نوموړي ټینګار کړی چې د ښځو، نجونو او اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکي اقدامات او قوانین د دیني لارښوونو او د افغانستان د خلکو له دودونو سره په ټکر کې دي او باید سمدستي لغوه شي.
نوموړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د راپور هرکلی کړی او د هېواد اوسنی وضعیت یې «د یوه بشپړ نسل لپاره د فرصتونو له منځه وړل» بللی دی. هغه له زده کړو څخه د څو مېلیونه نجونو پاتې کېدو ته په اشارې ویلي، چې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د ښځو او نجونو محرومول نه یوازې د هغوی ژوند، بلکې د ټول هېواد راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کوي.
فایق همدارنګه د هلکانو لپاره د اساسي زدهکړو پر ځای د ایډیالوژیکو او جهادي مدرسو د پراختیا، د ماشومانو د کار د زیاتوالي او په وسلهوالو ډلو کې د ماشومانو د جذب او استخدام لپاره د زمینه برابرېدو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د انلاین او د ټولنې پر بنسټ د زدهکړو د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.
هغه د مدني فعالانو او خبریالانو ځپل او خپلسرې نیونې هم د طالبانو د چلند یوه برخه بللې ده.
فایق د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر راهیسي له ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې پنځو مېلیونه کډوالو بېرته راستنېدو ته هم اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د دغو راستنېدونکو ډېری کسان تر فشار لاندې او له کافي ملاتړ پرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي له کوربه هېوادونو غوښتي چې د «په زور د بېرته نه ستنولو» اصل رعایت کړي.
هغه زیاته کړې چې د زدهکړو، روغتیا او معیشت په برخو کې بشري مرستې باید له ځنډ پرته دوام وکړي او د حساب ورکولو او عدالت د تامین لپاره باید خپلواک نړیوال میکانیزمونه او د جرمونو نړیواله محکمه فعاله شي.
د نوموړي په وینا، د دغو ستونزو بنسټیز حل یوازې د داسې سولې د بهیر له لارې شونی دی چې د افغانستان خلک یې په مرکز کې وي او پایله یې د یوه ټولشموله، ځوابویونکي او د خلکو د ارادې پر بنسټ د حکومت جوړېدل وي.