• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جمعې په ورځ له څلورو لارو ۵۲۳ افغانان په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د جمعې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام‌کلا له لارو ۱۲۰ کورنۍ چې ټولټال ۵۲۳ کسان کېږي؛ افغانستان ته په جبري توګه ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د دارالانشاء د ورځني کاري راپور له مخې، راستنې شوې کورنۍ د ثبت ترڅنګ د لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې له اړینو اسانتیاوو برخمنې شوې دي.

د راپور له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۲ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۷ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې شپږ کورنۍ ثبت شوې دي.

د کمېسیون په راپور کې ویل شوي، چې د نیمروز له ورېښمو پله څخه ۹۵۶ نور مساپر هم افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ګډو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د اکتوبر تر ۲۴مې پورې د ایران او پاکستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو ټول ۶۱۹زره او ۳۰ افغانان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د دغه معلوماتو له مخې، له ایران نه ۵۴۷زره او ۱۰۰ افغانان او له پاکستان نه ۷۰زره او ۵۰۰ افغانان په جبري توګه اېستل شوي دي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو په دې شمېرو کې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر تر ۲۴مې پورې معلومات شامل دي او له هغې وروسته د جبري ستنېدونکو شمېر په‌کې نه‌دی حساب شوی.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

امرالله صالح: نیول شوي طالبانو به د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال د بښنې غوښتنه کوله

•
•
•

نور خبرونه

د افغان کډوالو د ایستلو کمپاین؛ په لاهور کې پښتانه د پولیسو له سخت چلند سره مخ دي

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۰
100%

د پاکستان په لاهور ښار کې د افغان کډوالو د ایستلو کمپاین د افغانانو او پښتنو پر وړاندې د قومي توپیرپالنې، د پولیسو د ځورونې او خپلسرو نیونو د زیاتېدو لامل شوی، چې له امله یې ان هغه کورنۍ هم له ستونزو سره مخ دي چې څو لسیزې یې په دغه ښار کې ژوند کړی دی.

د پاکستانۍ خپرونې «فرایډی ټایمز» د نومبر پر ۱۳مه په یوه راپور کې لیکلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې د اسنادو پرله‌پسې پلټنې، د کورونو چاپې او ډله‌ییزې شړنې د لاهور په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، محمد یوسف، چې په لاهور کې زېږېدلی افغان دی، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۲۷مه د راوي سیند ته څېرمه د ساجیان پله په سیمه کې د خیبر رستورانت مخې ته د پولیسو له خوا ونیول شو. د هغه ورور سیف‌الله سلیمان‌خېل وايي، یوسف د وینې د لوړ فشار له امله هغه ورځ کار ته نه و تللی او سیمې ته د یوه ملګري لیدو لپاره ورغلی و.

د سیف‌الله په وینا، د یوسف ویزه پای ته رسېدلې وه او پولیسو تر نیولو وروسته د کوټ لکپت زندان ته ولېږداوه.

هغه سیمې ته په اشارې چې پخوا پکې ګڼې افغانې کورنۍ اوسېدې، سیف‌الله وايي: «اوس په دې کوڅه کې یوه کورنۍ هم نه ده پاتې؛ ټولې کورنۍ تللې دي.»

د راپور له مخې، د سیف‌الله کورنۍ په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان له خوا افغانستان ته تر ستنېدو اړ شوې وه، خو هغه د خپلې کورنۍ له وتلو وروسته بېرته پاکستان ته ستون شوی، ځکه د کباړ او بیاکارونې په سوداګرۍ کې یې لا هم د پام وړ پیسې له خلکو غوښتې.

راپور لیکلي، د پاکستان حکومت په ۲۰۲۳ کال کې له هېواده د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه، خو شاوخوا شپږ میاشتې وروسته دغه بهیر د افغان تابعیت کارت لرونکي هم رانغاړل. د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې د کډوالو د ثبت کارت (پي‌او‌ار) لرونکي هم د ایستلو په لړۍ کې شامل شول.

د پنجاب حکومت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې د همدې کال تر اکتوبر پورې شاوخوا ۴۲ زره او ۹۱۳ افغان وګړي بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو.

راپور زیاتوي، چې د پنجاب پولیسو د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې ویلي وو، له لاهور او نورو ولسوالیو څخه یې د افغانانو په ګډون ۳۴ زره او ۵۷۶ بهرني وګړي، چې ناقانونه یې بللي، ایستلي او ۲۰۳ نور یې د ایستلو لپاره په لنډمهالو مرکزونو کې ساتلي وو.

راپور د پاکستان د اساسي قانون څلورمې مادې ته په اشارې لیکي، چې د دغه هېواد په خاوره کې هر انسان، پرته له دې چې تابعیت ولري که نه، د قانون له ملاتړ څخه د برخمنېدو حق لري. که څه هم پاکستان د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون لاسلیک‌کوونکی نه دی، خو د نړیوال عرفي قانون له مخې د «نه‌جبري ستنولو» اصل ته ژمن دی؛ دا اصل هغه کسان هغو سیمو ته له ستنولو منع کوي چې هلته یې ژوند یا ازادي له ګواښ سره مخ وي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم د ۲۰۲۵ کال په اګست کې خبرداری ورکړی و، چې د ثبت کارتونو لرونکو افغان کډوالو په زور بېرته ستنول د نه‌جبري ستنولو له نړیوال اصل څخه سرغړونه ده.

سیف‌الله وايي، د ساجیان سیمې په شاوخوا کې افغانې کورنۍ له ۳۵ تر ۴۵ کلونو پورې اوسېدلې دي. د دغو کورنیو ګڼ غړي په همدې سیمه کې زېږېدلي او د کورنیو مشران یې هم هلته خاورو ته سپارل شوي دي.

د هغه په وینا، کورنۍ یې لومړی د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د شینګان پنډغالي ته تللې وه او شاوخوا یو کال وروسته د کار موندلو لپاره لاهور ته کډه شوې وه.

د راپور له مخې، افغان کډوال به تر ایستلو مخکې په توکر، سبزي منډۍ، د داتا صاحب زیارت ته څېرمه او د اورګاډي په تمځای کې په جوړو شویو لنډمهالو مرکزونو کې ساتل کېدل. سیف‌الله وايي، ان هغه خپلوان چې د خپلو نیول شویو کورنیو د غړو د پوښتنې لپاره به له ماشومانو سره دغو مرکزونو ته ورتلل، هغوی هم نیول کېدل او افغانستان ته لېږل کېدل.

د افغان کورنیو د اقتصادي وضعیت په اړه راپور لیکي، چې د ساجیان سیمې ډېری اوسېدونکو د کاغذ، کارتن، بوتلونو او کباړ په راټولولو او پلورلو ژوند تېراوه. د کورنیو له وتلو سره یې نه یوازې کورونه، بلکې د کار وسایل، پوروړي، پېرودونکي، دوکانداران او له نورو سره پاتې مالي حسابونه هم شاته پرېښودل.

سیف‌الله ادعا کوي، چې په لاهور کې یې دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې له خلکو غوښتې دي او ځینې نور افغانان هم له یو میلیون څخه تر درېیو میلیونو کلدارو پورې د خپلو پیسو د ترلاسه کولو په تمه پاتې دي. د هغه په وینا، که افغان کارګر د خپلو پورونو د اخیستو لپاره بېرته پاکستان ته ورشي، ښايي د پولیسو له ورته چلند سره مخ شي او ان پوروړي یې د پیسو د ورکولو پر ځای پولیسو ته زنګ ووهي.

هغه همداراز وايي، ورور یې یوسف د ویزې په لرلو بېرته پاکستان ته تللی و، خو لږ وروسته ډيورنډ کرښه وتړل شوه. د کرښې د تړل کېدو له امله د تورخم له لارې تلونکو افغانانو ته په پاسپورټونو کې د تګ راتګ د ټاپې لګولو امکان نه و، او هغوی ته د هوايي سفر سپارښتنه کېده، چې ټکټونه یې له ۷۰ زرو تر ۷۷ زرو پاکستانۍ کلدارو پورې بیه لرله.

د سیف‌الله په وینا، د پولې تړل کېدو د پاسپورټونو د اعتبار د ساتلو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړ او د همدې وضعیت له امله د یوسف د ویزې ستونزه پیدا شوه، چې وروسته د هغه د نیولو لامل وګرځېده.

سیف‌الله د پولیسو له خوا د افغانانو د سپکاوي او ځورونې په اړه وايي: «پولیس کله ناکله موږ ته سپکاوی کوي او وايي: تاسو ټول عمر د پاکستان په لګښت ژوند کړی دی.»

هغه زیاتوي، پولیس د سیمې اوسېدونکو ته د «افغانانو» خطاب کوي او په وینا یې، دا ډول چلند تر ډېره له پښتنو سره کېږي.

سیف‌الله وايي، هغه کسان چې افغان یا پښتنی هویت ولري، د ترهګرو په سترګه ورته کتل کېږي. نوموړي د هغو کورنیو د اوږدمهاله استوګنې یادونه کړې چې څو لسیزې یې په لاهور کې ژوند کړی، خو اوس د پولیسو له خوا نیول کېږي، پوښتنې ترې کېږي، سپکاوی ورته کېږي او اړ کېږي چې د خپل ژوند او هویت د ثابتولو لپاره اسناد وړاندې کړي.

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰
100%

د هغه افغان ځوان یوه خپلوان چې د ترکیې په پوله وژل شوی، افغانستان انټرنشنل ته د هغه هویت تایید کړ. د دغه تني ځوان ورور، شریف نظری، د سې شنبې په ورځ (د لرم ۱۹مه) وویل چې رضا نظری یې د هغو اتو جسدونو په منځ کې پېژندلی چې د ایران او ترکیې په پوله موندل شوي دي.

شریف نظري افغانستان انټرنشنل ته وویل چې خپل ورور یې د قربانیانو په منځ کې موندلی دی. د هغه په خبره، رضا په هغه ویډیو کې چې د جسدونو په اړه خپره شوې، وروستی کس دی او داسې ښکاري چې د دې پېښې تر ټولو ځوان قرباني وي.

افغانستان انټرنشنل هغه اسناد او مدارک لیدلي چې ښيي رضا نظری د علي‌چمن نظری زوی، د بامیان ولایت اوسېدونکی او د ۲۰۰۹ ز کال د سپټمبر په ۲۴مه (د ۱۳۸۸ لمریز کال د تلې په دویمه) زېږېدلی دی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې ماشوم ګڼل کېږي.

شریف نظري وویل چې د خپل ورور له برخلیکه خبر نه و. هغه له ترکي، ایراني او طالب چارواکو وغوښتل چې کابل ته د رضا د مړي په لېږدولو کې همکاري وکړي څو کورنۍ یې هغه خاورو ته وسپارلی شي.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې د قربانیانو مړي اوسمهال د ترکیې په «وان» ښار کې ساتل کېږي او کورنۍ د خپلو اولادونو مړو ته لاسرسی نه لري.

خبرو سرچینو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د ایران او ترکیې په پوله د اتو افغان کډوالو د مړو ویډیو افغانستان انټرنشنل ته ولېږله. په دې ویډیو کې د اتو ځوانانو مړي لیدل کېږي چې زنې یې په پټیو تړل شوې دي.

هغه کس چې دا ویډیو ثبت کړې، د افغانستان په فارسي لهجه وايي: «سلام وروره! دا کډوال دي.»

په ترکیې کې د پناه غوښتونکو ټولنې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اتو کسانو مړینه تایید کړه. دې ټولنې وویل چې تر دې مهاله په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د مړو د پېژندنې یا لیدلو لپاره روغتون ته لاړ شي.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې د اتو ځوانانو مړي د ترکیې په «وان» ولایت کې د «اوزالپ» اړوند د «یوکاری‌تولګالی» سیمې ته نږدې او د ایران پولې ته په شاوخوا درې کیلومترۍ کې موندل شوي دي. دغو رسنیو د قربانیانو هویت نه دی اعلان کړی او د مړینې لامل یې سخته یخ‌والي ښودلی دی.

خو د قربانیانو د مړینې لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د معلوماتو د پټ ساتلو امر

یوه ترکي خبريال اوزکان اوزتاش د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د وان سیمه ییزې ادارې امر کړی چې دا دوسیه دې پټه پاتې شي.

دا پېښه د ترکیې د حکومت د ځینو مخالفو سیاستوالو له غبرګون سره هم مخ شوې ده.

د ترکیې په پارلمان کې د خلکو د دیموکراسۍ او مساوات ګوند استازي ګلجان کچماز سایغیت د دوشنبې په ورځ خپل کورنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې، د قضایي څېړنو د پیلولو، د قربانیانو د هویت د روښانه کېدو او د احتمالي تورنو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سایغیت په دې لیک کې د ترکیې په پولو کې د کډوالو د مړینې ورته پېښو ته اشاره کړې ده. د دې استازې په خبره، د ۲۰۰۲ ز کال په مې میاشت کې، د وان پوله‌یز ولایت په «چالدران» سیمه کې د واورو له ویلې کېدو وروسته د ۱۹ افغان کډوالو مړي وموندل شول. هغه همدارنګه په ۲۰۱۹ ز کال کې د کډوالۍ په لارو او د «باش‌قلعه» په سیمه کې د یو شمېر کډوالو مړینې ته هم اشاره کړې ده.

د پارلمان د دې استازې د اقتصادي بحرانونو او سیمه‌ییزو شخړو اغېزو ته په پام سره چې پر کډوالۍ لاره لري، په پوله‌یزو سیمو کې د کډوالو د حقونو د ساتنې لپاره د نورو تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده.

هغه همدارنګه د ترکیې له کورنیو چارو وزارت څخه د وان په ولایت کې د کډوالو د بېرته ستنولو په مرکزونو کې د ساتل شویو کډوالو د شمېر، په تیرو پنځو کلونو کې د کډوالو د شړلو د شمېر او د هغو کسانو د شمېر په اړه معلومات غوښتي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ایران له لارې دې ولایت ته داخل شوي دي.

په وان ښار کې د ترکیې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند د څانګې مشر سراج‌الدین بدیرهان‌اوغلو هم دا پېښه د کډوالۍ د مدیریت د کمزورۍ، د پوله‌یز نظارت د نیمګړتیاوو او د انسانانو ژوند ته د بې‌تفاوتۍ پایله وبلله. هغه د دې پېښې د هراړخیزې څېړنې او د هغې د احتمالي عاملینو د پېژندلو غوښتنه وکړه.

ترکیه یونان او نورو اروپایی هیوادونو ته د افغان کډوالو یو له مهمو لارو څخه ده. دا هیواد د ډیری افغان کډوالو کوربتوب هم کوي چې ځینې یې پرته له معتبرو اوسیدو اسنادو ژوند او کار کوي.

له دې ځایه شړل شوې او له هغه ځایه پاتې؛ د هغو بې‌سرپناه ښځو وضعیت چې له ایرانه شړل کېږي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۰
100%

له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په زیاتېدو سره، په افغانستان کې د بې‌سرپرسته او د کورنۍ له ملاتړه بې‌برخې ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. دا ښځې په هرات کې د اسلام‌قلعه له پولې تر تېرېدو وروسته، له بې‌سرپناهۍ او د طالبانو د کسانو له ځورونو سره مخ کېږي.

د اړوندو نړیوالو سازمانونو ځینې سرچینې وايي، چې طالبان له دغو ښځو ځینې له ځان سره وړي او وايي چې هغوی «امن کورونو» ته لېږدوي، په داسې حال کې چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته، د ښځو چارو وزارت او تر څارنې لاندې امن کورونه یې هم له منځه تللي دي.

په پردي ښار کې یوازې مور او لور

۲۶ کلنه سمانه اووه میاشتې وړاندې له خپلې مور سره یوځای له ایرانه اخراج شوه؛ خو افغانستان ته بیا ننوتل د هغې لپاره کور ته د رسېدو په مانا نه و.

هغه اوس په هرات کې پرته له کاره او دایمي سرپناه ژوند کوي؛ په داسې حال کې چې ناروغ پلار یې په ایران کې له خپلې مېرمنې او لور لیرې د نورو پالنې ته اړتیا لري.

هغې او مور یې په هرات کې د خپل یوه ملګري په کور کې د لنډې مودې لپاره یوه کوټه نیولې ده.

سمانه نه پوهېږي، چې د دغه مهلت له پای ته رسېدو وروسته باید چېرته ولاړې شي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د سمانې ژوند بل ډول و.

هغه محصله وه او مور یې په یوه موسسه کې د پخلونکې په توګه کار کاوه.

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو په تړل کېدو او د بهرنیو موسسو د فعالیت په درېدو سره، دوی دواړو خپل کار او د زده‌کړو د دوام فرصت له لاسه ورکړ.

په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دغې مور او لور له غزني ولایت څخه ایران ته کډوالي وکړه؛ په دې هیله چې وکولای شي د ځان او خپلې کورنۍ لپاره یو ښه ژوند جوړ کړي.

سمانه او مور یې په یوه خیاطۍ کې په کار بوختې شوې؛ خو ایراني مامورانو دواړه کارځای ته د تګ په لاره کې ونیولې او افغانستان ته یې اخراج کړې.

اخراج د سمانې لپاره یوازې په ایران کې د کار او ژوند له لاسه ورکول نه و.

پلار یې ګوزڼ وهلی دی او د کار کولو توان نه لري.

هغه په ایران کې پاتې شو او اوس د سمانې ترور د هغه پالنه کوي.

مور یې چې مخکې د کورنۍ ډوډۍ راوړونکې وه، اوس پخپله د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د نورو مرستې ته اړتیا لري.

سمانې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «اوس نه د اوسېدو ځای لرو او نه کار کولای شو. دا ورځې زما او د مور لپاره ډېرې سختې دي او نه پوهېږو چې راتلونکې ورځې به مو څنګه شي.»

د ایران د ویزې لوړ لګښت هم له پلار سره د هغوی قانوني یوځای کېدل ناشوني کړي دي.

سمانه وايي، چې د اخراج پر مهال او له هغه وروسته، هغه او مور یې د طالبانو د ځواکونو له خوا سپکې شوې او له لفظي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

اوس دا مور او لور له پولې په غیرقانوني توګه د تېرېدو او بېرته ایران ته د تګ په اړه فکر کوي؛ یو خطرناک سفر چې ښايي دوی د کورنۍ تر ناروغ پلاره ورسوي.

د سمانې لپاره په افغانستان کې پاتې کېدل هم روښانه راتلونکې نه لري.

هغه نه د کار امکان لري، نه خپلواکه سرپناه او نه هم د ژوند د لګښتونو د برابرولو کومه لاره.

د هغې کیسه یوازې د هغو ښځو له روایاتو یو دی چې بې له کورنۍ له ایرانه شړل شوې دي.

د هغو کډوالو په منځ کې چې د اسلام‌قلعه له لارې هرات ته راځي، داسې ښځې هم شته چې بې له مېړه، اولاد یا د کورنۍ له نورو غړو پرته افغانستان ته شړل کېږي.

ځینې د لنډ وخت لپاره د خپلوانو او ملګرو په کورونو کې پناه اخلي؛ خو ځینې نورې بیا په خپل هېواد کې هېڅ اشنا او پناه ځای نه لري.

۲۹ کلنه زهرا چې یوه میاشت وړاندې له ایرانه شړل شوې وايي: «له پولې څخه هرات ښار ته د لېږد په لاره کې د طالبانو ځواکونو له ما سره توند چلند وکړ. کله چې مې له ځانه دفاع وکړه، هغوی زما د نیولو اراده وکړه؛ خو د نورو کډوالو په منځګړیتوب چې زما په شاوخوا کې وو، له نیول کېدو خلاصه شوم.»

دا ښځه یوازې له جبري ستنېدو له ستونزو سره نه ده مخ؛ د ښځو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی او د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو له امله د هغوی د کار له حقه محرومېدل هم د هغې د ژوند او معیشت د برابرولو پر وړاندې نورې جدي ننګونې دي.

100%

هغه وايي: «د تومان د ارزښت له ټیټوالي سره سره، زما کورنۍ له ایرانه راته پیسې رالېږي او په هغو پیسو خپل لګښتونه پوره کوم او هوډ لرم بېرته ایران ته ولاړه شم.»

له خپلو اولادونو د مور بېلول

ساناز بله هغه ښځه ده چې د خپل ژوند ۲۸ کاله یې په ایران کې تېر کړي؛ خو درې اونۍ وړاندې په داسې حال کې چې له خپلو دریو اولادونو لیرې پاتې شوې وه، افغانستان ته ستنه کړای شوه.

د هغې ماشومان لا هم په ایران کې دي او پخپله اوس په هرات کې د یوه خپلوان په کور کې اوسي. هغه وايي: «زه درې ماشومان لرم چې له ۱۱ تر ۱۷ کلونو عمرونه لري او هغوی زما له مېړه سره په ایران کې دي. زه یې یوازې له پولې افغانستان ورته وشړلم. ۲۸ کاله په ایران کې وم او اوس د خپل یوه خپلوان په کور کې ژوند کوم.»

ساناز زیاتوي، چې تر شړل کېدو وروسته یې له طالبانو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او په هرات ښار کې څو ځله د طالبانو د ځواکونو له خوا ځورول شوې ده.

د ساناز په څېر ښځو لپاره، له اولادونو جلا کېدل د شړلو د درد یوازې یوه برخه ده.

د خپلواکې سرپناه نه شتون، د عاید نشتوالی او د طالبانو د ځواکونو له چلنده وېره، د هغوی ورځنی ژوند له ناامنۍ او نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.

موقتي پناه او ناڅرګند برخلیک

افغانستان ته تر ننوتلو وروسته د یوازې ښځو ستونزې د اوسېدو د یوې سرپناه تر موندلو پورې نه محدودېږي. ځايي سرچینې او د بشردوستانه بنسټونو کارکوونکي د تاوتریخوالي او په ځینو مواردو کې د هغو نجونو او ښځو د جنسي تېري او جبري ودونو له خطر څخه خبرداری ورکوي چې د کورنۍ له ملاتړ پرته له ایرانه شړل کېږي.

ناصر د یوه ځايي کارکوونکي مستعار نوم دی چې وايي، چې هغه یوازې او زیانمنې ښځې چې د اسلام‌قلعه له پولې هرات ته راځي، د لومړنیو نغدي او غیر نغدي مرستو له ترلاسه کولو سره سره لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: «ځینې مجردې ښځې چې له ایرانه اخراجېږي، د طالبانو له جنګیالیو سره د جبري ودونو او په ځینو مواردو کې له جنسي تاوتریخوالي سره مخ دي. همدارنګه، له پولې تر رااړولو وروسته د ځینو دغو ښځو برخلیک نامعلوم پاتې کېږي.»

د ناصر په وینا، یو شمېر ښځې د لومړنیو مرستو تر ترلاسه کولو وروسته د وضعیت د څارنې او ټولنیز ادغام لپاره اړوندو ادارو لکه د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته معرفي کېږي؛ خو د دوامداره ملاتړ نشتوالی او اقتصادي ستونزې هغوی بیا له خطر سره مخ کوي.

دا سیمه ییز کارکوونکی زیاتوي چې اړوندو ادارو ته تر ورپېژندلو وروسته د ځینو ښځو برخلیک روښانه نه دی.

چارواکي د هغوی د ملاتړ لپاره د ځانګړو مرکزونو خبره کوي؛ خو د دغو مرکزونو ځای محلي سرچینو ته روښانه نه دی.

سمیر، چې کډوالو ته د مرستې رسوونکې یوې نړیوالې ادارې د یوه کارکوونکي مستعار نوم دی، هم وايي ځینې ښځې هرات ته تر ننوتلو وروسته لومړنۍ مرستې ترلاسه کوي؛ خو تر هغه وروسته د هغوی د وضعیت د څارنې امکان تل نه وي.

سمیر په داسې یوه اداره کې کار کوي چې وړاندې یې د یوازې ښځو ملاتړ کاوه. هغه وايي طالبان له دغو ښځو ځینې له ځان سره وړي او وايي چې امن کورونو ته یې لېږدوي، په داسې حال کې چې د جمهوریت له سقوط وروسته، لږ تر لږه په هرات کې نور کوم امن کور نشته.

سمیر وايي: «داسې ښځې وې چې زموږ د ادارې تر ملاتړ لاندې وې؛ خو طالبانو هغوی په زور هغه ځای ته بوتلې چې امن کور یې بولي. تر هغې وروسته موږ ونه شو کړای چې د هغوی وضعیت وڅارو.»

د هغه په وینا، نړیوالې ادارې د دغه مرکز د ځای او هلته د لېږدول شویو ښځو د وضعیت په اړه دقیق معلومات نه لري او د هغوی د ساتنې پر شرایطو څارنه نه شي کولای.

سمیر زیاتوي: «طالبان په پټه یو امن کور لري او هغه یوازې ښځې چې کورنۍ نه لري، هلته لېږدوي. روغتیایي خدمتونو او د اړتیا وړ توکو ته د هغوی د لاسرسي په اړه نړیوالو ادارو ته هېڅ راپور نه ورکول کېږي.»

100%

هغه وايي بشردوستانه ادارې د هرې دوسیې د وضعیت له مخې، زیانمنو مېرمنو ته لومړنۍ مرستې برابروي؛ خو له هغه وروسته، په هغو مواردو کې چې ښځې نورو ادارو ته سپارل کېږي یا نامعلومو ځایونو ته وړل کېږي، د هغوی د وضعیت د څارنې امکان محدود دی.

د طالبانو «امن» کورونه چېرته دي؟

د افغانستان د پخواني حکومت په وخت کې یو شمېر زیانمنې مېرمنې چې له ایرانه اخراجېدلې، د ملګرو ملتونو د فرعي ادارو او د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون له خوا امن کورونو ته معرفي کېدلې او هلته پناه ورکول کېده.

دا مرکزونه د هغو ښځو لپاره چې کورنۍ یا سرپناه یې نه درلوده، خوندیتوب او ملاتړ ته د لاسرسي یوه لار وه.

خو واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو وروسته، له زیانمنو مېرمنو د ملاتړ جوړښت بدل شوی دی.

اوس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړیوال سازمان او نورو بشردوستانه بنسټونو په څېر ادارې راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو رسولو په بهیر کې رول لري.

اوس بشردوستانه سرچینې وايي، هغه مېرمنې چې د طالبانو د امن کور په نامه ځای ته لېږدول کېږي، وضعیت یې نړیوالو بنسټونو ته روښانه نه دی. په داسې شرایطو کې هغه ښځې چې کلونه یې په ایران کې ژوند کړی او نور په افغانستان کې کورنۍ یا ملاتړی نه لري تر اخراج وروسته له لا جدي ستونزو سره مخ کېږي.

د خوندي سرپناه نشتوالی د کاري فرصتونو محدودیت او د ژوند د لګښتونو په پوره کولو کې پاتې راتلل، د ګواښ او تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدو لپاره د لاسرسي وړ ملاتړو بنسټونو له نشتوالي سره یوځای، د دې مېرمنو زیانمنتیا دوه برابره کوي.

100%

نامعلوم برخلیک لرونکې مېرمنې

د سمانې، زهرا او ساناز کیسې د افغان کډوالو د هغې لویې څپې په منځ کې رامنځته شوې دي چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته رالېږل شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ له سپټمبره د ۲۰۲۶ د اګسټ تر پایه پورې، شاوخوا ۶.۵ میلیونه کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته بېرته ستانه کړای شوي دي.

دا شمېره د ټولو ثبت شویو ستنېدنو او راتګونو ټولګه ده او دا ټول کسان خامخا په جبري ډول نه دي ایستل شوي.

په دې ډله کې داسې ښځې هم شته چې په ایران کې تر کلونو ژوند وروسته بې له مېړه اولاد او کورنۍ افغانستان ته شړل کېږي؛ هغه ښځې چې ځینې یې نه د ژوند کولو لپاره کور لري او نه هم د ملاتړ کومه شبکه چې په سختو ورځو کې پرې تکیه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي غبرګون

100%

افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې خپلې موندنې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ سره شریکې کړې.

ښاغلی بېنټ د هغو ښځو او نجونو د شړلو په اړه اندېښنه څرګندوي چې د کورنۍ له ملاتړ او خوندي سرپناه پرته له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته لېږل کېږي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې هغه ښځې چې د کورنۍ ملاتړ نه لري په افغانستان کې په ځانګړې توګه زیانمنې دي؛ ځکه طالبانو په سیستماتیک ډول د ښځو ډېری بنسټیز حقونه، لکه د زده‌کړې، کار، د تګ راتګ ازادي او عدالت ته د لاسرسي حقونه محدود کړي دي.

ښاغلي بېنټ وویل: «د کورنۍ له ملاتړه بې‌برخې ښځې په ځانګړي ډول ډېرې زیانمنې دي؛ نه یوازې د هغو شرایطو له امله چې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري، بلکې له دې امله چې د طالبانو له خوا لګول شویو بندیزونو د هغوی د خپلواک ژوند یا ملاتړ لپاره خورا لږ غوراوي پرېښي دي.»

هغه د هغو افغانانو پر ضد د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو په یادولو سره چې په ناخوښه توګه له ګاونډیو هېوادونو شړل شوي، په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي، وختي ودونو او د انسان د قاچاق د ګواښ په اړه، د کډوالو په تېره بیا د یوازې ښځو د اخراج د لړۍ د درولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکی ټینګار کوي چې شړل شوې مېرمنې باید خوندي سرپناه، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او ملاتړ ته لاسرسی ولري او د هرې ښځې وضعیت باید په جلا توګه وڅېړل شي.

ریچارډ بېنټ دا خبرداری هم ورکوي چې د ښځو لېږل خپلو کورنیو او خپلوانو ته هم تل خوندي لاره نه ده؛ ځکه ښايي ځینې په کورني چاپیریال کې له تاوتریخوالي، ناخوښه واده ته له مجبوره کېدو یا شړل کېدو سره مخ شي.

هغه وايي: «دا مېرمنې په پوله کې له څو ورځو بېړنیو مرستو ډېر څه ته اړتیا لري. د ژوند لپاره له خوندي ځای او د ځان ساتنې له امکاناتو پرته، ښايي تر اخراج ډېر وخت وروسته هم د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ پاتې شي.»

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی د بشردوستانه بنسټونو د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت د طالبانو بندیزونه هم د زیانمنو ښځو د پېژندنې او ملاتړ په لاره کې یو جدي خنډ بولي.

هغه د خپلواکې څارنې د پیاوړتیا، د تاوتریخوالي د راپور ورکولو لپاره د خوندي لارو د جوړولو او په مرستندویه ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت د زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۰
100%

د بشري حقونو فعالانو اتحاد له طالبانو سره د فرانسې د تخنیکي خبرو د پیل په غبرګون کې، چې موخه یې افغانستان ته د بې‌اسناده کډوالو بېرته ستنول بلل شوې، اندېښنه څرګنده کړې او له اروپايي هېوادونو یې غوښتي چې له دغه ډلې سره هر ډول سیاسي او تخنیکي تعامل ودروي.

دغه اتحاد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فرانسې له‌خوا له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد ویلي، که څه هم د فرانسې حکومت ادعا کوي چې دغه خبرې د طالبانو د رسمي پېژندنې په معنا نه دي، خو د کډوالو د ایستلو لپاره له دې ډلې سره عملي تعامل په حقیقت کې د طالبانو سیاسي مشروعیت او دریځ پیاوړی کوي.
دغه بنسټ د اروپايي هېوادونو وروستۍ هغه تګلارې غندلې چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو هڅې پکې شاملې دي.
په اعلامیه کې طالبان په ځپنې، شکنجې، تبعیض، د ښځو د حقونو په له منځه وړلو، د مخالفانو په تعقیب او د خلکو له اساسي ازادیو څخه په محرومولو تورن شوي دي. دغه اتحاد ویلي چې طالبان د افغان وګړو د منلو او محاکمه کولو قانوني او اخلاقي صلاحیت نه لري او له دې ډلې سره باید هېڅ ډول خبرې او هوکړې ونه شي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد له اروپايي حکومتونو غوښتي چې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه هر ډول سیاسي او تخنیکي تعامل ودروي او هېڅ پناه‌غوښتونکی دې د هغه د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت له خپلواکې، دقیقې او انفرادي ارزونې پرته داسې ځای ته نه ستنوي چې هلته د شکنجې، تعقیب، تښتونې، خپل‌سري نیونې او ځورونې له خطر سره مخ وي.
دغه اتحاد ټینګار کړی چې د پناه‌غوښتونکو حقونه او امنیت باید د سیاسي ملاحظاتو، ډیپلوماټیکو هوکړو او د حکومتونو د کډوالۍ د تګلارو قرباني نه شي.
په اعلامیه کې د اروپايي هېوادونو له حکومتونو غوښتل شوي چې که د افغان وګړو پر وړاندې د احتمالي جرمونو تورونه موجود وي، د خپلو هېوادونو له قضايي میکانېزمونو او د امریکا له قضايي تجربو څخه دې کار واخلي. د دغه بنسټ په وینا، تورونه باید لومړی د خپلواکو محکمو له‌خوا د عادلانه محاکمې د اصولو په رعایت وڅېړل شي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد زیاته کړې چې که په قانوني توګه د یوه کس بېرته لېږل حتمي وي، نو پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته یې د مشروع حکومتونو تر څارنې او حقوقي تضمینونو لاندې لېږدول، طالبانو ته تر سپارلو لږ خطر لرونکی بدیل کېدای شي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان اوس مهال مشروع حکومت، خپلواک قضايي نظام او د عادلانه محاکمې بهیر نه لري؛ له همدې امله طالبانو ته د افغان وګړو سپارل د عدالت پلي کول نه، بلکې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور د یوې ډلې منګولو ته د خلکو سپارل دي.
دغه اتحاد په پای کې ټینګار کړی چې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه د بشري حقونو د له پامه غورځولو او د انسانانو د ژوند له خطر سره د مخ کولو توجیه نه شي کېدای.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د استبداد قربانیانو ترڅنګ ودرېږي او د کډوالۍ د هوکړو له لارې یې یو ځل بیا د طالبانو منګولو ته ونه سپاري.

افغان‌اېواک: امریکا غواړي یو افغان وګړی د نومبر په درېیمه اوونۍ کې افغانستان ته ولېږي

۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۰
100%

د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «افغان‌اېواک» وايي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو اداره (ICE) په پام کې لري یو افغان وګړی د نومبر په درېیمه اوونۍ کې افغانستان ته ولېږي او په ورته وخت کې د ایران د وګړو د بېرته ستنولو لپاره هم د درېیم هېواد له لارې د لېږد پلان لري.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۵مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د فدرالي محکمو په دوو جلا قضیو کې نوي اسناد ښيي چې د ډونالډ ټرمپ اداره لا هم هڅه کوي هغه کسان بېرته هغو هېوادونو ته ولېږي چې دوی ترې د ځورونې او ګواښونو له امله تښتېدلي دي.

افغان‌اېواک وايي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د نومبر په ۴مه یوې فدرالي محکمې ته په یوه سوګند‌خوړلي بیان کې تایید کړې چې یو افغان وګړی د نومبر په ۳مه افغانستان ته د لېږلو لپاره ټاکل شوی و، خو اوس یې د ایستلو نېټه د نومبر د ۱۶مې اوونۍ ته ځنډول شوې ده.

د دغه سازمان په وینا، د افغان وګړي د هویت او قضیې جزیات یې د هغه د خوندیتوب لپاره نه دي خپاره کړي. سازمان زیاته کړې چې په نیویارک کې د افغانانو د لېږد اړوند د محکمې موقتي حکم د نومبر په ۷مه، د شپې په ۱۱:۵۹ بجو پای ته رسېږي.

په ورته وخت کې، د ایران د وګړو د ایستلو په اړه د یوې بلې فدرالي محکمې په خپرو شویو اسنادو کې راغلي چې د امریکا حکومت غواړي ځینې ایرانی وګړي د درېیم هېواد له لارې ایران ته ولېږي.

د اسنادو له مخې، د اکتوبر په ۱۵مه د اورېدنې پر مهال، د امریکا د کولمبیا ولسوالۍ فدرالي محکمې قاضي انا رېس د حکومت له استازي وپوښتل چې ایا امریکا غواړي خپل تر توقیف لاندې کسان داسې هېواد ته ولېږي چې ورسره په جګړه کې ښکېله ده؟

قاضي د دې اقدام د احتمالي پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې بېرته ستانه شوي کسان ښايي «لږ تر لږه د حتمي مرګ له جدي ګواښ» سره مخ شي.

نوموړې د دې وضعیت د تشریح لپاره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني مثال هم وړاندې کړ او ویې ویل: «دا داسې ده لکه موږ چې په ۱۹۴۲ کال کې په دې هېواد کې ځینې کسان ولرو او پرېکړه وکړو چې هغوی بېرته نازي جرمني ته ولېږو.»

د محکمې د اسنادو له مخې، د امریکا حکومتي استازي ویلي چې د ایرانیانو د ایستلو بهیر به د یوه درېیم هېواد له لارې ترسره شي، خو د حکومت په وینا، دا د درېیم هېواد له لارې د ایستلو په معنا نه ده. د اکتوبر په ۲۲مه، د کډوالۍ ادارې محکمې ته ویلي وو چې د ځینو ایراني وګړو د ایستلو پلان یې وروستی کړی دی.

د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، قاضي د ایران د وګړو د ایستلو په تړاو حکومت ته امر کړی چې د هر ډول وروستۍ پرېکړې په اړه ۲۴ ساعته مخکې محکمې ته خبر ورکړي او د ایستلو له هر اقدام څخه پنځه ورځې مخکې لیکلی خبرتیا ورکړي.

د افغان‌اېواک مشر شان وانډیور په خپله اعلامیه کې ویلي، هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو، ډیپلوماټانو او مرستندویه کارکوونکو سره یې همکاري کړې او هغه ایرانیان چې د خپل هېواد د حکومت له ځورونې تښتېدلي، اوس د درېیمو هېوادونو له لارې بېرته خپلو هېوادونو ته لېږل کېږي، څو د امریکا اداره وکولای شي ادعا وکړي چې هغوی یې په مستقیم ډول خپلو هېوادونو ته نه دي ستانه کړي.

نوموړي ټینګار کړی: «په حقیقت کې همدا کار کوي. نه افغانان او نه هم ایرانیان باید بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.»

وان‌ډیور د امریکا له ادارې غوښتي چې افغانستان او ایران ته ټول اخراجونه، که په مستقیم ډول وي او که د بل هېواد له لارې، ودروي.

هغه همداراز له امریکايي کانګرس نه غوښتي چې د نومبر تر ۱۶مې مخکې د افغانانو د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) په اړه د دواړو ګوندونو له خوا د ملاتړ وړ طرحه تصویب کړي او افغانانو ته هم لږ تر لږه پنځه ورځې مخکې د ایستلو د خبرتیا حق ورکړي.

افغان‌اېواک ویلي چې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې به له افغان متحدینو او پخوانیو امریکايي پوځيانو سره د امریکا کانګرس ته ولاړ شي، څو د افغانانو د ایستلو د پلان مخه ونیسي.

په دې وروستیو کې د امریکا د ټرمپ ادارې د هغو افغان کډوالو د ایستلو هڅې زیاتې کړي چې د دغه هېواد په توقیف‌خونو کې ساتل کېږي. د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، تر ۸۰ ډېرو افغانانو ویلي چې د کډوالۍ ادارې ورته د پاکستان له لارې د ایستلو خبر ورکړی و. د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو ژوند د طالبانو له غچ اخیستنې، خپل‌سرو نیونو او نورو ځورونو سره مخ کېدای شي.