په نیمروز کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه کسان وژل شوي

په نیمروز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې د نامعلومو وسله والو په برید کې قومي مشر عبدالخالق نورزی او د هغه وراره وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

په نیمروز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې د نامعلومو وسله والو په برید کې قومي مشر عبدالخالق نورزی او د هغه وراره وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
په نیمروز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ځايي خبریالانو ته ویلي چې پېښه د زرنج ښار د شپېته متره سړک په سیمه کې رامنځته شوې ده.
طالبانو ویلي، دپیښې په سیمه کې یې د عاملانو د نیولو او د دغه پیښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر داوود ناجي د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو د طالبانو «فدایان» د دې ډلې د واکمنۍ د دفاع لپاره چمتو دي.
ناجي د دوشنبې په ورځ، د زمري په پنځمه د طالبانو د ویاند د څرګندونو په ځواب کې وویل: «ستاسو د ځانمرګو بریدونو کارنامه ټولو ته څرګنده ده؛ هغوی د افغانستان د ملي اردو پر وړاندې د مخامخ جګړې پر ځای د عامو خلکو، زدهکوونکو، ډاکټرانو، نرسانو، ښځو او د زیږون پر مهال د میندو د وژلو لامل شوي دي. نن هم همداسې دي.»
د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر پر خپل اېکس پاڼه لیلکي: «د ازادۍ جبهې مبارزه کوونکي په ایمان او پوهاوي جګړه کوي او ستاسو له ناپوهۍ او بزدلۍ خبر دي. دا ګز او دا میدان».
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ د بدخشان وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي وو چې د طالبانو «فدایان» د دې ډلې د واکمنۍ د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري. مجاهد د بدخشان د نښتو او د یفتل ولسوالۍ د سقوط په اړه راپورونه «رسنیزې تبلیغاتي ادعاوې» وبللې او ویې ویل: «هېواد د فداییانو د قربانیو او سرښندنو په برکت ازاد شوی او د ساتنې لپاره به یې دوه برابره زیاتې قربانۍ ورکړو.» طالبان خپلو ځانمرګو بریدګرو ته «فداییان» وايي.
په دې وروستیو کې په بدخشان کې د طالبانو پر پوستو د مخالفو ډلو بریدونه زیات شوي او په تېرو ورځو کې د بدخشان د زیباک ولسوالې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفانو د سختو نښتو شاهده وه.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیر احمد حقاني په کابل کې له رسنیزو مسوولانو سره په یوه غونډه کې په بدخشان کې د دې ډلې او مخالفانو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه خپل تحلیل شریک کړ.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیراحمد حقاني د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو ډلو بریدونه تحلیل کړل. حقاني رسنیو او هغو شنونکو ته، چې طالبانو ته نږدې بلل کېږي، سپارښتنه وکړه چې د مخالفو ډلو بریدونه له پنځو اړخونو وڅېړي. د هغه په وینا، د هرې جګړې په ارزونه کې پنځه عناصر مهم دي: بریدګر او د هغوی تمویلوونکي څوک دي، څوک هغوی ته پناه ورکوي، د بریدګرو موخې څه دي او د جګړې په جغرافیه کې تر کومې کچې د خلکو ملاتړ ورسره دی. دغه طالب چارواکي ادعا وکړه چې د دغو پنځو عناصرو په تحلیل سره څرګندېږي چې «په حقیقت کې هېڅ د پام وړ څه نه دي پېښ شوي.»
شیراحمد حقاني ادعا وکړه چې د طالبانو اداره کولای شي خلکو، «حتی مخالفانو او بهرنیانو» ته ثابته کړي چې د افغانستان وضعیت تر پخوا ښه شوی او «خلک خوښ او راضي دي.»
شیراحمد حقاني د دوشنبې په ورځ، د زمري په پنځمه، په بدخشان کې د مخالفانو د بریدونو په غبرګون کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت «ښه او بېساری» وباله. هغه ادعا وکړه چې خلک د طالبانو له ادارې سره همکاري کوي. هغه په ورته وخت کې د طالبانو مخالفې ډلې په تندو الفاظو یادې کړې او هغوی یې «قاتلان، قطاعالطریق او ظالمان» وبلل. حقاني وویل چې دغه ډلې د خلکو ترمنځ هېڅ ځای او ملاتړ نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو مخالفو جبهو د افغانستان په شمال ختیځ کې په ځانګړي ډول په بدخشان ولایت کې، زیات کړي دي. وروسته له هغه چې د سپاه میهن جبهې د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ کنټرول په خپل لاس کې واخیست، د ازادۍ جبهې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته وکړه او ادعا یې وکړه چې د طالبانو دوه بېپیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.ل ه بلې خوا، د مقاومت جبهې هم ادعا کړې چې د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو غړی وژلی دی.
سرچینو اقغانستان انترنشنل ته ویلي، طالبانو د بغلان د اندراب د قاسان په دره د یادې ډلې پر پوستو د راکټي برید وروسته کور په کور پلټنې پیل کړې دي. د سرچینو په وینا، په پلټنو کې طالب ښځینه ځواکونه هم ګډون لري. د ازادۍ جبهې د برید مسوولیت منلی، خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.
د سرچینو په وینا، په دغو پلټنو کې طالب ښځینه ځواکونه هم ګډون لري. د اندراب یوه اوسېدونکي ویلي، دغه پلټنې وروسته تر هغې پیل شوې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مخالفو ځواکونو ازادۍ جبهې پر طالب پوستو راکټي برید وکړ.
د قاسان درې د کاسه تراش په کلي کې د شنبې په شپه د طالبانو پر پوسته څو راکټونه وتوغول شول او له هغه وروسته د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته نښته هم وشول. سرچینو د احتمالي مرګ ژوبلې او مالي زیان په اړه جزییات نه دي ورکړي.
د ازادۍ جبهې د یکشنبې په ورځ د برید مسوولیت ومنی او ادعا یې وکړه چې ځواکونو یې د راکټونو او سپکو وسلو په وسیله د طالبانو پوسته په نښه کړې او مرګ ژوبله یې هم ور اړولې ده، خو کره شمېر یې نه دی ښودلی. طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان پخوانی ډیپلومات، لیکوال او علمي شخصیت ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي د ۹۶ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ. نوموړی د یو پېژندل شوي لیکوال تر څنګ په ملګرو ملتونو کې د لس کلونو لپاره د افغانستان دایمي استازی هم و.
روان فرهادي خپلې لوړې زدهکړې په فرانسه کې بشپړې کړې او د کابل پوهنتون د استاد په توګه یې دنده ترسره کړې ده. هغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو لوړو دندو کې هم کار کړی او وروسته په فرانسه کې د افغانستان سفیر وټاکل شو. نوموړي له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي او سفیر په توګه دنده ترسره کړه او د لیکوال، څېړونکي او استاد په توګه یې د افغانستان د تاریخ، ژبې، ادبیاتو او فرهنګ په اړه ګڼ علمي اثار خپاره کړل.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خواخوږۍ تر څنګ د ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي مړینه د افغانستان لپاره ستره ضایعه بللي او هغه یې یو نومیالی عالم، فرهنګي شخصیت او وتلی ډیپلومات ګڼلی. کرزي د فرهادي خدمتونه د خلګو او هیواد لپاره ارزښناک او نه هیریدونکي بللي دي.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه، ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو کې ۲۲۲۲۲ کیلوګرامه خوراکي او غیرخوراکي قاچاقي توکي نیولي دي.
په هلمند کې د طالبانو د فرعي ګمرکونو رییس حقمل ویلي، یو شمېر کسانو غوښتل د ۱۰ باروړونکو موټرو په وسیله یاد توکي په بېلابېلو وختونو کې په غیرقانوني ډول له ګاونډي هیواد نه هلمند ته وارد او یا هم ګاونډي هېواد ته صادر کړي، خو د فرعي ګمرکونو د اړوندو استازولیو د ګرځنده ټیمونو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د نوموړي په وینا، د یادو موټرو او قاچاقي توکو په تړاو ۱۳ کسان نیول شوي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو ادارو ته ورپېژندل شوي دي.