• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان په حیرتان بندر کې د نفتي توکو د ګمرکي ارزونې لپاره لابراتوار جوړوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزیر او د ازبکستان د معیار ادارې ریس د لیدني پرمهال د اقتصادي او ګمرکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. ازبکستاني چارواکو ویلي، په حیرتان بندر کې به د نفتي توکو د ګمرکي ارزونې لپاره مجهز لابراتوار جوړ کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اقتصادي کمېسیونونو د بیا فعالولو، په حیرتان بندر کې د مجهز نفتي لابراتوار د جوړولو، په صادراتي او وارداتي توکو کې د ګمرکي اسانتیاوو د رامنځته کولو تر څنګ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتولو، د ګمرکي سیستمونو د نښلولو، د نفتي معیارونو د همغږۍ او د ګمرکونو د عصري کولو په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د سټنډرډ ادارې رییس جمعه نظروف اکمل، ویلي چې هېواد یې غواړي په حیرتان بندر کې د وارداتي او صادراتي توکو لپاره یو مجهز لابراتوار جوړ کړي او په دې برخه کې افغان کادرونه هم وروزي. د طالبانو د مالیې وزیر هم له ازبکستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۳

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هلمند کې د څه باندې ۲۲ زره کیلو قاچاقي توکو د نیولو خبر ورکړی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱
100%

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه، ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو کې ۲۲۲۲۲ کیلوګرامه خوراکي او غیرخوراکي قاچاقي توکي نیولي دي.

په هلمند کې د طالبانو د فرعي ګمرکونو رییس حقمل ویلي، یو شمېر کسانو غوښتل د ۱۰ باروړونکو موټرو په وسیله یاد توکي په بېلابېلو وختونو کې په غیرقانوني ډول له ګاونډي هیواد نه هلمند ته وارد او یا هم ګاونډي هېواد ته صادر کړي، خو د فرعي ګمرکونو د اړوندو استازولیو د ګرځنده ټیمونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د نوموړي په وینا، د یادو موټرو او قاچاقي توکو په تړاو ۱۳ کسان نیول شوي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

ایران د افغان او پاکستاني ګرځندویانو د برېښنايي څارنې بهیر پیل کړی

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱
100%

ایران د افغان او پاکستاني ګرځندویانو د برېښنايي او دوامدارې څارنې ازمایښتي بهیر پیل کړی دی. د دې طرحې موخه ایران ته د ګرځندویانو د ننوتلو، استوګنې او وتلو څارنه، د سفر امنیت پیاوړتیا او د غیرقانوني پاتې کېدو مخنیوی بلل شوی دی.

د ایران د کلتوري میراث، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزارت ویلي، چې د دې طرحې د عملي کېدو په اړه د دغه هیواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او نورو اړوندو امنیتي ادارو استازو ګډه تخصصي غونډه کړې او د ازمایښتي پړاو د پلي کېدو کړنلارې او څارنیز شرایط یې تصویب کړي دي.

د ایران د یاد وزارت په وینا، د افغانستان لپاره ۳۰ د ګرځندوی خدماتو دفترونه او د پاکستان لپاره ۴۰ د سفرونو تنظیموونکي دفترونه د شپږو میاشتو لپاره د ازمایښتي پروګرام په توګه ټاکل شوي دي. دغه دفترونه به د قانوني او مالي پړاوونو له بشپړېدو وروسته د برېښنايي ویزې (E-Visa) سیسټم ته لاسرسی ترلاسه کړي.

په دې طرحه کې به د «پژواک»، «سیام»، «سنا»، «E-Visa» او «سادرا» معلوماتي سیسټمونه سره ونښلول شي، څو د افغانستان او پاکستان د راتلونکو ګرځندویانو د ننوتلو، استوګنې او وتلو وضعیت په برېښنايي او دوامدار ډول وڅارل شي.

د ایران د کلتوري میراث، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزارت وایي، دا طرحه د راتلونکې ګرځندویانو د مدیریت، د سفر د امنیت د لوړولو، د څارنیزو بهیرونو د روڼتیا او د مسولانه ګرځندوی د پراختیا لپاره یو مهم ګام دی.

ایران د افغان وګړو لپاره له مهمو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې هر کال زرګونه افغانان د زیارت، درملنې، سوداګرۍ او نورو موخو لپاره سفر کوي. په وروستیو کلونو کې، د غیرقانوني کډوالۍ، د ویزو د سرغړونو او د ځینو بهرنیو وګړو د غیرقانوني پاتې کېدو له امله، ایراني چارواکو د افغانانو پر تګ‌راتګ او ویزو د څارنې او کنټرول تدابیر سخت کړي دي.

طالبانو افغان ـ ازبک سوداګریز فورم کې د ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ هوکړې لاسلیک کړې

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان ته د ازبکستان لوړپوړي پلاوي د سفر پرمهال د افغان ـ ازبک سوداګریز فورم په ترڅ کې د ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف او ورسره د شاوخوا ۳۰۰ کسیز پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي.

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او هیله یې څرګنده کړې، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه به ۵ مېلیارد ډالرو ته لوړه شي.

عزیزي ویلي، دې موخې ته رسېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له پراختیا سره تړاو لري. هغه زیاته کړې، چې افغانستان او ازبکستان د پانګونې پراخ ظرفیتونه لري او د کډوالو بېرته راستنېدو په افغانستان کې د کاري فرصتونو اړتیا زیاته کړې ده.

هغه له افغان او ازبک پانګه‌والو او سوداګرو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز ویلي، افغانستان په ازمایښتي ډول ازبکستان ته ۱۰زره ټنه پنبه صادره کړې او ټاکل شوې ده چې ازبکستان له افغانستان نه ۱۰۰زره ټنه نوره پنبه هم وپېري.

بلخوا د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د نویو ترانزیټي لارو پرانیستل، د ترجیحي تعرفو پلي کول، د توکو د لېږد بهیر چټکول او د لوژستیکي مرکزونو جوړول تر کار لاندې دي.

خواجه‌یف زیاته کړې، چې افغانستان پراخ اقتصادي ظرفیتونه لري او کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

طالبانو له ازبکستان سره د کندلان مسو کان د اکتشاف هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې کړې

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، هدایت‌الله بدري د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د کندلان د مسو کان د اکتشاف هوکړې د عملي کېدو او د طوطي میدان د ګازو پروژې د تړون پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي. په دغه لیدنه کې دواړه خواوو د پانګونې د لاپراختیا ژمنې کړې.

د طالبانو یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د زمري ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه لیدنه کې د ازبکستان د دولتي شرکتونو له لوري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړه‌لیکونو د پلي کېدو بهیر وارزول شو او د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې د لا پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه ټینګار وشو.

د ازبکستان پلاوي له طالب چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې لیدنې ترسره کړې، د همکارۍ د پراختیا ژمنې یې کړې او په افغانستان کې د ازبک پانګه‌والو د هڅونې ډاډ یې ورکړی دی.

طالبانو په ننګرهار کې له رسنیو غوښتي چې د سقوط په اړه د دوی د ستاینې راپورونه چمتو کړي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۱
100%

د افغانستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول ننګرهار کې طالبانو له خبریالانو او رسنیو غوښتي، په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ او د ناټو ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت داسې راپورونه چمتو او خپاره کړي چې په‌کې د طالبانو د حکومت او لاسته راوړنو ستاینه شوې وي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون، د طالبانو د والي ویاند احسان عثماني او یوشمېر نورو سیمه‌ییزو طالب چارواکو د خبریالانو او رسنیو له استازو سره په یوه ناسته کې دغه غوښتنه کړې ده.

طالبانو د ناستې ګډونوالو ته په ټینګار ویلي، د اګست ۱۵مې په مناسبت چې طالبان یې د «فتحې ورځ» یادوي؛ ځانګړي راپورونه، مرکې، مستند پروګرامونه او نور رسنیز ویډيويي او راډيویي مطالب چمتو کړي. د سرچینو په وینا؛ په دغه راپورونو کې باید د طالبانو د واکمنۍ لاسته راوړنې، امنیتي وضعیت، پراختیایي پروژې او د ناټو تر وتلو وروسته رامنځته شوي بدلونونه مثبت انځور شي.

سرچینې زیاتوي، طالب چارواکو له رسنیو غوښتي، چې د کلیزې تر رارسېدو مخکې او وروسته خپل تولیدات له دوی سره همغږي کړي او په پراخه کچه یې خپاره کړي. که څه هم تراوسه طالبانو په رسمي ډول د یادې ناستې او غوښتنو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو د طالبانو حکومت له رسنیو سره د خپلو اړیکو په چوکاټ کې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو مناسبتونو د ځانګړو موضوعاتو د پوښښ غوښتنه کړې ده.

د رسنیو ملاتړو بنسټونو په تېرو کلونو کې څو ځله اندېښنه ښودلې ده، چې په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي او خبریالان له اداري او امنیتي فشارونو سره مخ دي. د دغه بنسټونو په باور؛ د رسنیو خپلواکي هغه مهال خوندي پاتې کېدای شي، چې خبریالان وکولای شي له فشار او لاسوهنې پرته خپل مسلکي فعالیت ترسره کړي.