شمالي کوریا: د ناټو د سونتوکو نوی پلان د جګړې د چمتووالي نښه ده

شمالي کوریا وايي، د ناټو د پوځي سونتوکو د اسانتیاوو پراخول ښيي چې دغه ایتلاف د جګړې لپاره تیاری نیسي او خپل پوځي فعالیتونه زیاتوي.

شمالي کوریا وايي، د ناټو د پوځي سونتوکو د اسانتیاوو پراخول ښيي چې دغه ایتلاف د جګړې لپاره تیاری نیسي او خپل پوځي فعالیتونه زیاتوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې شمالي کوریا ناټو تورنه کړې چې په اروپا کې د پوځي سونتوکو د لېږد او رسولو د بنسټیزو تاسیساتو په پراخولو سره د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) په یوه تبصره کې ویلي، د ناټو د «د سون توکو د وړتیا لوړولو» پلان موخه دا ده چې په لوېدیځه اروپا کې شاوخوا ۱۰ زره کیلومتره د سونتوکو شبکه د ختیځې او شمالي اروپا له نویو غړو هېوادونو سره ونښلوي.
یادې رسنۍ ادعا کړې چې دغه پروژه یوازې د اروپا لپاره نه ده، بلکې ښايي له اروپا بهر احتمالي پوځي عملیاتو ته هم لاره هواره کړي.
ناټو تر دې وړاندې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته یې د خپل دفاعي او مخنیوي ظرفیت د پیاوړتیا لپاره اقدامات زیات کړي دي.
شمالي کوریا له دې وړاندې هم د امریکا، سویلي کوریا او د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکارۍ غندلې دي.
ورته مهال، د ۲۰۲۴ کال په جون کې د ستراتیژیک مشارکت له تړون وروسته د شمالي کوریا او روسیې پوځي اړیکې نورې هم پیاوړې شوې دي. د راپورونو له مخې، پیونګ یانګ په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري د روسیې کورسک سیمې ته استولي وو، څو د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې د روسیې له عملیاتو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخېدو او د ملکي وګړو د مرګژوبلې د زیاتېدو له امله د جګړو د سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو هم خبرداری ورکړی چې روان تاوتریخوالی نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال ثبات هم له ګواښ سره مخ کوي.
ګوټرېش په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، نړۍ د یوې بلې جګړې د زغملو توان نه لري او ټولې ښکېلې خواوې باید جګړه ودروي او د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.
ملګرو ملتونو د جمعې ورځ(د زمري۹مه) وویل چې په غزه، لبنان او لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی او د ملکي وګړو مرګژوبله لا هم په زیاتېدو ده. د یاد سازمان سرمنشي انتونیو ګوټرېش ټینګار کړی چې د جګړو دوام د سیمې ترڅنګ د نړۍ پر امنیت او اقتصادي ثبات هم ناوړه اغېزې کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، د روان کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د لبنان په سوېل کې لږ تر لږه څلور زره او ۳۲۹ کسان وژل شوي او ۱۲ زره او ۲۳۳ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، د وروستي اوربند له اعلان وروسته هم سلګونه نور کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو ادارې (UNRWA) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له اوربند څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۲۲مې پورې په غزه کې یو زر او ۱۸۰ فلسطینیان وژل شوي او درې زره او ۸۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اداره (اوچا) د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، چې د اسرايیل او حماس جګړه پیل شوې، یو زر او ۱۲۲ فلسطینیان وژل شوي چې لږ تر لږه ۲۴۶ یې ماشومان دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د سیمې په شپږو هېوادونو کې له څلور زرو ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. یونیسف خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو بریدونو له امله ماشومان لا هم د جګړو تر ټولو ستر قربانیان دي او حتی په خپلو کورونو، ښوونځیو او ټولنو کې هم خوندي نه دي.
ګوترش همدارنګه د هرمز او بابالمندب تنګیو د سمندري تګ راتګ د بشپړ عادي کېدو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د روانو شخړو دوام به نړیواله سوداګري، د خوراکي توکو او انرژۍ بیې او د نړۍ اقتصادي ثبات له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي سوریې ته د خپل وروستي سفر په اړه هم وویل چې نړیواله ټولنه باید د بندیزونو په بشپړ لرې کولو او دوامداره ملاتړ سره د دغه هېواد د بیارغونې او اقتصادي رغېدو بهیر پیاوړی کړي.
امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا او اسراییل په ایران کې د انرژۍ او اټومي تاسیساتو پر وړاندې د یو لړ سختو هوايي بریدونو پر پلان کار کوي، چې ښايي په نږدې ورځو کې ترسره شي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو بریدونو طرحه په جدي توګه څېړي، خو تر اوسه یې د هغې د پیلولو وروستی امر نهدی صادر کړی.
سيبياېسنیوز، سياېناېن او والسټریټ ژورنال د باوري سرچینو له قوله ویلي، چې دا بریدونه ښايي د روانې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو کې پیل شي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې د ايران چلند په دې وروستیو کې خورا توند شوی او په اُردن کې د امریکا پر پوځي اډې تر برید وروسته یې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو او په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
بل لور ته، د ايران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس د یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي له قوله د امریکا احتمالي برید «لېونتوب» بللی او خبرداری یې ورکړی، چې دوی د اسراییل او امریکا پر حیاتي او د انرژۍ پر تاسیساتو د ځوابي بریدونو لپاره پوره چمتووالی لري.
فارس خبري اژانس هم د سعودي عربستان، امارات، قطر، کویټ، بحرین او اسراییل د انرژۍ د مهمو مرکزونو نومونه خپاره کړي او ادعا یې کړې، چې دا ټول ځایونه د ايران د توغندیو ښکار کېدای شي.
د سياېناېن د راپور له مخې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د بریدونو بېلابېلې غوراوۍ چمتو کړي چې په هغو کې د ایران د توغندیو د سایټونو او د «کوه کلنګ ګزلا» په څېر د اټومي تاسیساتو بمبارول شامل دي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په ډېوېډ کمپ کې د کابینې په غونډه کې ویلي، چې واشنګټن غواړي په دې جګړه کې بریا ترلاسه کړي او پر دښمن به داسې سخت ګوزارونه وکړي چې نور د زغملو وس یې ونهلري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند له بهرنیو چارو وزیر سره په ټېلیفوني خبرو کې ویلي، چې پر ایراني سوداګریزو کښتیو تعرض او د امریکا سمندري محاصره په سیمه او هُرمز تنګي کې د ناامنۍ اصلي لاملونه دي.
عراقچي د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په دې خبرو کې د امریکا پر چلند نیوکه وکړه او دا یې د ژمنو ماتول او پر ایران د پوځي تېري دوام وباله. له بلې خوا، د هند د بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر اوسني وضعیت او پر نورو هېوادونو د هغې پر ناوړه اغېزو اندېښنه وښوده او د تاوتریخوالي په کمولو کې یې د خپل هېواد د همکاریو چمتووالی څرګند کړ.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم خبرداری ورکړی، چې منځنی ختیځ د بلې جګړې د زغملو توان نهلري.
بل لور ته، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی، چې د زمري تر لسمې یې ۳۰ سوداګریزې کښتۍ بل لور ته ګرځولي، دوه یې له کاره غورځولي او د دوو نورو پلټنه یې کړې، څو پر اسلامي جمهوریت د سمندري محاصرې بشپړ پلي کېدل یقیني کړي.
هممهاله سيبياېسنیوز د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا او اسراییل د ایران د انرژۍ پر بنسټونو د خورا سختو هوايي بریدونو پر پلان کار کوي چې ښايي په روانه اونۍ کې ترسره شي. د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د دغو بریدونو وروستی امر نهدی صادر کړی.
بل پلو، اېنبيسي نیوز د امریکایي او اروپایي چارواکو په حواله لیکلي، چې روسیه د ایران اسلامي جمهوریت ته الکترونیکي جاسوسي معلومات ورکوي، څو د امریکایي ځواکونو د په نښه کولو او د امریکایي وسلو په له کاره غورځولو کې ورسره مرسته وکړي. په همدې حال کې، د عراق حکومت د هوايي مدافع د پیاوړتیا او د خپلو امنیتي ځواکونو د چمتووالي امر کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبریالانو ته وویل، چې د حماس د بې وسلې کولو او له غزې څخه د اسراییل د وتلو په اړه اعلان شوې هوکړه په وروستیو ورځو کې یوازینی ښه خبر دی. هغه سوریې، اردن او قبرس ته خپلو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره وویل، چې نړیواله ټولنه باید په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.
همدا رانګه سېنټکام ویلي، چې له هُرمز تنګي یې د بشري مرستو نږدې ۳۰ کښتیو ته یې د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
د ایران او امریکا ترمنځ دغه مستقیمه پوځي جګړه د ۱۴۰۴ کال په کب میاشت کې د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته پیل شوه او لا هم روانه ده.
د ټېلګرام بنسټګر پاول دوروف په خپله اېکسپاڼه کې د طالبانو د غړو یو انځور خپور کړی او د روسیې هغه وروستي تور ته یې غبرګون ښودلی چې ګواکې نوموړي د «ترهګریزو فعالیتونو لپاره اسانتیاوې» برابرې کړې دي.
پاول دوروف دغه انځور پرون (پنجشنبه د زمري ۸مه) په خپله اېکسپاڼه له یوې لنډې لیکنې سره خپور کړی دی. هغه د انځور په تشریح کې لیکلي: «مه مغشوشېږئ».
په خپاره شوي انځور کې د ټېلګرام د بنسټګر انځور لیدل کېږي چې پرې د «ترهګر» ټکی لیکل شوی دی. د همدې ترڅنګ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین او د طالبانو د یو شمېر نورو چارواکو ګډ انځور ښکاري چې پرې د «قدرمن شریکان» عبارت لیکل شوی دی.
داسې ښکاري چې نوموړی دا انځور د «ترهګرۍ» د تعریف او په دې اړه د مسکو د چلند ترمنځ پر موجود تناقض نیوکه کوي. د پاول دوروف دغه لیکنه په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو هم د هغه له دې دریځ څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
پاول دوروف همدارنګه لیکلي: «روسیې زه ترهګر بللی یم، ځکه ما د ټېلګرام د پراخې څارنې او سانسور لپاره د هغوی غوښتنې ونهمنلې».
روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
تر دې وړاندې د روسیې فدرالي امنیتي ادارې پاول دوروف د «ترهګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو» پر برابرولو تورن کړی او د هغه د نیولو لپاره یې نړیوال حکم صادر کړی وو.
مسکو د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) اعلان وکړ، چې د پاول دوروف نوم د نړیوالو تعقیبېدونکو کسانو په نوملړ کې شامل شوی دی.
د هسپانیا حکومت اعلان کړی، چې د افریقا په شمال کې د دغه هېواد نیمه خپلواکې سیمې سیوټا ته له ننوتلو وروسته، له ۵۰ زرو څخه زیات کډوال بېرته په خپله خوښه مراکش ته ستانه شوي دي. د هسپانوي چارواکو په وینا، په دغې سرحدي ګډوډۍ کې لږ تر لږه ۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه کسان د ډوبېدو او پر پولې د لګېدلو کټارو د اوښتلو پر مهال تر پښو لاندې کېدو له امله مړه شوي دي.
د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام (د زمري ۹مه) ویلي، چې د پنجشنبې له سهار راهیسې شاوخوا ۵۰ زره کسان له پولې تېر شوي وو، خو د جمعې په ماښام تر شپږو بجو پورې شاوخوا ۴۸ زره او ۳۰۰ کسان بېرته ستانه شوي دي.
د سیوټا د سیمهییز حکومت مشر خوان جیسس ویواس بیا ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې تر ۶۰ زرو پورې کسانو له پولې د تېرېدو هڅه کړې وه. د مراکش امنیتي ځواکونو د اوښکې بهوونکي ګاز او برېښنايي ډنډو په کارولو سره د کډوالو د پرمختګ مخه نیولې ده.
د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز سبتې ته د سفر پر مهال دغه پېښه د هسپانیا پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی او ویلي یې دي، چې د غیرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده. بلخوا، دغې پېښې په اروپا کې سختې ناندرۍ راپارولې دي. ایټالیا له هسپانیا سره د شینګېن د بې ویزې سفر تړون د ځنډولو اعلان کړی، خو مادرید دا پرېکړه د اروپایي ټولنې د تړونونو خلاف بللې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هسپانیا د حکومت پر سیاستونو د نیوکې ترڅنګ دا پېښه یو «یرغل» بللی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم پر هسپانیا تور پورې کړی، چې د دوی د کډوالۍ نرم سیاستونه د دې بحران لامل شوي دي.
ورته مهال، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لارینټ نونیز ویلي، چې له هسپانیا سره پر پوله به د خپلو پولیسو حضور پنځه برابره زیات کړي، څو د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
د هسپانیا او مراکش د چارواکو د څرګندونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۴۹ زره پناه غوښتونکي د مراکش له پولو څخه د سیوټا سیمې ته ننوتل چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د ګډو اقداماتو له امله دغه لړۍ ودرول شوه. سیوټا او ملیلیا په شمالي مراکش کې د هسپانیا دوه خپلواک ښارونه دي، چې له افریقا سره د اروپایي ټولنې یوازینۍ ځمکنۍ پوله جوړوي او تل د پناه غوښتونکو له ورته هڅو سره مخ کېږي.