یفتل پایین ولسوالۍ د بدخشان مرکز فیضاباد ښار ته نږدې پرته ولسوالۍ ده او د دغه ولایت له مهمو او ستراتیژیکو ولسوالیو شمېرل کېږي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو تل د بدخشان په سیمهییزو او سیاسي تحولاتو کې مهم رول لوبولی دی.
د دغې ولسوالۍ له لنډ مهالي سقوط وروسته د طالبانو یوې بلې وسلهوالې مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) هم د زېباک ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر سیمو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې پیل کړې او لا هم په وقفهيي ډول روانې دي.
د طالبانو او وسلهوالو مخالفینو تر منځ مخامخ جګړه
د دغه وضعیت په تړاو د چارو یو شمېر شنونکي وايي، که طالبان د افغان ولس پر وړاندې په خپلو پالیسیو او په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم او کار او همداراز د «وحشت فضا» د خپرولو په تړاو سیاستونو کې بدلون رانهولي، نو نه یوازې بدخشان، بلکې ټول افغانستان به د طالبانو تر پښو لاندې «تنور» شي.
د سیاسي چارو شنونکی حکیم روان د افغانستان انټرنشنل سپړنې خپرونه کې وویل:«بې له شکه که چېرې دا طالبان وي، او دا یې سیاستونه وي، نو نه یوازې بدخشان، بلکې ټول افغانستان به د طالبانو تر پښتو لاندې تنور شي او پر طالبانو به ځمکه او اسمان یو شي».
د پوځي او سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ بیا په بدخشان کې د روان وضعیت لامل پاکستان ګڼي او په باور یې پاکستان د افغانستان او چین تر منځ د ځمکنۍ لارې (واخان لارې) مخالف دی او ادعا لري، چې په چترال کې یې د طالبانو وسلهوالو مخالفینو ته ځای ورکړی دی.
هغه د افغانستان انټرنشنل سپړنې خپرونه کې په ډاګه وویل: «پاکستان هڅه کوي، چې د امریکا په «شین څراغ» سره په افغانستان کې یوه نوې جګړه «ډیزاین» کړي او د دغې جګړې د سمبالولو لپاره یې له امریکا ۱۰ میلیارده ډالره هم غوښتي دي. پاکستان نهغواړي، چې افغانستان له چین سره سرحدي دروازه ولري».
د افغانستان د حقونو څار بنسټ د نجونو پر زدهکړو د بندیز د دوام په غبرګون کې ویلي، هره هغه ورځ چې افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې پاتې کېږي، هېڅکله بېرته نه راګرځېدونکې او نه جبرانېدونکې ده.
دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) په اېکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، د افغانستان نجونې لا هم د یوه ټولګي، یوه کتاب او خپل راتلونکي په تمه دي.
د افغانستان د حقونو څار ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د شپږم ټولګي له پورته د نجونو د زدهکړو له دوامداره محرومیت سره چوپه پاتې نه شي.
دغه بنسټ له اړوندو لوریو غوښتي چې نجونو ته بېرته ښوونځیو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي او د زدهکړو حق یې خوندي شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته، لومړی د نجونو له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وځنډولې او وروسته یې د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پر پوهنتوني زدهکړو هم بندیز ولګاوه. سربېره پر دې، د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار ګڼ نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم مشخص مهالوېش نه دی اعلان کړی. په همدې موده کې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، اسلامي هېوادونو او ګڼو نړیوالو بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نجونو او ښځو له زدهکړو محرومول د افغانستان پر راتلونکي، اقتصادي ودې او بشري وضعیت ژورې منفي اغېزې لري.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان د اټوم په تړاو د یوه مستند په اړه ویلي، پاکستان پوځ وسلهوالې ډلې د خپلو سیمهییزو موخو او بهرنۍ تګلارې لپاره د ستراتیژیکو وسیلو په توګه کاروي.
شاه محمود میاخېل د «پاکستان- یوه اټومي ځواک په څلور لارې کې» په انګلیسي ژبه د دویچهوېله د یوه مستند په تړاو ویلي، د پاکستان پوځ د دغه هېواد پر سیاسي او امنیتي ادارو ولکه لري او زیاتوي: «[د پاکستان پوځ] له خپل قانوني او اساسي نقش څخه زیات نفوذ او بې سارې اغېزه لري».
د هغه په باور، د پاکستان اټومي ټکنالوژي او اټومي رازونه ایران، شمالي کوریا او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي او باوري دی، چې د پاکستان پوځ اوس د هغې بې نظمۍ او سیسټم له مخ په زیاتېدونکي عکس العمل سره مخ دی چې په خپله یې رامنځته کړی او زیاتوي: «د پاکستان په پنځو لویو سیمو کې ډېری خلک د پوځ له تګلارو او پر ملکي چارو د هغوی له ولکې څخه په زیاتېدونکي ډول ناخوښه دي».
شاه محمود میاخېل همداراز په ډاګه کړې، چې د پاکستان سیاسي ګوندونو هم په سیاست کې د پوځ له غالب رول څخه خپله ناخوښي څرګنده کړې او په باور یې، د پوځ د لاسوهنو له امله ډیموکراټيک بهیر اوس ډېر کمزوری شوی او پاکستان د یوه بشپړ فعال ډيموکراټيک نظام پر ځای په عملي توګه د پوځ تر کنټرول لاندې دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دغه پخواني سرپرست په باور، د پاکستان پوځ د خپلو پالیسیو له امله نه یوازې د خپل هېواد د خلکو له ځینو برخو سره په شخړه کې ښکېل دی، بلکې له نږدې ټولو ګاونډیو هېوادونو سره یې هم په وار وار شخړې کړې دي.
شاه محمود میاخېل همداراز خبرداری ورکړی، که د پاکستان پوځ په خپلو تګلارو کې په بنسټیز ډول بدلون رانهولي، نو دغه هېواد به ښايي د خپل پوځي مشرتابه د پرېکړو درنه بیه پرې کړي؛ لکه څنګه چې یې په ۱۹۷۱ کال کې د بنګلهدېش په جلا کېدو سره پرې کړه.
میاخېل په ټینګار سره ویلي: «دا باور چې د ګاونډیو هېوادونو ناامنه کول د پاکستان اوږدمهاله ګټې تامینوي، یوه خورا ناسم او پاتې راغلې ستراتیژي ده».
د جرمني دویچهوېله په انګلیسي ژبه د «پاکستان یو اټومي ځواک په څلور لارې کې» تر سرلیک لاندې یو نږدې ۵۲ دقیقهيي مستند خپور کړی او په دې مستند کې په ژوره توګه هغه ګڼ بحرانونه څېړل شوي، چې پاکستان ورسره مخ دی؛ لکه افراطیت، نه زغم او د تاوتریخوالي زیاتوالی، مالي ستونزې او کمزورې اقتصادي کړنې، سیاسي قطبي کېدل، د هېواد تر ټولو مشهور سیاسي مشر (عمران خان) زنداني کېدل او د هغه تر ټولو مشهور ګوند (پاکستان تحریک انصاف) څنډې ته کېدل، د کمزورې او فاسدې سیاسي اشرافیې ډلې حضور او همدارنګه پر سیاست د پوځ پراخ نفوذ شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې مستند کې د پاکستان د ستونزو لپاره حللاره نه ده وړاندې شوې، خو خبرداری ورکړل شوی، چې د دغه وضعیت دوام د دغه هېواد د اټومي وسلو د زېرمو خوندیتوب او امنیت له ګواښ سره مخ کولای شي.