
سرچیني: د خوست پر مرکز بې پیلوټه الوتکې ګزمې کوي
په خوست کې سیمهییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي چې د دغه ولایت د مرکز او ځینو سیمو پر سر څو نامعلومه بېپیلوټه الوتکې ګرځي او طالبان پرې ډزې کوي.

په خوست کې سیمهییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي چې د دغه ولایت د مرکز او ځینو سیمو پر سر څو نامعلومه بېپیلوټه الوتکې ګرځي او طالبان پرې ډزې کوي.

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري اداره یونسکو وايي، پاپ لېو څوارلسم به سبا په پاریس کې د دې ادارې له مرکزي دفتره لیدنه وکړي. دا به په ۴۶ کلونو کې لومړی ځل وي چې یو پاپ د یونسکو مرکزي دفتر ته ورځي.

د چین ولسمشر شي جینپینګ له امریکا او ایران غوښتي چې ژر تر ژره د خپلو اختلافونو د حل لپاره خبرو اترو ته ستانه شي. د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د پنجشنبې په ورځ اپور ورکړ چې پینګ د اسلاماباد تفاهملیک ته د دواړو هېوادونو د بېرته ستنېدو ملاتړ کړی دی.

د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وايي، په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د اورېدلو او لیدلو له معلولیت لرونکو کسانو ځانګړی کانکور اخیستل شوی دی. د دې ازموینې بریالي ګډونوال به د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ځانګړو زدهکړو څانګو ته جذب شي.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې یې د طالبانو د یوې قوماندانۍ پر مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې د دې ډلې یو غړی وژلی او درې نور ټپیان کړي دي.

یوه نوې څېړنه ښيي چې د شپې د خوب ځینې پړاوونه د زړه ناروغیو، شکرې او خپګان په ګډون د ګڼو ناروغیو له ګواښ سره اړیکه لري.

د افغانستان د نارینهوو کرکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال اسیایي لوبې په بري پیل کړې. افغان لوبډلې د جاپان په ناګویا ښار کې د ګروپي پړاو په لومړۍ لوبه کې کوربه جاپان ته د ۴۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ هغه نړیواله اعلامیه رد کړه چې له دغه هېواده د اټومي ازموینو د درولو غوښتنه پکې شوې ده. د دغه وزارت یوه ویاند دغه غوښتنه د خپل هېواد پر وړاندې یوه «جدي سیاسي پارونه» وبلله او ویې ویل چې دا د «دښمنو ځواکونو» له لوري شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسین کمپاین دوه کارکوونکي تښتول شوي دي. سیمه ییز چارواکي وایي چې دغه کسان د کلاچي له کوټ دولت سیمې څخه د دندې پر مهال لادرکه شوي دي.

په هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د پنجشنبې په ورځ د ښار له بېلابېلو برخو څخه یو شمېر ښځې او نجونې نیولې دي.

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ وویل چې د یمن له خاورې د ایران پلوه وسله والو توغول شوي شپږ بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي. د یمن لپاره د سعودي په مشرۍ ایتلاف په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه توغندي د سعودي د طایف جنوبي سیمې او د سره سمندر پر غاړه د ینبع سیمې پر لور توغول شوي وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په سرطاني ناروغیو د اخته بېوسه او اړو ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره د سل بستریز روغتون جوړولو پریکړه یې وروستۍ کړې او ډېر ژر به یې د جوړلو لپاره ځمکه مشخصه کړي.

د طالبانو مخالفې ازادۍ جبهې خبر ورکړی، چې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې ګزمې برید کړی او په پایله کې یې «یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان» شوي دي. یاده جبهه وايي، دغه برید د چارشنبې په شپه (د تلې پر لومړۍ نېټه) د کابل او بګرام پر لویه لار شوی دی.

د امریکا د سمندري ځواک سرپرست هنګ کاو تایید کړې چې د ابراهام لنکن الوتکه وړونکې بېړۍ لږ تر لږه اتو سرتېرو په منځني ختیځ کې د خپل اوږدمهاله ماموریت پر مهال د ځان وژنې هڅه کړې ده.

د شپې شاوخوا درې نیمې بجې وې چې د کندهار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملا صاحب سرای د شپې چوپتیا د پاکستاني الوتکو په غږ او یوې زورورې چاودنې ماته شوه. محلي سرچینې وايي، له چاودنې وروسته د سیمې له یوې برخې د اور لمبې پورته شوې او امبولانسونه د برید ځای ته ورغلل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د ولسمشر شي جینپینګ د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغی او هغه ته یې په بشپړو پوځي تشریفاتو هرکلی ووایه. په هوايي ډګر کې د چین د ولسمشر دا ډول هرکلی د امریکا په ډیپلوماسۍ کې بېساری ګام بلل شوی.

ځايي سرچینو ویلي چې طالبانو د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې د یادې ډلې د اوومې لوا په سیمه کې یوه بېپیلوټه کشفي الوتکه نسکوره کړې ده. طالبانو ته نږدې رسنۍ وايي، چې یاده بې پیلوټه الوتکه د پاکستان اړوند ده، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

یونېسف د شفیقې په نوم د یوې افغانې نجلۍ په حواله لیکلي، هر ځل چې له ښوونځي تېرېږي هیله کوي چې بېرته خپلو زدهکړو ته ستنه شي. د دغه سازمان په وینا، دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۱کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲.۶ مېلیونه زیاتې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پر ضد «پاروونکي اقدامات» به نه اسلاماباد مجبوره کړي او نه به یې له خپلو دریځونو واړوي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي دي. هغه خبرداری ورکړی، چې «دغه ډول بې محاسبې، سپکوونکي او کرکجن اقدامات» د افغانستان د خلکو غوسه راپاروي او د پاکستاني پوځیانو لپاره به «ناوړه پایلې» ولري.

د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند پر هغه سیمه تېره شپه هوايي برید شوی، چې د «ملا صاحب سرای» په نوم یادېږي او د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده ځانګړې قطعه پهکې مېشته ده. سرچینې وایي، په دغه برید کې ۶ ملکي کسان وژل شوي او ځینې نور ټپيان دي.