• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو افغان ـ ازبک سوداګریز فورم کې د ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ هوکړې لاسلیک کړې

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان ته د ازبکستان لوړپوړي پلاوي د سفر پرمهال د افغان ـ ازبک سوداګریز فورم په ترڅ کې د ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف او ورسره د شاوخوا ۳۰۰ کسیز پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي.

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او هیله یې څرګنده کړې، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه به ۵ مېلیارد ډالرو ته لوړه شي.

عزیزي ویلي، دې موخې ته رسېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له پراختیا سره تړاو لري. هغه زیاته کړې، چې افغانستان او ازبکستان د پانګونې پراخ ظرفیتونه لري او د کډوالو بېرته راستنېدو په افغانستان کې د کاري فرصتونو اړتیا زیاته کړې ده.

هغه له افغان او ازبک پانګه‌والو او سوداګرو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز ویلي، افغانستان په ازمایښتي ډول ازبکستان ته ۱۰زره ټنه پنبه صادره کړې او ټاکل شوې ده چې ازبکستان له افغانستان نه ۱۰۰زره ټنه نوره پنبه هم وپېري.

بلخوا د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د نویو ترانزیټي لارو پرانیستل، د ترجیحي تعرفو پلي کول، د توکو د لېږد بهیر چټکول او د لوژستیکي مرکزونو جوړول تر کار لاندې دي.

خواجه‌یف زیاته کړې، چې افغانستان پراخ اقتصادي ظرفیتونه لري او کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۳

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

په بدخشان کې د غورځول شويو ډرونونو جوړښت د طالبانو ډرون ټکنالوژۍ ته ورته دی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ازبکستان سره د کندلان مسو کان د اکتشاف هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې کړې

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، هدایت‌الله بدري د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د کندلان د مسو کان د اکتشاف هوکړې د عملي کېدو او د طوطي میدان د ګازو پروژې د تړون پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي. په دغه لیدنه کې دواړه خواوو د پانګونې د لاپراختیا ژمنې کړې.

د طالبانو یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د زمري ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه لیدنه کې د ازبکستان د دولتي شرکتونو له لوري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړه‌لیکونو د پلي کېدو بهیر وارزول شو او د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې د لا پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه ټینګار وشو.

د ازبکستان پلاوي له طالب چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې لیدنې ترسره کړې، د همکارۍ د پراختیا ژمنې یې کړې او په افغانستان کې د ازبک پانګه‌والو د هڅونې ډاډ یې ورکړی دی.

طالبانو په ننګرهار کې له رسنیو غوښتي چې د سقوط په اړه د دوی د ستاینې راپورونه چمتو کړي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۱
100%

د افغانستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول ننګرهار کې طالبانو له خبریالانو او رسنیو غوښتي، په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ او د ناټو ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت داسې راپورونه چمتو او خپاره کړي چې په‌کې د طالبانو د حکومت او لاسته راوړنو ستاینه شوې وي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون، د طالبانو د والي ویاند احسان عثماني او یوشمېر نورو سیمه‌ییزو طالب چارواکو د خبریالانو او رسنیو له استازو سره په یوه ناسته کې دغه غوښتنه کړې ده.

طالبانو د ناستې ګډونوالو ته په ټینګار ویلي، د اګست ۱۵مې په مناسبت چې طالبان یې د «فتحې ورځ» یادوي؛ ځانګړي راپورونه، مرکې، مستند پروګرامونه او نور رسنیز ویډيويي او راډيویي مطالب چمتو کړي. د سرچینو په وینا؛ په دغه راپورونو کې باید د طالبانو د واکمنۍ لاسته راوړنې، امنیتي وضعیت، پراختیایي پروژې او د ناټو تر وتلو وروسته رامنځته شوي بدلونونه مثبت انځور شي.

سرچینې زیاتوي، طالب چارواکو له رسنیو غوښتي، چې د کلیزې تر رارسېدو مخکې او وروسته خپل تولیدات له دوی سره همغږي کړي او په پراخه کچه یې خپاره کړي. که څه هم تراوسه طالبانو په رسمي ډول د یادې ناستې او غوښتنو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو د طالبانو حکومت له رسنیو سره د خپلو اړیکو په چوکاټ کې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو مناسبتونو د ځانګړو موضوعاتو د پوښښ غوښتنه کړې ده.

د رسنیو ملاتړو بنسټونو په تېرو کلونو کې څو ځله اندېښنه ښودلې ده، چې په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي او خبریالان له اداري او امنیتي فشارونو سره مخ دي. د دغه بنسټونو په باور؛ د رسنیو خپلواکي هغه مهال خوندي پاتې کېدای شي، چې خبریالان وکولای شي له فشار او لاسوهنې پرته خپل مسلکي فعالیت ترسره کړي.

د بې‌کارۍ پراخې څپې؛ په افغانستان کې ځوانان ناقانونه کډوالۍ ته اړ شوي دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۰۳ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری ځوانان د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او د زده‌کړو د محدود فرصتونو له امله د خپل راتلونکي په اړه له جدي ننګونو سره مخ دي. د بې‌کارۍ پراخو څپو بشري ناورین نور هم ژور کړی او ګڼ ځوانان یې دې ته اړ کړي چې ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړي.

د مېلیونونه افغان کډوالو بېرته ستنېدل، پر ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي محدودیتونه، د بشري مرستو کمښت، د طالبانو له‌خوا د واک انحصار، د پانګونې ټیټه کچه او طبیعي پېښې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ مهم لاملونه ګڼل کېږي.
احسان الله چې له شپږو کلونو کډوالۍ وروسته تازه له پاکستان نه افغانستان ته ستون شوی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د کار په لټه دی؛ خو تراوسه یې هېڅ دنده نه‌ده موندلې.

هغه وایي، افغانستان د پخوا پرتله ډېر بدل شوی او د دولتي دندو ترلاسه کول اوس اسانه نه‌دي. نوموړی پنځه کسیزه کورنۍ لري او وایي، د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو توان نه‌لري.

احسان‌الله زیاتوي: «که اوس هم د بیا کډوالۍ فرصت راته برابر شي، یوه دقیقه به هم ځنډ ونه کړم؛ که څه هم ناقانونه کډوالي له ګواښونو ډکه ده، خو د اوسني وضعیت دوام راته تر هغې هم سخت دی». هغه وایي: «له دغه وجداني عذاب نه مرګ غوره ګڼم، چې هره ورځ خپلو ماشومانو ته په تشو لاسونو کور ته ستنېږم».

د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي، چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه مخ په لوړېدو ده او بشري مرستو ته اړتیا ورځ تر بلې پراخېږي. د شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان د بې‌کارۍ کچه ۱۳.۳۵ سلنې ته رسېدلې وه.

د نړۍوال بانک د افغانستان څانګې مشر فاریس حداد زېرووس ویلي، له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغان کډوالو ستنېدو د هېواد پر اقتصاد او د خلکو پر عایداتو لا زیات فشار راوستی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له ډېرو دولتي او نادولتي دندو منع شوې دي. اقتصادي شنونکي باور لري، چې دغه بندیزونو د بې‌کارۍ او اقتصادي ځوړ کچه لا لوړه کړې ده.

یلدا (مستعار نوم) چې د چارو ادارې پخوانۍ کارکوونکې وه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې خاوند یې د فلج ناروغۍ له امله د کار توان نه‌لري او هغې د خپلې څلور کسیزې کورنۍ لګښتونه برابرول؛ خو د طالبانو له بندیزونو وروسته خپله هم په کور ناسته ده.

هغې وویل: «خاوند مې ناروغ دی او کار نه‌شي کولی؛ خو طالبانو زه هم سره له دې چې د کار بشپړ توان لرم، له کار کولو منع کړې یم».

فقر او بې‌کاري یوازې اقتصادي ستونزې نه‌دي زېږولې؛ بلکې د ټولنې پر بشري وضعیت یې هم ژور اغېز کړی. وړاندې بي‌بي‌سي په خپل یوه راپور کې لیکلي و، چې د غور ولایت په ځینو سیمو کې بې‌وزلي او بې‌کاري داسې کچې ته رسېدلې چې ځینې کورنۍ د درملنې، پورونو او خوراکي توکو د برابرولو لپاره د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړې شوې دي.

دغه راپور زیاتوي چې، کاري فرصتونه ډېر محدود دي او ډېری مزدوران څو ورځې ان اوونۍ، بې له کاره تېروي.
ځینې افغانان بیا وایي، که د خپلو خپلوانو له لوري بهرنیو هېوادونو څخه مالي مرسته ترلاسه نه‌کړي؛ نو د ورځنیو اړتیاوو برابرول ورته ستونزمن دي. په افغانستان کې د بې‌کارۍ، ګرانۍ او اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره له هېواده بهر د افغانانو له‌خوا خپلو کورنیو ته لېږل کېدونکې پيسې د ځینو کورنیو د ژوند مهمه سرچینه ګرځېدلې ده؛ خو ګڼې کورنۍ بیا دغه ډول سرچینه نه‌لري.

بې‌کاري او ناقانونه کډوالي

په نیمروز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي، په تېره یوه میاشت کې یې د انساني قاچاق پرضد عملیاتو کې ۹۴۰ هغه کسان نیولي چې غوښتل یې په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د نیمروز د چهار برجک ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې ۶۵ افغان مساپر لادرکه شوي دي. همدارنګه، دوه اونۍ وړاندې پنځه افغانان ایران ته د قاچاقي تګ پرمهال د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي وو.

دغه پېښې ښيي، چې ډېری ځوانان، سره له دې چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي؛ بیا هم د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ناقانونه کډوالي غوره کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په افغانستان کې د بې‌کارۍ مهم لاملونه د پانګونې کمښت، د خصوصي سکټور کمزورتیا، د مدیریت ستونزې او له هېواده د متخصصینو وتل دي.

د هغه په وینا؛ همدغه اقتصادي ضعف ځوانان ناقانونه کډوالۍ، انساني قاچاق او نورو نارسمي او ګواښونکو فعالیتونو ته هڅوي. قریشي ټینګار کوي، چې د بې‌کارۍ د کمولو لپاره باید د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي، له خصوصي سکټور ملاتړ وشي او د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

هغه خبرداری ورکوي، که د بې‌کارۍ روان وضعیت دوام وکړي نه یوازې به بشري ناورین او ناقانونه کډوالي نوره هم پراخه شي؛ بلکې پاتې مسلکي او متخصص افغانان به هم هېواد پرېښودو ته اړ شي، چې جبران به یې په اوږدمهال کې خورا ستونزمن وي.

په وروستیو میاشتو کې طالبانو څو ځلې اعلان کړی، چې د ایران پر پوله یې لسګونه کسان د قاچاقي تګ پرمهال نیولي دي. همدارنګه دوه کاله وړاندې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره امنیتي او کشفي ادارو ته د قاچاق کوونکو د څارلو او نیولو ځانګړی فرمان صادر کړی و.

خو په افغانستان شته اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او فقر لاهم خلک اړ اېستي چې ناقانونه کډوالي غوره کړي.

مجاهد: هېواد د «فدایانو د سر په سودا» ګټل شوی او د ساتلو لپاره یې دوه برابره قرباني ورکوو

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «هېواد د فدایانو او سرونو په قربانیو ازاد شوی او د ساتلو لپاره به یې دوه برابره قرباني ورکوو». هغه زیاته کړې، چې ځینې رسنۍ د ډیورنډ کرښې، بدخشان او بګرام اډې په اړه کوچنيو موضوعاتو ته انعکاس ورکوي.

هغه د خواله رسنیو له کاروونکو، خبریالانو او سیاسي شنونکو غوښتي، چې د منفي تبلیغاتو پرځای د دوی لاسته راوڼې خپرې کړي. نوموړي دغه څرګندونې «د رسنیو په هېنداره کې حکومت» تر سرلیک لاندې پروګرام کې کړې او د رسنیو، خبرلایانو، خواله رسنیو له کاروونکو او سیاسي شنونکو غوښتي، چې د دغه دلې مثبت ټکي او لاسته راوڼو ته انعکاس ورکړي.
مجاهد په دغه پروګرام کې په انلاین ډول برخه اخیستې وه او ټولې خبرې یې د همکاریو او لاسته راوړنو د انعکاس پر غوښتنو ورټولې وې. هغه زیاته کړه: «بهرنۍ استخباراتي‌ کړۍ، د هغوی بادران او دوښمن د منفي تبلیغاتو له لارې هڅه کوي، چې کوچنۍ پېښې ته زیات انعکاس ورکړي او ولس په تشویش کې اچوي؛ خو دغه ډول پېښې د نړۍ په هره سیمه کې کېږي».

مجاهد ویلي، په سیمه کې روانې جګړې، بې‌کاري او نورې ستونزې د خلکو د نهیلۍ لامل ګرځي. هغه غوښتنه کړې، چې سیاسي‌ شنونکي او رسنۍ دې له کره شمېرو او روښانه معلوماتو سره ولس ته وضاحت او تحلیل وړاندې کړي؛ ترڅو د خلکو اندېښنې کمې شي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې سیاسي شنونکي دې د پرمختګونو لپاره دوی ته مشورې ورکړي: «دا د رسنیو او سیاسي شنونکو مسوولیت دی، چې لاسته راوړڼې تحلیل، څېړنیز راپورونه او پروګرامونه جوړ کړي؛ ترڅو د دوښمن د تبلیغاتو مخه ونیول شي». هغه یو ځل بیا له ولس څخه غوښتنه وکړه، چې د دوی د نظام ملاتړ وکړي.
دغه غوښتنه داسې مهال کېږي، چې طالبانو پر خپلې ډلې نیوکه کوونکي په وار، وار نیولي، زنداني کړي او شکنجه کړي یې دي او پر رسنیو یې هم پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال لپاره د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای خپل کړی، افغانستان تېرکال هم ۱۷۵م ځای خپل کړی و. افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې ۵۳ درجې شاتګ کړی دی.
یاد سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغه ډلې د هېواد د انځور کنټرول، پر حکومت د هر ډول څار د مخنیوي او د خپلو تبلیغاتو د تحمیلولو لپاره د پراخو قوانینو پلي کولو ته دوام ورکړی دی.

طالبان: تېرکال کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه نږدې ۲ مېلیارډ ډالرو ته رسېدلې وه

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۱
100%

د طالبانو دولتي شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرکال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې دوه مېلیارډ ډالرو ته رسېدلې وه. خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادې ادارې مشر احمدجان بلال د ازبکستان د لومړي‌ وزیر له مرستیال سره د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د طالبانو دولتي شرکت د دوشنبې په ورځ (د زمري ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشېد خواجه یف په حواله زیاته کړې، چې دغه هېواد له افغان بزګرانو څخه سل ټنه پنبه پېري.
په خبرپاڼه کې راغلي: «ازبکستان د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او دارنګه د افغانستان په بنسټیزو او پراختیايي پروژو کې د ازبکستاني پانګه‌والو د ګډون په برخه کې به همکاري وکړي».

د ازبکستان د لومړي‌ وزیر مرستیال دا هم ویلي، چې د افغان–ټرانس پروژې د امکان‌ ارزونې مطالعات بشپړ شوي او د ازبکستان یو تخنیکي پلاوی به د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د همغږۍ لپاره په کابل کې پاتې شي.

تېره ورځ د ازبکستان د لومړي‌ وزیر مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی او د بېلابېلو طالب چارواکو سره یې په بېلابیلو برخو کې لیدنې ترسره کړي او د همکارۍ پر پراختیا یې خبرې کړې دي.