
یوه افغانه مېرمن د ټایم مجلې د ۱۰۰ اغېزناکو ځوانو څېرو په نوملړ کې راغله
ټایم مجلې د افغان نجونو د زدهکړو ملاتړې او د «سوله» ښوونځي شریکه بنسټګره او مشره شبانه بسیج راسخ د ۲۰۲۶ کال د ۱۰۰ اغېزناکو ځوانو څېرو په نوملړ کې شامله کړې ده. په دې کلني نوملړ کې هغه سل کسان شامل دي چې په خپلو برخو کې مهم کارونه کوي او راتلونکی بدلوي.



















