د استرالیا د دفاع وزارت یوې پلټنې موندلې چې د افغانستان د جګړې پر مهال د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې د قومندې او رهبرۍ جدي ناکامیو د قانون ماتونې او له حسابورکوونې څخه د تېښتې زمینه برابره کړې وه.
د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز اډمیرال مارک هامونډ، د دغه هېواد سنا ته ویلي چې دفاع وزارت د یادې پلټنې په تړاو خپلې ټولې چارې بشپړې کړې دي او د لوړپوړو پوځي قوماندانانو پر ضد به نور انضباطي یا اداري اقدامات ونه شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي پلټونکي یو محرم راپور په جزوي ډول خپور شو. په راپور کې راغلي چې د استرالیا د ځانګړو هوايي خدماتو ځواک (اېساېاېس) په یوه قطعه کې د اغېزمنې رهبرۍ او قومندې جدي ناکامي موجوده وه او ځینې سرتېري دې باور ته رسېدلي وو چې له حسابورکوونې پورته دي او عادي پوځي مقررات ورباندې نه پلي کېږي.
د راپور له مخې، د جګړې له ډګره قوماندانانو ته داسې احصایې رسېدې چې د وژل شویو مخالفو جنګیالیو شمېر پکې غیرعادي لوړ، خو د ټپیانو شمېر او د استرالیايي ځواکونو تلفات کم وو. که څه هم ځینو قوماندانانو دغو معلوماتو او اړوندو اوازو ته پام کړی و، خو د وضعیت د څېړلو لپاره اغېزمن اقدامات ونه شول.
پلټنې همداراز موندلې چې په اېساېاېاېس کې داسې کلتور رامنځته شوی و چې ځینو سرتېرو د مډالونو او شخصي شهرت د ترلاسه کولو لپاره جګړهییزو عملیاتو ته لېوالتیا ښودله. د راپور ځینو شاهدانو د قطعې دننه فضا د موټرسایکلسپرو ډلو له تړلو شبکو سره تشبیه کړې، چې په پایله کې یې غرور او له بهرنیو کسانو سره د سپکاوي چلند پیاوړی شوی و.
د راپور یوه بله برخه په افغانستان کې د الکولو له بندیز سره سره د «کمپ راسل» په نوم پوځي اډه کې د څښاک لپاره د ځانګړي ځای جوړولو ته اشاره کوي او دا د پوځي نظم د کمزورتیا له نښو ګڼي.
دا پلټنه د ۲۰۲۰ کال د بریرېټن راپور له خپرېدو وروسته ترسره شوې وه. په هغه راپور کې داسې معتبر شواهد موندل شوي وو چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال ۳۹ افغان ملکي وګړي او بندیان په ناقانونه توګه وژلي وو. خو د راپور د موندنو له مخې، ډېری مسوولیت پر سرتېرو او ټیټرتبه قوماندانانو ور اچول شوی و.
د استرالیا د پارلمان غړي او د اېساېاېاېس پخواني افسر اندرو هسټي ویلي، د نوي راپور موندنې د هغه شخصي تجربې تاییدوي او ښيي چې د دغو پېښو مسوولیت یوازې د انفرادي سرتېرو تر کچې محدود نه و، بلکې د قومندې لوړو پوړیو ته هم رسېده.
هسټي ویلي: «که یو څوک د استرالیا په پوځ کې د قومندې واک لري، نو د خپلو تر لاسلاندې کسانو پر کړنو هم اخلاقي مسوولیت لري.»
په همدې حال کې، د استرالیا دوه پخواني ځانګړي ځواک سرتېري، اولیور شولڅ او بېن رابرټس ـ سمېت، د جنګي جرمونو له تورونو سره مخ دي؛ خو دواړو دا تورونه رد کړي دي.
د استرالیا چارواکو ویلي، د پلټنې بشپړ راپور لا هم محرم ساتل شوی، ځکه په هغه کې داسې حساس معلومات شامل دي چې د افغانستان د جګړې په اړه د اصلي څېړنو پر مهال راټول شوي وو.