوماتي سیسټمونه سره ونښلول شي، څو د افغانستان او پاکستان د راتلونکو ګرځندویانو د ننوتلو، استوګنې او وتلو وضعیت په برېښنايي او دوامدار ډول وڅارل شي.

د ایران د کلتوري میراث، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزارت وایي، دا طرحه د راتلونکې ګرځندویانو د مدیریت، د سفر د امنیت د لوړولو، د څارنیزو بهیرونو د روڼتیا او د مسولانه ګرځندوی د پراختیا لپاره یو مهم ګام دی.

ایران د افغان وګړو لپاره له مهمو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې هر کال زرګونه افغانان د زیارت، درملنې، سوداګرۍ او نورو موخو لپاره سفر کوي. په وروستیو کلونو کې، د غیرقانوني کډوالۍ، د ویزو د سرغړونو او د ځینو بهرنیو وګړو د غیرقانوني پاتې کېدو له امله، ایراني چارواکو د افغانانو پر تګ‌راتګ او ویزو د څارنې او کنټرول تدابیر سخت کړي دي.