مریم نواز: پنجاب د ګاونډیو ایالتونو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ دی
د پاکستان د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز ویلي، چې دغه صوبه د ګاونډیو صوبو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ ده.
د مریم نواز دغه څرګندونو ته محسن دواړ سخت غبرګون ښودلی او وايي چې خیبر پښتونخوا ته بیا د پنجاب د ملکي او پوځي «اشرافو» لهخوا ګواښونه متوجې دي.
مریم نواز شریف د شنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې پنجاب ایالت ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه وویل: «د خواشينۍ خبره دا ده چې ماته د ګاونډي هېواد (هند) له لوري ګواښ کم دی، خو د ګاونډیو ایالتونو له لوري زیات دی. ترهګري له همدغو ایالتونو څخه پنجاب ته راځي. پر پنجاب د ټولو نظر دی، خو پنجاب خوندي دی».
مریم نواز د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو له نوم اخیستو پرته وویل: «له ټولو ایالتونو سره پر پولو پنجاب ته ګواښونه شته دي».
د پنجاب د اعلی وزیرې دغو څرګندونو ته د پاکستان د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ سخت غبرګون ښودلی او د خیبر پښتونخوا له نوم اخیستو پرته یې ویلي چې پښتونخوا ته د پنجاپ له لوري ګواښ متوجې دی.
داوړ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: «موږ ته ګواښ د پنجاب له ملکي ـ پوځي اشرافو څخه دی، چې زموږ پر سرچینو یې قبضه کړې او د امریکا د ګټو لپاره یې زموږ سیمه د باروتو په انبار بدله کړې ده».
داوړ مریم نواز ته په خطاب کې ویلي، د هغې ترهګرۍ د اور تودوخه چې تاسو یې اوس احساسوی، موږ له لسیزو راهیسې په دغه اور کې سوځو.
راپور وايي، یو شمېر افغانانو په هوسټن کې د کار زمینه هم پیدا کړه او ځینو یې وروسته خپل کاروبارونه پیل کړل. میوند احمدزي، چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکا ته تللی و، لومړی یې په رستورانتونو کې کار وکړ او وروسته یې خپل رستورانت پرانیست، چې له لارې یې نورو افغان کډوالو ته هم د کار زمینه برابره کړه.
خو د افغان کډوالو نوی ژوند له قانوني او اقتصادي ستونزو خالي نه و. د راپور له مخې، ډېری افغانان د «بشري پناه» له لارې امریکا ته داخل شوي وو چې د دایمي استوګنې ضمانت یې نه درلود او د کار اجازې او نورو قانوني اسانتیاوو ترلاسه کول ورته اسانه نه وو.
د هوسټن کرونیکل راپور په ځانګړي ډول د هغو افغان ښځو کیسې رااخلي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې په امریکا کې د زدهکړو او کار فرصتونه ترلاسه کړل. دغو ښځو وکولای شول په داسې چاپېریال کې خپلو زدهکړو او مسلکي ژوند ته دوام ورکړي چې د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د طالبانو د محدودیتونو له امله ورته زمینه نه وه برابره.
د راپور له مخې، د هوسټن تجربه ښيي چې د افغان کډوالو بیا مېشتېدل یوازې د سرپناه برابرول نه وو، بلکې ګڼو افغانانو ته یې د زدهکړې، کار، خپلواک ژوند او له نوې ټولنې سره د یوځای کېدو فرصت هم برابر کړ.
دا موضوع داسې مهال بیا راڅرګندېږي چې د کابل له سقوط پنځه کاله تېرېږي او په افغانستان کې لا هم د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
د خیبر پښتونخوا د پېښور په کنفرانس کې لسګونه کارپوهانو او سیاسي فعالانو غوښتنه کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تړل شوې ټرانزیټي لارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي. دوی ټینګار کړی، چې سوداګري باید له سیاسي او امنیتي ستونزو جلا وساتل شي.
د دوی په وینا، له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې د یادو لارو تړل کېدو د دواړه خواوو خلکو او په ځانګړي ډول سوداګرو ته درانه مالي او اقتصادي زیانونه اړولي دي. دغه یو ورځنی کنفرانس «د پاکستان او افغانستان له شخړې هاخوا: د سیمهییزې سولې او متقابلې هوکړې پیاوړتیا» تر عنوان لاندې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) د پېښور پوهنتون د سیمهییزو مطالعاتو مرکز لهخوا د «سپایر کېپي» ادارې په همکارۍ جوړ شوی و.
پخوانی سناتور او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک او د «سپایر کېپي» مشر ارباب شجاع د یادې غونډې له مهمو ګډونوالو څخه وو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي، د ډیورنډ کرښې او سوداګریزو مسایلو او د ترینګلتیا د کمښت پر لارو چارو بحث شوی.
د «سپایر کېپي» مشر ارباب شجاع افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې شته؛ خو د دغه وضعیت د پای ته رسولو لپاره باید د حل لارې ولټول شي. هغه وویل، سره له دې چې د دواړه خواوو د خلکو ترمنځ ګډ مشترکات شته؛ خو افغانستان او پاکستان لاهم یو بل په سمه توګه نه پېژني او د ناسمو پوهاویو د لهمنځه وړلو لپاره لا ډېرو خبرو اترو ته اړتیا ده.
ښاغلي شجاع وویل، چې امنیتي، د ډیورنډ کرښې او سوداګریزې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې وڅېړل شي او دواړه خواوې باید د متقابل پوهاوي او دوامداره حل لارو د موندلو لپاره هڅه وکړي.
د «سپایر کېپي» مشر د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په کمولو کې د چین پر رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې بېجینګ د دواړه خواوو اړیکو ته په پام کولای شي د اختلافونو د حل لپاره مهم رول ولوبوي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی په پاکستان کې دی او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له طالبانو سره د اړیکو د ښهوالي لپاره د چین منځګړیتوب مهم دی؛ خو تر هغه چې طالبان د پاکستاني وسلهوالو د ملاتړ په اړه خپل دریځ بدل نهکړي، دغه هڅې به پایله ونه لري. دغه وزارت له طالبانو غوښتي، چې د پاکستاني وسلهوالو د بریدونو د مخنیوي لپاره عملي او څرګند اقدامات ترسره کړي.
سوداګري باید د امنیتي مسایلو قرباني نهشي
ارباب شجاع وویل، چې د سوداګریزو لارو تړل کېدل او د ترینګلتیاوو دوام د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو خلکو ته سخت زیان رسولی او عامو خلکو او سوداګرو تر ټولو ډېر تاوان کړی دی.
هغه ټینګار وکړ، چې سوداګري باید له امنیتي مسایلو جلا وساتل شي او امنیتي اختلافات باید د خلکو د اقتصادي ژوند د زیانمنېدو په بیه تمام نهشي. د هغه په وینا، سوداګریزې لارې باید هر څومره ژر چې شونې وي بېرته پرانیستل شي.
په یوه بل مهم شرط کې هغه له ډاکټر نجیبالله غواړي چې پر خپلې تېرې مفکورې او ماضي اعتراف وکړي او «د جهاد ملګرتیا» ته راوګرځي. حقاني په همدې لیک کې وايي چې د وزارتونو او واکمنۍ وږی نه دی او حتا د نجیبالله د شخصي دفاع خبره کوي، چې که هغه د ده له شرایطو سره سم د جګړې له مسیر څخه ووځي.
په دغو لیکونو کې دواړو خواوو هڅه کړې چې د مخالف لوري درناوی وساتي، سره له دې چې د هغوی سیاسي او پوځي دریځونه یو له بل سره په ټکر کې وو.
په ۱۳۷۰ کال کې نجیبالله بیا حقاني ته د ملاقات بلنه ورکوي او وايي چې د ټولو «غټو او وړو» مسایلو د حل لپاره دې له نږدې ورسره خبرې وکړي. په هغه لیک کې دا اړیکه حتا د «یوه پښتانه او مسلمان» د خبرې په توګه بیان شوې ده.
دا اړیکې بالاخره هغه سیاسي جوړجاړي ته ونه رسېدې چې جګړه ختمه کړي. خو ارزښت یې په دې کې دی چې ښيي د افغانستان په یوه تر ټولو سخت سیاسي او پوځي پړاو کې هم د مخالفینو د یوې برخې ترمنځ د خبرو دروازه په بشپړه توګه تړلې نه وه.
کله چې مجاهدین د یو بل پر وړاندې ودرېدل
د شوروي ځواکونو د وتلو په درشل کې د مجاهدینو ترمنځ دا اندېښنې ورو ورو په اختلافونو او شخړو بدلېدې، چې که بهرنی دښمن مات شي، نو د واک مساله به څنګه حل کېږي؟
د تنظیمونو ترمنځ اختلافات ژور وو. د موقت حکومت طرحې موجودې وې، خو تنظیمي مشرانو د واک د وېش، وزارتونو او سیاسي نفوذ پر سر له یو بل سره اختلاف درلود.
حقاني په دې پړاو کې هڅه وکړه چې له تنظیمي مشرانو هاخوا د جبهاتو او قوماندانانو ترمنځ یو بل ډول همغږي رامنځته کړي.
له حاجي عبدالحق، محمد انور جګدلک، قاضي امین وردګ، اخترمحمد ټولواک، مولوي ارسلا رحماني، قاري بابا او سیدجګړن سره د ناستو له لارې د دې نظر د پخېدو هڅه وشوه چې قوماندانان باید د ګډو عملیاتو او یوې واحدې ستراتیژۍ پر سر سره نږدې شي. احمدشاه مسعود هم محمد یونس قانوني د خپل باصلاحیته استازي په توګه ور وپېژانده.
دا کار وروسته د قوماندانانو د سرتاسري شورا په نوم یوې پراخې تجربې ته ورسېد.د شورا د جوړښت لپاره د ولایتونو پر اساس د هېواد د وېش طرحه وشوه. د هر ولایت قوماندانانو ته د خپلو استازو د معرفي کولو ونډه ورکړل شوه او په ټولیز ډول د ۶۱ کسیز کمېسیون د جوړېدو پرېکړه وشوه، څو د شورا لپاره جامع لایحه او طرز العمل برابر کړي.
د شورا په غونډو کې ځینو قوماندانانو د تنظیمي مشرانو پر اختلافاتو سختې نیوکې وکړې. هغوی حتا خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي له خپلو تنظیمي مشرانو برائت اعلان کړي. خو حقاني وویل چې دوی د مشرانو پر خلاف نه دي راټول شوي او نه غواړي هغوی ته ګواښ متوجه کړي. د ده په وینا، قوماندانان د خپلو جبهاتو دننه د همغږۍ او همکارۍ لپاره سره راټول شوي دي؛ مشران دې په خپل ځای پاتې شي، خو قوماندانان دې له دننه د اتحاد او اتفاق لپاره کار وکړي.
ددې شورا له لارې د واک د سولهییز انتقال لپاره د «استازې شورا» له لارې یوه طرحه هم مطرح شوې وه. تصور دا و چې که د نجیبالله حکومت د داخلي فشار یا بل تحول له امله ړنګ شي، تنظیمي مشران ښايي د یوه ګډ حکومت پر سر سلا نه شي، خو یو منظم ګډ قوت کولی شي پر مشرانو فشار راوړي چې یوې ګډې حللارې ته ورسېږي.
د حقاني په ویناوو کې حتا دا احتمال هم مطرح شوی چې که مشران پر یوه ګډ حکومت سلا نه شي، یوه متحده انقلابي شورا دې د موقتي مودې لپاره د واک چارې پر غاړه واخلي، تر هغې چې وضعیت آرام او د خلکو د رایې له لارې د حکومت جوړېدو زمینه برابره شي.
جلال الدین حقاني پاکستان ته له تګ وروسته د مولوي یونس خالص له حزب اسلامي سره یوځای شو او د افغان حکومت او وروسته د شوروي ضد جګړې پر مهال یې د لویې پکتیا په جغرافیا کې پام وړ نظامي نفوذ ترلاسه کړ. په دې مرحله کې د حقاني جوړښت لا د یوې خپلواکې او مشخصې «شبکې» بڼه نه لرله، خو د افغان یاغیانو او مجاهدینو یو پیاوړی ادرس و.
د شوروي ضد جګړې په اوږدو کې حقاني د خپلو پوځي وړتیاوو، سیمهییزو اړیکو او د بهرنیو مجاهدینو له شبکو سره د راشه درشه له امله په یوه مهم قوماندان بدل شو. د ده د ډلې اړیکې د کرښې دواړو غاړو له جهادي چاپېریالونو سره پراخې شوې. همدې اړیکو وروسته د شبکې د جوړښت او مالي او لوژستیکي ظرفیت په رامنځته کېدو کې مهم رول ولوباوه.
د شوروي ضد جګړې له دورې راهیسې جلالالدین حقاني له یو شمېر عربي مجاهدینو او د افغانستان د جهاد له نړیوالو ملاتړو سره نږدې اړیکې درلودې. د اسامه بن لادن، عبدالله عزام، مکتب الخدمات او د خلیجي هېوادونو له ځینو خیریه او مالي شبکو سره د هغه اړیکې د ده د نظامي جوړښت په مالي او ټولنیزه پیاوړتیا کې مهمې بلل کېږي.
د حقاني د نفوذ یو مهم اړخ د پاکستان له استخباراتو او امنیتي او جهادي چاپېریال سره د هغه اړیکې وې.
له ۱۹۷۰مو کلونو وروسته، په ځانګړي ډول د شوروي ضد جګړې په جریان کې، پاکستان د افغان مجاهدینو د ګڼو ډلو لپاره د روزنې، تمویل، تګ راتګ او سیاسي تنظیم مهم مرکز و. حقاني هم په همدې چاپېریال کې د یوه اغېزناک قوماندان په توګه مطرح شو.
د پاکستان د استخباراتي ادارې، په ځانګړي ډول د ایاېسای او حقاني ترمنځ د اړیکو په اړه پراخ اسناد او ادعاوې موجودې دي.
د امریکايي چارواکو له نظره، له پاکستاني استخباراتي جوړښتونو سره د حقاني شبکې اړیکو له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د جګړې په تحلیل کې ځانګړی اهمیت درلود. د پاکستان په خاوره او قبایلي سیمو کې د جهادي شبکو له مرکزونو، د سرحدي سیمو له جنګي ظرفیتونو او د پاکستان له امنیتي جوړښتونو سره اړیکو حقاني ته د اوږدې جګړې لپاره مهم عملیاتي امکانات برابر کړل. دغه اړیکې په ځانګړي ډول له ۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو د چریکي جګړې په جریان کې مهمې پاتې شوې.
حقاني په لویه پکتیا او د هغې په شاوخوا کې د قبایلي، ټولنیزو او نظامي اړیکو پراخه شبکه لرله.
د سیمهییزو جرګو، قومي مشرانو، محلي قوماندانانو او جنګي جوړښتونو سره اړیکو هغه ته دا توان ورکړی و چې په سیمه کې د پام وړ تحرک رامنځته کړي.
د دې اړیکو یوبل مهم اړخ له عربي نړۍ سره د حقاني د کورنۍ اړیکې وې. حقاني له یوې یمنۍ مېرمنې سره دویم واده وکړ، چې د انس حقاني او د ده د یو شمېر نورو زامنو مور وه. دغه کورنی تړاو پخپله د مالي تمویل ثبوت نه شي ګڼل کېدای، خو د عربي ټولنې له ځینو برخو سره یې د حقاني کورنۍ ټولنیزې او کورنۍ اړیکې پراخې کړې او د هغه د کورنۍ نړیوال جهادي ارتباطات یې لا نږدې کړل.
دغه راز د شوروي ضد جګړې پر مهال له عربي مجاهدینو او نړیوالو جهادي شبکو سره اړیکو حقاني ته د افغانستان له سیمهییز چاپېریال څخه بهر د اړیکو یو پراخ میدان برابر کړ. مکتب الخدمات، عرب مجاهدینو او د خلیجي هېوادونو ځینې خیریه شبکو د هغه وخت د افغان جهاد په نړیوال تمویل کې مهم رول درلود. له دغو شبکو سره د حقانيانو اړیکو د دې شبکې جوړښت ته د بشري، مالي او لوژستیکي منابعو د ترلاسه کولو امکانات زیات کړل.
د کرزي له حکومت سره د حقانیانو د روغې جوړې هڅې
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړي امارت له سقوط وروسته د جلالالدین حقاني د کورنۍ او د هغه د شبکې لپاره یوه اساسي مساله داوه، چې له نوي سیاسي او امنیتي واقعیت سره څنګه تعامل وکړي. د طالبانو د نظام له سقوط سره د افغانستان سیاسي جوړښت په بنسټیز ډول بدل شو، خو د حقاني کورنۍ د پخوانیو سیمهییزو، ټولنیزو، جهادي او قبیلوي اړیکو له امله وتوانېده چې خپل نفوذ وساتي.
د دې دورې په اړه د حقاني د کورنۍ د ځینو غړو د سیاسي تماسونو او د نوي حکومت له چارواکو سره د جوړجاړي د هڅو روایتونه هم موجود دي. د حاجي ابراهیم حقاني د کابل سفر او د حامد کرزي له حکومت سره د اړیکو هڅه د همدې احتمالي مسیر یوه بېلګه ګڼل کېږي.
په دوه زره لومړي زیږدیز کال کې د امریکا تر برید وروسته د جلال الدین حقاني کشر ورور حاجي ابراهیم حقاني کابل ته لاړ څو له حامد کرزي، مارشال فهیم او نوي حکومت سره د خبرو اترو له لارې خپله ستونزه حل او د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي.
امرالله صالح په خپله رساله «پس از مسعود» کې اعتراف کوي چې کابل ته د ابراهیم حقاني راتګ او د سولې پیغام یوه رښتینې غوښتنه وه، خو د واشنګټن پوځي منطق او استخباراتي ړوندوالي دا زرین چانس له منځه یوړ. امریکایانو د ابراهیم حقاني غوښتنې رد کړې او د هغوی پر کورونو او سيمو یې درنې بمبارۍ پیل کړې.
کله چې له نوي جمهوري نظام سره د جلال الدین حقاني د وروڼو د روغې جوړې هڅې ناکامې شوې، هغوی بېرته خپلې لیکې له سره ورغولې او په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یې د افغان حکومت خلاف فعالیتونه پیل کړل. حقاني شبکې د قبایلي سیمو د رضاکاره جنګیالیو په مټ د طالبانو د جګړې سړې لیکې بېرته تودې کړې.
د ۲۰۰۰مو کلونو په منځ کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر ضد د ترسره کېدونکو پېچلو بریدونو له زیاتېدو سره، د حقاني نوم په تدریج سره د طالبانو له عمومي جوړښت څخه د یوه ځانګړي عملیاتي مرکز په توګه مطرح شو. د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د استخباراتي ارزونو له مخې، په کابل او ختیځو ولایتونو کې یو شمېر ستر او پېچلي بریدونه له هغه جوړښت سره تړل کېدل چې وروسته په پراخه کچه د «حقاني شبکې» په نوم وپېژندل شول.
بدرالدین حقاني د شبکې له مهمو عملیاتي قوماندانانو څخه و او په ۲۰۱۲ کال کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. نصرالدین حقاني د شبکې د مالي او لوژستیکي چارو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده او په ۲۰۱۳ کال کې په پاکستان کې ووژل شو. د حقاني د کورنۍ یو شمېر نور غړي او نږدې قوماندانان هم د ۲۰۰۰مو کلونو په اوږدو کې په جګړو او هوايي بریدونو کې ووژل شول.مفتي احمد جان، چې د سراجالدین حقاني له نږدې همکارانو څخه و، د شبکې په مذهبي، استخباراتي او عملیاتي چارو کې مهم رول درلود او په ۲۰۱۴ کال کې په وزیرستان کې د ډرون په برید کې ووژل شو.
د حقاني شبکې د دوام یو مهم عامل د مالي سرچینو، سیمهییزو اړیکو، بهرنیو مرستو او لوژستیکي امکاناتو ترکیب هم و. د شوروي ضد جګړې له دورې څخه پاتې شوې اړیکې، له عربي جهادي چاپېریال سره ارتباطات او د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې ټولنیزې اړیکې د دې جوړښت د دوام لپاره مهمې سرچینې وې.
په طالبانو کې د حقاني شبکې رول او ځای
له ۲۰۰۱ وروسته د حقاني شبکې جوړښت په بشپړ ډول د یوه سیمهییز جنګي ګروپ په توګه پاتې نه شو، بلکې د طالبانو د بیا راټولېدونکې وسلهوالې مبارزې له مهمو محورونو څخه و. د جلالالدین حقاني پخوانیو سیمهییزو او نړیوالو اړیکو، د سرحدي سیمو له جهادي چاپېریال سره تړاو او د کورنۍ د شبکوي جوړښت دوام دې ته زمینه برابره کړه چې دغه جوړښت خپل نظامي او استخباراتي ظرفیتونه بېرته منظم کړي. په دې دوره کې د حقاني شبکې ځانګړتیا دا وه چې له طالبانو سره یې اړیکه نه د بشپړې خپلواکۍ بڼه لرله او نه د یوه عادي نظامي واحد په توګه تعریفېدای شوای. شبکه له طالبانو سره د مذهبي مشروعیت او بیعت له مخې ژوره تړلې وه، خو په ورته وخت کې یې خپل ځانګړي مالي، ټولنیز، استخباراتي او عملیاتي ظرفیتونه هم ساتلي وو.
له همدې امله، د حقاني شبکې د رول او ځای په تړاو یو تعبیر دا دی چې دا د طالبانو په تحریک کې یو څه خپلواک عملیاتي او شبکوي محور و. ددې شبکې مشران په دې باور دي، چې د حقانیانو د روغې جوړې د هڅو له ناکامېدو وروسته د بهرنیو ځواکونو خلاف لومړني بریدونه دوی پیل کړل او وروسته دغه تحرکات د کندهار جبهو ته هم وغځېدل.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د حقاني شبکې په تاریخ کې یو بنسټیز بدلون رامنځته شو. سراجالدین حقاني د کورنیو چارو د وزارت مشري ترلاسه کړه او د هغه اړوند ګڼ کسان د امنیتي او اداري جوړښتونو په بېلابېلو برخو کې لوړپوړو دندو ته ورسېدل. په دې توګه، د حقاني شبکې یوه مهمه برخه له غیررسمي قدرت څخه رسمي دولتي قدرت ته ولېږدېده.
سراجالدین حقاني په همدې نوي جوړښت کې په تدریج سره د یوه مهم سیاسي شخصیت په توګه هم راڅرګند شوی دی. د هغه سیاسي سبک د طالبانو د رهبرۍ له هغه ډول سره په ځینو برخو کې توپیر لري چې تر ډېره پر ایډیولوژیک انضباط، د امیر پر متمرکز واک او د داخلي اطاعت پر اصل ولاړ دی. سراجالدین حقاني په تېرو کلونو کې د حکومتولۍ، د ولس او حکومت د اړیکو، د واک د تمرکز او د نجونو د تعلیم په څېر موضوعاتو کې داسې څرګندونې کړې چې د طالبانو د رهبرۍ د سخت دریځو سیاستونو په پرتله نرمې بلل شوې دي. هغه له قومي مشرانو، قبیلو او د مختلفو قومونو له استازو سره د اړیکو رغولو په لټه کې دی، خو د سرچینو په وینا، د طالبانو مشرتابه یې دغه هڅې د علماوو شوراګانو له لارې کم اغیزې کړې دي.
له نړۍ او بهرنیو استازو سره د هغه لیدنې او د افغانستان د راتلونکي په اړه یوڅه عملپاله دریځونه هم د هغه د سیاسي سبک یوه برخه ګرځېدلې ده.خو سراجالدین حقاني د یوه بشپړ اصلاحطلب یا د طالبانو له ایډیولوژیک چوکاټ څخه د وتلي سیاستوال په توګه تعبیرول ښايي بې احتیاطي وي. هغه لا هم د طالبانو د ادارې یوه مهمه برخه ده، د همدې تحریک له مذهبي او سیاسي مشروعیت سره تړلی دی او د طالبانو د نظام د عمومي جوړښت د ساتلو لپاره کار کوي.
د طالبانو د اوسني جوړښت په اړه په سیاسي بحثونو کې د «کندهار ډلې» او «حقاني ډلې» یا «کابل ډلې» اصطلاحات ډېر کارول کېږي. دغه اصطلاحات تر یوه حده د طالبانو د داخلي اختلافونو په تشریح کې مرسته کوي، خو د دغو اختلافونو اصلي محور ډېری په کندهار کې په یوې خاصې حلقې پورې د قدرت په انحصار، د پرېکړو کولو پر صلاحیت، د دولتي منابعو پر وېش، د حکومتولۍ پر سبک او له نړیوال نظام سره د تعامل پر څرنګوالي راڅرخي.
د ملا هبتالله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې د طالبانو د رهبرۍ مرکز په کندهار کې دی او د نظام د اساسي ایډیولوژیکو او ستراتیژیکو پرېکړو وروستی واک په همدې مرکز کې انحصاري شوی دی.
بېلابېل راپورونه څرګندوي چې د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو ترڅنګ، د ځینو لوېدیځو هېوادونو او د طالبانو دننه د اصلاح غوښتونکو کړیو پام تر ډېره سراجالدین حقاني ته اوښتی دی. هغه په ځینو کړیو کې د یوڅه اصلاح غوښتونکي او بدلونمنونکي طالب مشر په توګه مطرح کېږي. سراجالدین حقاني له خپلو نږدې ملګرو او شبکې سره خپلې مالي او لوژستیکي اړیکې او مرستې هم تر ډېره ساتلې دي، خو له دې ټول سیاسي او له پلاره ور پاتې قومي او نظامي وزن سره سره، په عمل کې یې له ملا هبتالله اخوندزاده سره له مستقیم تصادم څخه تر اوسه ډډه کړې او له هغه سره یې په چلند کې محتاطانه او محافظهکارانه دریځ غوره کړی دی.
په مقابل کې، د جلالالدین حقاني د درانه نظامي وزن او د هغه د کورنۍ او جنګیالیو پراخو قربانیو ته په کتو، د طالبانو رهبرۍ د هغه د کورنۍ او شبکې لپاره داسې جلا او استثنایي سیاسي مقام په رسمیت نه دی پېژندلی چې د طالبانو د تحریک له عمومي جوړښت څخه یې لوړ یا مستقل حیثیت څرګند کړي.
د پام وړ خبره دا ده چې د طالبانو هېڅ مشر، نه ملا محمد عمر او نه ملا هبتالله اخوندزاده، او نه هم د رهبرۍ اړوند مهمو څېرو د جلالالدین حقاني د تلین یا یادغونډو پر مهال داسې څرګند دریځ نیولی چې د هغه جګړهییز رول، قربانۍ، کورنۍ او شبکې ته یې د ملا اخترمحمد منصور او یا ملامحمد عمر په څېر جلا او ځانګړی امتیاز ورکړی وي. په دې معنا، چې حقاني او د هغه شبکه تل د امارت د عمومي جوړښت یوه برخه او د رهبرۍ تابع ځواک ګڼل شوی دی.
د طالبانو د تحریک په دننه کې د «امیر» د اطاعت مفکوره د دې ډلې د مذهبي او سیاسي مشروعیت او انحصار له مهمو بنسټونو څخه ده. د رهبرۍ پر وړاندې ښکاره سرغړونه د تحریک د داخلي مشروعیت د بنسټ د ننګولو معنا هم لرلای شي. حقاني شبکه که څه هم پراخ امنیتي او ټولنیز ظرفیت لري، خو خپل سیاسي مشروعیت تر ډېره د طالبانو له عمومي جوړښت څخه اخلي. له همدې امله، له هبت الله سره یې له مستقیم تقابل نه ډډه کړې ده.
د جلالالدین او سراجالدین ترمنځ اصلي توپیر ښايي د شخصیت تر څنګ د زمانې توپیر وي.