جاپان: په افغانستان کې له نشهيي توکو سره مبارزه دوامدارو هڅو ته اړتیا لري

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو په کرکېله کې د پام وړ کمښت راغلی، خو د دغې کرکېلې بشپړ مخنیوی لا منظمو او دوامداره هڅو ته اړتیا لري.
د جاپان سفارت ټینګار کړی چې د نشهيي توکو د کرکیلې د دایمي مهارولو لپاره یوازې پر کرکېله بندیز بسنه نه کوي، بلکې د نشهيي توکو د پخوانیو بزګرانو لپاره باید د بدیل کښت زمینه برابره شي او دوامدار ملاتړ یې وشي.
په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام او د روغتیا نړیوال سازمان له لارې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد هڅو لپاره له ۳۳ میلیونه ډالرو زیاته مرسته کړې ده.
د جاپان سفارت زیاته کړې چې په دغو پروژو کې یې د اوبو لګولو کانالونه بيا رغولي، بزګرانو ته یې د بدیلو حاصلاتو تخمونه چمتو کړي، بازارونه او سرکونه یې ودان کړي او د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو سره یې همکارۍ کړې دي. همدارنګه سفارت زیاتوي چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې جاپان د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر سره د ۹،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې هوکړه لاسلیک کړې څو دا هڅې د دوو نورو کلونو لپاره هم دوام ومومي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو تر کرکېلې لاندې ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه زیاته شوې او له ۴۳ زره هکټارو اوښتې ده. دغې ادارې د اټکل لهمخې د تاریاکو تولید له شاخوا ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر تازه کلنی راپور رد کړ او په راپور کې خپاره شوي ارقام یې له خپلو رسمي معلوماتو او ساحوي شواهدو سره په ټکر کې وبلل.
