ستاسو روایت؛ یلدا بازوان وایي زدهکړه امتیاز نه بلکې د افغان نجونو بنسټیز بشري حق دی

د بشر حقونو فعاله او د ټولنیزو رسنیو کاروونکې یلدا بازوان وايي، افغان نجونې له ۱۷۷۶ ورځو راهیسې له ښوونځیو محرومې دي. نوموړې ټینګار کوي چې زدهکړه امتیاز نه، بلکې د نجونو بنسټیز بشري حق دی او له زدهکړو د هغوی د محرومیت هره ورځ د فرصتونو او راتلونکی د له لاسه ورکولو په معنا ده.
بازوان پر فیسبوک په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي: «د ۱۷۷۶ ورځې وشوې چې افغان نجونې خپلو ټولګیو ته له تګ منعه شوي. او له خپل حق څخه محرومې شوي دي.»
نوموړې زیاتوي چې له زدهکړو پرته تېرېدونکې هره ورځ د فرصتونو د له لاسه ورکولو، د غږونو د چوپېدو او د راتلونکو نسلونو د راتلونکې د ضایع کېدو په معنا ده.
د بازوان په وینا، افغان نجونې له دې ټولو محدودیتونو سره سره لا هم «د پام وړ زړورتیا، مقاومت او هیله» څرګندوي.
هغې ټینګار کړی چې زدهکړه امتیاز نه، بلکې د هر انسان بنسټیز حق دی او باید تر هغه د افغان نجونو د زدهکړې غوښتنه روانه وساتل شي، څو ټولې افغان نجونې بېرته ښوونځیو ته ستنې شي، په ازاد ډول زدهکړه وکړي او خپله راتلونکې پخپله جوړ کړي.
بازوان په خپل پوسټ کې ویلي: «د هغوی خوبونه مهم دي، د هغوی غږونه مهم دي او د هغوی زدهکړه مهمه ده.»
هغې د افغان نجونو د زدهکړې د حق د ملاتړ لپاره د «Let Afghan Girls Learn» او «Education Is a Right» په څېر هشتګونه هم کارولي دي.
