پاکستان: پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې غونډه کې د پاکستان استازي ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو بد وضعیت ښيي چې طالبان له خپلو نړیوالو ژمنو شاته کېږي. هغه ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو د ازادیو پر وړاندې د طالبانو اقدامات له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
د پاکستان استازي په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو د وزیرانو نهم کنفرانس ته په اشارې ویلي، چې دغه سازمان په خپله اعلامیه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو اقدامات افغان ښځې او نجونې له انساني کرامت او اساسي حقونو څخه محروموي.
د پاکستان استازي په وینا، دغه هېواد له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او د نړیوالې ټولنې د کافي ملاتړ له نشتوالي سره سره، لا هم د زیانګالو افغانانو د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې ترهګري د افغانستان له مهمو ستونزو څخه بللې او طالبان یې له پاکستاني طالبانو، القاعدې او داعش په ګډون له ترهګرو ډلو سره په نږدې اړیکو لرلو تورن کړي دي.
هغه ادعا کړې: «دغه ډلې د بهرنیو لوبغاړو په ملاتړ د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي او له دې خاورې د پاکستان او ګاونډیو هېوادونو پر ضد بریدونو لپاره کار اخلي.»
د پاکستان استازي د تېر کال د کب په میاشت کې پر کابل او ننګرهار د دغه هېواد هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، چې پاکستان هغه پوځي تاسیسات او زیربناوې په نښه کړې وې چې د اسلاماباد په ادعا، د پاکستاني طالبانو د بریدونو د ملاتړ لپاره کارول کېدې.
خو د یوناما رپوټونه ښيي، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
