طالبانو په هرات کې ۱۱ درملتونونه وتړل

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، دهرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یې د څارنې پر مهال ۱۱ درملتونونه د خپل سرو فعالیتونو او د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړلي دي. چارواکي وایي، دا اقدام یې د روغتیايي معیارونو د پلي کېدو لپاره ترسره کړی دی.
