د پاکستان یونایټډ ورکرز اتحادیه وایي، دا د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
د یادې اتحادیې د بلوچستان د څانګې عمومي منشي پیر محمد کاکړ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، له ۲۰۱۱ کال وروسته، چې په یوه بله پېښه کې ۴۳ کانکیندونکي وژل شوي وو، دا تر ټولو ستره مرګونې پېښه بلل کېږي.
د هغه په وینا، د بلوچستان په بېلابېلو معدني کانونو کې شاوخوا دوه لکه کارګران کار کوي چې په کې افغان کارګران هم شامل دي، خو د دوی بشپړ رسمي ثبتنام نه دی شوې.
پیر محمد کاکړ وایي، هر کال په بېلابېلو پېښو کې نږدې ۲۰۰ کانکیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي او له ۴۰۰ څخه تر ۴۵۰ پورې نور ټپیان کېږي.
بلخوا د کانونو د خوندیتوب چارو څارونکی نجیب خان وایي، ډېری پېښې د خوندیتوب د معیارونو د نه عملي کېدو له امله رامنځته کېږي.
د هغه په وینا، که څه هم د ګاز د معلومولو وسایل (ګاز ډیټکټرونه) په کانونو کې موجود وي، خو قراردادیان د ټیټ کیفیت وسایل اخلي چې د ګاز خطر پر وخت نه شي کولی چې تشخیص وکړي.
نجیب خان ادعا کوي چې ځینې قراردادیان د اړوندو ادارو په همکارۍ دغه بېکیفیته وسایل قانوني ثبتوي.
هغه زیاتوي، په پرمختللو هېوادونو کې د کانونو دننه د کمرې، ډیجیټلي څارنې او پرمختللو خبرداري سیستمونو له لارې د پېښو مخنیوی کېږي، خو په بلوچستان کې لا هم د اړیکو لپاره ان پخوانۍ دستګاوې هم نشته.
د هغه په خبره، کانکیندونکو ته د خوندیتوب هېڅ ډول مسلکي روزنه نه ورکول کېږي او هر نوی کارګر پرته له چمتووالي کان ته ښکته کېږي.
نجیب خان همدارنګه وایي، د کانونو په ډېرو سیمو کې د لومړنیو طبي مرستو اسانتیاوې نشته او د غرنیو سیمو له امله ټپیان روغتون ته د رسېدو تر وخته سخت زیان ویني.
هغه ټینګار کوي چې د ګاز د ایستلو پایپونه، چې د مېتن ګاز د راټولېدو د مخنیوي مهمه وسیله ده، په ډېرو کانونو کې نه لګول کېږي.
پیر محمد کاکړ هم د دغو څرګندونو پخلی کوي او وایي، که څه هم د کانونو د خوندیتوب قوانین موجود دي، خو عملي کېږي نه او د سرغړونکو پر وړاندې د سزا او جزا سیستم هم اغېزناک نه دی.
د هغه په وینا، د هرې پېښې وروسته د پلټنو راپورونه جوړېږي، خو خلکو ته نه خپرېږي.
پیر محمد کاکړ له حکومته وغوښتل چې د کانونو د پېښو د پلټنو راپورونه دې علني کړي، څو د راتلونکو پېښو د مخنیوي لپاره ترې ګټه واخیستل شي.