امینه محمد: افغان ښځې باید د خپلو حقونو له محرومیت سره یوازې پرېنښودل شي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وايي، افغان ښځې او نجونې باید د طالبانو له لوري د خپلو اساسي حقونو له محرومیت سره یوازې پرېنښودل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وايي، افغان ښځې او نجونې باید د طالبانو له لوري د خپلو اساسي حقونو له محرومیت سره یوازې پرېنښودل شي.
امینې محمد د شنبې په ورځ، د زمري ۲۴مه، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغان ښځې او نجونې لا هم د خپلو حقونو له محرومیت او د راتلونکي لپاره د هیلو او ارمانونو د ځنډ دروند بار پر خپلو اوږو وړي.
نوموړې ویلي، افغان ښځې او نجونې لا هم له خپلو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړې او په اقتصادي فعالیتونو کې د ګډون له حقه محرومې دي.
د ملګرو ملتونو مرستیالې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو غږ ته انعکاس ورکولو ته دوام ورکړي او د هغوی د زدهکړې او اقتصادي مشارکت د حقونو د تأمین لپاره خپل ملاتړ او همغږي وساتي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیډر بار، په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت د نړۍ له تر ټولو سختو بحرانونو څخه بللی و.
هغې ویلي وو چې د نړیوالې ټولنې ناکافي غبرګون نه یوازې په افغانستان کې د ښځو حقونه زیانمنوي، بلکې په نورو هېوادونو کې هم د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کولی شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ټینګار کړی چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې باید د ښځو او نجونو حقونه د بحث مهمه برخه وي.
بېنېټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع او د افغانستان لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په یوه ګډه اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې طالبانو ته له مشروعیت ور کولو ډډه وکړي. دغو دوو جریانونو د طالبانو خلاف جګړه د خلکو «طبیعي حق» بللی دی.
دغو دوو جریانونو د طالبانو پر وړاندې جګړه د خلکو «طبیعي حق» بللی دی.
یاد پریکړه لیک واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د پنځم کال په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې صادر شوی دی.
په دغه پریکړه لیک کې راغلي چې د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې د دولت جوړونې، ولسواکۍ او پراختیا بهیر ودرول شو او هېواد د یوې انحصار غوښتونکي او له ملي مشروعیته بې برخې ډلې تر واک لاندې راغی.
د طالبانو مخالفو دغو دوو جریانونو ویلي، چې د طالبانو واکمني د «زور او تاوتریخوالي د تحمیل» پایله ده او دغه ډله د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ مشروعیت نه لري.
د دوی په وینا، د اوسني وضعیت دوام د افغانستان د کړکېچ، بېثباتۍ، سیاسي انزوا او د خلکو د کړاوونو د دوام لامل شوی دی.
په پریکړه لیک کې د طالبانو سیاستونه استبدادي او انحصار غوښتونکي بلل شوي او خپلسري نیول، شکنجه، د بیان او رسنیو ځپل، د مسلکي او متخصصو کادرونو ګوښه کول، د وېرې فضا رامنځته کول او د اساسي او بشري حقونو نقض غندل شوي.
د پریکړه لیک په بله برخه کې له قضايي پروسې پرته وژنو، جبري ورکاوي او نورو سرغړونو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او د دغو اقداماتو د سملاسي پای ته رسېدو او د عاملانو د ځواب ویلو غوښتنه شوې ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ښځو سیستماتیک ګوښه کول د انساني کرامت پر وړاندې جنایت بللی او ویلي یې دي چې دا ډول سیاستونه نه یوازې د اوسني نسل، بلکې د راتلونکو نسلونو ژوند هم له جدي ګواښونو سره مخ کوي.
په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان ټول قومونه او مذهبي ډلې له مساوي حقونو برخمن دي او هېڅوک حق نه لري چې د قوم، مذهب یا ژبې پر بنسټ د خلکو ترمنځ توپیر وکړي. دوی د هزاره ټبر د ځپلو یادونه هم کړې ده.
دوی له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې د مسوولانه همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.
په دغه ګډ پریکړه لیک کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ژور اندېښمنوونکی بلل شوی او پراخه بېوزلي، بېکاري، د تولید کمېدل، د پانګونې راټیټېدل، پر بشري مرستو د خلکو د تکیې زیاتېدل، د ځوانانو، روڼاندو او متخصصو کادرونو پراخه کډوالي او د ناهیلۍ زیاتېدل د طالبانو د سیاستونو پایلې بللې دي.
د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي چې د مستبدو حکومتونو عمر تل لنډ وي او افغانستان باید په راتلونکي کې له استبداد او افراطیت څخه لرې شي. محقق دا څرګندونې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په انلاین ناسته کې وکړې.
محقق د «طالبانو ډلې ته د واک د سپارلو د پنځم کال د لېږد مجلس» په مجازي ناسته کې وویل چې نه دوامدار استبداد د خوښۍ لامل کېږي او نه هم افراطیت.
د هغه په وینا، افراطیان معمولاً یو بل هم له منځه وړي.
محقق وویل چې د طالبانو په نظام کې د استبداد او افراطیت دواړو نښې شته او یو کس د ټول افغانستان د خلکو لپاره پرېکړه کوي.
هغه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي هغو خبرو ته اشاره وکړه چې فارسي بي بي سي ته یې ویلي وو چې طالبان له خپلو مخالفانو سره خبرو اترو ته اړتیا نه لري.
محقق دا خبرې د «طالبانو د استبداد او تکبر» برخه وبلله.
هغه وویل: «سره له دې چې د طالبانو پښې د قبر غاړې ته رسېدلې دي او د هغوی د پرځولو لپاره یو لغته کافي ده، خو لا هم په سد نه دي راغلي.»
محقق وویل چې د طالبانو مخالفو مشرانو پنځه کاله زغم وکړ او ویې نه غوښتل چې جګړې ته داخل شي او افغانانو ته مرګ ژوبله واړوي.
هغه زیاته کړه: «خو اوس چاړه هډوکي ته رسېدلې»، ځکه د هغه په وینا، له شرعي پلوه هم د ظلم پر وړاندې دفاع د انسانانو د دندې یوه برخه ده.
محقق وویل چې طالبان ظلم کوي او د دې ډلې پر وړاندې جګړه له شرعي پلوه جواز لري.
هغه طالبان تورن کړل چې ښارګوټي له هغو خلکو څخه اخلي چې خپلې ځمکې یې اخیستې، پیسې یې ورکړې او قانوني اسناد لري.
د هغه په وینا، حکومت باید د خلکو لپاره کورونه جوړ کړي، نه دا چې د هغوی کورونه ترې واخلي.
محقق وویل: «موږ نور تر دې زیات زغم نه شو کولی»، ځکه د هغه په وینا، طالبانو ملت تباه کړی دی.
هغه وویل د افغانستان د سیاسي مشرانو په استازولۍ له طالبانو غواړي چې «په عقل راشي»، خبرې وکړي او د یوه توافقي حکومت پر جوړولو هوکړه وشي.
محقق زیاته کړه چې که طالبان خبرې ونه کړي، باید د افغانستان د خلکو مقاومت ته چمتو واوسي. هغه وویل چې که اوسنی مقاومت له بدخشان څخه فاریاب، شبرغان، مزار او نورو ولایتونو ته وغځېږي، طالبان باید ګیله ونه کړي.
محقق زیاته کړه چې په هغه صورت کې به د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا «نظامي فاز» ته داخله شي او له «سیاسي او مذاکراتي فاز» څخه به ووځي.
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې د افغانستان سیاسي مشران د افغانستان د ټولنې تنوع او کثرت دی او دا ترکیب د طالبانو یو بدیل کېدای شي.
هغه وویل چې په افغانستان کې د ځواک تمرکز د جبري کډوالۍ لامل شوی دی.
هغه څه چې لومړی په کندهار کې محدودې پرېکړې بلل کېدې، ډېر ژر د افغانستان د رسنیو په تړاو د طالبانو د رسمي سیاست برخه وګرځېدې. د ښځو پر غږ او انځورونو بندیز، د موسیقۍ او تفریحي خپرونو بندول او د رسنیو مستقیم څار هغه اقدامات دي چې لومړی په کندهار او وروسته نورو ولایتونو کې پلي شول.
د رسنیزو بنسټونو د رپوټونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې رسنیو ته تر ۸۰ ډېر رسمي او نارسمي مکتوبونه او شفاهي لارښوونې شوې چې په بېلابېلو موضوعاتو کې یې د خپرونو د څرنګوالي، د مرکو د منځپانګې، د مېلمنو د انتخاب، د ښځو د حضور، د موسیقۍ، د تصویر او د ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو د خپرولو حدود مشخصول.
د کابل د یوه خصوصي تلویزیون مسوول وایي، «کله چې په کندهار کې نوی محدودیت اعلانیږي، موږپوهېږو، چې ژر یا وروسته به زموږ وار هم راورسېږي».
له همدې امله د هغه تر مدیریت لاندې اداره له مسایلو سره محتاطانه چلند کوي.
د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته د بیان ازادۍ وضعیت په چټکۍ سره بدل شوی او هغه رسنیز چاپېریال چې د دوو لسیزو په اوږدو کې رامنځته شوی و، په تدریجي ډول د سختو محدودیتونو، امنیتي فشارونو او پراخ سانسور تر اغېز لاندې راغلی دی.
د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان وایي، په لومړیو میاشتو کې ګڼې رسنۍ د احتیاط په پړاو کې پاتې شوې او تمه یې لرله چې نوي محدودیتونه به لنډمهاله وي، خو د وخت په تېرېدو دغه محدودیتونه نه یوازې کم نه شول، بلکې هره ورځ نوي مکتوبونه، شفاهي لارښوونې او مقررات صادریږي، چې د رسنیو د فعالیت ساحه ورځ تر بلې تنګوي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال د رسنیو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای ته ښکته کړی، چې دا د نړۍ د تر ټولو محدودو رسنیزو چاپېریالونو وضعیت څرګندوي.
کندهار د طالبانو د پالیسیو ازمویښتځای
که د افغانستان په وروستیو پنځو کلونو کې د رسنیزو محدودیتونو لړۍ په کره ډول وڅېړل شي، ښيي چې د بیان ازادۍ د خاموشۍ لومړنۍ تجربې په کندهار کې عملي شوې.
هغه اقدامات چې په پیل کې یوازې د همدې ولایت په رسنیو پورې محدود برېښېدل، وروسته په تدریجي ډول د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېدل او بالاخره د رسنیو لپاره په یوې عمومي تګلارې بدل شول.
د رسنیو ګڼ مسوولان وایي، په لومړیو میاشتو کې به په کندهار کې سیمهییزو راډیوګانو او تلویزیونونو ته شفاهي سپارښتنې کېدې چې د خپرونو منځپانګه بدله کړي، ځینې پروګرامونه بند کړي او له هغو موضوعاتو ډډه وکړي چې د طالب چارواکو له نظره مناسب نه ګڼل کېدل.
د کندهار یو پخوانی خبریال چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي وایي: «موږ احساس کاوه چې هره اونۍ به نوی محدودیت راځي، لومړی ویل کېدل دغه پرېکړه یوازې د کندهار لپاره ده، خو څو اونۍ وروسته به مو همغه پرېکړه په نورو ولایتونو کې هم لیدله».
د هغه په وینا، له دې سره سره، په رسنیو کې د ښځو غږ یا کار او دې ته ورته ګڼ نور بندیزونه یوازې تر کندهاره محدود دي.
د رسنیو د محدودېدو په لړ کې تر ټولو لومړی اقدام په راډیوګانو کې د ښځو پر غږ بندیز و.
دغه پرېکړه لومړی په کندهار کې عملي شوه او وروسته د افغانستان ګڼو نورو ولایتونو ته هم وغځېده. هغه مهال سیمهییزو راډیوګانو ته سپارښتنه وشوه، چې ښځینه ویاندویانې نورې خپرونې نه شي وړاندې کولی او هغه خپرونې چې د ښځو په غږ خپرېدې باید له نشراتو واېستل شي.
له دې پرېکړې سره د ښځینه خبریالانو د ګوښه کېدو ترڅنګ، لسګونه ټولنیز، روغتیایي، ښوونیز او کورني پروګرامونه هم په ټپه ودرېدل، ځکه ډېری دغه خپرونې ښځینه ویاندویانو وړاندې کولې.
په کندهار کې د راډیوګانو مسوولان اړ شول، چې د دغو خپرونو پر ځای ترانې، مذهبي مطالب او یا هم داسې خپرونې خپرې کړي چې هېڅ ښځینه غږ پکې نه وي، حتا په ځینو مواردو کې هغه سوداګریز اعلانونه هم بند شول چې د ښځو یا ماشومانو غږونه پکې وو.
د ساکښو موجوداتو پر تصویر بندیز
د افغانستان د رسنیزو محدودیتونو په لړ کې د ښځو پر غږ تر بندیز وروسته هغه پرېکړه چې د ټلویزیوني ژورنالېزم پر ماهیت یې تر ټولو ژور اغېز وکړ، د ساکښو موجوداتو د تصویر اخیستلو او خپرولو بندیز و.
دغه محدودیت چې لومړی په کندهار کې عملي شو وروسته په تدریجي ډول د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېد او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له نافذېدو سره یې عملي بڼه خپله کړه.
د رسنیو مسوولین وایي، تر دې پرېکړې وروسته د افغانستان تلویزیوني رسنۍ له خپل اصلي رسالت څخه بېبرخې شوې، ځکه د ټلویزیون اساسي وسیله انځور او ویډیو ده او له هغې پرته تلوېزیون یوازې د غږ خپرولو یوه محدوده وسیله پاتې کېږي.
د کندهار په سیمهییزو انځوریزو رسنیو کې د دغه محدودیت د عملي کېدو له لومړیو ورځو رسنیو ته سپارښتنه وشوه، چې نور به د انسانانو او نورو ساکښو موجوداتو ویډیويي انځورونه نه خپروي.
تصویري راپورونه، د دولتي ادارو د غونډو پوښښ، د خلکو مرکې، مستند راپورونه او ان د ویډیو په بڼه د ټولنیزو ستونزو مستندول په عملي ډول له منځه ولاړل.
د ښځینه خبریالانو تدریجي اېستل
تر ۲۰۲۱کال وړاندې د افغانستان په رسنیو کې زرګونه ښځینه خبریالانې، ویاندویانې، پروډیوسرانې، تصویر اخیستونکې، د خپرونو چلوونکې او تخنیکي کارکوونکې په کار بوختې وې.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د شمېرو له مخې، هغه مهال شاوخوا ۲۸۳۳ ښځو په راډیوګانو، تلویزیونونو، چاپي او انلاین رسنیو کې فعالیت درلود.
په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، پکتیکا، لوګر او بامیان کې ښځو نه یوازې د ټلویزیون پر څپو خبرونه وړاندې کول، بلکې سیاسي مناظرې، ټولنیز پروګرامونه، اقتصادي خپرونې او څېړنیز راپورونه یې هم چمتو کول.
خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغه انځور په چټکۍ سره بدل شو، په لومړیو میاشتو کې یو شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو او ناروښانه وضعیت له امله د خپلو ښځینه کارکوونکو قراردادونه وځنډول.
د کندهار یوه پخوانۍ تلویزیوني ویانده، چې اوس په بهر کې ژوند کوي، وایي: «په لومړیو کې موږ ته ویل کېدل، چې یوازې څو ورځې کور کې پاتې شئ، وروسته به وضعیت عادي شي، خو ورځې په اونیو، اونۍ په میاشتو او میاشتې په کلونو واوښتې، ورو ورو پوه شوو چې زموږ لپاره د بېرته ستنېدو دروازې تړل شوې دي».
د رسنیو ډېری مدیران هم مني، چې د ښځینه کارکوونکو د ساتلو لپاره یې هڅې وکړې، خو د نویو مقرراتو، امنیتي فشارونو او د اقتصادي سرچینو د کمښت له امله ونه توانېدل چې پخوانی جوړښت وساتي.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال تر پایه د ښځینه رسنیزو کارکوونکو شمېر شاوخوا ۷۴۷ تنو ته راټیټ شو. دا په دې معنا چې په پنځو کلونو کې د ښځو حضور په رسنیز ډګر کې نږدې ۷۴ سلنه کم شوی دی.
تور ماسکونه، د ښځینه هویت سانسورول
هغه مکتوب چې له مخې یې د تلویزیوني خپرونو پرمهال د ښځینه ویندویانو مخ پټول لازمي وګرځول شول، د افغانستان دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.
د تلویزیونونو یوشمېر مسوولین وایي، د یادې پرېکړې له عملي کېدو وروسته ګڼې ښځینه ویاندویانې له سختو روحي فشارونو سره مخ شوې، ځکه د تلویزیوني ژورنالېزم یو مهم اصل د ویاند او مخاطب ترمنځ بصري اړیکه ده.
د کابل د یوه خصوصي تلویزیون پخوانۍ ویانده ،چې اوس په اروپا کې ژوند کوي، وایي: «موږ احساس کاوه چې زموږ غږ، څېره او هویت په تدریجي ډول له سکرین نه حذفېږي. د تلویزیون ویاند یوازې خبر لوستونکی نه وي، د رسنۍ د اعتبار یوه برخه وي. کله دې، چې مخ پټ شي، داسې احساس کوې چې ستا مسلکي هویت هم درنه اخیستل شوی دی».
د بېپولې خبریالانو سازمان، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په خپلو ارزونو کې یادونه کړې، چې د ښځینه خبریالانو پر حضور لګېدلي محدودیتونه د رسنیو پر تنوع، د معلوماتو پر ازاد بهیر او د ټولنې د نیمایي وګړو پر استازیتوب ژور منفي اغېز لري.
د افغانستان د رسنیو د پنځه کلن زوال تر ټولو څرګند انځور د هغو سلګونه رسنیو په تړل کېدو کې لیدل کېږي، چې یو وخت یې د هېواد د اطلاعاتي نظام ملا تړله.
د ۲۰۲۱کال د اګست تر ۱۵مې نېټې مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ راجستر شویو او فعالو رسنیو فعالیت درلود. په دې کې ملي او سیمهییز تلویزیونونه، راډیوګانې، چاپي خپرونې، خبري اژانسونه او انلاین رسنۍ شاملې وې.
خو د نظام له بدلون وروسته دغه انځور په بېساري ډول بدل شو، د رسنیزو بنسټونو د شمېرو له مخې؛ یوازې د لومړي کال په ترڅ کې ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیت ودراوه.
دا ډېری خصوصي رسنۍ وې چې د اقتصادي سرچینو د له منځه تلو، د اعلانونو د بازار سقوط، د نړۍوالو تمویلوونکو د مرستو بندېدو او د نویو محدودیتونو له امله یې نور د فعالیت توان نه درلود.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) وروستي معلومات ښيي، چې اوسمهال تر نیمایي ډېرې هغه رسنۍ چې تر ۲۰۲۱کال مخکې فعالې وې نور فعالیت نه کوي او د افغانستان رسنیز چاپېریال د تاریخ له تر ټولو ستر ناورین سره مخ شوی دی.
امسو دارنګه ویلي، چې د رسنیزو بنسټونو د شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۱ کال وړاندې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ فعال تلویزیوني چینلونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر تر ۷۰ هم کم شوی دی.
د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې اوس هغه تصویري راپورونه، ژوندۍ خپرونې او عامه مناظرې نه لیدل کېږي چې څو کاله وړاندې د خلکو د ورځني ژوند برخه وه.
د امسو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱کال تر اګست مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱زره او ۸۵۷ خبریالانو په بېلابېلو رسنیو کې کار کاوه، خو یوازې یو کال وروسته دغه شمېر ۴زره او ۷۵۹ تنو ته راټیټ شو.
د یاد مرکز د راپور پربنسټ، په لومړي کال کې نږدې ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې. د وروستیو ارزونو له مخې، اوسمهال له دوو پر دریو څخه زیاتو خبریالانو یا ژورنالېزم پرېښی، یا نورو مسلکونو ته تللي او یا هم د امنیتي ستونزو له امله له هېواده وتلي دي.
په دې منځ کې ښځینه خبریالانې تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوې دي.
د رسنیزو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر اګست مخکې له ۲زرو څخه زیاتو ښځو په راډیوګانو، تلویزیونونو، خبري اژانسونو او چاپي رسنیو کې کار کاوه، خو نن ورځ په ټول افغانستان کې یوازې شاوخوا ۱۹۰ ښځینه خبریالانې په رسنیزو بنسټونو کې پاتې دي.
د ښځینه خبریالانو له ټول شمېر څخه یوازې شاوخوا ۹،۶ سلنه اجازه لري، چې په خپل کاري چاپېریال کې حضور ولري. ډېری نورې یا په مستعارو نومونو کار کوي، یا د پردې تر شا تخنیکي دندې ترسره کوي او یا هم په عام محضر کې د راڅرګندېدو د خطرونو له وېرې د خپل هویت له څرګندولو ډډه کوي.
په ورته مهال تر ۷۰ سلنې زیاتې ښځینه خبریالانې وایي، د خپل مسلک د دوام لپاره ځانسانسوري کوي او له هغو موضوعاتو ډډه کوي چې د ستونزو د رامنځته کېدو احتمال پکې وي.
د رسنیو د ازادۍ نړۍوال شاخص او افغانستان
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) د رسنیو د ازادۍ نړۍوال شاخص ښيي، چې افغانستان په پرلهپسې ډول خپل ځای له لاسه ورکړی دی.
افغانستان په ۲۰۲۱کال کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۲۲م مقام درلود، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۲کال کې ۱۵۶م مقام ته ښکته شو.که څه هم په ۲۰۲۳کال کې یې لږ بدلون وکړ او ۱۵۲م ځای یې خپل کړ، خو په ۲۰۲۴کال کې وضعیت یو ځل بیا خراب شو او هېواد ۱۷۸م مقام ته ولوېد.
په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې افغانستان په ۱۷۵م مقام کې پاتې شو، چې دا د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې خبریالي او د بیان ازادي پکې تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخ ده.
د رسنیو تړل، د زرګونه خبریالانو بېکاري، د ښځینه خبریالانو ګوښه کېدل، د سانسور پراخېدل،معلوماتو ته محدود لاسرسی او د ځانسانسورۍ زیاتوالی هغه لاملونه دي چې افغانستان یې د بیان ازادۍ د نړۍوالې ډلبندۍ په وروستیو کتارونو کې درولی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) هم په خپلو وروستیو ارزونو کې ویلي، چې د افغانستان رسنیز چاپېریال په تېرو پنځو کلونو کې له ژورو بدلونونو سره مخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوندو ادارو او یونسکو هم په خپلو راپورونو کې ټینګار کړی، چې د بیان ازادي یوازې د خبریالانو حق نه، بلکې د ټولنې د هر وګړي بنسټیز حق دی.
په ډېرو ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو، د امر بالمعروف ادارو او ځینو امنیتي ارګانونو له خوا په جلا، جلا ډول رسنیو ته لارښوونې ورکول کیږي، چې په پایله کې یې د رسنیو د کار ساحه ورځ تر بلې تنګیږي.
د سیاسي مناظرو محدودول، د طالبانو د ادارې پر کړنو د انتقادي راپورونو کمول، د ښځینه مېلمنو او ویاندویانو د حضور محدودول، د موسیقۍ او تفریحي پروګرامونو بندېدل او د ساکښو موجوداتو د تصویر اخیستلو مخنیوی ټول د همدې لارښوونو برخه دي.
د رسنیو مسوولین وایي، د دغه مقرراتو له ډېرېدو وروسته د هر راپور، مرکې او خپرونې تر خپرېدو مخکې د هغې د احتمالي پایلو ارزونه اړینه شوې ده.
په کندهار کې د یوې خصوصي راډیو مدیر وایي: «پخوا به مو یوازې د ژورنالېزم اصول په پام کې نیول، خو اوس باید په دې فکر هم وکړو، چې کومه جمله، کوم تصویر او یا کومه پوښتنه ستونزه جوړولای شي».
د رسنیو پر فعالیتونو د رسمي محدودیتونو ترڅنګ د خبریالانو او د خواله شبکو د فعالانو په باور؛ د امنیتي او استخباراتي ادارو دوامداره څار په افغانستان کې د ځانسانسورۍ کلتور بېساری پراخ کړی دی.
د خبریالانو په وینا، اوس د یوه راپور، یوې مرکې او یا حتا د فېسبوک د یوه لنډ پوسټ له خپرېدو مخکې ډېر کسان څو ځله فکر کوي چې ښايي د دوی لیکنه یا څرګندونې ستونزې رامنځته کړي.
د همدې وېرې له امله ګڼ شمېر رسنیو خپل انتقادي پروګرامونه بند کړي او یا یې د خپرونو منځپانګه تر ډېره په رسمي معلوماتو پورې محدوده کړې ده.
په کندهار کې یو ټولنیز فعال په دې اړه وایي: « تر ټولو خطرناک حالت دا دی چې انسان خپله له وېرې خبرې نه کوي، نن ډېر خلک له همدې حالت سره مخ دي. زه یې دوه ځله د فیسبوک په عادي پوسټ بندي کړی یم، نو څنګه بیا څه ووایم».
خبریالان وایي، د ازادو او انتقادي بحثونو نشتوالی د دې لامل شوی چې د خلکو اصلي ستونزې او بېلابېل نظرونه نور د رسنیو له لارې منعکس نه شي.
د کندهار یو خبریال چې دامهال په یوه محلي رسنۍ کې کار کوي، وایي: «ډېر کسان راسره د خبرو کولو جرات نه کوي او هر کس وایي چې د طالبانو غوښتنه نه شو منلی او یا پر هغوی انتقاد نه شو کولای».
د خبریالانو نیول، ګواښل او جلاوطني
د بیان ازادۍ د محدودېدو ترڅنګ، د افغان خبریالانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو، نیونو او جلاوطنۍ لړۍ هم په تېرو پنځو کلونو کې بېسارې پراخه شوې ده.
لسګونه خبریالان د خپلو راپورونو، انتقادي لیکنو او یا هم رسنیز فعالیت له امله له امنیتي فشارونو سره مخ شوي، ځینې په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه نیول شوي او ګڼ شمېر نور د احتمالي نیول کېدو له وېرې له هېواده وتلو ته اړ شوي د.
د کندهار یو خبریال چې اوس په امریکا کې ژوند کوي وایي: « نه مې غوښتل خپل هېواد پرېږدم، خو پوهېدم که پاتې شم، یا به زندان ته ولاړ شم او یا به نور هېڅکله د خبریال په توګه کار ونه کړم ځکه درې ځله بندي شوم او د مرګ ګواښونه راته کېدل».
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) افغانستان د «خبریالانو د تبعید اصلي مرکز» بللی او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۱کال تر بدلون وروسته لږترلږه ۶۷۷ افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو او د رسنیزو محدودیتونو له امله د دغه سازمان په ملاتړ له افغانستان نه وتلي دي.
د یاد سازمان په وینا، دغه شمېر د نړۍ په کچه د هغو جلاوطنه خبریالانو نږدې نیمايي جوړوي، چې د RSF تر ملاتړ لاندې دي.
راپور څرګندوي، چې د رسنیو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه، امنیتي ګواښونه، خپلسرې نیونې او د عامه فضا محدودېدل هغه لاملونه دي چې سلګونه افغان خبریالان یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي. د راپور له مخې؛ د وتلو تر ټولو لویه څپه په ۲۰۲۲کال کې ثبت شوې چې ۱۸۳ خبریالان کیږي.
دغه سازمان زیاتوي، چې د جلاوطنۍ بهیر لاهم دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې ۸۲ نور افغان خبریالان د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده وتلي دي. ډېری دغه خبریالان اوس په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان کې له ناروښانه او بېثباته وضعیت سره مخ دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د نجونو د زدهکړو بهیر په ناڅاپي ډول ودرېد. هغه نجونې چې هغه مهال په اووم ټولګي کې وې، په عادي حالت کې یې باید سږ کال د ۱۲ بریلیکونه ترلاسه کړي وای، خو د ښوونځیو تړلو له امله یو بل نسل هم شپږم ټولګي ته رسېدلی او د زدهکړو له دوام څخه محروم شوی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې څومره نجونې محرومې شوې؟
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د هلکانو ثانوي ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې د بېرته ستنېدو اجازه ورنه کړه. یونسکو ویلي چې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۱،۱ میلیونه نجونې او ځوانې ښځې له رسمي ثانوي زدهکړو محرومې شوې.
دا شمېر یوازې د اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د لومړنۍ محرومې شوې ډلې اټکل و؛ یعنې ټولې هغه نجونې پکې نه شاملېدې چې له دې وړاندې د بېوزلۍ، جګړې، ناامنۍ، کډوالۍ یا ښوونځیو ته د نه لاسرسي له امله له زدهکړو پاتې وې.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو له اعلان شوې ژمنې هم شاتګ وکړ. نجونې د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ ښوونځیو ته ورغلې، خو څو ساعته وروسته بېرته کورونو ته واستول شوې. د ۲۰۲۳ کال د جون تر پایه، د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو رسمي ښوونځي وتړل شول.
یونسکو په ۲۰۲۴ کال کې د بندیز له امله د محرومو نجونو شمېر لږ تر لږه ۱،۴ میلیون ښودلی و، خو یونیسف د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې وویل چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره نږدې ۴۰۰ زره نورې نجونې هم له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته پرېنښودل شوې او مجموعي شمېر ۲،۲ میلیونو ته ورسېد. د یونیسف د ۲۰۲۵ کال کلني راپور هم تایید کړه چې بندیز تر هغه کال له ۲،۲ میلیون څخه د زیاتو نجونو پر ژوند اغېز کړی دی.
له همدې امله، په راپور کې باید دوه شمېرې سره ګډې نه شي:۱،۱میلیون د ۲۰۲۱ کال په لومړي پړاو کې د بندیز له امله اغېزمنې شوې نجونې وې.
۲،۲میلیون د ۲۰۲۵ کال تر پایه د هغو ټولو تنکیو نجونو مجموعي شمېر و چې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته پرېنښودل شوې.
د یونسکو او یونیسف په وینا، افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زدهکړو په رسمي ډول منع دي.
په ۲۰۲۶ کال کې باید څومره نجونې فارغې شوې وای؟
د دې پوښتنې لپاره تر اوسه د ملګرو ملتونو یا د طالبانو د پوهنې وزارت کوم رسمي او کره رقم نشته، خو د بندیز تر مخه د نوملیکنې له شمېرو څخه یو محتاط اټکل اخیستل کېدای شي.
هغه شاوخوا ۱،۱ میلیون نجونې چې په ۲۰۲۱ کال کې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې شاملې وې، که یې زدهکړو په عادي ډول دوام کړی وای، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ به په تدریجي ډول د دوولسم ټولګي د بشپړولو پړاو ته رسېدلې وای. له همدې امله ویل کېدای شي چې تر ۲۰۲۶ کال پورې د نږدې ۱،۱ میلیون نجونو د ښوونځي د بشپړولو امکان له منځه تللی دی.
خو دا باید د «قطعي فارغانو» شمېر ونه بلل شي ځکه د ټولګیو د تکرار، پرېښودو، بېځایه کېدو، کمعمره ودونو او نورو ستونزو له امله به ټولې ثبت شوې نجونې حتما نه فارغېدې. دا شمېره د هغو نجونو د تعلیمي فرصت اندازه ښيي چې باید د فراغت پر لور تللې وای.
د هغو نجونو د شمېر لپاره چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې باید فارغې شوې وای، تر ټولو محتاط اټکل شاوخوا ۱۸۰ زره تر ۲۰۰ زره نجونې دی. دا هغه نسل دی چې په ۲۰۲۱ کال کې تقریبا په اووم ټولګي کې و او سږ کال باید دولسم ټولګی یې بشپړ کړی وای.
په ۲۰۲۱ کال کې نږدې ۱،۱ میلیون نجونې په شپږو ټولګیوله اووم څخه تر دولسم پورې وې. که دا شمېر پر شپږو ټولګیو ووېشل شي، د هر ټولګي منځنی شمېر نږدې ۱۸۳ زره کېږي.
دا یوازې یو تحلیلي اټکل دی، نه د ۲۰۲۶ کال رسمي احصایه. د ټولګیو ترمنځ د زدهکوونکو شمېر مساوي نه و او په لوړو ټولګیو کې عموما د نجونو شمېر کمېده. له همدې امله
د بندیز تر مخه د نوملیکنې د موجودو شمېرو پر بنسټ اټکل کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې د اووم ټولګي شاوخوا ۱۸۰ زره تر ۲۰۰ زره نجونې باید په ۲۰۲۶ کال کې له دولسم ټولګي فارغې شوې وای؛ خو د پنځه کلن بندیز له امله دغه نسل له رسمي ثانوي زدهکړو او فراغت څخه محروم شو.
څومره نجونې لېسې او پوهنتون ته نه دي تللې؟
د ښوونځیو په برخه کې، د یونیسف وروستۍ روښانه شمېره ښيي چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه له شپږم ټولګي پورته له ۲،۲ میلیون څخه زیاتې نجونې له رسمي زدهکړو محرومې شوې وې.
که هر کال نږدې ۳۹۷ زره نورې نجونې شپږم ټولګی بشپړوي، خو اووم ټولګي ته نه پرېښودل کېږي، بندیز د یوې ثابتې ډلې پر ځای هر کال یو نوی نسل هم اغېزمنوي. یونیسف اټکل کړی چې که بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له لومړنیو زدهکړو پورته به د محرومو نجونو مجموعي شمېر له څلورو میلیونو واوړي.
د پوهنتونونو وضعیت جلا دی. طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰مه په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو پر زدهکړو بندیز ولګاوه. یونسکو وايي، دې پرېکړې له ۱۰۰ زرو زیاتې ښځینه محصلانې لوړو زدهکړو ته له لاسرسي محرومې کړې.
د ښوونځي ۲،۲ میلیونه او د پوهنتون له ۱۰۰ زرو زیاتې محصلانې باید په ساده ډول سره جمع نه شي ځکه دا شمېرې په بېلابېلو وختونو او میتودونو راټولې شوې او د ځینو نجونو ترمنځ د عمر او تعلیمي مسیر د تداخل امکان شته.
بندیز د لومړنیو زدهکړو بنسټ هم کمزوری کړی
که څه هم نجونې تر شپږم ټولګي پورې د زدهکړو اجازه لري، لومړنۍ زدهکړې هم خوندي نه دي پاتې. د ښوونځي د عمر میلیونونه ماشومان لا هم له زدهکړو بهر دي او نجونې یې لویه برخه جوړوي.
د ثانوي ښوونځي نشتوالی کورنۍ بېانګېزې کوي چې لوڼې په لومړني ښوونځي کې شاملې یا تر شپږم ټولګي پورې وساتي. د کورنیو لپاره دا پوښتنه پیدا کېږي چې کله نجلۍ له شپږم ټولګي وروسته د زدهکړې، پوهنتون او رسمي دندې اجازه نه لري، نو ولې دې لومړنۍ زدهکړې بشپړې کړي؟
په دې توګه، بندیز یوازې د اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې دروازه نه ده تړلې؛ بلکې د نجونو د زدهکړو ټول مسیر یې بېهدفه کړی دی.
له ښوونځي تر اجباري واده؛ د بندیز ټولنیزې اغېزې
د کمعمره او اجباري ودونو زیاتېدل
ښوونځی د نجونو لپاره یوازې د زدهکړې ځای نه دی؛ بلکې د کمعمره واده، کورني تاوتریخوالي، استثمار او انزوا پر وړاندې یو مهم محافظتي چاپېریال هم دی. کله چې نجلۍ ښوونځی پرېږدي، د هغې د واده احتمال زیاتېږي، په ځانګړي ډول په هغو کورنیو کې چې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د احصایوي ماډل پر بنسټ اټکل کړی چې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدهکړو بندیز تر ۲۰۲۶ کال پورې د کمعمره ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړولای شي. د دې ادارې په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۳۰ سلنه افغان نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې وې.
د زدهکړو بندیز، بېوزلي او د ښځو د کار محدودیتونه یو بل پیاوړي کوي، کورنۍ عاید له لاسه ورکوي، نجلۍ د راتلونکي لپاره روښانه مسیر نه ویني او واده د اقتصادي فشار د کمولو یا د هغې د «راتلونکي خوندي کولو» د یوې وسیلې په توګه وړاندې کېږي.
ژر امیندوارۍ او روغتیايي خطرونه
کمعمره ودونه د ژر امیندوارۍ، د میندو او ماشومانو د مړینې، خوارځواکۍ او دوامدارو روغتیايي ستونزو خطر لوړوي. له بلې خوا، د نجونو پر زدهکړو بندیز په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو، قابلو، نرسانو او روغتیايي کارکوونکو شمېر هم کموي.
په داسې یوه ټولنه کې چې د ښځینه او نارینه ناروغانو او کارکوونکو ترمنځ سخت بېلتون عملي کېږي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت یوازې د کار بازار ستونزه نه ده؛ بلکې د ښځو او ماشومانو د ژوند مستقیم خطر دی.
رواني فشار، ناهیلي او انزوا
د زدهکړو ناڅاپي محدودیت یا محرومیت په زرګونو نجونو کې د ناهیلۍ، اضطراب، خپګان، بېهدفۍ او ټولنیزې انزوا سبب شوي دي. ډېرو نجونو نه یوازې ټولګی، بلکې له ملګرو، ښوونکو او ټولنیز چاپېریال سره ورځنی تماس هم له لاسه ورکړی دی.
د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا دا احساس پیاوړی کوي چې هڅه، استعداد او شخصي انتخاب یې د ژوند پر مسیر اغېز نه لري. دا حالت په اوږد مهال کې د یوه داسې نسل د رامنځته کېدو خطر زیاتوي چې له ټولنیز ګډون، اقتصادي خپلواکۍ او تصمیم نیونې څخه لرې ساتل شوی وي.
اقتصادي زیان او د مسلکي ښځو کمښت
هغه نجونې چې نن ښوونځي او پوهنتون ته نه ځي، سبا به د هېواد ښوونکې، ډاکټرانې، نرسانې، خبریالانې، انجنیرانې، حقوقپوهانې او دولتي کارکوونکې وای. د دوی محرومیت د کورنیو د عاید تر څنګ د افغانستان د بشري پانګې او اقتصادي ودې ظرفیت هم له منځه وړي.
د ښځو د زدهکړو او کار محدودول د کورنیو اقتصادي وابستګي زیاتوي، د فقر کړۍ دوامداره کوي او د هېواد نیمایي نفوس له تولیدي او مسلکي فعالیت څخه باسي. اغېزې یې یوازې پر ښځو نه محدودېږي؛ بلکې روغتیا، پوهنه، اقتصاد او ټولنیز ثبات ټول زیانمنوي.
د «موقتي بندیز» پنځه کلن دوام
طالبانو په لومړیو کې د نجونو د ښوونځیو تړل موقتي وبلل او د مناسب چاپېریال، نصاب، لباس او «شرعي چوکاټ» د برابرېدو خبره یې کوله خو نږدې پنځه کاله وروسته هم د دې چوکاټ د بشپړېدو نېټه، رسمي سند او عملي نقشه نه ده وړاندې شوې.
په همدې موده کې بندیز له ثانوي ښوونځیو څخه پوهنتونونو، د طبي زدهکړو ځینو مرکزونو او د ښځو ګڼو مسلکي او کاري برخو ته پراخ شوی دی. دا پراختیا د دې ادعا پر اعتبار پوښتنه راپورته کوي چې ستونزه یوازې تخنیکي چمتووالی یا د نصاب اصلاح ده.
کله چې هر کال سلګونه زره نوې نجونې له زدهکړو پاتې کېږي، «موقتي» بندیز په عملي لحاظ د نسلونو په دایمي محرومیت بدلېږي. له لاسه تللي پنځه تعلیمي کلونه یوازې د ښوونځیو په بیا پرانیستلو نه جبرانېږي؛ ځکه ډېری نجونې به تر هغه وخته واده شوې، کار ته اړې شوې، کډوالې شوې یا به د رسمي زدهکړو له عمر او چاپېریال څخه وتلې وي.
د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو ژور اغېز ښايي یوازې د هغو نجونو په شمېر کې نه وي چې نن ښوونځي ته نه ځي، بلکې په هغو ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو، خبریالانو، انجنیرانو او متخصصانو کې وي چې په راتلونکو کلونو کې به موجودې نه وي.
د ۲۰۲۱ کال په لومړي پړاو کې شاوخوا ۱،۱ میلیون نجونې اغېزمنې شوې؛ د ۲۰۲۵ کال تر پایه د محرومو نجونو شمېر له ۲،۲ میلیونو واوښت او له ۱۰۰ زرو زیاتې ښځینه محصلانې هم پوهنتونونو ته له تلو منع شوې. اټکل کېږي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۸۰ زره تر ۲۰۰ زره نجونې باید له دولسم ټولګي فارغې شوې وای، خو د فراغت پر ځای یې پنځم محروم تعلیمي کال بشپړ کړ.
که اوسنی وضعیت تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له څلورو میلیونو زیاتې نجونې به له لومړنیو زدهکړو پورته له رسمي تعلیم څخه محرومې شوې وي. په دې حساب، ضایع شوی نسل یوازې یوه استعاري اصطلاح نه ده؛ بلکې د میلیونونو نجونو د له لاسه تللو تعلیمي کلونو، د کمعمره ودونو د زیاتېدو، د ښځینه مسلکي کادرونو د کمېدو او د افغانستان د راتلونکي د محدودېدو اندازه ده.
د کابل پر تخت د طالبانو د ولکې له پنځو کلونو وروسته، د پاکستان او دغه ډلې ترمنځ پخوانۍ دوستي اوس په یوه ښکاره جګړه او دښمنۍ بدله شوې ده. په پاکستان کې د بریدونو زیاتوالی او پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه هغه عوامل دي چې دا دوه لوري یې جګړې ته کښېکاږل.
د افغان طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو پنځه کاله پوره شول او په دې موده کې ښايي پاکستان یوازینی هېواد و چې تر هر چا وړاندې یې پر کابل د افغان طالبانو د واکمنۍ تود هرکلی وکړ. خو په دې پنځو کلونو کې حالات داسې په چټکۍ بدل شول چې د لسګونو کلونو پخواني ملګري ظاهرا اوس د یو بل په دښمنانو بدل شوي دي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې دا حالات ولې تر جګړې ورسېدل او هغه کوم لوی لاملونه دي چې له امله یې د دواړو دوستي په دښمنۍ بدله شوه؟
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه چې طالبان کابل ته ننوتل، د کرښې هاخوا د جشن فضا وه. په پاکستان کې د هغه وخت حکومت او امنیتي ادارو نه یوازې د طالبانو هرکلی وکړ بلکې د هر ډول ملاتړ ډاډ یې هم ورکړ.
د هغه وخت د لومړي وزیر عمران خان یو بیان خورا مشهور شو چې ویلي یې وو: «طالبانو د غلامۍ زنځیرونه مات کړل.». دغه راز ددغه هېواد ددفاع اوسني وزیر خواجه اصف د طالبانو په ملاتړ پوستونه وکړل.
کابل کې چې کله د طالبانو سرپرسته اداره جوړېدله، نو د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر جنرال فیض حمید ناڅاپه کابل ته ورسېد او په سرینا هوټل کې په ښکاره ګرځېدو سربېره یې هلته له ځینو بهرنیو خبریالانو سره هم وکتل.
وروسته د جنرال فیض دغه سفر خورا جنجالي شو او د دې سفر په اړه په بهرنیو رسنیو کې رپوټونه هم خپاره شول.
د طالبانو مخالف افغان سیاستوال چې لا دمخه پر کابل د طالبانو له واکمنۍ په غوسه وو، د خپلو مخالفینو د نښه کولو لپاره یې یو لوی ثبوت ترلاسه کړ او د جنرال فیض حمید پر سفر یې سختې نیوکې وکړې او د دې ثابتولو هڅه یې وکړه چې طالبان د پاکستان په مرسته د کابل پر تخت ناست دي او جنرال فیض حمید کابل ته په تګ سره د هغوی د حکومت په جوړولو کې مرسته کړې ده.
داسې راپورونه شته چې په ښکاره کابل ته د پاکستان د استخباراتو د مشر پر سفر د طالبانو د مشرتابه ځینې غړي هم ناراضه شول ځکه پر طالبانو لا دمخه دا تورونه وو چې دوی د پاکستان نیابتي ځواکونه دي.
په دې لړ کې د پاکستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي کابل ته سفر وکړ او نړۍ ته یې ډاډ ورکاوه چې دا د ۹۰مې لسیزې طالبان نه دي چې سخت دریځ ولري، بلکې د وخت په تېرېدو سره خورا بدل شوي او غواړي له نړۍ سره یوځای لاړ شي. خو نړیواله ټولنه باید له هغوی سره مرسته وکړي ځکه د جګړو له امله د افغانستان بنسټونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
دغه راز د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم اسلاماباد ته سفر وکړ. نږدې تر یوه کال پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا تودې وې. خو ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی درز هغه وخت رامنځته شو چې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د القاعده مشر ډاکټر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا په یو بې پيلوټه برید کې ووژل شو. که څه هم طالبانو تر نن ورځې د القاعده د مشر وژل کېدل نه دي تایید کړي، خو ټوله نړۍ پوهېږي چې هغه په کابل کې وژل شوی و.
له دې برید وروسته، د طالبانو په اداره کې ځینو وزیرانو په پټو ټکو دا تور پورې کاوه چې دغه امریکایي ډرون د پاکستان له هوايي حریم څخه په تېرېدو افغانستان ته ننوتی و. په هغه وخت کې د پاکستان پر ضد د بیانیې په جوړولو کې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد تر ټولو مخکښ و.
د ملي ډیموکراتیک غورځنګ یوې مشرې بشرا ګوهر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر افغان ولس لومړی ګوزار هغه وخت وشو چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او په دې بهیر کې یې د افغانستان جمهوریت په بشپړ ډول له پامه وغورځاوه او په مستقیم ډول یې له «ترهګرو» سره تړون لاسلیک کړ.
د مېرمن ګوهر په وینا، په هغه وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلاماباد کې له دوی سره کتلي وو او دوی ته یې وویل، چې دا د ۹۰مې لسیزې طالبان نه دي بلکې دوی اوس خورا بدل شوي دي. ګوهر وايي، « په داسې حال کې چې موږ په هغه وخت کې هم له واکمنانو سره مخالفت وکړ او هغوی ته مو وویل چې دا همغه زاړه طالبان دي، دوی خپله اجنډا لري او هیڅ بدلون پکې نه راځي»،
هغې زیاته کړه، «موږ ان دا هم ویلي وو چې که دوی واک ته ورسېږي نو پاکستان به هم د دې بیه پرې کړي، خو په هغه وخت کې زموږ خبرو ته پام ونه شو.»
د بشرا ګوهر په وینا، دوی په هغه وخت کې په افغانستان کې واکمنو افغان چارواکو ته هم خپله رایه ورکړې وه چې طالبان به لومړی ګوزار پر افغان هویت او بیا پر ښځو وکړي، ځکه کله چې یوه ټولنه خرابول غواړي نو تر ټولو لومړی ښځې نښه کېږي او نن په افغانستان کې همدغسې وضعیت واکمن دی.
هغې وویل چې که په راتلونکي کې په افغانستان کې کوم بدلون راځي، نو د دې لپاره باید افغان ولس په خپله راپاڅېږي، امریکا یا کوم بل لویدیځ هېواد به د افغان ولس د حالاتو د ښه کولو لپاره رانهشي، بلکې امریکا او د هغوی لویدیځو متحدینو په داسې ډول له طالبانو سره په تړون کولو سره افغانستان ته دومره زیان رسولی چې شاید بل چا نه وي رسولی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نږدې تر دریو کلونو پورې حالات بیا هم دومره ډېر خراب نه وو. خو په ۲۰۲۵ کال کې چې په پاکستان کې دننه په وسله والو بریدونو کې بېساری زیاتوالی راغی او په دې موده کې د خیبر پښتونخوا په سویلي ولسوالیو، پېښور، اسلاماباد او کراچۍ کې پر پاکستاني ځواکونو څو لوی ځانمرګي بریدونه وشول، چې د پاکستان له خوا سخت غبرګون ورسره مل و. په دې موده کې د پاکستان د پوځ او حکومتي وزیرانو په پرله پسې ډول دا خبره کوله، چې په دغو ډېرو بریدونو کې افغان جنګیالي ښکېل دي او پاکستان څو ځلې له افغان طالبانو سره شواهد هم شریک کړي دي. خو بل لور ته افغان طالبانو تل دا خبره رد کړې ده.
د پېښور یو لوړپوړی خبریال او شنونکی شمیم شاهد وایي چې دا خبره اوس روښانه شوې چې په افغانستان کې طالبانو ته واک د امریکا له خوا ورکړل شو، نه هغوی د ټوپک په زور راغلل، نه د جګړې له امله او نه د هغوی په راتګ کې د پاکستان کوم رول و.
د هغه په وینا: «نن هم په افغانستان کې چې څه کېږي، هغه د امریکا او د هغوی د متحدینو په غوښتنه کېږي. هو، یو وخت داسې ضرور راغی چې پاکستان او طالبان یو بل ته دومره نږدې شول چې د امریکا باور پرې ختم شو، نو ځکه د امریکا په غوښتنه په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو او په قطر کې ورسره تړون لاسلیک شو.»
د پاکستان او افغانستان د اوسنۍ جګړې په اړه په خبرو کې شمیم شاهد وویل: «دا ماته ټوله یوه لوبه ښکاري، زموږ په سیمه کې ماشومان یوه لوبه کوي چې پټ پټونی ورته وايي، دا همغه لوبه ده، د طالبانو دا جرات نشته چې د امریکا، سعودي عربستان او پاکستان له کومې خبرې انکار وکړي.»
خو د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه هغه وخت اوج ته ورسېده او په یوه پرانیستې جګړه بدله شوه چې تېر کال په اکتوبر کې پاکستان د افغانستان په دننه کې هوايي بریدونه وکړل. له دې برید څو ورځې وروسته طالبانو هم د دې سخت ځواب ورکړ او د پاکستان سرحدي پوستې یې له چترال او باجوړ څخه څخه نیولې تر بلوچستان پورې په غرنیو سیمو کې نښه کړې چې پکې ګڼ شمېر کسان ووژل شول.
د طالبانو دا برید تر دې کچې سخت او ناڅاپي و چې په پاکستان کې یې تمه نه کېدله.
د دې برید په ځواب کې پاکستان بیا برید وکړ او دا ځل کابل او کندهار د هوايي بریدونو نښه شول چې پکې ګڼ کسان ووژل شول.
په تېرو لسو میاشتو کې دواړو هېوادونو څو ځلې پر یو بل سخت بریدونه کړي دي. د تېر کال له اکتوبر وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې د سوداګرۍ لپاره په بشپړ ډول تړلې دي. له پاکستان څخه یوازې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ روانه ده چې یو ځل بیا ګړندۍ شوې ده. د دې ترڅنګ پر لارو دومره سختي شوې چې له افغانستان څخه پاکستاني وګړي هم خپل هېواد ته نشي ستنېدلی.
د پاکستان د جماعت اسلامي د شمالي سیمو امیر او پخوانی ایالتي وزیر عنایت الله خان وایي چې پاکستان د افغان طالبانو له لومړي حکومت سره ښې اړیکې لرلې خو له بده مرغه دا اړیکې پاتې نه شوې. د هغه په وینا، شاید دواړو خواوو ته ستونزې شته.
هغه وویل چې د پاکستان دا دریځ سم دی چې له افغانستان څخه دلته نفوذ کېږي او دلته امنیتي ادارې او عام وګړي په نښه کېږي او د یوې مسوولې ادارې په توګه دا د افغان طالبانو مسوولیت دی چې د دغو بریدونو مخه ونیسي خو داسې ښکاري چې یا خو افغان طالبان دا وړتیا نه لري او یا هم د افغان طالبانو په دننه کې ځینې خلک له ټي ټي پي جنګیالیو سره لاس لري.
د عنایت الله خان په وینا، پاکستان چې په کوم ډول دا مساله د ځواک په زور حل کول غواړي، له دې څخه د ګټې پر ځای تاوان رسېږي ځکه له دې امله په افغان ولس کې د پاکستان پر ضد نوره کرکه زیاتېږي.
هغه د افغان کډوالو په زوره د شړلو پر تګلاره هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې «موږ پنځوس کاله د دغو کډوالو کوربهتوب کړی، که د حکومت په تګلاره کې بدلون راغلی نو باید عملي شي خو افغان کډوال باید په عزت او درناوي خپل هېواد ته واستول شي څو هغوی له دې ځایه ښې خاطرې له ځان سره یوسي».
د پاکستان او طالبانو ترمنځ روانې ښکاره جګړې ته په کتو، د دواړو هېوادونو څو ملګرو هېوادونو د جګړې د پای ته رسولو لپاره څو ځلې د منځګړیتوب هڅې وکړې خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.
په قطر کې تر ټولو لومړی خبرې اترې وشوې چې پکې د کورنیو چارو وزارت په کچه پلاویو ګډون کړی و. له هغې وروسته د ترکیې، سعودي عربستان او چین له خوا په وار وار هڅې وشوې خو له بده مرغه د هغو کومه عملي پایله نه ده راوتلې.
خبریال او شنونکی طاهر خان وایي چې کله طالبان واک ته ورسېدل نو دلته په پاکستان کې هیلې او اندېښنې دواړه موجودې وې. دلته د واکمنانو فکر دا و چې که په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي نو دلته به هم سوله راشي خو داسې ونه شول بلکې په کابل کې له بدلون وروسته د کرښې هاخوا جګړه دوه چنده او درې چنده شوه.
هغه وویل چې پاکستان پخوا پر افغان طالبانو تور پورې کاوه چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد کاروي خو نن سبا خبره له دې وړاندې شوې او اوس پاکستان وايي چې افغان طالبان د پاکستان ضد ډلو ته اسانتیاوې برابروي.
د طاهر خان په وینا، شاید د افغان طالبانو له ذهنونو دا خبره نه وي وتلې چې د هغوی لومړی حکومت امریکا پای ته ورساوه چې پاکستان هم پکې ورسره ملګری و، د هغوی ګڼ شمېر مشران او قوماندانان په پاکستان کې ونیول شول یا ووژل شول او ښايي دا تریخ تېر وخت نن هم په افغانستان کې شته چې د دواړو ترمنځ د بې باورۍ لامل کېږي.
هغه وویل که څه هم حالات خورا جدي پړاو ته رسېدلي خو د دې یوازینۍ حل لاره خپلمنځي خبرې اترې او ډیپلوماسي ده او له دې پرته بله هېڅ لاره نه ښکاري.