
په ټایوان کې د «چامپي» توپان له امله څه باندې ۵۰۰ الوتنې لغوه شوې
په ټایوان کې د «چامپي» په نوم له بارانونو سره مل د زورور توپان له امله په دغه هېواد کې د جمعې ورځې لپاره څه باندې ۵۰۰ کورنۍ او نړۍوالې الوتنې لغو شوې دي.

په ټایوان کې د «چامپي» په نوم له بارانونو سره مل د زورور توپان له امله په دغه هېواد کې د جمعې ورځې لپاره څه باندې ۵۰۰ کورنۍ او نړۍوالې الوتنې لغو شوې دي.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې د ازادۍ او عدالت نهضت ادعا کړې چې د دوی چریکي ځواکونو د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی. د دغې ډلې د اعلامیې له مخې، په دغه برید کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د یوناما د بشري حقونو له مشرې فیونا فریزر سره په کتنه کې ویلي، چې بشري او روغتیايي مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونهتړل شي. د طالبانو عامې روغتیا وزارت بیا په دې لیدنه کې د مېرمن فیونا فریزر عکس سانسور کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکښ غړي مراد سعید د پښتونخوا د پولیسو مرستیال قوماندان عمرانالدین د وژل کېدو په غبرګون کې د پاکستان پر امنیتي تګلارو نیوکې کړې او د وسلهوالو د بېرته راستنېدو پالیسي یې د سیمې ناامنۍ له عواملو بللې ده. هغه ویلي، خلک د ناسمو امنیتي تګلارو بیه پرې کوي.

د طالبانو د وسلهوالو مخالفینو د بریدونو له ډېرېدو سره دا ځل د پکتیکا مرکز کې د ۷نیم میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه امنیتي کمرې نصب او پرانېستل شوې. د دغه ولایت لپاره طالب مسوولینو د امنیتي کمرو نصب د امنیت د ټینګښت او د احتمالي امنیتي پېښو د مخنیوي په برخه کې مهم ګام بللی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین جګړې د حل لپاره راتلونکې خبرې باید د دواړو هېوادونو او د ټولې اروپا پر امنیتي جوړښت او تضمینونو متمرکزې وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکايي ځواکونو پر ایران درانه ګوزارونه کړي او ښايي د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې نور پوځي اقدامات هم ترسره کړي.

اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې او د دې ادارې د چارواکو هڅې د ساخاروف جایزې په ورکولو سره ستایلي دي. دا جایزه په داسې حال کې دغې محکمې ته ورکول کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې پر یادې ادارې پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالحق همکار د یوه پلاوي په مشرۍ د عزیزي ګروپ له مشر میرویس عزیزي سره په لیدنه کې د هېواد د برېښنا په سکټور کې د تولیدي پروژو د چارو پر چټکتیا، د شویو ژمنو پر عملي کېدو او د ګډو همکاريو پر پراختیا بحث کړی.

العربیه شبکې د یوې امریکايي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د لبنان او اسراییل ترمنځ په امریکا کې د ټمپا ښار غونډې، د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو له امله، له کوم پرمختګ پرته پای ته رسېدلې دي.

د طالبانو مشر هبتالله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې د پړاوونو ساده کولو په تړاو په یوه حکم سره ۸ شرطونه لغو کړي دي. په دې شرطونو کې د بانکي اظهارنامې او د ۵۰۰ زره افغانیو تضمین اخیستل لغو شوي او د چارو اداره مکلفه شوې، چې د هر سوداګریز سکټور لپاره د جواز صادرولو مرجع معلومه کړي.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې سپاهې میهن ادعا کړې، چې په تخار ولایت کې یې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو پر یوه رینجر ډوله موټر هدفي برید کړی دی. د دې جبهې د اعلامیې له مخې، په دغه برید کې یو طالب وسلهوال وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، افغانستان په سویلي اسیا کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ماشومانو د زیانمننې له پلوه په لومړي ځای کې دی او میلیونونه ماشومان له ګڼو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر د تلې ۳۰مه په پېښور کې د فدرالي اپېکس کمېټې او د سیمهییزې پراختیا شورا په غونډو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د پرېکنده مبارزې خبرداری ورکړی. دوی ګوتڅنډنه کړې چې د وسلهوالو ملاتړي او مالي سرچینې به وځپي.

هلمند کې د ۴۰۰ کسیزې صلاحالدین ایوبي امنیتي قطعې قوماندان عبدالرحمن طلحه په خپلمنځي امنیتي غونډه کې خپلو وسلهوالو ته ویلي، چې د لښکرګاه ښار امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او د احتمالي ستونزو د مخنیوي لپاره تابیاوې ونیسي. دغه قطعه ۲ اونۍ مخکې د مخالفانو د ځپلو لپاره جوړه شوې ده.

افغانه فعاله زرقه یفتلي د امریکا د نېشنسول (NationSwell) موسسې د «ممکن راتلونکي» جایزه د مدافع په برخه کې ګټلې ده. نېشنسول د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې اغلې یفتلي یې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د هغې د هڅو او عدالت غوښتنې له امله د یادې جایزې ګټونکې ټاکلې ده.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې په اسلاماباد کې د ناروې، ډنمارک او سویډن له سفیرانو سره یې په کتنه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې همکارۍ په اړه خبرې کړې او خپلې جدي اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

ډېپلوماټ مجلې په یوې خپره کړې مقاله کې ویلي چې د واخان دهلېز له لارې له چین سره د نښلېدو په موخه د نوي جوړ شوي سړک فعالېدل له جدي امنیتي خنډونو سره مخ دي او پرې د سیمهییزې سوداګرۍ پیل کېدل د اوس لپاره ممکن نه دي.

د خلیج د همکاریو شورا سرمنشي جاسم محمد البدیوي پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې د شورا د غړو هېوادونو پر بشپړ پیوستون ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي بشپړ ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو لپاره د ځینو اروپايي هېوادونو هڅې وغندلې. دوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتې چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو ډډه وکړي.

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې رييس شهابالدین دلاور د یوناما د بشري حقونو برخې له مسوولې فیانو فریزر سره کتنه کې ویلي، د تېرو دوو لسیزو ناخوالو ګڼ شمېر کورنۍ بې سرپرسته کړي دي. د چارو د شنونکو په باور، په تېرو ۲ لسیزو کې د دغو کورنیو د بېسرپرسته کېدو لامل همدا طالبان دي.