• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د افراسیاب خټک لیکنه

له افغانستان سره د پولو تړل او د پاکستان تاوانونه

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۰

پاکستان په کال ۱۹۴۷ کې د خپل تاسیس نه وروستو تل د پاکستان له لارې د افغانستان د ترانزیتی تجارت د اړتیا نه د اقتصادی همکارۍ د ستر امکان په ځاې، له دې څخه د خپل جوخت ګاونډی هیواد په ضد د ستراتیژیک سیاسی او اقتصادی فشار د یوې آلې په توګه استفاده کړی ده.

په تیرو نزدې اتیاؤ کلونو کې چې کله هم د دواړو هیوادونو تر مینځه کومه سیاسی ستونځه پیدا شوې دې، نو پاکستان د افغانستان د ترانزیتی تجارت د پاره لارې تړلی دی. د پاکستان دغې پالیسۍ نه یوازې د افغانستان د بهرنی تجارت په لاره کې مشکلات زیږولی دی او هغه یې د پخوانی شوروی اتحاد او د ایران له طریقه متبادلو لارو موندلو ته اړ کړې دې، خو د دې سره د پاکستانی جنرالواکۍ دغې تنګ نظرۍ خپله پاکستان هم په اقتصادی او سیاسی توګه سخت زیانمن کړې دې؛ ځکه چې د پاکستان له خوا بندیزونه یوازې د افغانستان د ترانزیتی تجارت مخه نه نیسی، بلکه د دې سره يو ځاې د افغانستان او پاکستان دوه اړخیز تجارت او د اففانستان له لارې منځنۍ آسیا سره د پاکستان تجارت هم تړل کیږی. د تیر یوه کال نه زیاتې موده کې چې پاکستان یو ځل بیا افغانستان سره خپلې ټولې پولې د تجارت او خلکو د تګ راتګ په مخ تړلی دی، نو د پاکستان د حکومتی دعوو برعکس خپله پاکستان ژور اقتصادی او سیاسی زیانونه ګاللی دی. د پاکستان جنرالواکی اوس هم په دې ټال زانګی چې ګویا د پاکستان د صادراتو د تړل کیدو له امله به په افغانستان کې د اساسی اړتیاؤ د شیانو کمبود مینځ ته راشی؛ خو هغوۍ لا په دې سر نه دې خلاص شوې چې د شوروی اتحاد د ړنګیدو نه وروستو افغانستان په منځنۍ آسیا کې پنځه ګاونډی هیوادونه لری، ایران او چین پر دې برسیره دی. نړیوال تجارت خو د بهیدونکی سیند د اوبو په رنګ دې چې که له یوې خوا یې مخه وتړلې شی، نو هغه بلې خوا ته روان شی او بهیر یې نه ختمیږی.

د کال ۲۰۲۴-۲۵ پورې افغانستان ته د پاکستان صادراتو کچه تر یو اعشاریه نهه دیرش ملیارده ډالرو پورې وه، کومه چې اوس درې سوه څلور ملیونو ډالرو ته راغورزیدلی ده او دا ټیټه کچه هم د کال ۲۰۲۴ د بندیز نه د وړاندې شوی تجارت د مودې ده؛ په بله معنا د پاکستان په صادراتو کې څلور اعشاریه درې فیصدی کمې راغلې دې. د پاکستان کومو شرکتونو او موسسو چې افغانستان ته صادرات کول، د هغوۍ صادرات د اویاؤ نه تر څلور اویا فیصدی پورې غورځیدلی دی او د هغوۍ د تاوان کچه تر یو اعشاریه پنځویشت ملیارده ډالرو ته رسیږی. د پاکستان په صادراتو کې زیاتره بوره، وریجې، آلوګان، سیمټ او داروګان افغانستان ته ځی. په تیر یو کال کې د ازبکستان، کرغیزستان، قازقستان، چین او د ترکیې صادراتی توکو افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ځاې نیولې دې. په دغو هیوادونو برسیره هند هم د دغې موقعې نه استفاده کړی ده او افغانستان ته یې خپل صادرات زیات کړی او ګړندی کړی دی. دا خبره هر چا ته معلومه ده چې په بین الملی تجارت کې چې کله خلک د یوه هیواد د تجارتی توکو سره عادت پیدا کړی، نو د هغوۍ دغه عادت بیا دومره زر او په آسانه نه بدلیږی. هم دغه رنګه د کراچۍ د بحری بندر د لارې د افغانستان تجارت چې په کال ۲۰۲۲-۲۳ کې شپږ اعشاریه اته ملیارده ډالره وو، په کال ۲۰۲۴-۲۵ کې یو ملیارد ډالرو ته راغورزیدلې دې. افغانستان په دې مهال کې خپل د ترانزیت تجارت د ایران د اسلامی جمهوریت لارو ته انتقال کړې دې.

افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه په دراماتیکه راغورزیدلو برسیره د منځنۍ آسیا سره د پاکستان تجارت هم دې ته ورته محدودیت لیدلې دې، او په مجموع کې د منځنۍ آسیا د هیوادونو سره د پاکستان په تجارت کې اوه اتیا فیصده کمې راغلې دې. د پاکستان د اوزبیکستان سره تجارت کوم چې د افغانستان سره د پولو د تړل کیدلو نه وړاندې دوه سوه څلور څلویښت ملیونه ډالره وو، اوس دیرشو ملیونو ډالرو ته راغورزیدلې دې؛ هم دغه حال د منځنۍ آسیا د نورو هیوادونو سره د تجارت هم دې. خبره تشه د دغو هیوادونو سره د تجارت د بندیدو نه ده؛ د منځنۍ آسیا د مارکیت نه د پاکستان د لاس پرې کیدو کار په داسې وخت کې صورت مومی چې په نړیواله کچه په منځنۍ آسیا کې د سیاسی او اقتصادی نفوذ په سر سیالیو زور موندلې دې. دا خبره ټولو ته معلومه ده چې په تیرو دوؤ لسیزو کې چین د منځنۍ آسیا د هیوادونو سره تجارت دومره زیات کړې دې چې د دغو هیودونو سره د تر ټولو ستر تجارتی شراکت دار روس ته یې ماتې ورکړې او اوس چین نه یوازې د دغو پنځو هیوادونو د تر ټولو ستر تجارتی شراکت دار ځاې نیولې دې، خو ورسره یې په دغو هیوادونو کې د تر ټولو زیاته پانګونه هم کړی ده. اوس دا دې امریکه هم میدان ته رادانګلی دی. د تیر شوی اکتوبر د میاشتې په نولسمه نیټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکیو روبیو د امریکا د سلو نه زیاتو غټو شرکتونو د یوه هئیت سره یو ځاې د سمرقند په ښار کې د منځنۍ آسیا د پنځو واړو هیودونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره د اقتصادی اړیکو د پراخولو په موخه غونډه کړی ده. دغه فعالیتونه په سیمه کې ستر اقتصادی امکانات مینځ ته راولی، خو پاکستان خپل ضعیف سیاست له امله له دغو امکاناتو لرې پاته کیږی.

پاکستان په خپل سیاست او اقتصاد باندې د خپلې جنرالواکۍ د غلبې په وجه ډیر زیانونه کتلی او لا یې اوس هم وینی؛ ځکه چې پاکستان خپلو دریو ګاونډی هیوادونو—هند، افغانستات او ایران—سره د خپل منفی سیاست په وجه خپلې پولې د تجارت او خلکو د تګ راتګ په مخ تړلی دی. د جنرالوکۍ دغه تنګ نظری پاکستان کې د ژور اقتصادی بحران له اساسی عواملو څخه یو عامل دې. مونږ په داسرې عصر کې ژوند کؤو چې اوس تش یو هیواد په یوازی توګه رشد او پرمختګ نه شی کولې؛ دا د سیمه ایزو پرمختګونو عصر دې چې په هغې کې هیوادونه هم پرمخ ځی، خو پاکستان دغه دروازې په ځان تړلی دی.

ډېر لیدل شوي

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»
۱
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۲

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ

۳

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟

۴

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۵

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو په فکري غوټو کې د اجتهاد او تقلید مساله

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۰
•
محمد محق
100%

د طالبانو په دیني او سیاسي فکر کې یوه بنسټیزه مساله، چې د دې ډلې پر سیاست جوړونه مستقیم اغېز لري، د اجتهاد او تقلید په اړه د دوی د برداشت څرنګوالی او له حکومتي پرېکړو سره د مشروعیت اړیکه ده.

د طالبانو مشر په کابل کې په خپله وروستۍ وینا کې هڅه وکړه چې مسلمانان پر مجتهد او مقلد ووېشي او د اجتهاد د دروازې پر تړل کېدو په ټینګار سره، د دې ډلې سیاستونه د پخوانیو فقیهانو د فتواوو د پیروۍ په چوکاټ کې توجیه کړي.

دا لیکنه غواړي وښيي چې په دې برخه کې د طالبانو د مشر برداشت سطحي او له تاریخي واقعیتونو لرې دی او دا برداشت پر یوه مسلم دیني حقیقت بدلول او سیاستولي او حکومتولي ورسره تړل، د ټولنې لپاره خطرناکې پایلې لري.

اجتهاد، تقلید او د طالبانو د سیاستونو شرعي توجیه

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې د دریځونو او سیاستونو د توجیه کولو په موخه، د اجتهاد او تقلید مسالې ته مخه کړه او هڅه یې وکړه چې د دغو دوو مفاهیمو په حواله د طالبانو د کړنو شرعي بنسټ روښانه کړي. د هغه استدلال پر دې ساده او عامه‌خوښ وېش ولاړ و چې مسلمانان د فقهي مقام له مخې پر دوو ډلو وېشل کېږي: مجتهدان او مقلدان. د هغه په وینا، مجتهدان هغه کسان دي چې د شرعي احکامو د استنباط صلاحیت لري او مقلدان دنده لري چې د هغوی له نظریاتو او فتواوو پیروي وکړي. نوموړي وروسته د دې ادعا په مطرح کولو سره چې د اجتهاد دروازه له پېړیو راهیسې تړل شوې او نور هېڅ مجتهد نه دی راڅرګند شوی، پایله واخیسته چې د نن ورځې مسلمانان د تقلید په مقام کې دي او د هغوی دنده خپلواک اجتهاد نه، بلکې د پخوانیو علماوو د اجتهادونو او فتواوو پیروي او د هغو پلي کول دي.

د دې استدلال له مخې، طالبان ادعا نه کوي چې دوی پخپله اجتهاد کوي یا ځان ته د اجتهاد صلاحیت ورکوي، بلکې خپل سیاستونه او اقدامات د پخوانیو فقیهانو د احکامو او فتواوو پلي کول بولي. یعنې هره طرحه چې د خلکو د برخلیک په اړه په پام کې نیول کېږي، د پخوانیو د فتواوو له مخې به وي او دوی ځانونه د هغو په پليتابه مکلف ګڼي. د طالبانو مشر دغه راز د فتواوو د تعدد مسالې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې کله په یوه مساله کې څو بېلابېلې فتواوې موجودې وي، امیر کولای شي د فقیهانو له نظریاتو یوه غوره کړي او له هغه وروسته د هغه د امر اطاعت د قاضیانو او د چارو د پلي کوونکو لپاره لازمي کېږي.

دا استدلال څو بنسټیزې پوښتنې راپورته کوي: ایا پر مجتهد او مقلد د ټولو مسلمانانو وېشل، په هغه بڼه چې د طالبانو مشر یې مطرح کوي، د اسلام په لومړنیو سرچینو کې ریښه لري؟ ایا د اجتهاد دروازه په رښتیا تړل شوې ده؟ ایا د اسلام په تاریخ کې یوازې څو محدود مجتهدان موجود وو؟ او په پای کې که خپلواک اجتهاد ناشونی وي، نو د بېلابېلو فتواوو له منځه د یوې د غوره کولو لپاره د امیر واک له کوم معرفتي او حقوقي بنسټ څخه برخمن دی؟ د دغو پوښتنو د ځواب لپاره باید لومړی د اجتهاد او تقلید د رامنځته کېدو تاریخ ته ور وګرځو.

د اسلام په لومړنیو سرچینو کې اجتهاد او تقلید

په اصطلاحي معنا پر دوو ډلو مجتهد او مقلد د مسلمانانو وېشل په قرآن مجید کې نشته. البته په قرآن کې پر پوهې، اګاهۍ او وړتیا لرونکو کسانو ته پر رجوع کولو ټینګار شوی دی. د بېلګې په توګه، د نحل سورت په ۴۳ ایت کې د ناپوهۍ په صورت کې د اهل ذکر (پوهانو) ته رجوع مطرح شوې ده او د نساء سورت په ۸۳ ایت کې پیغمبر او اولي‌الامر ته د چارو سپارلو یادونه شوې، یعنې هغو کسانو ته چې د استنباط وړتیا لري. خو د پوهې او تخصص خاوندانو ته د رجوع کولو د اصل او هغې نظریې ترمنځ چې ټول مسلمانان پر دوو ثابتو طبقو، مجتهد او مقلد، وېشي او د هغوی اکثریت د یوه ټاکلي فقهي مذهب پر انحصاري پیروۍ مکلفوي، بنسټیز توپیر شته.

په قرآن کې داسې څرګند حکم په قطعي توګه نشته، چې مسلمانان باید د تل لپاره د یوه مشخص امام یا فقهي مذهب مقلدان وي. د اسلام پیغمبر ته په منسوبو حدیثونو کې د اجتهاد کلیمه او مشتقات راغلي دي، خو په دقیقه توګه پر هغې اصطلاحي معنا دلالت نه کوي. د بېلګې په توګه، په یوه روایت کې راغلي دي: که حاکم اجتهاد وکړي او سم حکم ته ورسېږي، دوه ثوابه به ولري او که په خپل اجتهاد کې تېروځي یو ثواب به ولري. دا روایت په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې نقل شوی دی. اجتهاد په خپله عمومي معنا کې د سم حکم یا تشخیص ته د رسېدو لپاره د علمي او فکري هڅې ترسره کولو ته ویل کېږي. خو د اجتهاد اصطلاحي تعریف او د اجتهاد د صلاحیت د ترلاسه کولو د شرایطو ټاکل، د اصول فقهې په علم پورې اړه لري چې په ورپسې پېرونو کې رامنځته شوی دی. څرګنده ده چې په نبوي روایتونو کې د هغو فقهي مذهبونو له ډلې څخه چې په ورپسې پېړیو کې رامنځته شوي، د یوه مذهب د انحصاري پیروۍ لپاره کوم څرګند او عمومي الزام نشته.

د فقهي مکتبونو تدریجي رامنځته کېدل او د اجتهاد د لارو چارو تنوع

د اسلام له لومړنۍ دورې څخه په تېرېدو سره، بېلابېل فکري او اجتهادي جریانونه په تدریجي ډول رامنځته شول. خو د اجتهاد، تقلید او فقهي مذهب مفاهیمو له همغه پیله دقیق، تثبیت شوي او یو شان چوکاټونه نه درلودل. په لومړنیو پړاوونو کې بېلابېلو عالمانو او نظر خاوندانو، د فکري تمایلاتو او بېلابېلو لارو چارو له مخې، د دیني متونو په پوهېدو او د احکامو په استنباط لاس پورې کاوه. ځینو د نصوصو پر ظاهري معنا او لفظي دلالتونو ډېر ټینګار کاوه، ځینو د احکامو موخو او مقاصدو ته پاملرنه کوله، یوه ډله د عرفونو، منل شویو دودونو او د ټولنې د عامو کړنلارو لپاره په ډېر اهمیت قایله وه او بلې ډلې د صحابه‌وو او تابعینو پر فکري او عملي میراث تکیه کوله. د دغو تمایلاتو ترڅنګ، بېلابېلې لارې چارې لکه قیاس، استحسان، مصلحتونو ته پاملرنه او له سیمه‌ییزو دودونو څخه ګټه اخیستل هم په بېلابېلو مکتبونو کې تر بحث او استفادې لاندې وو. دغه وضعیت څو نسلونو ته وغځېد. له دې پلوه، د فقهي مذهبونو رامنځته کېدل د یوه تاریخي او علمي بهیر پایله ده، نه د هغو له مخکې ټاکل شویو چوکاټونو د یوې ټولګې پایله چې د اسلام د تاریخ له پیله په همدې بڼه موجود وو.

سربېره پر دې، د اسلامي فکر تاریخ یوازې د څو محدودو مجتهدانو د شته والي شاهد نه دی. د فقهې، کلام، حدیث، تفسیر او نورو اسلامي علومو په برخو کې ګڼو پوهانو څېړنې، استنباط او نظریې ورکولې. ان د اخلاقو، زهد او روزنې په څېر برخو کې هم پراخې فکري او نظري هڅې روانې وې، او دا ټول د فکر او اند د تاریخ له نظره، د خپلواکو علمي او فکري هڅو او د اجتهادي فعالیتونو له ډولونو څخه ګڼل کېږي.

سیاسي ځواک او د فقهي مذهبونو تثبیت

په ورپسې دورو کې د تاریخي تجربو له مخې، په ورته مسالو کې د بېلابېلو فتواوو موجودیت کله ناکله د محکمو ترمنځ د همغږۍ او د قضایي نظام د ادارې په برخه کې ستونزې رامنځته کولې. له همدې امله، ځینو حکومتونو د ځانګړو فقهي مکتبونو ملاتړ او د هغو په چوکاټ کې د زده‌کړو او قضاوت د تنظیمولو لاره خپله کړه. په دې برخه کې عباسي خلافت او ورسره تړلو حکومتونو، په ځانګړې توګه سلجوقیانو، د دیني زده‌کړو د رسمي بنسټونو په پراختیا کې مهم رول درلود. د سلجوقیانو په دوره کې د نظامیه مدرسو جوړول او پراخول، د سیاسي ملاتړ، د دیني زده‌کړو د تنظیم او د ځانګړو فقهي او کلامي جریانونو د پیاوړتیا ترمنځ د اړیکې له څرګندو بېلګو څخه وو. په همدې شرایطو کې، حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي څلور مذهبونو د اهل سنتو د نړۍ په ډېرو سیمو کې لا ډېر رسمي اعتبار وموند. دغه بهیر د بېلابېلو حکومتونو په قلمرو کې په بېلابېلو بڼو پر مخ ولاړ. د بېلګې په توګه، د عباسي دورې پر مهال په بغداد کې مستنصریه مدرسه د څلورو مذهبونو زده‌کړو ته ځانګړې شوې وه او د ممالیکو په دوره کې هم د څلورو مذهبونو لپاره جلا قضایي دندې رامنځته شوې. په داسې نظام کې، د حکومت له ملاتړ څخه د یوه برخمن مذهب سره تړاو په ځینو دورو کې د قاضیانو د ګومارنې او له رسمي ملاتړ څخه د برخمنېدو په یوه مهم معیار بدل شو. په پایله کې ان هغه فقیهان چې علمي وړتیا او د خپلواک نظر لرلو صلاحیت یې درلود، ښايي په رسمي قضایي مقام کې اړ شوي وي چې د یوه ټاکلي مذهب په چوکاټ کې عمل وکړي. په دې توګه، د اجتهاد لپاره د علمي وړتیا او د یوه خپلواک فقهي نظر د رسمي پلي کولو د امکان ترمنځ واټن رامنځته شو.

د فکري نوښت کمېدل او د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو نظریې رامنځته کېدل

په ورپسې پېړیو کې، د سیاسي، پوځي او ټولنیزو بحرانونو یوې ټولګې، لکه صلیبي جګړو، د مغولو بریدونو او د اسلامي حکومتونو ترمنځ کورنیو شخړو، د اسلامي نړۍ په یو شمېر سیمو کې د علمي او ښوونیزو مرکزونو پر وضعیت اغېز وکړ. دغه بدلونونه په ځینو چاپېریالونو کې د علمي بنسټونو د کمزوري کېدو، د پوهې د لېږد د ګډوډېدو او د فکري نوښت لپاره د مناسبو شرایطو د کمېدو لامل شول. په همدې وخت کې د فقهي دود په ځینو برخو کې د پخوانیو د تثبیت شویو نظریاتو د پیروۍ تمایل پیاوړی شو او د بشپړو خپلواکو فقهي مکتبونو رامنځته کول لږ دود شول. په داسې شرایطو کې، هغه لیدلوری رامنځته یا پیاوړی شو چې وروسته د «اجتهاد د دروازې د تړل کېدو» په نوم وپېژندل شو.

د دغه لیدلوري له مخې، د سترو مجتهدانو دوره پای ته رسېدلې او نور هېڅوک د خپلواک اجتهاد مقام ته نه شي رسېدای او د وروستیو دورو د علماوو دنده د موجوده مذهبونو پیروي او د پخوانیو فقیهانو د نظریاتو تطبیقول دي. په دې برخه کې، د مذهبي او ټولنیزو اختلافاتو په اړه اندېښنو هم د داسې لیدلوري په پیاوړتیا کې رول درلود. ځینو داسې انګېرله چې د نویو نظریاتو مطرح کول او د اجتهادي اختلافاتو پراخول ښايي د تفرقې د زیاتېدو لامل شي، نو د مخنیوي لپاره یې غوره ګڼله چې د پخوانیو پر لاره او دود بسنه وشي. له دې سره سره، یو شمېر فقیهانو د پېژندل شویو مذهبونو په چوکاټ کې د احکامو استنباط ته دوام ورکړ او دغسې کسانو ته په اصطلاح کې «په مذهب کې مجتهد» (مجتهد فی‌المذهب) ویل کېدل. په دې توګه، اسلامي فقهې خپل ژوند ته دوام ورکړ او د استنباط فعالیت، که څه هم په محدودو چوکاټونو کې و، ونه درېده. د فقهي تاریخ معاصرې څېړنې، په ځانګړې توګه د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو په اړه د وائل حلاق څېړنه، ښيي چې د اسلام په تاریخ کې د اجتهاد د بشپړ درېدو تصور سم نه دی او ګڼ شواهد د فقهي او استنباطي فعالیتونو د دوام څرګندونه کوي او باید د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو نظریه یو قطعي تاریخي حقیقت او د ټولو فقیهانو د اتفاق وړ ونه ګڼل شي.

له فکري رکود څخه د تقلید د منتقدو جریانونو تر رامنځته کېدو پورې

په وروستیو پېړیو کې، په ځانګړې توګه په هغو دورو کې چې د اسلامي تمدن د زوال پېر بلل کېږي، د تقلید او اجتهاد مسالې نوی اهمیت وموند. یو شمېر مسلمان علما او متفکران دې پایلې ته ورسېدل چې پخوانیو نظریاتو ته نه بشپړه پابندي او په دیني مسالو کې له بیا غور کولو څخه ډډه کول د اسلامي تفکر د فکري جمود له مهمو لاملونو څخه دي. په پایله کې له مذهبي تقلید څخه د تېرېدو او د اجتهاد د بیا راژوندي کولو اړتیا مطرح شوه. یو له هغو جریانونو څخه چې په دې برخه کې یې انتقادي دریځ خپل کړ، سلفي جریان او ورسره نږدې فکري تمایلات وو. دغو جریانونو استدلال کاوه چې که څه هم فقهي مذهبونه د سترو علماوو د علمي هڅو پایله ده، خو په پای کې د هغو انسانانو د پوهې او استنباط محصول دي چې له عصمت څخه برخمن نه دي. له همدې امله، د هغوی نظریات د قطعي دیني نصوصو په څېر مطلق اعتبار او له نیوکې څخه خوندیتوب نه شي لرلای. د تقلید ځینو منتقدانو مذهبي تعصب او د فقیهانو نظریاتو ته تقدس ورکول د بدعتونو په ډله کې وشمېرل او ان په ځینو سختدریځو تمایلاتو کې د غیر معصومو انسانانو په پټو سترګو پیروي د شرک یو ډول وګڼل شو. په مقابل کې یوې ډلې علماوو د تقلید دفاع وکړه او په دې باور وو چې د غیرمتخصصو کسانو له خوا صلاحیت لرونکو فقیهانو ته مراجعه یو علمي او عملي ضرورت دی، ځکه له ټولو مسلمانانو څخه دا تمه نه شي کېدای چې په خپلواکه توګه له دیني سرچینو څخه شرعي احکام استنباط کړي. په دې منځ کې یو شمېر نورو منځنۍ لاره غوره کړه. هغوی د غیرمتخصصو کسانو له خوا د علم خاوندانو ته د رجوع کولو اړتیا منله، خو له دې رجوع څخه یې د یوه مشخص مذهب مطلق او انحصاري تقلید جوړول نه منل. په دې توګه، د اجتهاد او تقلید پر سر ناندرۍ د اسلامي فکر په تاریخ کې پر یوې له لانجې ډکې مسالې بدلې شوې.

د تقلید په اړه سلفي نیوکه او په بله کچه د جمود بیا تولید

که څه هم د سلفي جریانونو، لکه محمد بن عبدالوهاب او د دې جریان د نورو څېرو له خوا د مذهبي تقلید نقد له ځینو اړخونو څخه د فقهي مذهبونو د انحصاري اقتدار د ننګولو پر لور یو ګام و، خو دغه لیدلوری د رکود د کړۍ په ماتولو کې بریالی نه و. دغه نقد په ظاهره هڅه کوله چې د پخوانیو فقیهانو نظریاتو ته د تقدس ورکولو مخه ونیسي، خو اساسي ستونزه لا هم په ژوره کچه پر خپل ځای پاتې وه، ځکه د فقهي او حقوقي تفکراتو د بیا رغونې لپاره یې د نوې او هر اړخیزې لارې چارې وړاندیز نه کاوه چې د نوې نړۍ له بدلونونو سره سم وي. دغه فکري تړاو په ځانګړې توګه د عقایدو او کلامي بحثونو په برخه کې، لا څرګنده بڼه خپله کوله. دې جریان د سلفو له فکري میراث او هغو شخصیتونو سره چې د هغوی د لارې دوام‌ورکوونکي ګڼل کېدل، د تقلید دریځ خپل کړی و او په بله وینا، په سلفیت کې د یوه فقهي مذهب تقلید خپل ځای د یوه موروثي تفسیري نظام پیروۍ ته پرېښود.

سلفي جریانونه ډېری کتاب او سنت ته د مستقیمې رجوع پر اړتیا ټینګار کوي، خو د دې کار لپاره له پخوانیو د پوهې له تقلید څخه غوره لاره نه وړاندې کوي. داسې ښکاري چې دغه جریانونه نه پوهېږي چې کتاب او سنت ته مراجعه پخپله د هغو معناوو ته د بې‌واسطې رسېدو په معنا نه ده، بلکې پر هر متن، د دیني متونو په ګډون، پوهېدل ژبنیو قواعدو، د تفسیر لارو چارو، د روایتونو د اعتبار د تشخیص معیارونو او د عقل او نقل ترمنځ د اړیکې په اړه مخکینیو انګېرنو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د دغو پخوانیو تقلید همغه څه دي چې دوی پرې د فقهي مذهبونو مقلدان په نښه کوي.

د پخوانیو میراث، لکه فقهي او تفسیري نظامونه، په ځانګړو تاریخي شرایطو کې د انسانانو د علمي هڅو پایله ده او نقد او بیا کتنې ته اړتیا لري. که د پخوانیو د تفسیري طریقې پیروي له قرآن او سنت څخه د مستقیمې پیروۍ په معنا معرفي شي، د دیني نص او له هغه څخه د انسانانو د تاریخي پوهې ترمنځ پوله له منځه ځي. په داسې وضعیت کې، پر دین د پوهېدو یوه ځانګړې طریقه له خپل انساني او تاریخي ماهیت څخه لوړ مقام ترلاسه کوي او پر هغې نقد د کتاب او سنت مخالفت ګڼل کېږي. له دې لیدلوري څخه، سلفیت د تقلید له منطق څخه د بشپړ تېرېدو پر ځای، د هغه بله بڼه بیا تولیدوي.

د اسلامي تفکر په تاریخ کې د تقلید د نقد ځنډن دود

تش تقلید او له اجتهاد څخه لرېوالی ان امام ابوحنیفه په ګډون د مذهبونو امامانو ته په منسوب فقهي میراث کې هم تر نقد لاندې پاتې شوی دی. په ورپسې دورو کې هم یو شمېر مخکښو علماوو، هر یوه له خپل ځانګړي دریځ څخه، د تقلید مساله او د هغه د اعتبار حدود تر بحث لاندې ونیول. ابوحامد غزالي په «المستصفی» کتاب کې د اجتهاد شرایط او د تقلید مقام وڅېړه. ابن‌جوزي او ابن‌قیم جوزیه هم په خپلو اثارو کې په بېلابېلو لارو پر بې‌دلیله پیروۍ او مذهبي تعصب نیوکه کړې ده. په وروستیو پېړیو کې، جلال‌الدین سیوطي د «الرد علی من أخلد إلی الأرض وجهل أن الاجتهاد فی کل عصر فرض» رسالې په لیکلو سره، د اجتهاد پر دوامدار امکان او اړتیا ټینګار وکړ. له هغه وروسته، شاه ولي‌الله دهلوي په خپلو هغو اثارو کې چې «الإنصاف فی بیان أسباب الاختلاف» یې یوه بېلګه ده، د فقیهانو د اختلاف لاملونه او د مذهبونو اړوند مسالې وڅېړلې. محمد بن علي شوکاني هم په «القول المفید فی أدلة الاجتهاد والتقلید» په څېر اثارو کې پر تقلید نیوکه وکړه او د اجتهاد دفاع یې وکړه. نوې دورې ته په ننوتلو سره، محمد عبده او د اصلاح‌پالو متفکرانو یو شمېر نورو څېرو چې له الازهر او د اسلامي نړۍ له نورو علمي مرکزونو سره یې تړاو درلود، د عقلانیت د بیا راژوندي کولو، د فکري جمود پر وړاندې د مبارزې او په دین د پوهېدو په لارو چارو کې د بیا کتنې اړتیا مطرح کړه. دغه بېلګې ښيي چې د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو نظریه نه یوازې د اسلام په تاریخ کې یوازینی موجود لیدلوری نه و، بلکې په بېلابېلو دورو کې له مخالفت او نیوکې سره هم مخ شوې ده.

په نوې زمانه کې اجتهاد: له فردي اجتهاده تر ډله‌ییز او تخصصي اجتهاده

په نوې زمانه کې د اجتهاد بحث د هغه د دروازې د پرانیستلو پر اړتیا تر نظري ټینګار واوښت او د نویو راپیدا شویو مسالو د ځوابولو لپاره یې عملي هڅې هم رامنځته کړې. اقتصادي بدلونونو، د بانکي نظام پراختیا، د نویو حقوقي او سیاسي بنسټونو رامنځته کېدو، د طبي علومو پرمختګ او د ټولنیزو اړیکو پېچلتیا داسې پوښتنې راپورته کړې چې ځوابول یې د نویو واقعیتونو دقیقې پېژندنې ته اړتیا لرله. په داسې شرایطو کې د اجتهاد د بهیر بیا پیلول د پام وړ شمېر مسلمانو پوهانو له خوا تر ټینګار لاندې ونیول شول. خو په عصري پېر کې د ژوند پېچلتیا ته په پام سره، یو شمېر فقیهانو او د اصول فقهې متخصصانو د فردي اجتهاد پر ځای ډله‌ییز اجتهاد وړاندیز کړ. عبدالوهاب خلاف له هغو معاصرو علماوو څخه و چې ډله‌ییز اجتهاد ته یې بلنه ورکړه. یو شمېر نورو هم د اجتهاد د تجزیه‌کېدو نظریه مطرح کړه او ویې ویل چې اړینه نه ده یو مجتهد په ټولو موضوعاتو کې د نظر خاوند وي، بلکې کېدای شي یو فقیه په یوه ټاکلې برخه کې د اجتهاد مقام ته ورسېږي، پرته له دې چې په نورو ټولو مسالو کې هم له همدې صلاحیت څخه برخمن وي. محمد ابوزهره له هغو معاصرو فقیهانو څخه دی چې په خپلو اصولي بحثونو کې یې پر دې اړخ ټینګار کړی دی.

د فتوا معاصر بنسټونه او د اجتهادي ژوند دوام

په دې برخه کې د مطرح شویو بېلابېلو لیدلوریو له بحث څخه په تېرېدو، نن ورځ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې بېلابېل بنسټونه د فتوا ورکولو او فقهي څېړنو مسوولیت پر غاړه لري. دغه بنسټونه، که څه هم د نویو فقهي مکتبونو بنسټګر نه دي، خو د فقهې او اصول فقهې له پراخ میراث څخه په ګټې اخیستنې او د بېلابېلو مذهبونو د نظریاتو په کارولو سره هڅه کوي چې د معاصرو ټولنو له اړتیاوو سره سم ځوابونه وړاندې کړي. نړیوال فقهي مراکز، د فتوا شوراګانې، څېړنیز مرکزونه او په عربي او غیرعربي مسلمانو هېوادونو کې پوهنتوني بنسټونه د دغو فعالیتونو د دوام بېلګې دي. په دغو مرکزونو کې ګڼ شمېر عالمان او څېړونکي پر لیکلو، تدریس، څېړنې او د فتواوو پر صادرولو بوخت دي او په دې برخه کې ګڼ علمي اثار او تخصصي خپرونې خپرېږي. له همدې امله، دا تصور چې له څو پېړیو تېرېدو وروسته نور هېڅ مجتهد نشته او د مسلمانانو ټول فقهي فعالیتونه باید د پخوانیو فتواوو تر تکرار پورې محدود شي، د اسلامي نړۍ د معاصرو علمي او فقهي فعالیتونو له واقعیت سره سمون نه لري.

وروستۍ خبرې:

د پورته بحثونو په پام کې نیولو سره، د اجتهاد او تقلید په اړه د طالبانو د مشر لیدلوری تر دې چې د اسلامي فقهې د تاریخ د علمي او انتقادي مطالعې پایله وي، د دغه تاریخ د یوه محدود او متأخر برداشت انعکاس دی چې د یوه مطلق او نه بدلېدونکي حقیقت په توګه منل شوی دی.

په حقیقت کې، نوموړی د اجتهاد او تقلید په اړه هم پخپله د تقلید پر بنسټ ولاړ لیدلوری لري. هغه د فقهي مذهبونو تاریخي رامنځته کېدل، د شرعي احکامو د استنباط د لارو چارو تنوع، د تقلید د نقد اوږد تاریخي دود او تر نن ورځې پورې د اجتهادي فعالیتونو استمرار له پامه غورځوي. په دې توګه د فقهې د تاریخ له لانجمنو لیدلوریو څخه یو هغه د سیاست جوړونې او دولتولۍ د بنسټ په توګه وړاندې کوي.

ددغه چلند تناقض هغه وخت لا څرګندېږي چې له یوې خوا له معاصرو عالمانو څخه د اجتهاد صلاحیت اخیستل کېږي، خو له بلې خوا امیر ته دا واک ورکول کېږي چې له څو بېلابېلو فتواوو څخه یوه هغه وټاکي او قاضیان یې پر پلي کولو مکلف کړي، حال دا، چې پر یوې فتوا د بلې هغې مستدله ترجیح، خپله یو ډول اجتهادي قضاوت غواړي.

د طالبانو د فکر له بنسټیزو غوټو څخه یوه هم د فقهي جمود او سیاسي اقتدار ترمنځ همدا تړاو دی. له طالبانو سره خبرې اترې ځکه ستونزمنې او کله ناکله بې‌پایلې وي چې اختلاف یوازې د څو فتواوو یا فقهي احکامو پر سر نه دی، بلکې د دین د معرفت‌پوهنيزو او مېتودولوژیکو بنسټونو په اړه هم ژور اختلاف موجود دی.

تر هغه چې د پخوانیو فقیهانو تاریخي برداشتونه له نیوکې پورته او له نقد خوندي وګڼل شي، د دې ډول لیدلوري د پلویانو قانع کول چې پر فقهي میراث، له معاصرو علومو څخه ګټې اخیستنې او له دین او د نننۍ نړۍ له واقعیتونو سره د عقلاني چلند په اړه بیا کتنې ته اړتیا لري، ستونزمن کار به وي.

د دغه فکري بن‌بست پایلې هغه مهال ناورین‌زېږوونکې بڼه خپلوي چې د دولت په جوړښت کې عملي او څرګندې شي او د یوې ټولنې پر برخلیک، د وګړو پر حقونو او د ودې او پرمختګ پر فرصتونو اغېز وکړي. دا وضعیت نه یوازې د افغانانو د کړاوونو او ستونزو لامل دی، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې د ډېرو مسلمانانو اندېښنې هم راپاروي او د اسلام‌وېرونې تبلیغاتو لپاره پلمه برابروي.په دې توګه، د طالبانو د دولتولۍ تجربه د سیاسي او ټولنیزو پایلو ترڅنګ دا خطر هم رامنځته کوي چې د اسلام متنوع او خوځنده فکري او تمدني میراث د هغه یوه تر ټولو محدود تاریخي برداشت ته راټیټ شي.

پاکستان کې د نویو ایالتونو وړۍ به شړۍ شي ؟

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
100%

له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان په سیاسي نظام کې د زړو او تاریخي ایالتونو د ټوټې کولو او له هغو څخه د نويو ایالتونو د جوړولو وړاندیز ژور انقطاب او تاوتریخوالی جوړ کړی دی.

جالبه خبره دا ده چې دغه وړاندیز د کوم سیاسي ګوند له خوا نه دی راغلی، بلکې د پاکستان د پوځ د مشرتابه له لوري د مرکزي حکومت په کابینه کې د پوځ د استازي محسن نقوي له خوا، چې د داخله چارو وزیر هم دی، رابرسېره شوی دی. د پاکستان جنرالواکي غواړي د هېواد په سیاسي نظام خپل ګرفت مضبوط کړي او د ایالتونو طبیعي او معدني زېرمې تر خپل واک لاندې راولي. د نويو ایالتونو د جوړولو پر وړاندیز نه تر اوسه په پارلمان کې بحث شوی او نه هم د مرکزي یا ایالتي حکومتونو په کابینو کې پرې خبره شوې ده. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یا د واکمن ګوند مشر نواز شریف تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی، ځکه جنرالانو دغه وړاندیز سیاستوالو ته د نظر ورکولو لپاره نه دی استولی. هغوی وایي چې په دې اړه پرېکړه موږ، یعنې جنرالانو، کړې چې اوسني څلور ایالتونه (پنجاب، سیند، پښتونخوا او بلوچستان) دې ټوټې شي او دولس نوي ایالتونه دې ترې جوړ شي، او د سیاستوالو کار یوازې د دغه وړاندیز پلي کول دي. دا هم د یادونې وړ ده چې د پاکستان په اساسي قانون کې د نويو ایالتونو د جوړولو لپاره یو تفصیلي میکانیزم شته، خو څرنګه چې په هغه کې د ایالتي پارلمانونو نظر ټاکونکی اهمیت لري او ایالتي پارلمانونه د خپلو ایالتونو د ټوټې کېدو له نظر سره همغږي نه دي، نو ځکه جنرالان نه غواړي د اساسي قانون پر مادو عمل وکړي. هغوی غواړي د ټول‌پوښتنې په نوم د درغلۍ له لارې د ولس د نظر د اخیستلو ادعا ته ځان چمتو کړي. د یادونې ده چې په تېرو دوو ټولټاکنو (۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ کلونو) کې پوځي استخباراتو د پراخې درغلۍ او تقلب له لارې د جنرالانو د خوښې لاس‌پوڅي حکومتونه جوړ کړي دي، نو د هغوی لپاره په ټول‌پوښتنو کې درغلي کول کوم ګران کار نه دی.

د پاکستان جنرالواکۍ د ایالتونو د ټوټې کولو کار له پښتونخوا پیل کړی او دولس ضلعې یې له ایالت څخه جلا کړې او د مرکزي حکومت په اختیار کې ورکړې دي؛ ځکه په پښتونخوا کې د بېړني حالت د اعلان په پایله کې د ټاکنو له لارې راغلی د عمران خان د ګوند حکومت لرې شو او پر ځای یې د مرکزي حکومت له خوا داسې ایالتي حکومت وټاکل شو چې د مرکزي حکومت د اوامرو منلو ته اړ دی. که څه هم په پښتونخوا کې مهم پارلماني سیاسي ګوندونه—لکه جمعیت علمای اسلام او عوامي نیشنل ګوند—او ملتپال خوځښتونه لکه پي ټي اېم، اېن ډي اېم او پښتونخوا عوامي نیشنل ګوند د پښتونخوا له ټوټې کېدو سره په کلکه مخالف دي، خو د ایالتونو د ټوټې کېدو پروګرام ته تر ټولو لویه ستونزه د سیند په ایالت کې پیدا شوې ده. په دغه ایالت کې د سیندۍ ژبې ویونکو بومي وګړو او د پاکستان له جوړېدو وروسته له هند څخه راغلو اردوژبو ترمنځ ژوره قومي شخړه شته. که د سیند ایالت ووېشل شي، نو د پاکستان تر ټولو لوی ښار او د سیند مرکز کراچۍ به اردوژبو ته په لاس ورشي، او سېندیان په هېڅ بیه د خپل ایالت دغه ډول وېش منلو ته چمتو نه دي. له همدې امله د ولسمشر آصف علي زرداري او د هغه د زوی بلاول بوټو زرداري ګوند، پیپلز پارټي، لپاره اړینه ده چې د سیند د وېش پر وړاندې مقاومت وکړي، او که په دې کار کې پاتې راشي، نو په سیند کې به یې سیاسي بنسټ له منځه لاړ شي. نو ځکه تېره اوونۍ بلاول بوټو جنرالواکۍ ته خبرداری ورکړ چې که سیند په زور ووېشل شي، نو په کراچۍ کې به وینه وبهول شي. نواز شریف، د هغه لور او د پنجاب لومړۍ وزیره مریم نواز شریف او د هغې تره او لومړی وزیر شهباز شریف هم د پنجاب د ټوټې کېدو له وړاندیز سره همغږي نه دي، خو هغوی سیاست کوي او جنرالانو ته وایي چې لومړی نور ایالتونه چمتو کړئ او بیا پنجاب ته راوګرځئ. د شریفانو کورنۍ پوهېږي چې جنرالواکي به ټول ګوندونه او قومي ډلې د ایالتونو د وېش وړاندیز منلو ته چمتو نه کړای شي، نو ځکه هغوی په نورو ډډه وهي.

سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې د ایالتونو د وېشلو وړاندیز یوه داسې سیاسي ماجراجویي ده چې د بېلابېلو قومي ډلو وګړي د یو بل پر ضد شخړو ته هڅوي. هغوی وایي چې پاکستان له مخکې څخه د ژورو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دی، او په داسې شرایطو کې د ایالتونو د وېشلو په څېر لانجمنه موضوع راپورته کول د نوي سیاسي او قومي انقطاب دروازې پرانیزي. خو اصلي مسله دا ده چې په اوسني پاکستان کې ملکي واکمني او پوځي واکمني دواړه د یوه ایالت، یعنې د پنجاب د ملکي او پوځي اشرافیه طبقې په لاس کې دي، او هغوی د نورو ایالتونو له وګړو سره ناوړه چلند کوي. د همدې پالیسۍ له امله په ۱۹۷۱ کال کې ختیځ بنګال له پاکستان څخه بېل شو او د بنګله‌دېش په نوم یې یو نوی خپلواک هېواد جوړ کړ، خو د پاکستان پنجابي واکمنانو له داسې پېښو څخه هېڅ درس نه دی اخیستی. پوهان وایي چې کوم وګړي د تاریخي تجربو څخه زده‌کړه نه کوي، د نویو پېښو سره مخامخ کېدو ته اړ کېږي.

له اسلام څخه د طالبانو سیاسي استفاده؛ ایا د ملا هبت الله ملاتړ د الله تعالی ملاتړ دی؟

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، د ملا هبت‌الله اخوندزاده د ملاتړ په غونډه کې د دین او سیاسي واک ترمنځ داسې خودسره اړیکه تعریف کړې چې د نقد، پوښتنې او مخالفت لپاره د دیني مشروعیت دروازه مطلق بندوي. هغه ویلي: «د هبت‌الله اخوندزاده ملاتړ د الله تعالی ملاتړ دی».

دا یوازې د یوې ډلې د مشر د ملاتړ څرګندونه نه ده؛ بلکې د یوه شخص د واک ملاتړ د الله تعالی له ملاتړ سره برابر ګڼل، یوه داسې ادعا ده چې د دیني مفاهیمو د سیاسي استفادې او د واک د مطلق کولو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

د الله تعالی ملاتړ، د یوه انسان د ملاتړ په معنا نه دی. په اسلام کې د حق، عدالت، امانت، تقوا او د خلکو د حقونو ملاتړ د دین له اساسي اصولو څخه ګڼل کېږي. هېڅ انسان، که هغه عالم وي، امیر وي، حاکم وي یا د یوې ډلې مشر، د خپل شخصي مقام له مخې د الهي ارادې استازی نه شي ګڼل کېدای. د انسانانو اعمال، پرېکړې او قوانین د دیني اصولو په رڼا کې ارزول کېږي، نه دا چې د یوه انسان پرېکړې د دین په نوم له نقده پورته مقام ته ورسول شي.

د ملا ندیم د څرګندونو اساسي ستونزه همدا ده چې د یوه سیاسي مشر د ملاتړ او د الله تعالی د ملاتړ ترمنځ مستقیمه اړیکه جوړوي. په دې منطق، که څوک د هبت‌الله اخوندزاده پر فرمانونو، سیاستونو یا پرېکړو نیوکه وکړي، د هغه مخالفت یوازې له هبت الله سره مخالفت نه پاتې کېږي، بلکې د دین او الله تعالی له ملاتړ څخه د انکار په توګه تعبیرېدای شي. دا ډول دریځ د سیاسي مخالفت د دیني جرم ګرځولو زمینه برابروي.

100%
ملا ندا محمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر

ایا د یوه مشر فرمان د قران حکم دی؟

ملا ندیم ادعا کړې چې د هبت‌الله اخوندزاده قوانین ټول له قران څخه اخیستل شوي دي. خو د قران د احکامو د تفسیر، د هغوی د تطبیق او د سیاسي پرېکړو ترمنځ توپیر شته. د قران له یوه ایت څخه د یوه حکم استنباط، د هغه د تفسیر په اړه د علماوو توافق او اختلاف او بیا د یوه واکمنې ډلې له خوا د هغه حکم په قانون بدلول، درې بېلابېلې مرحلې دي.

د یوه حاکم فرمان په یوازې ځان د قران حکم نه ګرځي. ځکه د دیني نصوصو تفسیر د علم، اصولو، شرایطو، مقاصدو او د فقهي اختلافونو د درناوي غوښتنه کوي. که د یوه مشر ټول فرمانونه د قران له احکامو سره برابر وبلل شي، نو په عملي توګه د هغه د پرېکړو نقد او د هغو د شرعي بنسټ پوښتنه له منځه ځي.

دا پوښتنه چې د طالبانو د مشر کوم فرمان د قران له کوم ایت، کوم فقهي اصل او کوم معتبر تفسیر څخه اخیستل شوی، یوه مشروع علمي پوښتنه ده. د دې پوښتنې ځواب باید د استدلال، علم او شواهدو له لارې ورکړل شي، نه د مخالف د بې‌دینه بللو له لارې، خو طالبان هڅه کوي چې هېڅ چا ته اجازه ورنه کړي چې په دې اړه حتا پوښتنه هم وکړي.

د نقد پر وړاندې د «بې‌دینۍ» تور

ندا محمد ندیم د طالبانو پر نظام نیوکه کوونکي «بې‌دینه» بللي دي. دا تعبیر د دیني بحث پر ځای د سیاسي مخالفانو د عقیدې د محکومولو هڅه ښکاري.

د یوه حکومت پر سیاستونو نیوکه، د یوه چارواکي پر پرېکړو اعتراض، د خلکو د حقونو غوښتنه او د واکمنۍ د څرنګوالي پوښتنه په خپله د دین څخه د وتلو معنا نه لري. په اسلامي تاریخ کې د واکمنانو د کړنو نقد، د عدالت غوښتنه او د ظلم پر وړاندې دریځ د دیني او سیاسي بحثونو یوه مهمه برخه پاتې شوې ده.

که د یوه حکومت پر وړاندې هر انتقاد د بې‌دینۍ په نوم رد شي، نو د اصلاح، حساب‌ورکونې او د خلکو د حقونو د دفاع لپاره به هېڅ ځای پاتې نه شي. په دې صورت کې به د حکومت د مشروعیت معیار د خلکو رضایت، عدالت او د قانون رعایت نه وي، بلکې یوازې د واکمن د فرمانونو اطاعت به وي، کوم څه چې طالبان قصدي غواړي همدا دي.

د قربانۍ غوښتنه او د واک د تقدس جوړول

ملا ندیم د طالبانو د نظام د ساتنې لپاره د سرونو قرباني هم «وړه خبره» بللې او ویلي یې دي چې دوی تر لوړو قربانیو ته تیار دي. د قربانۍ او فداکارۍ مفهوم په دیني او ټولنیزو ارزښتونو کې ځانګړی ځای لري، خو د یوه نظام د ساتنې لپاره د خلکو د قربانۍ غوښتنه باید د هغه نظام د سیاستونو، عدالت او مشروعیت له ارزونې جلا نه وي.

د نظام ساتنه په خپله یو مطلق ارزښت نه دی. د هر نظام د ارزښت معیار باید د خلکو امنیت، عدالت، د حقونو رعایت، د فساد مخنیوی او د ټولنې د پرمختګ لپاره د شرایطو برابرول وي. د یوه نظام په نوم د قربانۍ غوښتنه، پرته له دې چې د هغه نظام د کړنو په اړه د خلکو پوښتنې او اعتراضونه ومنل شي، د وفادارۍ پر ځای د اطاعت د مطلقولو هڅه ده.

د دین په نوم د مخالفانو خاموشول

د کابل پوهنتون په غونډه کې د طالبانو د چارواکو څرګندونې یوازې د هبت‌الله اخوندزاده د ملاتړ په اړه نه وې؛ بلکې په هغو کې د مخالفانو، رسنیو او د فکري جګړې په اړه هم توند تعبیرونه کارول شوي دي. دا ډول ادبیات د یوې داسې سیاسي فضا انځور وړاندې کوي چې په هغې کې د حکومت پر سیاستونو نیوکه د دین، جهاد او اسلامي شعایرو پر وړاندې د مخالفت په توګه تعریفېږي.

د دیني مفاهیمو د سیاسي استعمال خطر دا دی چې دین د ټولنې د اخلاقي لارښود پر ځای د واک د دفاع په وسیله بدل شي. کله چې د یوه شخص ملاتړ د الله تعالی ملاتړ وبلل شي، د هغه پر سیاستونو نیوکه د دین پر وړاندې د دریځ په توګه تعبیر شي او مخالفان بې‌دینه وبلل شي، نو د دیني ارزښتونو او سیاسي واک ترمنځ هغه توپیر له منځه ځي چې د عدالت او حساب‌ورکونې لپاره اړین دی.

د واک مشروعیت په شعارونو نه، په کړنو ارزول کېږي

د ملا ندیم څرګندونې یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي: ایا د یوه حکومت مشروعیت د هغه د مشر د دیني لقبونو، د فرمانونو د قراني بللو او د مخالفانو د بې‌دینه ګڼلو له لارې ثابتېدای شي؟

د حکومتونو او واکمنانو مشروعیت یوازې په شعارونو نه ثابتېږي. د خلکو حقونه، عدالت، د قانون په وړاندې برابري، د واک محدودیت، د عامه ګټو رعایت او د خلکو د غوښتنو اورېدل هغه معیارونه دي چې د هر نظام کړنې پرې ارزول کېږي.

د یوه سیاسي مشر د فرمانونو په اړه د علمي بحث مخنیوی، د انتقاد کوونکو د عقیدې محکومول او د هغه د ملاتړ د الله تعالی له ملاتړ سره برابر ګڼل، د مشروعیت د پیاوړتیا پر ځای د واک د نقد وړتیا محدودوي.

د الله تعالی ملاتړ د یوه انسان د سیاسي واک په ملاتړ کې نه خلاصه کېږي. د دین په نوم د یوه شخص د واک مطلقول، نه د هغه شخص د خطا امکان له منځه وړي او نه د خلکو د پوښتنې او نقد حق. که د طالبانو مشران د خپلو فرمانونو د قراني بنسټ ادعا کوي، د دې ادعا د اثبات لاره علمي استدلال، د نصوصو روښانه تشریح او د نقد منل دي؛ نه دا چې د مخالفانو پر وړاندې د بې‌دینۍ تورونه وکارول شي.

د دین سپکاوی او د دین په نوم د واک د نقد مخنیوی دوه بېلابېل موضوعات دي. د دیني ارزښتونو درناوی د دې معنا نه لري چې د هغو په نوم صادر شوي ټول سیاسي فرمانونه باید له پوښتنې او ارزونې پرته ومنل شي.

د بیعت معضله؛ طالبان او د سیاسي اسلام ډلې

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۰
•
محمد محق
100%

بیعت د مسلمانانو په کلاسیک سیاسي اند کې له مهمو مفاهیمو یو دی، چې د حکومت له مشروعیت، مشر ټاکلو او له واکمن څخه د اطاعت له وجوب سره تړاو لري. دغه مفهوم د معاصر سیاسي اسلام د ډلو په اند هم خپل ارزښت ساتلی او د ډېرو لپاره د تشکیلاتي جوړښت او رهبرۍ د واک د توجیه بنسټ ګرځېدلی.

اخوان‌المسلمین، حزب‌التحریر، طالبان، القاعده او داعش، سره له دې چې په فکري بنسټونو، سیاسي موخو او مبارزاتي لارو چارو کې ژور توپیرونه لري، هر یو په خپل ډول د بیعت، رهبرۍ د اړتیا او له رهبرۍ څخه د اطاعت پر ارزښت ټینګار کوي.

خو په معاصره نړۍ کې د بیعت مفهوم له ګڼو نظري او عملي تناقضونو سره مخ دی. له یوې خوا، د مدرن دولت جوړښت، ټاکنو، اساسي قانون او استازو ادارو د واکمن د ټاکلو او سیاسي مشروعیت د رامنځته کولو لپاره بېلابېلې لارې برابرې کړې دي. له بلې خوا، د سیاسي اسلام د دولتونو او ډلو تعدد د دې لامل شوی چې د بیعت اخیستلو لپاره بېلابېل مراجع موجود وي؛ داسې مراجع او مشران چې کله ناکله د یو بل مشروعیت نه مني. دغه ډلې، سره له دې چې د بیعت پر ارزښت او کله ناکله د هغه پر شرعي وجوب ټینګار کوي، د بیعت د مشروع مرجع په ټاکلو، له ټاکنو او نورو معاصرو سیاسي میکانیزمونو سره د بیعت د اړیکې په تعریفولو، د څو بیعتونو د امکان او د تشکیلاتي او له ملي پولو هاخوا بیعتونو د اعتبار د حدودو په ټاکلو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

په معاصره نړۍ کې بیعت او د مشروعیت مساله

د سیاسي اسلام ډلې د بیعت د ارزښت د ثابتولو لپاره د قران کریم پر ایتونو، نبوي احادیثو او د مسلمانانو د سیاسي فقې پر دود استناد کوي. د بېلګې په توګه، د فتح سورت په لسم ایت کې راغلي دي:

«إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَنْ نَكَثَ فَإِنَّمَا يَنْكُثُ عَلَىٰ نَفْسِهِ»

یعنې: «په حقیقت کې هغه کسان چې له تا سره بیعت کوي، له الله سره بیعت کوي او د الله لاس د هغوی پر لاسونو لوړ دی؛ نو څوک چې خپل بیعت مات کړي، په حقیقت کې یې د خپل ځان په زیان مات کړی دی.»

همدارنګه په صحیح مسلم کې روایت شوی دی:

«مَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

یعنې: «څوک چې مړ شي او پر غاړه یې بیعت نه وي، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.»

د سیاسي اسلام د ځینو جریانونو په برداشت کې، دغه نصوص د جماعت، رهبرۍ او له مشروع امیر سره د بیعت پر اړتیا دلالت کوي. د همدې برداشت له مخې، بیعت یوازې یو اختیاري سیاسي تړون نه دی، بلکې یو شرعي مکلفیت هم ګڼل کېدای شي، چې سرغړونه یې دیني پایلې لري.

خو اساسي مساله دا ده چې دغه مفهوم پر معاصرو سیاسي اړیکو څنګه تطبیق شي. د مسلمانانو په سیاسي دود کې بیعت په داسې جوړښتونو کې مطرح و چې له مدرن دولت او د واک د لېږد له نننیو لارو چارو سره توپیر لري. نن سبا په ډېرو هېوادونو کې واکمنان د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي او سیاسي مشروعیت پر اساسي قانون، د خلکو پر رضایت او حقوقي ادارو ولاړ وي. په داسې وضعیت کې له ټاکنو سره د بیعت اړیکه څنګه تعریفېږي؟ ایا رایه ورکول، لکه څنګه چې ځینو مسلمانانو فقهاوو او مفکرانو وړاندیز کړی، د بیعت معاصره بڼه کېدای شي؟ که ټاکنې د بیعت ځای نیسي، ایا وګړي د خپلې رایې په ورکولو سره همغه شرعي ژمنتیا مني چې په دودیز بیعت کې مطرح وه؟ او که ټاکنې د بیعت ځای نه نیسي، ایا مسلمانان د واکمن له ټاکلو وروسته هم مکلف دي چې له هغه سره جلا بیعت وکړي؟

دغه پوښتنې په ځانګړي ډول د هغو جریانونو لپاره، لکه اخوان‌المسلمین، چې له یوې خوا په ټاکنو کې ګډون کوي او له بلې خوا له خپلو تشکیلاتي مشرانو سره بیعت هم معتبر ګڼي، لا پېچلې کېږي، ځکه یو شخص ښايي په یوه وخت کې له دوو سیاسي مراجعو سره مخ وي: یو هغه واکمن چې د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی او بل هغه امیر چې نوموړي تر دې وړاندې ورسره بیعت کړی دی. له همدې امله، د ټاکنو مساله او له شرعي بیعت سره یې اړیکه د سیاسي اسلام ډلې له یوې بنسټیزې پوښتنې سره مخ کوي: ایا په معاصره نړۍ کې بیعت لا هم د سیاسي مشروعیت د رامنځته کولو لپاره یو خپلواک میکانیزم دی، که د نوو ادارو په چوکاټ کې بیا تعریفېدای شي؟

د جماعت له امیر سره بیعت او له سیاسي واکمن سره بیعت

د سیاسي اسلام د ډلو په فکر کې یو مهم تناقض له دې ځایه راولاړېږي چې ډېرې ډلې یې واک ته تر رسېدو مخکې خپل امیر، د رهبرۍ جوړښت او د اطاعت اړیکې لري. ځینې یې ان هغه مهال چې نه قلمرو لري او نه حکومتي دستګاه، له خپلو غړو بیعت اخلي او دغه بیعت شرعي معتبر ګڼي. دا وضعیت یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي چې ایا له یوه سیاسي جماعت سره د هغه د امیر بیعت همغه ماهیت او حکم لري چې د مسلمانانو له واکمن سره د بیعت دی؟ یعنې په دیني نصوصو کې راغلی بیعت په دقیق ډول پر کوم یوه تطبیقېږي؟ که له یوه جماعت سره د امیر بیعت د هغه د ولایت او له امیر څخه د شرعي اطاعت د وجوب په معنا وي، نو جماعت په عملي توګه خپل رهبر ته یو ډول سیاسي واک ورکړی دی؛ داسې واک چې ښايي له واکمن حکومت سره په ټکر کې واقع شي.

فرض کړو چې د یوه اسلامي جماعت غړو له خپل امیر سره بیعت کړی وي، خو له څه مودې وروسته په همغه خاوره کې د بل جماعت له خوا یو اسلامي حکومت جوړ شي. ایا پخوانی بیعت لا هم معتبر دی، که د جماعت غړي باید له نوي واکمن سره بیعت وکړي؟ او که د دغو دوو بیعتونو ترمنځ ټکر رامنځته شي، کوم یو به لومړیتوب ولري؟ په یوه خاوره کې د څو امیرانو او څو خپلواکو بیعتونو شتون څنګه توجیه کېدای شي؟

په اسلامي سرچینو کې هم پر سیاسي یووالي ټینګار شوی او هم د مسلمانانو ترمنځ د شخړو مساله یاده شوې ده. په صحیح مسلم کې له پېغمبر اسلام څخه داسې روایت شوی دی:

«إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الْآخَرَ مِنْهُمَا»

یعنې: «کله چې له دوو خلیفه‌ګانو سره بیعت وشي، دویم یې ووژنئ.»

له بلې خوا، د مسلمانانو ترمنځ د جګړې په اړه روایت شوی دی:

«إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ»

یعنې: «کله چې دوه مسلمانان له خپلو تورو سره یو بل ته مخامخ شي، قاتل او مقتول دواړه په دوزخ کې دي.»

اوس که بیعت د سیاسي تیت‌پرکۍ د مخنیوي او د مسلمانانو د یووالي د ټینګښت لپاره ارزښت لري، نو په یوه ټولنه کې د څو سیاسي بیعتونو شتون څنګه له همدې موخې سره برابرېدای شي؟

دا مساله د افغانستان د مجاهدینو په تجربه کې څېړل کېدای شي. د ۱۳۶۰ لسیزې په ترڅ کې، په پېښور کې مېشتو جهادي ګوندونو خپلواک مشران لرل او په ځینو کې یې د بیعت او اطاعت اړیکو ارزښت درلود. په کابل کې د مجاهدینو د حکومت له جوړېدو وروسته دا پوښتنه مطرح شوه چې پخواني ګوندي بیعتونه د نوي حکومت له واک سره څه اړیکه لري. ایا د اسلامي حکومت له جوړېدو سره باید له ګوندي مشرانو سره سیاسي بیعتونه پای ته رسېدلي وای، که د نوي واکمن د بیعت تابع شوي وای؟ او ایا د دغو بیعتونو دوام، د سیاسي او پوځي سیالیو ترڅنګ، د مجاهدینو د ډلو ترمنځ د اختلافاتو په زیاتېدو کې رول درلود؟ البته د هغې دورې کورنیو جګړو ګڼ عوامل لرل او یوازې د ګوندي بیعتونو پایله یې نه شو ګڼلای. خو دغه تجربه ښيي چې د څو بیعتونو مساله یوازې یوه انتزاعي فقهي موضوع نه ده، بلکې له واقعي واکمنۍ او سیاسي شخړو سره هم تړاو موندلای شي.

بالفعل واکمني او د بیعت د مشروعې مرجع د ټاکلو معضله

د سیاسي اسلام د ډلو له نظره بل تناقض د بیعت د مشروعې مرجع د ټاکلو له معیارونو سره تړاو لري.

په کلاسیکو فقهي برداشتونو کې د واکمن د اغیزناک ځواک، د خاورې د ادارې، د امنیت د تامین، د شرعي محکمو، د احکامو د پلي کولو د دستګاه او د دیني شعایرو د ترسره کولو د امکان لرل د مشروعیت له اساسي عواملو څخه ګڼل کېږي. خو نن سبا د سیاسي اسلام ډېر جماعتونه، سره له دې چې نه ځمکنۍ واکمني لري او نه اجرایوي دستګاه، خپلو مشرانو ته د بیعت اخیستلو حق ورکوي. دلته دا بنسټیزه پوښتنه مطرح کېږي چې که د شریعت د پليتابه وړتیا او د بالفعل واکمنۍ لرل د سیاسي مشروعیت له معیارونو څخه وي، نو ولې یو داسې جماعت چې دغه شرایط نه لري، له خپلو غړو سیاسي بیعت غوښتلای شي؟ او که بالفعل واکمني د بیعت د مشروعیت لپاره کافي نه وي، نو نور کوم شرایط باید پوره شي؟

دا نظري معضله پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د طالبانو، القاعدې او حزب‌التحریر ترمنځ په اړیکو کې لیدل کېدای شي. په هغه دوره کې طالبانو د افغانستان پر لویه برخه حکومت کاوه او اجرایوي، قضایي او امنیتي ادارې یې لرلې. د القاعدې رهبرۍ هم ملا محمد عمر د امیر په توګه ومانه او ورسره یې بیعت وکړ. خو حزب‌التحریر د خپل ځانګړي خلافت د الګو له مخې، د ملا عمر د سیاسي مقام په اړه بل برداشت درلود. د کړکېچ نړیوالې ډلې په ۲۰۰۳ کال کې د «په منځنۍ اسیا کې افراطي اسلام: د حزب‌التحریر پر وړاندې غبرګون» تر سرلیک لاندې راپور کې، په اندونیزیا کې د حزب‌التحریر د یوه چارواکي له قوله، له ملا عمر سره د خلافت د جوړولو د غورځنګ د رهبرۍ د منلو په اړه د خبرو یادونه کړې ده. د دې روایت له مخې، ملا عمر له افغانستان څخه د پراخ رول له ترسره کولو سره لېوالتیا نه درلوده؛ یعنې نه یې غوښتل د یوې نړیوالې شبکې غړی شي چې افغانستان د هغې له ولایتونو څخه یو ګڼي او هغه یوازې د خپل والي په توګه مني.

د دې روایت ارزښت د بیعت د مشروعیت په اړه د دوو برداشتونو په اختلاف کې دی. د حزب‌التحریر په منطق کې باید اسلامي نړۍ د یوه واحد خلافت په چوکاټ کې تنظیم شي او د اوسنیو دولتونو پولې د مسلمانانو د رهبرۍ د ټاکلو وروستی بنسټ نه شي کېدای. له دې نظره، یوازې پر افغانستان واکمني د عمومي خلافت د مقام د ترلاسه کولو او له ټولو مسلمانانو څخه د بیعت اخیستلو لپاره بسنه نه کوي.

برعکس، په هغه برداشت کې چې پر بالفعل واکمنۍ ټینګار کوي، طالبان د قلمرو او د شریعت د پلي کولو د امکان له امله په داسې دریځ کې وو چې حزب‌التحریر نه درلود. دغه اختلاف یوه مهمه پوښتنه راڅرګندوي: ایا بیعت باید له هغه رهبر سره وشي چې د اسلامي حکومت مطلوبه الګو استازیتوب کوي، که څه هم اجرایوي ځواک ونه لري او که له هغه واکمن سره چې بالفعل پر یوه خاوره حکومت کوي او د شریعت د پلي کولو ادعا لري؟ هغه جریانونه چې د شریعت پلي کول او د واک لرل د اسلامي حکومت له مهمو معیارونو څخه ګڼي، باید روښانه کړي چې ولې دغه معیارونه د ځینو حکومتونو په اړه معتبر او د ځینو نورو په اړه ناکافي ګڼل کېږي.

د اسلامي حکومتونو ګڼوالی او د بیعتونو ټکر

د بیعت د مشروعې مرجع د ټاکلو معضله هغه مهال لا پېچلې کېږي چې د سیاسي اسلام څو جریانونه په بېلابېلو هېوادونو کې واک ته ورسېږي. فرض کړو چې حزب‌التحریر په یوه هېواد، اخوان‌المسلمین په بل، داعش په درېیم او طالبان یا ورته یوه ډله په څلورمه خاوره کې حکومت جوړ کړي. ښايي هره یوه دغه ډله د شریعت د پلي کولو او د اسلامي مشروعیت د لرلو ادعا وکړي، خو د حکومت د جوړښت، د امامت د شرایطو او د واکمن د واک د حدودو په اړه به یې برداشتونه یو شان نه وي.

په داسې وضعیت کې مسلمانان باید له کوم واکمن سره بیعت وکړي؟ ایا هر حکومت کولای شي په خپله خاوره کې خپلواک بیعت ولري؟ که د شرعي لیدلوري له مخې باید د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یوازې یوه مرجع د سیاسي بیعت په موخه موجوده وي؟ که د څو اسلامي حکومتونو شتون ومنل شي، څنګه کېدای شي دا له هغو برداشتونو سره برابر شي چې د مسلمانانو د سیاسي رهبرۍ پر یووالي ټینګار کوي؟ او که د څو خپلواکو حکومتونو شتون ونه منل شي، د هغه واکمن د ټاکلو لپاره به کوم معیار موجود وي چې نور باید ورسره بیعت وکړي؟ ایا د حکومت په جوړولو کې د وخت لومړیتوب، د قلمرو پراخوالی، د نفوس شمېر، پوځي ځواک یا د شریعت د پلي کولو وړتیا ټاکونکې ده؟ که د بیعت د مشروعې مرجع د پېژندلو لپاره باید نور معیارونه موجود وي؟

داعش او القاعده؛ د بیعت پر مشروعیت شخړه

د داعش او القاعدې اختلاف د بیعتونو د ټکر او د مشروعیت د ادعاوو بله بېلګه ده. داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې پر ځینو سیمو تر واکمنېدو وروسته د خلافت د جوړېدو اعلان وکړ او ابوبکر بغدادي یې د مسلمانانو خلیفه وباله. دغې ډلې ادعا کوله چې نور اسلامي جماعتونه، د القاعدې په ګډون چې خپل دولت یې نه درلود، باید د اعلان شوي خلافت مشروعیت ومني او له رهبر سره یې بیعت وکړي. خو القاعدې او یو شمېر نورو جهادي جریانونو دغه ادعا ونه منله. د دواړو ډلو ترمنځ اختلاف یوازې د مبارزې پر طریقې یا قلمرو نه و، بلکې د خلافت د اعلان پر صلاحیت او د بیعت پر مرجعیت هم راڅرخېده.

د القاعدې د تشکیلاتي منطق له مخې، د داعش سازمان پخوا د القاعدې له رهبرۍ سره بیعت کړی و او اوس چې حکومت یې درلود، کولای شول د یوې نړیوالې تشکیلاتي شبکې په چوکاټ کې د القاعدې د یوه والي په توګه وپېژندل شي. خو داعش د حکومت د جوړولو او د قلمرو د لرلو پر بنسټ خپل رهبر د عمومي بیعت د اخیستلو وړ وباله.

دلته د بیعت د مشروعیت دوه برداشتونه یو د بل پر وړاندې ودرېدل: یو پر پخواني بیعت او تشکیلاتي سلسله‌مراتب ټینګار کاوه او بل د حکومت پر جوړولو او د خلافت پر ادعا. که له وړاندې د القاعدې له رهبر سره شوی بیعت معتبر و، ایا د داعش مشرانو حق درلود چې د خلافت په اعلانولو سره هغه له پامه وغورځوي؟ او که د داعش په مشرۍ د حکومت جوړولو د بیعت د اخیستلو صلاحیت ورکاوه، نو ولې القاعدې باید پخواني بیعت ته د نوي واکمن له بیعت څخه لومړیتوب ورکړی وای؟

دا تجربه ښيي چې ان د هغو ډلو ترمنځ چې د بیعت پر شرعي ارزښت موافقې دي، د بیعت د مشروعې مرجع د پېژندلو معیارونه په جدي توګه توپیر لرلای شي.

طالبان او په افغانستان کې د سیاسي اسلام ډلو د بیعت مساله

په اوسني افغانستان کې د بیعت مساله هم له ورته پوښتنو سره مخ ده.

طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان بالفعل واکمني په لاس کې لري او د خپل تفسیر له مخې یې شریعت پلی کړی دی. د هغوی ترڅنګ، د جمعیت اصلاح ، حزب‌التحریر او د پخوانیو مجاهدینو ځینې ډلې له خپلو غړو بیعت اخلي. دغه جریانونه د مطلوب حکومت د الګو او د طالبانو د سیاسي مشروعیت په اړه یو شان نظرونه نه لري. خو د اسلامي حکومت پر ارزښت، د شریعت پر پلي کولو او له مشروع رهبر سره د بیعت پر اړتیا ټینګار د دوی ترمنځ ګډ ټکی دی.

په داسې وضعیت کې اساسي پوښتنه دا ده چې که دغه جریانونه بیعت شرعي مکلفیت ګڼي، نو پر کوم بنسټ کولای شي د طالبانو له امیر سره له بیعت کولو ډډه وکړي؟ که له طالبانو سره د دوی اختلافات یوازې د فقې په فرعي مسالو، اجتهادي توپیرونو یا د تطبیق په ځینو نیمګړتیاوو پورې محدود وي، ایا دغه ډول اختلافات د بیعت د مکلفیت د ردولو لپاره بسنه کوي؟ ایا د یوه اسلامي حکومت مشروعیت دا غواړي چې هغه باید په ټولو فقهي او اجرایوي جزئیاتو کې د نورو جماعتونو له برداشت سره برابر وي؟ تر بحث لاندې جریانونه باید د حکومت د مشروعیت د منلو یا ردولو لپاره خپل فقهي معیارونه روښانه کړي.

بله مساله هم مطرح ده چې که د دغو جماعتونو غړي له خپلو تشکیلاتي مشرانو سره بیعت ولري، دغه بیعت به د افغانستان د بالفعل واکمن له بیعت سره څه اړیکه ولري؟ ایا کېدای شي یو څوک په یوه وخت کې د یوه جماعت له امیر او د یوه مستقر حکومت له امیرالمومنین سره بیعت وکړي؟ که د دغو دوو مراجعو امرونه سره په ټکر کې واقع شي، کوم بیعت به لومړیتوب ولري؟

دغه پوښتنې د طالبانو د مشروعیت د اثبات یا د هغوی له رهبر سره د بیعت د وجوب په معنا نه دي. مساله د هغو معیارونو د انسجام څېړل دي چې د سیاسي اسلام جریانونه یې پخپله د بیعت د مشروعیت لپاره مطرح کوي. که هر جماعت وکولای شي د خپلو ځانګړو معیارونو پر بنسټ، هم له مستقر واکمن سره له بیعت کولو ډډه وکړي او هم خپل رهبر ته د سیاسي بیعت د اخیستلو حق ورکړي، نو د واک د څو مراجعو مساله به لا هم ناحل پاتې وي.

اخوان‌المسلمین؛ تشکیلاتي بیعت او انتخاباتي بیعت

په مصر کې د محمد مرسي د ولسمشرۍ پر مهال د اخوان‌المسلمین تجربه د بیعت د معضلې بل اړخ څرګندوي. مرسي په ۲۰۱۲ کال کې د ټاکنو له لارې ولسمشر شو، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د اخوان‌المسلمین د یوه مخکښ غړي په توګه یې له رهبرۍ سره بیعت کړی و؛ هغه رهبر چې د عام مرشد په نوم یادېږي. له بلې خوا، عام مرشد په ټاکنو کې مرسي ته رایه ورکړه. که په ټاکنو کې رایه ورکول، لکه څنګه چې د بیعت ځینې معاصر برداشتونه یې وړاندیز کوي، له ټاکل شوي واکمن سره د یوه ډول بیعت معادل وي، نو له عام مرشد سره د مرسي د بیعت اړیکه به څنګه تعریفېږي؟ ایا له ولسمشر سره انتخاباتي بیعت په سیاسي چارو کې له عام مرشد سره پر تشکیلاتي بیعت لومړیتوب لري؟ که پخوانی بیعت لا هم معتبر دی او کولای شي د مرسي په ګډون د جماعت د غړو پر سیاسي پرېکړو اغېز وکړي؟

کله چې د سیاسي اسلام یوه ډله د اپوزیسیون له دریځه د حکومت مقام ته رسېږي، پخواني تشکیلاتي بیعتونه یې له څه برخلیک سره مخ کېږي؟ که له ټاکل شوي واکمن سره بیعت اصلي سیاسي بیعت وګڼل شي، ایا له عام مرشد سره بیعت باید یوازې په تشکیلاتي اړیکې پورې محدود شي؟ او که له عام مرشد سره بیعت لا هم سیاسي او الزامي ماهیت ولري، نو څنګه کېدای شي له ولسمشر سره د قانوني واک په صلاحیت برابر شي؟

دا مساله ښيي چې د تشکیلاتي بیعت د مقام له بیا تعریفولو پرته د ټاکنو منل، د سیاسي اطاعت د دوو موازي مراجعو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

له ملي حاکمیت سره د پولې پورې بیعت ټکر

د سیاسي اسلام په هغو پولې پورې سازمانونو کې چې نړیوالې شبکې لري او ځانونه یوازې په یوه هېواد پورې محدود نه ګڼي، د بیعت معضله لا پېچلې بڼه خپلوي.

په دغو سازمانونو کې ښايي غړي په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند وکړي، خو د جماعت عمومي رهبري یې په بل هېواد کې مېشته وي. د اخوان‌المسلمین، حزب‌التحریر، القاعدې او داعش سازمانونه هر یو پراخې پولې پورې شبکې لري.

که له نړیوال رهبر سره بیعت سیاسي ماهیت او شرعي الزام ولري، نو پر قانوني او تابعیتي مسوولیتونو د پولې پورې بیعت د لومړیتوب مساله مطرح کېږي. د بېلګې په توګه، فرض کړو چې د سیاسي اسلام د یوه جماعت غړي په څو هېوادونو کې دولتي یا پارلماني مقامونو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې لا هم د جماعت له عمومي رهبر سره چې په بل هېواد کې دی، بیعت ولري. که د نړیوالې رهبرۍ د پرېکړو او د خپل هېواد د دولت او وګړو پر وړاندې د دوی د مسوولیتونو ترمنځ ټکر رامنځته شي، کوم بیعت یا مکلفیت به لومړیتوب ولري؟

په ۱۹۹۰ کال کې د عراق له خوا د کویټ د اشغال پر مهال د اخواني جریانونو د دریځونو اختلاف د دې مسالې د څېړلو لپاره یوه بېلګه ده. په داسې حال کې چې کویټي اسلام‌پالو د امریکا د پوځي مرستو په ګډون د خپل هېواد د ازادولو له هڅو ملاتړ کاوه، په اردن او نورو عربي هېوادونو کې ځینو اخواني جریانونو د امریکا له پوځي مداخلې سره مخالفت کاوه او دغه اختلاف د سازمان په دننه کې د سختو ترینګلتیاوو لامل شو.

دا اختلاف ښيي چې ایډیولوژیکه ګډه تګلاره حتمي نه ده چې د ملي حاکمیت او د هېوادونو د ګټو په اړه د سیاسي دریځونو د یووالي لامل شي. که یو جماعت د خپلې پولې پورې یا له پولو پراخې رهبرۍ لپاره د سیاسي بیعت د اخیستلو په حق قائل وي، نو د دغه بیعت او ملي مسوولیتونو د ټکر په صورت کې به څه حل‌لاره وړاندې کوي؟

همدا مساله د پولې پورې جهادي ډلو په اړه هم مطرح ده. که د القاعدې یا داعش یوه څانګه په یوه خپلواکه خاوره کې واک ته ورسېږي، په داسې حال کې چې د سازمان عمومي رهبر په بل هېواد کې وي، نو د بیعت اصلي مرجع به څوک وي: د سازمان رهبر که د خاورې واکمن؟ که د سازمان له عمومي رهبر سره بیعت لومړیتوب ولري، د سیمه‌ییز حکومت واک به محدود شي او که له سیمه‌ییز واکمن سره بیعت لومړیتوب ولري، نو له پولې پورې رهبر سره پخوانی بیعت به څه اعتبار ولري؟

دغه پوښتنه د تشکیلاتي توپیرونو په پام کې نیولو سره، د افغانستان د طالبانو، تحریک طالبان پاکستان او نورو هغو ډلو ترمنځ د اړیکو په څېړنه کې هم مطرح کېدای شي چې له پولې هاخوا د رهبرۍ اړیکې لري.

پایله:

د سیاسي اسلام د معاصرو ډلو په اند بیعت مهم مقام لري او په ډېرو کې یې نه یوازې د رهبرۍ د مشروعیت بنسټ، بلکې شرعي مکلفیت هم ګڼل کېږي. خو د دغو جریانونو د برداشتونو او تجربو څېړنه ښيي چې د بیعت مفهوم د تطبیق په پړاو کې له جدي تناقضونو سره مخ دی. دغه تناقض هم له معاصرو سیاسي میکانیزمونو، لکه ټاکنو، سره په اړیکه کې څرګندېږي، هم د بیعت د مشروعې مرجع په ټاکلو کې او هم د بیعتونو په ګڼوالي کې. دا چې د حزب‌التحریر، القاعدې، داعش، اخوان‌المسلمین او طالبانو له ډلو څخه هېڅ یوه نه شي کولای بله د یوه مشروع نظام او د بیعت د وروستۍ مرجع په توګه په رسمیت وپېژني او له هغې سره بیعت وکړي، ښيي چې بیعت د دغو ډلو په فکري نظام کې، سره له هغه ارزښته چې لري یې، د سیاسي ناسازګارۍ یو مهم عامل او د دوی ترمنځ د جدي شخړې د رامنځته کېدو زمینه ده او د هغوی له مهمو نظري او عملي معضلو څخه به پاتې شي. خو که دغه سازمانونه په رسمي ډول له دودیز پارادایم څخه تېر شي او د نننۍ نړۍ له دودیزې ډیموکراتیکې لارې سره ځانونه برابر کړي، نو دغه غوټه به له بنسټه پرانیستل شي.

لویه جرګه؛ د سیاسي انحصار پر وړاندې د ملي ګډون یواځینۍ لار

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل
100%

جرګه په افغانستان کې یوازې د مشرانو د خبرو اترو دود نه دی؛ دا د سیاسي مشروعیت، ټولنیز تفاهم او د ملي اختلافونو د حل یوه تاریخي وسیله ده. خو په داسې مهال چې په افغانستان کې بې باوري او سیاسي انحصار موجود وي د یوې لویې ملي جرګې اړتیا تر بل هر وخت ډېره موجوده ده.

افغانستان د خپل معاصر تاریخ په اوږدو کې د واک د وېش، ملي هویت، سیاسي نظام او د دولت د مشروعیت پر سر له ژورو اختلافونو سره مخ دی. حکومتونه بدل شوي، نظامونه نسکور شوي او جګړې پای ته رسېدلې یا بېرته پیل شوې دي؛ خو یوه اساسي پوښتنه لا هم بې‌ځوابه پاتې ده: افغانان څنګه کولی شي د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په داسې بهیر کې پرېکړه وکړي چې د ټولنې بېلابېل سیاسي، قومي، ژبني، مذهبي او ټولنیز غږونه پکې واورېدل شي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د جرګې تاریخي دود بیا د بحث وړ ګرځي. جرګه په افغاني ټولنه کې د اختلافونو د حل، د شخړو د مهار او د ګډو پرېکړو د کولو یوه پېژندل شوې بڼه ده. خو د هغې ارزښت یوازې په تاریخي سابقه کې نه دی؛ اصلي اهمیت یې په دې کې دی چې ایا کولی شي د ننني افغانستان له سیاسي واقعیتونو سره ځان عیار کړي او د خلکو د ارادې د څرګندولو یوه باوري لاره شي.

جرګه؛ د افغانستان د سیاسي تفاهم یوه ناتمام فرصت

جرګه د افغانستان د سیاسي ژوند یوه پخوانۍ ټولنیزه وسیله ده، خو د هغې د رول په اړه باید له یوې مهمې خبرې پیل وشي: هره غونډه چې د جرګې نوم پرې کېښودل شي، د خلکو استازیتوب نه شي کولای. د جرګې اعتبار د هغې په نوم، د ګډونوالو په شمېر او یا د پرېکړو په خپرولو نه سنجول کېږي؛ بلکې په دې پورې تړلی دی چې څوک پکې ګډون لري، څوک ترې پاتې دي، ګډونوال څومره خپلواک دي او پرېکړې یې د ټولنې د پراخو برخو اراده منعکسوي که نه.

په افغاني ټولنه کې د جرګې دود تر ډېره د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او بانفوذه کسانو له مشورو سره تړلی پاتې شوی دی. په سیمه‌ییزه کچه جرګو د ځمکو، اوبو، کورنیو شخړو او د ټولنیزو اړیکو د ستونزو په حل کې رول لوبولی دی. په داسې ټولنه کې چې رسمي دولتي ادارې کمزورې وي، یا خلک د قضايي او اداري نظامونو پر بې‌طرفۍ باور ونه لري، د مخورو ترمنځ مخامخ خبرې اترې د شخړو د کمولو یوه عملي لاره ګرځېدلې ده.

خو ملي لویه جرګه له سیمه‌ییزې جرګې سره توپیر لري. سیمه‌ییزه جرګه ښايي د یوې سیمې د محدودې شخړې د حل لپاره جوړه شي، خو لویه جرګه د ټول هېواد د سیاسي راتلونکي، د واک د مشروعیت، د سولې او د اساسي نظام په څېر پراخو موضوعاتو په اړه د بحث لپاره رابلل کېږي. د افغانستان په معاصر سیاسي تاریخ کې همدې لویې جرګې څو ځله د سیاسي بدلونونو په مهمو پړاوونو کې رول لوبولی دی.

د تاریخ هغه پړاوونه چې جرګې سیاسي پرېکړې اغېزمنې کړې

په ۲۰۰۲ کال کې، د طالبانو د لومړي حکومت له نسکورېدو وروسته، په کابل کې بېړنۍ لویه جرګه جوړه شوه. په دې جرګه کې شاوخوا ۱۵۵۰ استازو ګډون درلود چې نږدې ۲۰۰ یې ښځې وې. جرګې حامد کرزی د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکه او د نوي سیاسي نظام د جوړېدو لپاره یې د لارې په پرانیستلو کې رول ولوباوه.

له دې غونډې وروسته د اساسي قانون د جوړولو بهیر پیل شو. د ۲۰۰۳ کال په وروستیو او د ۲۰۰۴ کال په لومړیو کې اساسي قانون لویې جرګې د نوي اساسي قانون پر مسوده بحث وکړ او هغه یې تصویب کړ. د افغانستان د سیاسي جوړښت، د ولسمشر د واکونو، د پارلمان د صلاحیتونو او د وګړو د حقونو په اړه د هغه وخت پرېکړې د همدې بحثونو له لارې د یوه رسمي حقوقي سند برخه شوې. د کانګرس د څېړنیز خدمت په وینا، د اساسي قانون په جرګه کې ۵۰۲ استازو ګډون کړی و.

دا تجربه ښيي چې جرګه، که د یوه پراخ سیاسي بهیر برخه وي، د سیاسي جوړجاړي او د دولت د جوړښت په اړه د توافق لپاره زمینه برابرولی شي. د جګړې له کلونو وروسته د بېلابېلو سیاسي ډلو ترمنځ د خبرو اترو لپاره داسې یوه غونډه د دې فرصت هم رامنځته کوي چې اختلافونه د وسله‌والې سیالۍ پر ځای د بحث او مذاکراتو له لارې مطرح شي.

خو د افغانستان د جرګو تاریخ یوازې د بریالیو جوړجاړیو کیسه نه ده.

د ۲۰۰۲ کال د بېړنۍ لویې جرګې په اړه د بشري حقونو د څار سازمان راپورونه د زورواکو او پوځي ډلو د لاسوهنې، د ځینو استازو د ګواښلو او د خپلواکو ګډونوالو د څنډې ته کولو موارد ثبتوي.

جرګه ولې نن هم مطرح ده؟

د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت د داسې یوې ملي خبرې اړتیا لا هم د بحث موضوع ګرځولې ده. له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هېواد سیاسي جوړښت د یوې پراخې او ټول‌ګډونه سیاسي پروسې پر ځای د طالبانو تر واک او پرېکړو لاندې دی. د هېواد د سیاسي راتلونکي، د حکومت د مشروعیت، د اساسي قانون، د ښځو د حقونو، د قومي او سیاسي تنوع او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په اړه اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.

په داسې شرایطو کې جرګه د دې لپاره مهمه کېدای شي چې د افغانستان د بېلابېلو برخو خلکو ته د خبرو اترو یو ګډ سیاسي چوکاټ برابر کړي. خو دا چوکاټ هغه وخت معنا پیدا کوي چې د هېواد ټولې مهمې ټولنیزې او سیاسي ډلې پکې د ګډون واقعي فرصت ولري؛ نه دا چې یوازې هغه کسان پکې راټول شي چې له واکمن لوري سره سیاسي یا فکري توافق لري.

د ۲۰۲۲ کال په جون او جولای کې د طالبانو له خوا د دیني عالمانو او قومي مشرانو غونډه د دې توپیر یوه بېلګه ده. طالبانو هغه غونډه د لویې جرګې په څېر وبلله، خو د ګډونوالو ډېری برخه د طالبانو چارواکي او پلویان وو او ښځو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې. په پای کې غونډې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه هم وکړه.

دا ډول غونډې ښايي د واکمنې ډلې د پلویانو د نظر څرګندولو لپاره یوه وسیله وي، خو د ټول هېواد د سیاسي ارادې د استازیتوب لپاره یې اعتبار جلا بحث غواړي. د جرګې نوم په خپله د استازیتوب ضمانت نه دی.

څوک باید د یوې ملي جرګې برخه وي؟

د یوې بااعتباره ملي جرګې لومړنی شرط د ګډونوالو پراخ او عادلانه استازیتوب دی. افغانستان یوازې د قومي مشرانو او دیني عالمانو ټولنه نه ده. د هېواد ښځې، ځوانان، قومي او مذهبي لږکي، مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان، حقوق‌پوهان، سوداګر، د کډوالو استازي، سیاسي جریانونه او د بېلابېلو سیمو خلک د هېواد د راتلونکي په اړه خپل نظرونه او اندېښنې لري.

که د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړې یوازې د هغو کسانو له خوا وشي چې وسلې، سیاسي نفوذ یا د واک جوړښت ته لاسرسی لري، د ټولنې یوه لویه برخه به له سیاسي بهیره بهر پاتې شي. په ځانګړي ډول، د ښځو ګډون باید تشریفاتي نه وي؛ هغوی باید د بحث، پرېکړې او د جرګې د اجنډا په ټاکلو کې د نارینه‌وو په څېر واقعي ونډه ولري.

له همدې امله، د استازو د ټاکلو لپاره باید روښانه او د څارنې وړ میکانېزم موجود وي. د ولایتونو، ولسوالیو او ټولنیزو ډلو استازیتوب باید په مشخصو معیارونو برابر شي. د ګډونوالو ټاکنه باید د یوې سیاسي ډلې په واک کې نه وي او د غونډې بهیر باید د رسنیو او خپلواکو څارونکو پر وړاندې شفاف وي.

جرګه باید د واک د مشروعیت وسیله نه، بلکې د تفاهم ډګر وي

د افغانستان د جرګو په اړه یوه مهمه پوښتنه دا ده چې د هغې پرېکړې به څه ډول اغېز لري؟ ایا جرګه به یوازې مشورتي غونډه وي، که د هغې پرېکړې به د سیاسي راتلونکي په ټاکلو کې عملي رول ولري؟

دا موضوع باید له پیله روښانه شي. که جرګه یوازې د یوې واکمنې ډلې د پرېکړو د تایید لپاره جوړه شي، د ملي تفاهم پر ځای به د سیاسي مشروعیت د ترلاسه کولو وسیله وګرځي. خو که د غونډې اجنډا، ګډونوال او د پرېکړو بهیر خپلواک وي، نو د سیاسي اختلافونو د کمولو او د یوه ګډ سیاسي مسیر د موندلو لپاره زمینه برابرولی شي.

جرګه باید د ټاکنو، پارلمان، خپلواکو قضايي ادارو او د اساسي قانون د اړتیا ځای ونه نیسي. دا ادارې د یوه منظم سیاسي نظام اساسي برخې دي. جرګه کولای شي د داسې نظام د جوړېدو لپاره د تفاهم او مشورې زمینه برابره کړي، خو په خپله د تلپاتې سیاسي جوړښت بدیل نه شي کېدای.

همدارنګه، د جرګې د پرېکړو د عملي کېدو لپاره باید د هغې د واک حدود، د پرېکړو حقوقي حیثیت او د تطبیق څرنګوالی معلوم وي. که دا مسایل مبهم پاتې شي، د جرګې پایله ښايي یوازې د اعلامیې تر کچې محدوده شي.

د افغانستان لپاره جرګه؛ د خبرو د پیل امکان

د افغانستان د سیاسي بحران حل په یوه غونډه کې نه شي کېدای. د واک د وېش، د ښځو د حقونو، د اساسي قانون، د سیاسي مشارکت او د ملي یووالي په اړه اختلافونه ژورې ریښې لري او د حل لپاره یې وخت، سیاسي اراده او دوامدار مذاکرات اړین دي.

خو د یوې بااعتباره ملي جرګې جوړېدل کولای شي د دې بهیر لپاره د خبرو اترو یوه ګډه نقطه رامنځته کړي. داسې جرګه چې د واکمنو او مخالفو سیاسي جریانونو، د هېواد دننه خلکو، کډوالو، ښځو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازي پکې د برابر ګډون فرصت ولري، ښايي د اختلافونو د مطرح کولو او د ګډو حل‌لارو د لټولو لپاره زمینه برابره کړي.

د جرګې د جوړېدو په اړه باید یوه بله پوښتنه هم مطرح شي: ایا ګډونوال به وکولای شي د واکمنو پرېکړې وننګوي، د خپل نظر د بیان ازادي ولري او له مخکې ټاکل شوې اجنډا بدله کړي؟

که ځواب منفي وي، نو دا به د ملي تفاهم جرګه نه وي، بلکې د یوې ډلې تر سیوري لاندې غونډه وي.

د افغانستان اړتیا یوازې د یوې بلې غونډې یا اعلامیې نه ده؛ اړتیا یې داسې سیاسي بهیر ته ده چې د خلکو د ارادې پر بنسټ د واک د مشروعیت، د حقونو د تضمین او د ګډ ژوند د اصولو په اړه تفاهم رامنځته کړي.

جرګه هغه وخت د افغانستان لپاره ارزښت لري چې د زور د پرېکړې پر ځای د خلکو د خبرو، د انحصار پر ځای د ګډون او د سیاسي حذف پر ځای د ګډ تفاهم لاره پرانیزي.