
د خوست لپاره د طالبانو د مرافعه محکمې رييس په یوې ټرافیکي پېښه کې ومړ
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت لپاره د دوی د مرافعه محکمې رييس عینالله خلیل په غزني کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ومړ، خو د پېښې د څرنګوالي په تړاو څه نهدي ویل شوي. یاد دفتر د هغه مړینه د «ټولنې» لپاره ستره ضایعه بللې ده.



















