• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

پر کانګرس د ډیموکراټانو کنټرول د ټرمپ واکونه څومره محدودولی شي؟

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د امریکا د کانګرس په جرګو کې د واک د تغییر لپاره د رایو شمېرل نږدې بشپړ شوي، خو د دې تغییر اصلي اغېزې ښايي په راتلونکو میاشتو کې څرګندې شي. د ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکي ګوند د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دواړو کنټرول له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې په تېرو دوو کلونو کې جمهوري غوښتونکو په کانګرس کې داسې اکثریت درلود چې د ولسمشر د ډېرو پرېکړو پر وړاندې یې جدي خنډ نه جوړاوه.

اوس وضعیت بدل شوی دی.

د ۲۰۲۶ کال د نومبر درېیمې منځمهالو ټاکنو د امریکا په سیاسي جوړښت کې نوی انډول رامنځته کړ. د رویټرز د راپور له مخې، دیموکراتانو په هغو ایالتونو کې هم بریاوې ترلاسه کړې چې له اوږدې مودې راهیسې د جمهوري غوښتونکو سیاسي مرکزونه ګڼل کېدل. کنساس، جنوبي کارولینا او ټکساس د دې تغییر مهمې بېلګې دي.

په کنساس کې دیموکراتانو له نږدې یوې پېړۍ وروسته د سنا څوکۍ وګټله، په جنوبي کارولینا کې یې د ټرمپ د ملاتړ وړ نوماند ته ماته ورکړه او په ټکساس کې یې د سنا څوکۍ وګټله، چې د دغه ایالت په سیاسي تاریخ کې یوه مهمه پېښه ګڼل کېږي.

اصلي پوښتنه دا ده چې د کانګرس د دواړو جرګو کنټرول څومره کولای شي د ولسمشر واک محدود کړي؟

دیموکراتانو د ټرمپ پر وړاندې د څارنې، سیاسي فشار او قانون جوړونې مهمې وسیلې ترلاسه کړې دي، خو د ولسمشرۍ بنسټیز واکونه یې نه دي له منځه وړي.

100%
دیموکراتانو په هغو سیمو کې هم بریاوې ترلاسه کړې چې ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې په پراخ توپیر ګټلې وې.

د ټاکنو پایلې؛ د ټرمپ لپاره سیاسي خبرداری

دیموکراتانو په هغو سیمو کې هم بریاوې ترلاسه کړې چې ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې په پراخ توپیر ګټلې وې.

په دې کې د ایران په اړه د امریکا د جګړې مخالفت، د ژوند د لګښتونو زیاتوالی، د تعرفو اقتصادي اغېزې او د ټرمپ د ادارې د کړنو په اړه د رایه ورکوونکو ناخوښي په څېر عوامل ټاکونکي دي.

د رویټرز او څو امریکايي رسنیو په ګډو اېګزېټ‌پولونو کې نږدې نیمايي رایه ورکوونکو ویلي چې ټاکنې یې د ټرمپ د سیاستونو پر وړاندې د مخالفت د څرګندولو فرصت ګڼلی دی. شاوخوا درې پر څلورمه برخه ګډونوالو د هېواد له اوسني مسیر څخه خپله ناخوښي یا غوسه څرګنده کړې او ۷۰ سلنه کسانو ویلي چې کانګرس باید د ولسمشر پر واکونو د څار او انډول رول پیاوړی کړي.

د ټرمپ لپاره ستونزه دا ده چې نوموړي د ټاکنیز کمپاین په وروستیو اونیو کې هڅه کړې وه چې ټاکنې د خپلې ولسمشرۍ په اړه د ټولپوښتنې په توګه وړاندې کړي. هغه له خپلو پلویانو غوښتي وو چې داسې فکر وکړي لکه خپله ټرمپ چې په ټاکنو کې نوماند وي.

خو پایلو وښوده چې د هغه سیاسي نفوذ په ټولو انتخاباتي سیمو کې د جمهوري غوښتونکو د بري تضمین نه شي کولای.

ولسي جرګه د څېړنو او حساب غوښتنې مرکز ګرځي

دیموکراتان به د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ کې د کانګرس د نوي دورې له پیل سره د ولسي جرګې کنټرول ترلاسه کړي. دا بدلون به د ټرمپ د ادارې لپاره تر ټولو ژور سیاسي محدودیتونه رامنځته کړي.

ولسي جرګه د کانګرس هغه برخه ده چې د حکومتي کړنو د څارنې، څېړنو، اسنادو غوښتلو او چارواکو د استجواب پراخ واکونه لري.

د دیموکراتانو په واک کې راتګ به د جرګې مهمې کمېټې هم د هغوی تر کنټرول لاندې راولي. په دې توګه به د ټرمپ د ادارې د عدلیې وزارت، کورني امنیت، دفاع وزارت او نورو فدرالي ادارو کړنې د کانګرس د جدي پوښتنو او څېړنو موضوع شي.

د رویټرز د یوه رپوټ له مخې، د سپینې ماڼۍ چارواکو له څو میاشتو راهیسې د دې احتمال لپاره چمتووالی نیولی و چې دیموکراتان به کانګرس ونیسي.

د ټرمپ د ادارې لوړپوړو چارواکو د کډوالۍ، تعرفو، د کورونو د لګښتونو او فدرالي بودجې په برخو کې د هغو اجرایوي اقداماتو طرحې ارزولې دي چې ولسمشر یې د کانګرس له اجازې پرته عملي کولای شي.

په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ حقوقي ټیم د دې ارزونه هم کړې چې د کانګرس د احتمالي څېړنو پر وړاندې د اجرایوي امتیازاتو (Executive Privilege) له لارې څنګه دفاع وکړي.

دا چمتووالی پخپله څرګندوي چې سپینه ماڼۍ د کانګرس د نوي سیاسي وضعیت په اړه اندېښنه لري.

د دیموکراتانو په څیړنو کې د ټرمپ د کورنۍ سوداګریزې اړیکې، د ولسمشر او د هغه د متحدینو احتمالي ګټې، د فدرالي ادارو خپلواکي او د دولتي سرچینو کارول هم راتلای شي.

البته، د کانګرس د څېړنې پیل پخپله د جرم د ثبوت معنا نه لري. د دې څېړنو سیاسي او حقوقي پایلې به د ترلاسه شویو اسنادو او شواهدو پورې تړلې وي.

100%
د دیموکراتانو په څیړنو کې د ټرمپ د کورنۍ سوداګریزې اړیکې، د ولسمشر او د هغه د متحدینو احتمالي ګټې، د فدرالي ادارو خپلواکي او د دولتي سرچینو کارول هم راتلای شي.

سنا د ټرمپ د انتصاباتو پر وړاندې دروازه تړلی شي

ولسي جرګه د څېړنو لپاره مهمه ده، خو د سنا کنټرول د ټرمپ لپاره په بل اړخ کې جدي ارزښت لري.

د امریکا د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د کابینې، سفیرانو او فدرالي قاضیانو د نوماندانو د ټاکلو واک لري، خو د دغو مهمو انتصاباتو تایید د سنا له صلاحیتونو څخه دی.

تر دې وړاندې جمهوري غوښتونکو په سنا کې اکثریت درلود او د ټرمپ د ډېرو نوماندانو تایید یې اسانه کاوه.

اوس دیموکراتان کولای شي:

  • د ټرمپ د کابینې د نوماندانو تایید وځنډوي یا رد کړي.
  • د فدرالي محکمو لپاره د ولسمشر د نوماندانو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
  • د سترې محکمې د احتمالي تشو څوکیو د ډکولو بهیر محدود کړي.
  • د سفیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو د انتصابونو په اړه له سپینې ماڼۍ سره سختې سیاسي معاملې وکړي.

د سترې محکمې موضوع په ځانګړي ډول مهمه ده. که د ټرمپ د ولسمشرۍ په پاتې موده کې د محکمې کومه څوکۍ تشه شي، ولسمشر به یوازې په خپل تصمیم نوی قاضي ونه ټاکلی شي.

د رویټرز د ټاکنو تر مخه تحلیلي راپور هم دې موضوع ته اشاره کړې وه چې د سنا کنټرول د ولسمشر د انتصاباتو او قضايي نظام پر راتلونکي د اغېز لپاره تر ټولو مهمو وسایلو څخه دی.

البته، جمهوري غوښتونکي لا هم د نوي کانګرس تر پرانیستل کېدو مخکې د خپلو ځینو نوماندانو د تایید هڅه کولای شي. له همدې امله د راتلونکو څو اونیو د سنا سیاسي فعالیت هم مهم دی.

ټرمپ لا هم د ویټو ځواک لري

سره له دې چې دیموکراتان دواړې جرګې نیسي، دا په دې معنا نه دي چې هغوی اوس کولای شي هر قانون تصویب او نافذ کړي.

د امریکا سیاسي نظام د واکونو پر وېش او متقابل کنټرول ولاړ دی.

که دیموکراتان په کانګرس کې داسې قانون تصویب کړي چې ټرمپ ورسره مخالف وي، ولسمشر کولای شي هغه ویټو کړي.

د ولسمشر د ویټو د ماتولو لپاره د کانګرس په دواړو جرګو کې د دوو پر درېیمې برخې رایو اړتیا ده. د اوسنیو انتخاباتي پایلو له مخې، دیموکراتان داسې اکثریت نه لري چې په یوازې ځان د ولسمشر ویټو مات کړي.

دا محدودیت په عملي توګه د ټرمپ لپاره د دفاع یوه مهمه وسیله ده.

د بېلګې په توګه، که دیموکراتان د ټرمپ د تعرفو د سیاست د محدودولو لپاره قانون تصویب کړي، ولسمشر کولای شي هغه ویټو کړي. که هغوی د کډوالۍ په سیاست کې د پراخو بدلونونو غوښتنه وکړي، د سپینې ماڼۍ مخالفت به د قانون د نافذېدو مخه ونیسي.

بل مهم محدودیت د سنا د Filibuster یا د بحث د اوږدولو میکانېزم دی. د سنا د ډېرو عادي قوانینو د بحث د پای ته رسولو او رایې اخیستلو لپاره ۶۰ رایو ته اړتیا وي.په دې توګه، د دواړو جرګو کنټرول هم دیموکراتانو ته د ټولو قوانینو د تصویب تضمین نه ورکوي.

د امریکا د کانګرس په جوړښت کې دا حقوقي محدودیتونه د دې مانا لري چې راتلونکې دوه کلنه دوره ښايي د قانون جوړونې پر ځای د سیاسي معاملاتو، مخالفتونو او متقابلو فشارونو دوره وي.

د ټرمپ د ادارې لپاره تر ټولو مهمه دفاعي وسیله د ولسمشر اجرایوي واکونه هم دي.

ولسمشر د بهرني سیاست، سوداګرۍ، کډوالۍ او فدرالي ادارو د مدیریت په برخو کې ګڼ صلاحیتونه لري چې د هر اقدام لپاره د کانګرس نوې قانوني اجازې ته اړتیا نه لري.

د سپینې ماڼۍ چارواکو په ځانګړي ډول د همدې موضوع لپاره پلانونه جوړ کړي دي.د ټرمپ اداره غواړي د اجرایوي فرمانونو، ملي بېړنیو حالاتو او د فدرالي ادارو د اداري صلاحیتونو له لارې خپل سیاستونه پر مخ یوسي.

د بېلګې په توګه، ولسمشر په ځینو قانوني شرایطو کې کولای شي د ملي امنیت یا سوداګریزو بېړنیو حالاتو په استناد تعرفې وضع کړي. د کانګرس دیموکرات اکثریت کولای شي د دې سیاست پر وړاندې قانوني او سیاسي فشار زیات کړي، خو د ولسمشر ټول واکونه په اتومات ډول نه شي لغوه کولای.

د سرحدونو او کډوالۍ د تطبیق په برخه کې د اجراییوي څانګې واکونه پراخ دي. دیموکراتان د بودجې او څارنې له لارې محدودیتونه رامنځته کولای شي، خو د هرې اجرایوي پرېکړې مخنیوی نه شي کولای.

ولسمشر د امریکا د بهرني سیاست او پوځ د عمومي قوماندان په توګه پراخ صلاحیتونه لري. کانګرس د جګړې، بودجې او پوځي عملیاتو په اړه مهم واکونه لري، خو د ولسمشر هر بهرنی اقدام د کانګرس له مخکېنۍ اجازې سره تړلی نه دی.

دا هغه دلیل دی چې ولې د کانګرس دیموکرات کنټرول پخپله د ټرمپ د ادارې د سیاستونو د بشپړ بدلون معنا نه لري.

100%
د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ تجربه ښيي چې د کانګرس د یوه مجلس له لاسه ورکول هم د سپینې ماڼۍ لپاره جدي ستونزې جوړولای شي.

بودجه، اقتصاد او د حکومت د تړل کېدو خطر

د ټرمپ او دیموکراتانو ترمنځ د راتلونکې ناندرۍ بل مهم ډګر د فدرالي حکومت بودجه ده.

د امریکا د حکومت د فعالیت لپاره د کانګرس د بودجې تصویب اړین دی. دیموکراتان اوس کولای شي د دفاعي لګښتونو، کډوالۍ، روغتیايي خدمتونو او نورو فدرالي پروګرامونو د بودجې په اړه له سپینې ماڼۍ سره سختې معاملې وکړي.

د ۲۰۲۷ کال په اوږدو کې د حکومت د تمویل او د پورونو د حد د لوړولو پر سر د سیاسي شخړو احتمال شته. داځکه مهمه ده، چې د فدرالي حکومت د بودجې ځینې برخې د کانګرس د دواړو جرګو تصویب او د ولسمشر لاسلیک ته اړتیا لري.

که دواړه لوري یوې هوکړې ته ونه رسېږي، د حکومت د ځینو برخو د فعالیت د ځنډېدو خطر رامنځته کېدای شي.

دا ډول شخړه به فدرالي کارکوونکي، قراردادي شرکتونه او د دولت له خدماتو سره تړلي میلیونونه امریکایان اغېزمن کړي.

له بلې خوا، دیموکراتان به د ژوند د لګښتونو، روغتیايي خدمتونو او د کورونو د بیو په اړه د خپلو انتخاباتي ژمنو د عملي کولو لپاره له فشار سره مخ وي.په دې توګه، هغوی به یوازې د ټرمپ د سیاستونو د مخالفت مسوولیت نه لري، بلکې د حکومتولۍ او اقتصادي پایلو په اړه به هم د رایه ورکوونکو پوښتنو ته ځواب وايي.

ایا د ټرمپ د استیضاح امکان شته؟

د دیموکراتانو د بري په اړه یوه مهمه پوښتنه دا ده چې ایا هغوی به د ټرمپ د استیضاح هڅه وکړي؟

ولسي جرګه د ولسمشر د استیضاح واک لري، خو د ولسمشر د لرې کولو لپاره د سنا د محاکمې او د حاضرو سناتورانو د دوو پر درېیمې برخې رایو ته اړتیا ده.

ټرمپ په خپله لومړۍ ولسمشرۍ کې دوه ځله استیضاح شوی و، خو سنا په دواړو مواردو کې هغه له دندې لرې نه کړ.

اوس هم دیموکراتان کولای شي د ولسمشر د کړنو په اړه څېړنې وکړي او که د استیضاح لپاره قانوني دلایل موجود وګڼي، اړوند بهیر پیل کړي، خو د استیضاح او له دندې د لرې کولو ترمنځ مهم توپیر شته.

د کانګرس د دواړو جرګو د کنټرول باوجود، دیموکراتان په سنا کې د ولسمشر د لرې کولو لپاره اړینې دوې پر درېیمې برخې رایې نه لري.

د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ تجربه ښيي چې د کانګرس د یوه مجلس له لاسه ورکول هم د سپینې ماڼۍ لپاره جدي ستونزې جوړولای شي.

په ۲۰۱۸ کال کې دیموکراتانو د ولسي جرګې کنټرول ترلاسه کړ. له هغه وروسته د ټرمپ د ادارې په اړه ګڼې څېړنې پیل شوې، د هغه د سوداګریزو اړیکو، د روسیې په اړه د انتخاباتي مداخلې او د ولسمشرۍ د واکونو د کارولو موضوعات د کانګرس د بحثونو برخه شول.

په ۲۰۱۹ کال کې ولسي جرګې ټرمپ استیضاح کړ، که څه هم مشرانو جرګې هغه له دندې لرې نه کړ، خو د اوسني وضعیت او د ۲۰۱۸ کال ترمنځ یو اساسي توپیر شته او هغه دادی، چې دا ځل دیموکراتان په دواړو جرګو کې اکثریت دي.

دا هغوی ته د څېړنو ترڅنګ د ولسمشر د انتصاباتو، قضايي نوماندانو او د قانون جوړونې پر بهیر د نفوذ فرصت برابروي.

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمې دورې وروستي دوه کلونه به د جمهوري غوښتونکو د راتلونکي سیاسي رهبرۍ لپاره هم مهم وي. د کانګرس له کنټرول څخه د ګوند وتل ښايي د جمهوري غوښتونکو دننه د راتلونکي سیاسي مسیر، د ټرمپ د میراث او د نوي ولسمشرۍ نوماندانو په اړه بحثونه چټک کړي.

خو دیموکراتان هم له یوه نوي مسوولیت سره مخ دي. هغوی نور یوازې د مخالف ګوند په توګه د ټرمپ پر سیاستونو نیوکه نه شي کولای؛ اوس به د کانګرس د دواړو مجلسونو د اکثریت په توګه د خپلو ژمنو د عملي کولو او د اقتصادي ستونزو د حل په اړه هم حساب ورکوي.

ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

۵

په امریکا کې لسګونه افغان کډوال پاکستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان او د یمن جګړه؛ ایا د ریاض د ملاتړ بیه به اسلام‌اباد ورکړي؟

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

په یمن کې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې له بیا پراخېدو سره، پاکستان یو ځل بیا له یوې حساسې پوځي او ډېپلوماتیکې معادلې سره مخ شوی دی. اسلام‌اباد له یوې خوا له سعودي عربستان سره د ګډې دفاع تړون لري، خو له بلې خوا له ایران سره د اړیکو او د منځګړیتوب رول هم ساتل غواړي.

د پاکستان د مستقیمې ښکېلتیا په اړه په دې وروستیو ورځو کې متضاد راپورونه خپاره شوي دي. ځینې راپورونه وايي چې پاکستاني پوځي پرسونل او تجهیزات په سعودي عربستان کې د حوثیانو پر وړاندې د دفاعي عملیاتو په ملاتړ کې همکاري کوي، خو پاکستان تر اوسه په ښکاره ډول نه دي ویلي چې د دې هېواد جنګي الوتکو د یمن دننه د حوثیانو پر اهدافو بریدونه کړي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د سپټمبر په ۲۹مه وویل چې د سعودي د دفاع لپاره به د پاکستان «هر ډول موجودې وسیلې» کارول کېږي، خو هغه په مشخص ډول د پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې ګډون تایید نه کړ.

وروسته د پاکستان د پوځ ویاند هم تایید کړه چې پاکستاني ځواکونه په سعودي عربستان کې حضور لري، خو د هغوی دقیق شمېر، دندې او عملیاتي جزییات یې محرم وبلل. د سي ان ان په راپور کې د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې پاکستاني ځواکونه له لسیزو راهیسې په سعودي کې په بېلابېلو برخو کې موجود دي.

تازه د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې پکې ادعا شوې وه، چې پاکستاني جنګي الوتکې د یمن پر حوثي ځواکونو په هوايي بریدونو کې کارول شوې دي. وزارت دغه راپور «جعلي او له ځانه جوړ شوی» بللی او له نړۍوالو رسنیو یې غوښتي چې د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې، د پاکستاني ځواکونو د کارولو په اړه له اټکلونو ډډه وکړي.

د وزارت په وینا، که د پاکستاني ځواکونو د هر ډول پوځي ځای پر ځای کولو یا عملیاتي رول اړتیا وي، جزییات به یې اړوند چارواکي په رسمي ډول اعلان کړي. اسلام‌اباد مخکې ویلي چې پاکستاني ځواکونه له اوږدې مودې راهیسې په سعودي عربستان کې حضور لري.

ولې پاکستان سعودي ته پوځي ملاتړ ورکوي؟

د پاکستان لپاره سعودي عربستان یوازې یو پوځي شریک نه دی. ریاض د پاکستان له مهمو اقتصادي او سیاسي شریکانو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدې امنیتي او اقتصادي اړیکې شته. همدا مهال پاکستان د سعودي عربستان څه باندې پنځه میلیارده ډالره پوروړی هم دی.

د اګسټ په میاشت کې پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ګډې دفاع تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه هېواد وسله‌وال برید د ټولو پر وړاندې برید ګڼل کېږي. خو تازه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا یوازې دفاعي تړون دی، که پر سعودي برید کیږي، دوی به یې دفاع کوي، خو متقابل برید نه کوي.

بل خوا د یمن له حوثیانو سره د جګړې پراخېدو دا تړون عملاً له خپل لومړي جدي امنیتي ازمېښت سره مخ کړی دی.

د سعودي عربستان سره پوځي همکاري د پاکستان لپاره څو ستراتیژیکې ګټې لرلی شي. اسلام‌اباد کولی شي له دې لارې له ریاض سره خپلې اوږدمهاله دفاعي او امنیتي اړیکې لا پیاوړې کړي، په خلیجي امنیتي معادلو کې خپل رول پراخ کړي او د پاکستان د پوځ او دفاعي صنعت لپاره د روزنې، ټېکنالوژۍ، ګډو پوځي پروژو او قراردادونو فرصتونه زیات کړي. له دې سره، نږدې امنیتي اړیکې کولی شي د سعودي د اقتصادي، پانګونې او سیاسي ملاتړ د دوام لپاره هم زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول په داسې مهال چې پاکستان د اقتصادي فشارونو له امله بهرني ملاتړ ته ځانګړې اړتیا لري.

خو د دغې همکارۍ ګټه تر ډېره د دوه طرفه اړیکو په حدودو پورې تړلې ده. که د پاکستان رول یوازې د سعودي د خاورې دفاع، هوايي دفاع، استخباراتي همکارۍ او پوځي روزنې پورې محدود وي، اسلام‌اباد کولی شي له ریاض سره نږدې اړیکې وساتي، پرته له دې چې په یمن کې د جګړې مستقیم اړخ وګرځي. له همدې امله د اسلام‌اباد لپاره مهمه مساله یوازې له سعودي سره همکاري نه، بلکې د دې همکارۍ د پوځي او جغرافیایي حدودو ټاکل دي.

خو دا همکاري بیا زیانونه هم لري، د یمن جګړې ته مستقیم داخلېدل د پاکستان لپاره له جدي خطرونو خالي نه دي.

لومړی، دا کار کولی شي پاکستان له ایران سره په مستقیمه تقابل کې ودروي. حوثیان د ایران نږدې متحدین دي او اسلام‌اباد په عین وخت کې هڅه کوي چې له تهران سره خپل ډېپلوماتیک چینلونه پرانیستي وساتي. رویټرز هم ویلي چې پاکستان د سعودي له دفاعي شریکوالۍ سره هم‌مهاله له ایران سره د منځګړیتوب هڅې کوي.

دویم، د پاکستان دننه د سیاسي اختلافاتو د زیاتېدو احتمال شته. په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان پارلمان پرېکړه کړې وه چې هېواد یې باید د سعودي په مشرۍ د یمن له جګړې څخه بې‌طرفه پاتې شي، که څه هم د سعودي د خاورې د دفاع ملاتړ یې کړی و. اوسنی وضعیت له هغه وخت سره توپیر لري؛ رویټرز وايي چې د نوي تړون له عملي کېدو سره د پاکستان د پارلمان د مطلق رضایت پرته د پاکستان پوځي ښکېلتیا زیاته شوې ده. دا چاره کولی شي په کور دننه سیاسي اړی ګړی ایجاد کړي.

درېیم، که پاکستان له سعودي عربستان سره په یمن کې مستقیم پوځي عملیات پیل کړي، د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو، د ترهګرو ډلو د احتمالي غبرګون او د پاکستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو خطر هم شته.

ولې د پاکستان د چارواکو څرګندونې یو شان نه دي؟

د پاکستان د حکومت او پوځ په څرګندونو کې ظاهري توپیر تر ډېره «د سعودي دفاع» او «په یمن کې د بریدونو» ترمنځ د تفکیک له امله ښکاري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر په میاشت کې وویل چې د مکې دفاعي تړون «صرف دفاعي» دی او هغه مهال یې د حوثیانو پر اهدافو د پاکستاني بریدونو موضوع رد کړه.

خو د دفاع وزیر یې وروسته وویل چې پاکستان د سعودي د دفاع لپاره هر ډول موجودې وسیلې کارولی شي. د اکټوبر په ۶مه بیا هغه وویل چې پاکستاني او ترکي ځواکونه د سعودي په ملاتړ کې ونډه لري، په ځانګړي ډول په کشف او ورته برخو کې، خو د یمن په دننه کې د ځمکنیو جګړو اصلي بار د سعودي او یمني ځواکونو پر غاړه دی.

له همدې امله، د چارواکو ترمنځ توپیر ښايي د دې لپاره هم وي چې اسلام‌اباد نه غواړي خپله ونډه د یمن دننه په مستقیم برید تعبیر کړي، په داسې حال کې چې غواړي سعودي ته دا ډاډ ورکړي چې د ګډ دفاعي تړون به عملي کېږي، خو ایران هم خفه کولی نه شي.

د رویټرز، اسوشیټډ پرېس، سي ان ان او الجزیرې وروستي راپورونه یو نسبتاً ګډ تصویر وړاندې کوي. پاکستان په سعودي عربستان کې پوځي حضور لري او د سعودي د دفاع لپاره یې د خپلو ځواکونو د کارولو ژمنه کړې، خو د یمن دننه د پاکستاني ځواکونو د مستقیمو جنګي عملیاتو په اړه لا هم بشپړ او رسمي تایید نشته.

په ورته وخت کې، رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان سعودي ته نظامي تجهیزات لېږلي او پاکستاني پوځي سلاکاران له سعودي ځواکونو سره په ځینو برخو کې کار کوي. په دغه راپور کې ویل شوي چې پاکستان لا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې خپل ځواکونه د یمن دننه د جګړې لپاره واستوي.

د پاکستان لپاره وروستی انتخاب

اسلام‌اباد اوس د دوو اړتیاوو ترمنځ توازن ساتلو ته اړ دی: له سعودي عربستان سره خپل دفاعي او ستراتیژیک تړون عملي کول او په عین حال کې له ایران سره د مستقیمې مقابلې مخنیوی هم کوي، ځکه ډار لري چې که له ایران سره مستقیم ښکېل شي، ښايي دفاع ورته سخته شي.

که پاکستان یوازې د سعودي د خاورې په دفاع، هوايي دفاع، کشف، روزنې او لوژستیک کې مرسته وکړي، د ریاض د ملاتړ تر څنګ د مستقیمې جګړې خطر یې نسبتاً محدود پاتې کېږي. خو که پاکستاني ځواکونه په یمن کې د حوثیانو پر ضد په مستقیمو بریدونو کې شامل شي، د پاکستان د سیمه‌ییزې پالیسۍ بڼه به بدله شي او د ایران، حوثیانو او د سیمې د نورو لوبغاړو له کلک غبرګون سره به مخ شي.

له همدې امله، د پاکستان د اوسني سیاست تر ټولو مهمه پوښتنه دا نه ده چې ایا پاکستان له سعودي سره ولاړ دی که نه؟ بلکې دا ده چې د سعودي د دفاع لپاره د پاکستان د پوځي ملاتړ کرښه به تر کومه ځایه د یمن خاورې ته وغځېږي؟

تر دې دمه شته شواهد ښيي چې اسلام‌اباد هڅه کوي دغه کرښه د سعودي د دفاع تر کچې محدوده وساتي؛ خو د جګړې د پراخېدو او د حوثیانو د بریدونو د دوام په صورت کې به دا دریځ تر ډېرو فشارونو لاندې راشي او له ایران سره د پاکستان موجوده اړیکې به زیانمنې کړي.

دا هم باید له یاده ونه ویستل شي چې له ایران سره د اړیکو خړ پړتیا به په کور دننه د پاکستان امنیتي او سیاسي وضعیت لا وخیم او کړکېچن کړي.

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۱
•
نذیراحمد سهار
100%

د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د ویډیويي پیغام له خپرېدو وروسته د القاعدې شبکې مشرتابه او طالبان له یوې نوې ازموینې سره مخ دي. ددې ازموینې پایله ښايي، د القاعدې د نوي مشر ناببره اعلان وي.

په طالبانو کې ځینې کسان د حمزه بن لادن د ثبت شوې ویډیو په خپرېدو کې ایران ښکیل ګڼي او ویل کیږي له تهران نه په دې چاره «ناراضه» دي. هغوی په دې باور دي، چې تهران غواړي کابل په یوه دوه لار کې واقع کړي.

طالبان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي د خلیج هېوادونو او ایران ترمنځ په روانو شخړو کې بې پرې دریځ وساتي، خو تهران به په دې ترینګلو شرایطو کې د اوږده وخت لپاره د طالبانو پرمخ خپلې دروازې«بې امتیازه» پرانېستې ونه ساتي.

طالبان اندېښمن دي، چې که سیف العدل په رسمي ډول د القاعدې د مشر په توګه اعلان شي، په افغانستان کې د نوموړي د حضور په تړاو پخوانيو رپوټونو ته په پام، کابل له سیمه‌ییز او نړیوال فشار سره مخ کېدلی شي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارډلې په وروستیو رپوټونو کې سیف ‌العدل د القاعدې د «عملي یا بالفعل مشر» په توګه یاد شوی، خو دې شبکې د نوموړي مشري په رسمي ډول نه ده اعلان کړې. د ملګرو ملتونو په ارزونو کې په ایران کې د سیف العدل احتمالي حضور د دغه ځنډ یو لامل بلل شوی، خو په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې نوموړی «د افغانستان او ایران ترمنځ تګ او راتګ کوي».

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او ایف بي ای هم سیف‌ العدل د القاعدې جګپوړی مشر بولي او وايي چې هغه په ایران پورې تړلی دی. داېف بي ای په معلوماتو کې د هغه د ۲۰۱۲ کال انځور په تهران کې اخیستل شوی ښودل شوی، خو ځینو سرچینو شمالي وزیرستان ته هم له دې وړاندې د هغه تګ او راتګ تایید کړی دی.

د القاعدې د مشر رسمي اعلان دا پوښتنه راپورته کوي، چې نوموړی چیرې دی او د فعالیت جغرافیا یې کومه ده. همدا د طالبانو لپاره په یوه نوي سرخوږ بدلېدای شي.

ایران، القاعده او طالبان

د ایران او القاعدې ترمنځ ژور مذهبي او ایډیالوژیک اختلافونه شته، خو په سیمه کې د شخړو په بېلابېلو پړاوونو کې یې د تاکتیکي او مصلحتي اړیکو شواهد هم شته.

ایران له ۲۰۰۳ کال وروسته د القاعدې یو شمېر جګپوړي مشران په خپل قلمرو کې ساتلي او په ځینو وختونو کې یې له دوی سره د تعامل او پر دوی د بندیزونو ګډ سیاست خپل کړی دی.

سیف العدل پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته ایران ته لاړ او وروسته د القاعدې نور غړي هم د ایراني استخباراتو تر کورني بند او څار لاندې راغلل. سپاه پاسداران د ۲۰۱۰ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې سیف العدل او د القاعدې یو شمېر نور مشران د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي په بدل کې خوشي کړل. نیاکی د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د ایران کونسل و، چې د ۲۰۰۸ کال د نومبر پر ۱۳مه پاکستاني طالبانو وتښتاوه او ۱۶ میاشتې ددې شبکې او القاعدې تر ګډ څار لاندې د وزیرستان په مختلفو سیمو کې ساتل کېده.

ایران په رسمي ډول په خپله خاوره کې د القاعدې د مشرانو د حضور رپوټونه ردوي. په ۲۰۲۵ کال کې تهران په یوه رسمي لیک کې د ملګرو ملتونو دا ادعاوې رد کړې چې ګني سیف‌العدل او د القاعدې نور غړي په ایران کې دي.

د طالبانو او ایران اړیکې هم په تېرو دریو لسیزو کې له مختلفو پړاوونو تېرې شوې دي.

په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د طالبانو او ایران اړیکې نازک پړاو ته ورسېدې او په ۱۹۹۸ کال کې په مزارشریف کې د ایراني ډيپلوماټانو له وژل کېدو وروسته دواړې خواوې د جګړې تر پولې ورسېدې، خو پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په همکارۍ بدلې شوې.

د هبت الله په شاوخوا کې د طالبانو د یو شمېر جګپوړو چارواکو په اړه ویل کیږي، چې د ایران له ځواکمنو ادارو سره نږدې اړیکې پالي. د ځینو طالبانو له نظره، دغه اړیکې د مصلحتي سیاست برخه دي. د دغه مصلحتي سیاست ارزښت له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته لا ډېر شوی برېښي.

ایران خپلې پولې له طالبانو سره د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پرمخ پرانېستې دي او د افغانستان د بازار یوه برخه په دې وروستیو کې ډېره په ایراني وارداتو متکي شوې. له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته پر تهران د طالبانو اتکا له اټکل ډېره شوې ده.

خو څومره، چې له امریکا سره په جګړه کې د ایران ګوته خوږ ده، همدومره د طالبانو او اسلام اباد د اړیکو ترینګلتیا تهران ته دا فرصت ور کوي، چې طالبان له خوږ ګوتې ونیسي. اوس که تهران په سیمه کې د وضعیت له بدلېدو سره هممهاله، له طالبانو ځینې امتیازونه غواړي، کابل یې ښايي د ردولو لپاره کم انتخابونه ولري.

100%

ایا تهران د فشار بل ډګر ګوري؟

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ۲۰۲۶ کال د اګست د اوومې نېټې دفاعي تړون تهران په سیمه کې له یوه نوي واقعیت سره مخامخ کړی.

سره له دې، چې دغو هېوادونو خپل تړون د چا خلاف نه دی ګڼلی، خو دغه تړون پر خلیجي هېوادونو د ایران له پرله پسې بریدونو او پر سعودي عربستان د ایران پلوه حوثي وسله والو له بریدونو سره هممهاله دی.

د پاکستان بلوچستان، د ایران سیستان او بلوچستان او د افغانستان سوېل‌لویدیزې سیمې په یوه ګډه سرحدي جغرافیا کې واقع دي. دلته وسله‌والې ډلې، قاچاق، کډوالي او ترهګري د درېواړو هېوادونو ګډې امنیتي اندېښنې دي.

له سعودي عربستان او ترکیې سره د پاکستان د امنیتي او دفاعي اړیکو پراخېدل ایران دې ته هڅولی شي، چې د خپل ختیځ سرحد او بلوچستان امنیتي وضعیت بیا و ارزوي. د ایران احتمالي تګلاره ممکن د پاکستان پر داخلي امنیتي چاپېریال د غیرمستقیمو فشارونو ډېرول واوسي. د سوریې او یمن تجربو ته په پام، د دغو فشارونو عوامل شیعه او سني وسله والې ډلې کېدای شي. په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د امنیتي ستونزو ډېرېدل د اسلام‌اباد بهرني امنیتي لومړیتوبونه او د درې ‌اړخیز دفاعي تړون پلي کول اغیزمنولی شي.

پاکستان په دې وروستیو کې له ایران نه ګڼ پخواني افغان سرتېري جلب و جذب کړل او په بلوچستان او چترال کې یې ځای پرځای کړل. پر افغان طالبانو د فشار او نورو اهدافو تر څنګ، ددې یو هدف دا هم ګڼل کیږي، چې د فاطمیون او زینبیون په څېر د سپاه پاسداران تر ملاتړي چتر لاندې رانه شي.

د دوو باخبره سرچینو په وینا، د القاعدې د نوي مشر اعلانول ښايي د ایران د هڅو برخه وي.

په ورته وخت کې هغوی د طالبانو پر مشرتابه د نفوذ له لارې په دې لټه کې دي، چې ټي ټي پي خپلو بومي سیمو ته وګرځي، ځکه وزیرستان او قبایلي سیمو ته د ټي ټي پي له انتقال پرته، په سیمه کې د القاعدې او د هغې د محلي متحدانو لپاره وړ جګړه ییز چاپیریال ستونزمن دی. د هبت الله په کړۍ کې ځینې کسان ښايي د ټي ټي پي محدودول له پاکستان سره د اړیکو رغونې او په کوردننه د ځینو سیالو طالبمشرانو د منزوي کولولپاره ګټور وګڼي.

د القاعدې لپاره دا دوه احتمالي ګټې لرلی شي. یو به په افغانستان کې د طالبانو له محدودیتونو او مجبوریتونو ځان وژغوري او بل پلو به په پاکستان کې د جګړې له پراخېدو نه د خپلو څانګو په فعالولو او د محلي متحدانو په پیاوړتیا کې کار واخلي.

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو د باخبره سرچینو له قوله، د سپټمبر پر ۱۱مه د پکتیا په ګرده څېړۍ کې د سراج الدین حقاني په کوربه توب ددې ډلې یو شمېر مشرانو ناسته کړې. په ناسته کې ملا برادر، حقاني، د طالبانو د وژل شوي مشر اختر محمد منصور زوی فتح‌الله منصور او یو شمېر نورو طالب چارواکو ګډون کړی و.

د سرچینو د ادعا له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو د مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د واک پر څرنګوالي، د هغه پر فرمانونو او د حکومتولۍ پر اوسني ډول بحث شوی او ګډونوالو د احتمالي ګډ دریځ، یا ایتلاف په اړه خبرې کړې دي.

دې ناستې ته هغه طالب چارواکي نه وو بلل شوي چې مولوي هبت‌الله ته نږدې کسان ګڼل کېږي. په دغو کسانو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي شامل دي.

د طالبانو اړوند یوه سرچینه، چې په یاده ناسته کې یې د ګډون ادعا کوي، چې ګډونوالو د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د حکومتولۍ پر څرنګوالي او د هغه پر ځینو فرمانونو او پالیسیو نیوکې درلودې.

د دغو سرچینو په وینا، د ناستې ګډونوالو هڅه کوله، چې د خپلو ګډو اندېښنو پر بنسټ یو غیر رسمي ټولی یا ایتلاف رامنځته کړي او د هبت‌الله د ځینو سیاستونو پر وړاندې ګډ دریځ ولري. سرچینې ادعا کوي چې د دې هڅې موخه د هبت‌الله منزوي کول او د هغه پر سیاستونو داخلي فشار زیاتول دي.

سرچینې همداراز وايي، چې که سراج‌الدین حقاني، عبدالغني برادر، د ملا اختر محمد منصور زوی فتح‌الله منصور او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په څېر یو شمېر بانفوذه کسان په یوه ګډ دریځ کې سره راټول شي، د هبت‌الله لپاره به اوسني سیاسي او اداري مسیر ته دوام ورکول اسانه نه وي.

د افغانستان د اوسني وضعیت تغییر، پر سیاسي څېرو او عامو افغانانو د ځینو بندیزونو کمول او د حکومتولۍ د لارې د اصلاح غوښتنه هم په دې ناسته کې د بحث یو محور و. د ناستې ګډونوالو پر دې هم بحث کړی چې د هبت‌الله د هغو پرېکړو پر وړاندې چې د دوی په باور د طالبانو د ادارې لپاره زیانناکې پایلې لرلی شي، باید ګډ دریځ غوره شي. د سرچینو په وینا، دا دریځ کېدای شي د مدلل مخالفت او یا د ځینو پرېکړو د نه ملاتړ په بڼه څرګند شي.

په طالبانو کې د هبت الله په اړه دوه لیدلوري

په کابل کې یو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي د ادارې د ورځني مدیریت، اقتصاد، امنیت، بهرنیو اړیکو او نړیوال تعامل له موضوعاتو سره مستقیم سروکار لري، خو صلاحیتونه یې محدود دي. د طالبانو د ادارې جوړښت د دې ډلې مشر، یا ددوی په وینا، امیر المومنین ته خورا ډېر واکونه ور کړي او هغه یې په یوه « اطاعت وړ او نه چیلنج کېدونکي» امیر بدل کړی.

د تېرو څو کلونو په بهیر کې په طالبانو کې دوه لیدلوري راټوکېدلي، چې یو یې د مشر د فرمانونو او لارښوونو پر اطاعت ټینګار کوي او بل لیدلوری د حکومت د ادارې، نړیوال تعامل او د اوسنيو سیاستونو د تعدیل اړتیا په ګوته کوي.

د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې یو شمېر رپوټونو د هبت‌الله او سراج‌الدین حقاني، یعقوب مجاهد او ځینو نورو جګپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو ادعاوې مطرح کړې دي. په ۲۰۲۴ کال کې داسې رپوټونه خپاره شول چې حقاني او یعقوب په چارو کې د هبت الله له خورا ډېرې مداخلې خوښ نه دي.

خو په ورته وخت کې د طالبانو چارواکو په وار وار د داخلي اختلافاتو رپوټونه رد کړي او د خپل مشر د اطاعت او خپلمنځي یووالي دریځ یې څرګند کړی دی.

د ګردې څېړۍ د ناستې ترکیب ځکه مهم بلل کېږي چې د طالبانو له بېلابېلو څېرو او دورو سره تړلي کسان پکې شامل دي.

سراج‌الدین حقاني د طالبانو په امنیتي جوړښت کې مهم کس دی او د کورنیو چارو وزارت مشري کوي. عبدالغني برادر د طالبانو له بنسټګرانو شمېرل کیږي، چې د دې ډلې په سیاسي او مذاکراتي بهیر کې یې هم مهم رول درلود. برادر د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د مذاکراتو له بهیر سره هم تړلی و.

فتح‌الله منصور بیا د ملا اختر محمد منصور زوی دی. ملا اختر محمد منصور د طالبانو دویم مشر و چې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د دې ډلې مشر شو او په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په برید کې ووژل شو. د طالبانو په ډله کې د منصور خپل پلویان دي.

له همدې امله، که رښتیا هم د دغو څېرو ترمنځ د ګډ سیاسي دریځ د جوړولو هڅه شوې وي، دا ښايي لومړی ځل وي، چې د طالبانو په منځ کې د هبت الله پر وړاندې د یوه ایتلاف هڅه کیږي.

د ایتلاف لپاره باید څو نښې ولیدل شي، لکه منظمې ناستې، ګډې پرېکړې، ګډ دریځ او نور، چې تراوسه نه دي لیدل شوې.

ایا د تغییر او فشار څه امکان شته؟

د طالبانو په منځ کې د اختلاف یوه مهمه موضوع د هبت الله بندیزونه او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل څرنګوالی دی.

د طالبانو ځینو چارواکو په تېرو کلونو کې د نړیوال تعامل، اقتصادي اړیکو او د افغانستان د نړیوالې انزوا د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی او یونیم ځل د طالبانو د مشرتابه پر سیاستونو نیوکې هم شوې دي، خو په دې وروستیو کې دا ډول نیوکې او ټینګارونه کم یا بیخي نه ترسترګو کیږي.

په ۲۰۲۵ کال کې د عباس ستانکزي د قضیې په اړه هم رپوټونه ورکړل شول، چې د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو له هبت‌الله څخه د هغه د بښلو غوښتنه کړې وه، خو دغه غوښتنه تراوسه نه ده منل شوې او هغه لا هم له هېواده بهر اوسیږي. دې د طالبانو په منځ کې د نقد جرئت له منځه وړی دی.

د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه لا هم د طالبانو د ادارې پر وړاندې سترې ننګونې او د نړیوالو د نیوکو مهم موارد دي.

برادر او حقاني د طالبانو په اداره کې د بېلابېلو کړیو استازیتوب کوي.

برادر په دې ډله کې پخوانۍ اړیکې، نفوذ او مخینه لري. حقاني هم د طالبانو په منځ کې او هم بهرنیو جنګیالیو کې له کافي نفوذه برخمن دی. که دواړه د هبت‌الله د ځینو سیاستونو په اړه ګډې اندېښنې او ګډ دریځ ولري، دا د طالبانو د ادارې پر اوسني وضعیت اغیز ښندلی شي.

د طالبانو د ادارې په تحلیل کې د کندهار او کابل ترمنځ د واک مساله هم مطرح ده.

کابل د حکومت اداري او دیپلوماتیک مرکز دی، خو هبت‌الله په کندهار کې مېشت دی او د طالبانو د اصلي رهبرۍ مهم تصمیمونه له هغه ځایه نیول کیږي. د هبت الله شاوخوا د کندهار حوزې شیوخ او مذهبي عالمان راټول دي، چې ډېر کم مسایلو ته په پرانېستي فکر ګوري. خو په کابل کې ځینې هغه چارواکي چې له نړیوالو استازو، اقتصادي ستونزو، اداري چارو او د خلکو له ورځنیو اړتیاوو سره مخ دي، د حکومتولۍ په اړه ښايي متفاوت لید ولري. سره له دې، چې هبت الله په ډېرو ادارو کې تغییرات راوستي او خپل نږدې کسان یې ګومارلي، خو په ځینو پوسټونو لکه د کورنیوچارو، دفاع وزارتونو د وزیرانو په کچه، یا د رییس الوزرا د مرستیالانو په کچه تغییر راوستل ظاهرا د هغه لپاره اسانه تصامیم نه دي.

د ګردې څېړۍ د ناستې د پایلو په تړاو درې احتمالي سناریوګانو مطرح دي:

لومړی، ممکن د طالبانو مشران د ستونزو د حل لپاره مشورتي بهیر غوره وګڼي او د هبت‌الله د رهبرۍ چوکاټ ومني. په دې حالت کې به اختلافات د حکومت په دننه کې د بحثونو تر کچې محدود وي، خو هبت الله ښايي پر هغوی کنټرول ډېر کړي او کابینه په کندهار کې مستقره کړي.

دویم ، شونی ده، چې د کابل یو شمېر لوړپوړي چارواکي پر هبت‌الله د ځینو فرمانونو د بدلولو په برخه کې ګډ فشار راوړي او هغه نرمښت ته وهڅوي، چې شته وضعیت او د هبت الله اخوندزاده طبیعت ته په پام د دغسې فشار د عملي پایلو کچه لا روښانه نه ده.

درېیم، که د کندهار محافظه کاره حلقه مقاومت وکړي، د طالبانو د مهمو څېرو ترمنځ منظم ایتلاف رامنځته شي او د خپل مشر د تصمیمونو پر وړاندې یې ګډ دریځ عملي بڼه واخلي؛ ښايي ددې ډلې په منځ کې نور منځلاري کسان هم له دې ډلې سره د یوځای کېدو جرئت وکړي. دغه سناریو د اختلاف کچې ته رسېدای شي، چې د طالبانو پر سیاستونو او داخلي یووالي او انسجام هم اغیز کولی شي.

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
100%

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن او د قطر د امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیشي په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللي او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي. هغه څه و چې کالن او الکبیشي یې اړل کړل چې کابل ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره وګوري.

دوی د طالبانو د ریاست‌الوزرا له مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او د دفاع له وزیر یعقوب مجاهد سره کتلي دي.

د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي کندهار ته هم تللي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دوی په کندهار کې له ملا شیرین او د هبت‌الله اخوندزاده له نږدې کړۍ سره هم لیدلي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغو چارواکو له هبت‌الله اخوندزاده سره په خپله هم لیدلي که نه. تر دې مخکې د قطر لومړی وزیر یوازینی بهرنی لوړپوړی چارواکی و چې له هبت‌الله اخوندزاده سره یې لیدنه کړې وه.

د ترکیې او قطر د چارواکو دغه سفر په داسې حساسې او کړکېچنې دوره کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو اندېښنې، د امریکا او ایران ترمنځ شخړه، له سعودي عربستان سره د حوثیانو نښته او د طالبانو او پاکستان د اړیکو لا پېچلې کېدل د دې سفر له مهمو بحثونو څخه کېدای شي.

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه

ترکیه او قطر چې له لوېدیځ سره نږدې اړیکې لري، کابل ته د خپل سفر له لارې طالبانو ته یو پیغام لېږدوي.

په دې وروستیو کې، د سپټمبر د یوولسمې د خونړیو بریدونو د کلیزې پر مهال، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په یوه پیغام کې یو ځل بیا لوېدیځ او امریکا ګواښلي دي.

څارونکي د حمزه بن لادن د ویډیو د جامو او شالید ته په کتو باور لري چې ښايي هغه په افغانستان کې وي.

د څارونکو په باور، دا موضوع، په ځانګړي ډول د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې پر مهال، د امریکا او لوېدیځ لپاره یو جدي او بېړنی ګواښ ګڼل کېږي.

امریکا د القاعدې له فعالیتونو اندېښنه لري. دغه هېواد د القاعدې له امله شاوخوا شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه او که القاعده بیا په امریکا کې کوم برید ترسره کړي، ښايي د دغه هېواد د مشرانو لپاره درنې پایلې ولري.

له همدې امله، ترکیه چې د ناټو غړې ده او په افغانستان او د خپلې سیمې په ګاونډ، په ځانګړي ډول سوریه او عراق کې، د القاعدې او داعش د فعالیتونو په اړه اندېښمنه ده، د طالبانو د روښانه کولو لپاره کابل ته تللې ده.

د دې سفر یوه موخه ښايي دا وي چې طالبان اجازه ورنه کړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د روزنې او د امریکا، د هغه د سیمه‌ییزو متحدانو او لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د سپټمبر د یوولسمې په څېر د بریدونو د تنظیم پر مرکز بدل شي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازي مایک والتز د چهارشنبې په ورځ د دې شورا په غونډه کې طالبان پر دې تورن کړل چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي.

هغه وویل، هغه څه چې په افغانستان کې رامنځته کېږي، یوازې د دغه هېواد تر پولو نه محدودېږي.

له افغانستانه د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو موضوع یو ځل بیا د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د غونډو اجنډا ته ګرځېدلې ده.

د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې په مناسبت د امنیت شورا په غونډه کې ډېرو هېوادونو له افغانستانه د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ترکیه غواړي معلومه کړي چې په افغانستان کې کومې ډلې حضور لري او له طالبانو سره یې اړیکې او تړاوونه څه ډول دي.

که څه هم طالبان تر اوسه له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه نه دي څرګندې کړې او د دغو ډلو له ملاتړ څخه یې هم لاس نه دی اخیستی.

نیمګړې منځګړتوب

ترکیې او قطر دواړو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب هڅې کړې دي.

خو دغه هڅې بریالۍ نه شوې، ځکه طالبانو او پاکستان په خپلو دریځونو کې پام وړ نرمښت رانه ووست.

دواړو لورو له دوحې، استانبول، ریاض او ارومچي کې له څو پړاوونو خبرو او سلا مشورو وروسته هم کومې پایلې ته ونه رسېدل.

اټکل کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د بېرته رغولو موضوع به هم د دې سفر یوه برخه وي.

خو تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږي چې د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو په اړه دې پراخ خوشبیني موجوده وي.

پاکستان له طالبانو سره له پخواني نږدې چلنده واټن اخیستی او اوس د دې ډلې د مخالفانو کوربه دی.

اسلام‌اباد ان د زده‌کړیالانو په ګډون د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ هم روانه کړې چې قانوني اسناد لري او د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې او نورې اړیکې په عملي توګه له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.

په مقابل کې طالبان له هند سره نږدې شوي دي او داسې ښکاري چې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې به په اسانۍ بېرته پخواني حالت ته ستنې نه شي.

سره له دې، منځګړي هېوادونه لا هم هڅه کوي چې د خبرو لړۍ روانه وساتي او دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته کېنوي.

د پاکستان یوه پېژندل شوي سیاستوال مشاهد حسین ویلي چې ترکیه، چې د پاکستان دوست او د افغانستان لپاره یو نږدې هېواد بلل کېږي، کولای شي له چین سره یوځای د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د پُل په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

هغه د پاکستان او طالبانو هغو خبرو ته په اشارې سره چې د اپرېل په میاشت کې په ارومچي او استانبول کې ترسره شوې وې، ویلي چې اوس د کړکېچ د کمولو وخت دی.

شونې ده ترکیه له طالبانو وغواړي چې د تحریک طالبان پاکستان، یا ټي‌ټي‌پي، له ملاتړ څخه لاس واخلي او د پاکستان اندېښنو ته پام وکړي.

ترکیه د پاکستان سیمه‌ییزه ستراتېژیکه ملګرې ده او تر یوه حده کولای شي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د منځګړي رول ولوبوي.

ترکیې په دې وروستیو کې له پاکستان او سعودي عربستان سره یو ګډ تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې یې پر یوه هېواد برید پر نورو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.

په همدې مهال، راپورونه ښيي چې د ترکیې پلاوی له کابل وروسته اسلام‌اباد ته هم تللی دی.

د حرمینو شریفینو دفاع

د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي چې د مسلمانانو قبله او سپېڅلي ځایونه، یعنې «حرمین شریفین»، د حوثي یاغیانو د بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

څارونکي په دې اړه نږدې یوه خوله دي چې په سعودي عربستان کې رامنځته شوی وضعیت او د ایران په ملاتړ د حوثیانو له خوا پر مکې د بریدونو هڅې ښايي کابل ته د دغو چارواکو د سفر د اجنډا یوه مهمه برخه وي.

که د حوثیانو بې‌هدفه بریدونه دوام وکړي، سعودي عربستان ښايي اړ شي چې د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د اسلامي هېوادونو مرسته وغواړي.

د اسلامي هېوادونو له نظره د حرمین شریفینو ساتنه یوه سپېڅلې دیني او اسلامي دنده ګڼل کېږي.

په دې برخه کې د طالبانو رول هم د پام وړ بلل کېږي.

طالبان له حوثیانو سره د ورته ځانګړنو لرونکی یو ځواک بلل شوی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان به سعودي عربستان ته د مرستې لپاره ځواکونه ولېږي که نه.

خو افغان جهادي خوځښتونه نورو هېوادونو ته د ځواکونو د استولو مخینه لري.

د بېلګې په توګه، حزب اسلامي په اذربایجان او ارمنستان کې د جګړې پر مهال د اذربایجان د مسلمانانو د ملاتړ لپاره سلګونه کسان استولي وو.

خو په دې برخه کې یوه مهمه ستونزه هم شته او هغه د پاکستان دریځ دی.

پاکستان نه غواړي چې طالبان په داسې جګړه کې برخه واخلي، ځکه د طالبانو هر ډول پوځي ګډون به له سعودي عربستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې لا ښې کړي.

د راپور له مخې، پاکستان له داسې حالت سره موافق نه دی.

د افغانستان یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي چې طالبان د ځواکونو د استولو توان لري، خو پاکستان نه غواړي چې دا کار ترسره شي.

د هغه په وینا، د طالبانو هر ډول پوځي مرسته به د دغه ډلې او سعودي عربستان اړیکې نږدې کړي.

نوموړي زیاته کړې چې که سعودي عربستان د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د اسلامي نړۍ د مرستې غوښتنه وکړي، طالبان به د مرستې لپاره چمتو وي.

100%

د کابل هوايي ډګر د کنټرول موضوع

یوه سرچینه وايي، ښايي د ترکیې او قطر د چارواکو د سفر په اجنډا کې د کابل هوايي ډګر موضوع هم شامله وي.

د کابل هوايي ډګر اوس د متحده عربي اماراتو تر کنټرول لاندې دی.

قطر او ترکیه له ډېرې مودې راهیسې د کابل هوايي ډګر د کنټرول او مدیریت لېوالتیا لري، خو تر اوسه په دې برخه کې بریالي شوي نه دي.

له همدې امله، اټکل کېږي چې د کابل هوايي ډګر د کنټرول او مدیریت موضوع به هم د دغو چارواکو د سفر له مهمو بحثونو څخه وي.

له بلې خوا، ترکیه د طالبانو د مخالفو څېرو د ځینو مشرانو کوربه هم ده.

ښايي طالبان له ترکیې وغواړي چې د دوی د مخالفینو د فعالیتونو مخه ونیسي.

خو د راپور له مخې، د ترکیې او قطر د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر مهم بلل کېږي او اوس به د دې سفر د پایلو په اړه انتظار کېږي.

له افراط‌پالنې او ترهګرۍ سره دوه لسیزې مبارزه؛ اوس چېرته ولاړ یو؟

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱
•
محمد محق
100%

له هغې ورځې راهیسې چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه رامنځته شوه، د نړۍ په امنیتي تګلارو او لومړیتوبونو کې ستر بدلون راغی. له ترهګرۍ او افراط‌پالنې سره مبارزه د نړیوال سیاست له تر ټولو مهمو موضوعاتو څخه وګرځېده.

په دې لاره کې نه یوازې میلیاردونه ډالره ولګېدل، بلکې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ستر بشري ځواک هم پر کار وګومارل شو او په هغو هېوادونو کې، چې د دې جګړې په اصلي ډګرونو بدل شول، درانه ځاني زیانونه هم واوښتل.

افغانستان د دې مبارزې له اصلي او ښايي تر ټولو مهمو ډګرونو څخه وو. اوس چې د سپټمبر له ۱۱مې نېټې نږدې یوه څلورمه پېړۍ تېره شوې، دا پوښتنه مطرح کېدای شي چې په افغانستان کې له افراط‌پالنې او ترهګرۍ سره د مبارزې پایله څه شوه؟ او د دې تجربې لپاره کومه کلمه ډېره مناسبه ده: بریا که ناکامي؟

د ځواب موندلو لپاره کېدای شي څو ساده پوښتنې مطرح شي. ایا نړۍ د سپټمبر له ۱۱مې مخکې خوندي وه، که نن ورځ خوندي ده؟ هغه کړۍ چې د خپلو ایډیالوژیکو افکارو له لارې یې د ټولنو ثبات ګواښلو، هغه مهال ډېرې وې که اوس؟ هغه مهال دغو ډلو تر خپل واک لاندې ډېره ځمکه او پراخه سیمه لرله که نن؟ د هغوی تبلیغاتي امکانات، چې د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانانو پر فکرونو د اغېز لپاره یې کارول، هغه مهال ډېر وو که اوس؟

پوښتنې لا مشخصې هم کېدای شي. ایا هغه مهال داسې روزل شوي او منظم ځواکونه موجود وو چې د همدې ډول افکارو خاوندان وو او د یوه منظم پوځ په څېر راڅرګند شي، له نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او ان د خپلو ځواکونو د روزنې لپاره له هغوی سره تړونونه لاسلیک کړي؟ ایا د دغو ډلو د څارنې، استخباراتي فعالیتونو او نړیوالو اړیکو امکانات هغه مهال ډېر وو که اوس؟

د دغو پوښتنو په ځوابونو کې دقت ښايي وښيي چې لږ تر لږه په افغانستان او تر یوه بریده په سیمه کې د افراطي ډلو ځواک، امکانات او وړتیاوې نه یوازې کمې شوې نه دي، بلکې په ځینو برخو کې د سپټمبر له ۱۱مې مخکې د وخت پرتله څو برابره ډېرې شوې دي.

که داسې وي، نو یوه لا سخته پوښتنه مخې ته راځي: هغه میلیاردونه ډالره، هغه ستر بشري ځواک، هغه ګڼ شمېر پروګرامونه او پروژې او هغو قربانیو څه پایله لرله؟ ولې پایله له لګېدلو امکاناتو سره برابره نه وه؟ په ساده ژبه، د کار کومه برخه ناسمه وه؟

ستونزه له تعریف څخه پیلېده

له لومړنیو مهمو ټکو څخه یو دا دی، که څه هم د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ له ترهګرۍ او افراط‌پالنې سره د مبارزې پر اړتیا ظاهري هوکړه موجوده وه، خو د دغو پدیدو لپاره ګډ او منل شوی تعریف نه وو.

هر هېواد د خپلو ګټو او ملاحظاتو له‌مخې د ترهګرۍ او افراط‌پالنې لپاره خپل تعریف درلود. په عمل کې له دې پدیدې سره چلند تر دې چې پر ثابتو او ګډو معیارونو ولاړ وي، تر ډېره سیاسي بڼه لرله.

ډېر ځله هغه ډلې ترهګرې یا افراطي بلل کېدې چې د یوه هېواد له ګټو سره په ټکر کې وې؛ په داسې حال کې چې هماغه ډله ښايي د بل هېواد لپاره، چې خپلې ګټې یې له ګواښ سره نه مخامخ کېدې، ترهګره یا افراطي نه ګڼل کېده. لا دا چې کېدای شي هماغه ډله په سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې د یوه دولت په ګټه هم تمامه شوې وای.

هغه مبارزه چې نړیواله بلل کېږي، لږ تر لږه د هغې موضوع په اړه ګډې هوکړې ته اړتیا لري چې مبارزه ورسره کېږي. که لږ تر لږه د اغېزناکو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څېر بنسټونو ترمنځ د دې پدیدې د پېژندلو پر معیارونو جدي هوکړه رامنځته نه‌شي، نو دا به ګرانه وي چې له هغې سره د مبارزې د دوامدارې پایلې تمه وشي.

په خپله افغانستان کې تناقض

دا اختلاف یوازې د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ نه وو. ان په افغانستان کې د حکومت او د هغه د مهمو ملګرو ترمنځ هم د نظر او تګلارې یووالی موجود نه وو.

په هغه پړاو کې چې طالبان په کمزوري حالت کې وو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د خبرو او محدودو غوښتنو خبره کوله، امریکايي چارواکو طالبان داسې ډله بلله چې خبرې ورسره د منلو وړ نه وې؛ په داسې حال کې چې له افغان لوري د خبرو کولو لېوالتیا مطرح کېده.

څو کاله وروسته حالت بدل شو. هغه مهال چې طالبان په یوه مهم پوځي او سیاسي ځواک بدل شوي وو او د افغانستان حکومت له دې اندېښمن وو چې هغوی له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي، کابل پر دې کار اعتراض هم وکړ، خو واشنګټن د کابل اندېښنو ته له پام پرته له طالبانو سره مخامخ خبرو ته داخل شو او دغه بهیر په پای کې د دوحې د تړون لامل شو.

پر هرې پرېکړې له قضاوت کولو پرته، دغه بدلون ښيي چې د جګړې په اوږدو کې د طالبانو د ماهیت او له هغوی سره د چلند په اړه یوه واحده او تلپاتې لیدلوري موجود نه وو. له همدې امله تګلارې هم د حالاتو او ګټو له بدلون سره بدلېدې.

د جمهوري نظام دننه اختلاف

دا ستونزه په لا کوچنۍ کچه هم موجوده وه. ان هغه ډلې چې د جمهوري نظام تر چتر لاندې یې فعالیت کاوه، که د واک د جوړښت برخه وې او که د قانوني مخالفانو په توګه یې فعالیت کاوه، د افراط‌پالنې او له هغې سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه یې ګډ نظر نه درلود.

کله ناکله به چې حکومت له افراط‌پالنې سره د مبارزې لپاره یوه تګلاره غوره کړه، ځینو جریانونو به د خپل نفوذ په کارولو سره په پارلمان، رسنیو یا نورو هغو بنسټونو کې چې د دوی تر اغېز لاندې وو، د دغې تګلارې د ناکامولو هڅه کوله.

لامل یې تل د هغې تګلارې د ګټې او زیان تخنیکي ارزونه نه وه؛ کله نا کله موضوع د دوی له ایډیالوژیک لیدلوري سره تړاو درلود. په بل عبارت، له افراط‌پالنې سره چلند خپله هم ایډیالوژیک او سیاسي شوی وو، نه دا چې د ملي ګټو پر یوه ګډ درک ولاړ وي.

حتی له دې هم په کوچنۍ کچه، د حکومت د بېلابېلو ادارو ترمنځ لازمه همغږي نه وه؛ نه د لیدلوري له پلوه او نه هم د تګلارې او عملي کار له پلوه.

هغه تګلاره چې هېڅکله جوړه نه شوه

اړینه همغږي یوازې د څو کمېټو جوړول یا د ادارو ترمنځ د ګډو غونډو ترسره کول نه وو. اړینه وه چې د حکومت مهمې برخې لومړی یوه ګډ درک ته ورسېږي او وروسته د ملي ګټو پر بنسټ داسې پراخه هوکړه رامنځته شي چې قانوني مخالفین او د ټولنې اغېزناکې کړۍ هم پرې قانع او ورسره ملې شي.

د همدې ډول ګډې هوکړې پر بنسټ کېدای شول چې له افراط‌پالنې او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوه هر اړخیزه ملي تګلاره جوړه شي.

په دې تګلاره کې باید د ښوونې او روزنې، رسنیو او مطبوعاتو، جومات او منبر، استخباراتي او امنیتي ادارو او د ټولنې د دودیزو بنسټونو ونډه روښانه شوې وای او ټولې برخې باید له یو بل سره په مناسبه همغږۍ کې کارول شوې وای.

له افراط‌پالنې سره مبارزه باید د افغانستان د پرمختګ او ثبات له عمومي تګلارې سره هم تړلې وای. لومړی باید د حکومت چارواکي دې درک ته رسېدلي وای او وروسته باید دغه پوهاوی ټولنې ته لېږدول شوی وای.

په دې صورت کې به د ټولنې د ډېرو خلکو لپاره دا موضوع روښانه شوې وای چې ښوونیز، تقنیني، رسنیز، کلتوري، دیني او امنیتي پروګرامونه له یو بل سره څه تړاو لري او څنګه ټول د ملي ګټو لپاره کارول کېږي.

په بل عبارت، له افراط‌پالنې سره مبارزه باید په یوه ملي خوځښت بدله شوې وای، نه دا چې یوازې د څو امنیتي ادارو دنده یا د څو پروژو نوم پاتې شوی وای.

کله چې له افراط‌پالنې سره مبارزه خپله په «پروژه» بدله شوه

په عمل کې څه چې ترسره شول، په ډېرو مواردو کې له دې انځور سره واټن درلود. له افراط‌پالنې سره مبارزه تر ډېره د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په یوه پروژه‌ییزه شورماشور بدله شوه؛ داسې پروژې چې ډېری وخت د افغانستان د ټولنپوهنیز واقعیت پر پوهه ولاړې نه وې، روښانه بدیل یې نه درلود او د هېواد له داخلي شرایطو څخه یې کافي درک نه درلود.

کله ناکله حالت داسې وو، لکه د دغو پروګرامونو پلي کوونکي هم پر هغه څه چې ترسره کوي، بشپړ باور نه لري.

د افراط‌پالنې، سولې، زغم او منځلاریتوب په اړه به عمومي خبرې کېدې، خو د خلکو د ډېری برخې لپاره به دا روښانه نه وه چې په دقیقه توګه د څه شي په اړه خبرې کېږي.

افراط‌پالنه څه ده؟ څنګه رامنځته کېږي؟ بېلګې یې کومې دي؟ ولې خطرناکه ده؟ او له ورځني ژوند، امنیت او د خلکو له راتلونکي سره یې څه تړاو لري؟

کله چې دغو پوښتنو ته روښانه ځواب موجود نه وي، یوازې د «له افراط‌پالنې سره مبارزې» د اصطلاح تکرار نه شي کولای ټولنه له افراط‌پالنې څخه خوندي او مقاومه کړي.

معکوسه پایله

د ځینو پروګرامونو کمزورتیا په ځینو مواردو کې ان د معکوسې پایلې لامل کېدای شوه.هغه نمایشي او بې‌محتوا پروګرامونه چې د ټولنې کلتوري او دیني وضعیت ته له کافي پاملرنې پرته پلي کېدل، د ټولنې په یوه برخه کې یې دا وېره پیدا کوله چې د دوی دیني هویت له ګواښ سره مخ دی.

په داسې فضا کې طبیعي وه، چې د خلکو یوه برخه د خپل هویت د ساتنې لپاره لا ډېر دودیزو بنسټونو، دیني مدرسو او هغو سازمانونو ته مخه کړي چې ځانونه د دین او دود ساتونکي معرفي کوي.

لا جالبه خبره دا وه، چې له دغو بنسټونو څخه ځینو یې د خپلو مالي سرچینو یوه برخه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له حکومت، نړیوالې ټولنې یا هغو خلکو ترلاسه کوله چې د دوی د فعالیتونو مالي سرچینې هم په یوه ډول له حکومت او نړیوالو مرستو سره تړلې وې.

په دې توګه یو ډول تړلې کړۍ رامنځته شوې وه: له یوې خوا له افراط‌پالنې سره د مبارزې لپاره سرچینې لګېدې او له بلې خوا د همدې اقتصادي او ټولنیز جوړښت یوه برخه کولای شول له هغو بنسټونو سره مرسته وکړي چې په ځینو مواردو کې یې د افراطي لیدلورو د بیا تولید زمینه برابروله.

د خبرو او فکر تشه

په داسې فضا کې د توندلارو تمایلاتو لرونکو دیني مدرسو شمېر زیات شو، په رسنیو کې د دیني خپرونو حضور پراخ شو، د ځینو منبرونو ژبه لا تونده شوه او د افراط‌پالنې فکر وتوانېد چې په ټولنه کې له پیاوړو فکري جریانونو څخه یو جریان وګرځي.

خو ښايي تر ټولو مهمه ستونزه دا وه، چې د هغه پر وړاندې یو بدیل دیني فکر رامنځته نه شو.هغه ټولنه چې ژور دیني مخینه او جوړښت لري، یوازې د هغو الفاظو او مفاهیمو په وسیله نه شي کولای له افراط‌پالنې سره مقاومت وکړي چې د هغې له کلتوري چاپېریال څخه بهر رامنځته شوي وي.

افراطي فکر له دیني مفاهیمو، نښو، احساساتو او د ټولنې له دیني حافظې سره په داسې ژبه خبرې کولې چې خلک ورسره بلد وو، خو ډېری مدني فکرونه ونه توانېدل چې یوه بومي او د ټولنې له واقعیتونو سره برابره لاره خپله کړي.

د دغو فکرونو یوه برخه تر ډېره د هغو مفکورو خامه ژباړه وه، چې په نورو هېوادونو او د نورو ټولنیزو شرایطو لپاره رامنځته شوې وې.

په داسې نابرابره سیالۍ کې عجیبه نه وه، چې افراطي فکر د ټولنې د ځینو برخو لپاره لا د پوهېدو او پېژندلو وړ ښکاره شي.

یوه خوا په داسې ژبه خبرې کولې چې مخاطب له ماشومتوبه د هغې له ډېرو مفاهیمو او نښو سره بلد و؛ بله خوا کله ناکله په داسې کلیمو او اصطلاحاتو خبرې کولې چې مخاطب ته یې لا روښانه نه وه، چې د هغه له ژوند، کلتور او باورونو سره څه تړاو لري.

له همدې امله ستونزه یوازې د افراطي فکر ځواک نه وو؛ د بدیل فکر کمزورتیا او کله ناکله د هغه نشتوالی هم یوه ستره ستونزه وه.

هغه تجربه چې بیاکتنې ته اړتیا لري

د دغو ټکو د مطرح کولو موخه دا نه ده، چې له افراط‌پالنې سره د مبارزې لپاره یوه نوې نسخه وړاندې شي. له نسخې جوړولو مخکې تر دې مهم کار شته: تېره تجربه باید په رښتینولۍ او له پروژه‌ییزو او سیاسي ملاحظاتو پرته وکتل شي او وڅېړل شي.

له سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته، نږدې دوه لسیزې د نړۍ ستره انرژي، میلیاردونه ډالره او بې‌شمېره بشري ځواک په افغانستان کې ولګېد.اوږده جګړه وشوه، ډېر خلک ووژل شول او د ترهګرۍ، افراط‌پالنې، دولت جوړونې، پرمختګ، ولسواکۍ او ثبات تر نومونو لاندې سلګونه پروګرامونه پلي شول، خو د دې دورې پای د جمهوري نظام په سقوط او واک ته د طالبانو په بېرته رسېدو تمام شو.

دا پایله یوازې د جګړې په وروستیو ورځو کې یوه پوځي ماتې نه شي بلل کېدای. لږ تر لږه باید دا احتمال جدي وبلل شي چې موږ د لیدلوري، د تګلارې د طرحې او له افراط‌پالنې سره د مبارزې د عملي کولو په برخه کې له یوې ژورې ناکامۍ سره مخ وو.

له همدې امله، له ترهګرۍ او افراط‌پالنې سره د یوې څلورمې پېړۍ د مبارزې د بریا یا ناکامۍ پوښتنه یوازې د تېر وخت په اړه پوښتنه نه ده. دا پوښتنه په مستقیم ډول له راتلونکي سره تړاو لري.

که د تېرې تجربې له جدي نیوکې پرته هېره شي، که هماغه مبهم مفاهیم، هماغه سیاسي چلندونه، هماغه اداري ناهماهنګي، هماغه پروژې چې له بومي واقعیتونو څخه بې‌خبره وې او هماغه عمومي خبرې په نوو نومونو بیا تکرار شي، نو د بلې پایلې د تمې لپاره به هېڅ دلیل موجود نه وي.

دوه لسیزې انرژي او امکانات له لاسه ولاړل او افغانستان په پای کې د طالبانو لاس ته ولوېد. که له دې تجربې درس وانخیستل شي، اړینه نه ده چې فاجعه به په هماغه بڼه بیا تکرار شي، خو نورې فاجعې راتلای شي.

له افراط‌پالنې سره د مبارزې د یوه نوي پړاو له پیلولو مخکې، ښايي تر ټولو مهم کار دا وي چې یو ځل بیا او په لا ډېر جدیت دې پوښتنې ته راوګرځو: په تېر پړاو کې مو چېرته تېروتنه وکړه؟