د جبري ستنولو دوام؛ په چارسده کې ۱۵ نور افغان کډوال نیول شوي

د خیبرپښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې د بېاسناده افغان کډوالو پرضد د پولیسو او ولسوالۍ ادارې ګډ عملیات لاهم په چټکۍ سره دوام لري، چې په ترڅ کې یې تازه ۱۵ نور افغان کډوال نیول شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې د بېاسناده افغان کډوالو پرضد د پولیسو او ولسوالۍ ادارې ګډ عملیات لاهم په چټکۍ سره دوام لري، چې په ترڅ کې یې تازه ۱۵ نور افغان کډوال نیول شوي دي.
ځایي پولیس چارواکو ویلي، نیول شوي کسان د قانوني بهیر د بشپړولو لپاره په پېښور کې د افغان کډوالو د ساتنې لنډمهاله مرکز ته لېږدول شوي دي. د پولیس چارواکو په وینا؛ تر قانوني بهیر وروسته به دغه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.
ځایي چارواکي زیاتوي، چې د بېاسناده بهرنیو وګړو پر وړاندې عملیات به د حکومت د پالیسۍ له مخې دوام ولري. له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې یوازې روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو تر ۸۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین بیا وایي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د تورخم له لارې نږدې ۶۰زره کونۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. په تورخم کې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولڼې مسوول شاکرالله شاکر د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزېون ته ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې ۵۹زره او ۸۳۳ کورنۍ له پاکستان نه راستنې شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د کندوز په هوايي ډګر کې د طالب ځواکونو پر یوې راټولېدنې راکټي برید شوی. د سرچینو په وینا؛ دغه برید بېګاه د شپې ناوخته شوی دی. ټاکل شوې وه، چې دغه ځواکونه د چورلکې پرمټ له کندوز هوايي ډګر څخه بدخشان ته ولېږدول شي.
لاتراوسه د طالبانو هېڅ کومې مخالفې جبهې د دغه برید مسوولیت نهدی منلی. طالب چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ویلي؛ خو بدخشان هم په وروستیو ورځو کې د طالبانو د مخالفینو د بریدونو د زیاتېدو شاهد دی.
د ازادۍ جبهې او طالب ځواکونو څو ورځې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې نښتې وکړې. طالبانو هم زیباک ولسوالۍ ته نور ځواکونه استولي او د خپلو مخالفینو پرضد د عملیاتو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د طالبانو د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې چارواکو تر دې وړاندې د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې د مخالفو ځواکونو برید تایید کړی و. طالب چارواکو ویلي، چې د سرحدي ۱۵مې لوا له ځواکونو سره په نښته کې د مخالفینو پنځه کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي؛ خو خپلې ډلې ته یې د اوښتو تلفاتو په اړه هېڅ جزییات نهدي ورکړي.
د ازادۍ جبهې تر دې وړاندې ویلي و، چې ځواکونو یې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۵مه ) د شپې شاوخوا لس بجې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو څو بریدونه په شا تمبولي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۶.۶ مېلیونه ماشومانو د واکسیناسیون د ملي کمپاینونو له لارې د شري واکسین ترلاسه کړی دی. دغه سازمان په سرحدي سیمو کې لسګونه زره راستنېدونکو افغان کډوالو ته د خدماتو چمتو کولو راپور هم ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو اړوند د یادې ادارې په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) خپور شوی راغلي، چې د شري واکسین ملي کمپاین په دوو پړاوونو کې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوی دی.
د راپور له مخې؛ ۵۴زره او ۴۰۰ هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ او روغتیایي پېچلتیاوو سره مخ وو، د درملنې او روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په ۲۰۲۵کال کې د شري او پولیو واکسینونه د دغه سازمان د ملاتړ په چوکاټ کې په هممهاله توګه وېشل شوي او مېلیونونه ماشومانو د پولیو واکسین هم ترلاسه کړی دی.
د سازمان په کلني راپور کې ویل شوي، چې په لرو پرتو او له لوړ ګواښ سره مخ سیمو کې ناروغانو او نورو زیانمنونکو کسانو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هم دوام لري.
د راپور له مخې؛ له ایران او پاکستان سره په لارو کې تر ۱۸۹زره ډېرو کسانو د روغتیايي او رواني ملاتړ خدمتونه ترلاسه کړي دي. دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د بېلابېلو کړکېچونو له امله زیانمن شویو سیمو ته یې روغتیايي تجهیزات لېږلي دي.
په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه روغتیايي مرکزونو ته نږدې ۳زره ټنه ژوند ژغورونکي تجهیزات او روغتیایي توکي استول شوي دي. دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم لاهم له جدي ستونزو سره مخ دی.
پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو لګول شویو محدودیتونو د ښځو او ماشومانو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی او د نړۍوالو بنسټونو اندېښنې یې د روغتیايي ناورین د لا ژورېدو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ټیټېدو په اړه زیاتې کړې دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني اسنادو او ویزو د ستونزې له دوام سره، په اسلاماباد کې مېشت افغان صابر خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې ویزه پای ته رسېدلې او د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنولو له وېرې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
صابر خان، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته تللی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوه استولي پیغام کې په اسلاماباد کې د خپل اوسني ژوند له سخت وضعیت شکایت کړی دی.
خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې د پاکستان ویزه پای ته رسېدلې او د قانوني اسنادو له نشتوالي سره له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.
هغه وايي: «هره شېبه دا امکان شته چې پولیس مو ونیسي او ډیپورټ شو.»
د صابر خان په وینا، د اسنادو د ستونزې او د نیول کېدو د وېرې له امله یې ورځنی ژوند تر دې کچې سخت شوی چې ان روغتیايي خدمتونو ته هم په اسانۍ لاسرسی نه لري.
نوموړی وایي: «ژوند دومره سخت شوی چې ډاکتر ته هم نشو تللی.»
هغه وايي: «د خوراکي توکو او نورو ضروري شیانو لپاره له ځینو باوري دوستانو او پېژندګلو استفاده کوو.»
صابر خان ټینګار کوي چې د ده او ورته نورو افغانانو لپاره د ژوند وضعیت هغه مهال لا ستونزمن شوی چې د ویزو د تمدید بهیر نه عملي کېږي او د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستانه بهر د انتقال یا پناه غوښتنې دوسیې لري، د قضیو د تعقیب او پروسس بهیر هم روښانه نه دی.
نوموړ وایي: «که د ویزو تمدید بېرته پیل نه شي، یا بهرني کیسونه شروع نه شي، نو ژوند بیخي ناممکن شوی دی.»
خان وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته هغه مهال چې طالبانو د افغانستان جمهوري نظام نسکور او واک یې ترلاسه کړ، د خپلې امنیتي اندېښنې له امله اړ شو پاکستان ته ولاړ شي.
د نوموړي په وینا، پاکستان ته تګ یې د انتخاب پر ځای د امنیتي وضعیت له امله یوه اړتیا وه، خو اوس په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو د ستونزې، د نیول کېدو او د بېرته ستنولو د وېرې له امله له بل ډول سخت وضعیت سره مخ دی.
د صابر خان تجربه د هغو افغانانو د پراخې ستونزې یوه بېلګه ده چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو له پای ته رسېدو، د ویزو د تمدید له ستونزو او د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له اندېښنو سره مخ دي.
افغان کډوال او د بشري حقونو مدافع بنسټونه له پاکستانه په وار وار غواړي چې له افغانانو سره د قانوني اسنادو په برخه کې روښانه او دوامدار میکانیزم رامنځته کړي او د هغو کسانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو توان یا شرایط نه لري.
د بشر حقونو فعاله او د ټولنیزو رسنیو کاروونکې یلدا بازوان وايي، افغان نجونې له ۱۷۷۶ ورځو راهیسې له ښوونځیو محرومې دي. نوموړې ټینګار کوي چې زدهکړه امتیاز نه، بلکې د نجونو بنسټیز بشري حق دی او له زدهکړو د هغوی د محرومیت هره ورځ د فرصتونو او راتلونکی د له لاسه ورکولو په معنا ده.
بازوان پر فیسبوک په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي: «د ۱۷۷۶ ورځې وشوې چې افغان نجونې خپلو ټولګیو ته له تګ منعه شوي. او له خپل حق څخه محرومې شوي دي.»
نوموړې زیاتوي چې له زدهکړو پرته تېرېدونکې هره ورځ د فرصتونو د له لاسه ورکولو، د غږونو د چوپېدو او د راتلونکو نسلونو د راتلونکې د ضایع کېدو په معنا ده.
د بازوان په وینا، افغان نجونې له دې ټولو محدودیتونو سره سره لا هم «د پام وړ زړورتیا، مقاومت او هیله» څرګندوي.
هغې ټینګار کړی چې زدهکړه امتیاز نه، بلکې د هر انسان بنسټیز حق دی او باید تر هغه د افغان نجونو د زدهکړې غوښتنه روانه وساتل شي، څو ټولې افغان نجونې بېرته ښوونځیو ته ستنې شي، په ازاد ډول زدهکړه وکړي او خپله راتلونکې پخپله جوړ کړي.
بازوان په خپل پوسټ کې ویلي: «د هغوی خوبونه مهم دي، د هغوی غږونه مهم دي او د هغوی زدهکړه مهمه ده.»
هغې د افغان نجونو د زدهکړې د حق د ملاتړ لپاره د «Let Afghan Girls Learn» او «Education Is a Right» په څېر هشتګونه هم کارولي دي.
شاوخوا دېرش کاله وړاندې په امریکا کې د هغو بهرنیو وګړو د ایستلو لپاره جوړه شوې ځانګړې محکمه، چې د ترهګرۍ په تړاو تورن وي، د پنجشنبې په ورځ خپله لومړنۍ قضیه وڅېړله. دا دوسیه د یوې افغانې مېرمنې اړوند ده چې د داعـ. ـش د ملاتړ په تور تورنه شوې ده.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا د عدلیې وزارت له دغې محکمې غوښتي چې ۴۷ کلنه نذیره حاجيزاده، چې د امریکا دایمي استوګنه لري، د داعش ډلې د ملاتړ په تور له دغه هېواده وایستل شي.
نذیره حاجيزاده د سهشنبې په ورځ د ټکساس ایالت د فورټورت ښار په خپل کور کې نیول شوې ده.
د راپور له مخې، د نوموړې زوی عبدالله حاجيزاده او زوم نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د ورځې پر مهال د یوه برید د طرحې په تړاو نیول شوي وو.
امریکايي چارواکي وايي، دواړو منلې چې د برید د ترسره کولو لپاره یې د دووکلاشنکوفونو او ۵۰۰ مرمیو د اخیستو هڅه کړې وه.
عبدالله حاجيزاده، چې د نیول کېدو پر مهال ۱۷ کلن و، په محکمه کې یې د بالغ کس په توګه پر جرم اعتراف کړی او په ۱۵ کاله بند محکوم شوی دی. د قضايي هوکړې له مخې، هغه به د بند له مودې وروسته افغانستان ته وایستل شي او د امریکا د دایمي استوګنې حق به له لاسه ورکړي.
همداراز، نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د ترهګرۍ اړوند په دوو تورونو، د داعش لپاره د مادي ملاتړ د برابرولو او د ترهګریز جرم لپاره د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو په هڅه، پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او اوس د سزا د اعلان په تمه دی.
د امریکا د عدلیې وزارت ادعا کوي چې نذیره حاجيزاده د خپل زوی او زوم له ناکام پلان څخه ملاتړ کړی، داعش ته یې د وفادارۍ اعلان کړی او هڅه یې کړې چې خپل ماشومان د دغې ډلې له ایډیالوژۍ سره اشنا کړي.
چارواکي دغه راز ادعا کوي چې هغې د خپلې کورنۍ د داعش تر ولکې لاندې سیمو ته د لېږد پلان له خپل مېړه پټ ساتلی و.
خو د محکمې د اسنادو له مخې، نذیره حاجيزاده تر اوسه د هېڅ ترهګریز جرم په رسمي توګه نه ده تورنه شوې او هېڅ ډول جنايي سابقه هم نه لري.
د هغې مدافع وکیلان وايي، د امریکا حکومت د اخراج له بهیر څخه د دې لپاره کار اخلي چې د عادي جنايي محاکمې له سختو قانوني معیارونو تېر شي او د ترهګرۍ له تورونو سره د هغې د تړاو د ثابتولو لپاره اسانه معیارونه وکاروي.
د «بهرنیو ترهګرو د اخراج ځانګړې محکمه» په ۱۹۹۶ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړه شوې وه. دا محکمه هغو دوسیو ته رسېدنه کوي چې د شواهدو یوه مهمه برخه یې محرم وي، خو د جوړېدو راهیسې تر اوسه فعاله نه وه.
د دې محکمې مشر قاضي جوان اېن اریکسن، د لومړۍ غونډې پر مهال وویل چې محکمه له درې لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره خپل قضايي بهیر عملي کوي.
قاضي د نذیره حاجيزادې د وکیلانو هغه غوښتنه رد کړه چې نوموړې دې خوشې شي، خو ویې ویل چې ښايي دفاعي ټیم ته د حکومت د استناد وړ ځینو محرمو معلوماتو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي.
محکمې د حکومت غوښتنه د قضیې د دوام لپاره د «معقول احتمال» له مخې د څېړنې وړ بللې او ټاکل شوې چې په راتلونکو غونډو کې د اورېدنو مهالوېش او د اسنادو د وړاندې کولو څرنګوالی وټاکل شي.