
طالبان وایي بلخ کې راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو وېش بهیر پیل شو
د طالبانو ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د کډوالو لپاره د مرستو وېش بهیر پرانیستی.

د طالبانو ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د کډوالو لپاره د مرستو وېش بهیر پرانیستی.

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د WE-LEAD پروګرام د دویم پړاو پیل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته برابروي. دا پروګرام د ملګرو ملتونو له لوري پلي کېږي او د افغان ښځو د ژوند دلګښتونو، اقتصادي خپلواکۍ او ونډې د ملاتړ برخه بلل کېږي.

په امریکا کې د شنبې په ورځ د ستر ژمني طوفان له امله لږ تر لږه ۱۶۰،۰۰۰ خلکو باندې د برښنا خدمت پرې شوی، او له ۴،۰۰۰ زیاتې الوتنې د هوا د خرابوالي له امله لغوه شوې دي.

د سوریې حکومت او د کرد ځواکونو ترمنځ اوربند د شنبې په ورځ د ۱۵ ورځو لپاره وغځول شو. دمشق وایي دا پرېکړه د امریکا په ملاتړ د داعش بندیانو د سوریې له زندانونو څخه عراق ته د لېږد لپاره شوې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د سولې او سیاسي چارو د مرستیالې روزمیري ديکارلو په مشرۍ له پلاوي سره په لیدنه کې، د امنیتي حالت ښه والي، د نشه یي توکو پر ضد مبارزې او د بشري مرستو د دوام پر ټینګار هوکړه کړې.

د لوړپوړو امریکايي چارواکو د اسراییل سفر په مهال، راپورونه وايي چې امریکا د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره خپل ټول پوځي چمتووالی بشپړ کړی، خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د امریکا لهخوا د دې سازمان د پرېښودو د پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ امنیت کمزوری کوي.

د امریکا د کالیفورنیا ټکنالوژۍ انستیتوت او د نارتایسټرن پوهنتون څېړونکو موندلې چې ښځې د نارینهوو په پرتله د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه له ډېر شک کار اخلي. د دې څېړنې موندنې ښيي چې ښځې مصنوعي ځیرکتیا تر ډېره د خطرناکې ټکنالوژۍ په توګه ګڼي.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ ویلي، چې په پاکستان کې د ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو نیول او د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو له امله تر لسو کلونو زیات بند باندې محکومول د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني مشر محمد معصوم ستانکزي د طالبانو له خوا اعلان شوې جزایي اصولنامه په سختو ټکوغندلې او ویلي یې دي چې دا سند نه یوازې له انساني کرامت سره په ښکاره ټکر کې دی، بلکې له تبعیض ډک جوړ شوی او د اسلام له بنسټیزو اصولو سره هم سمون نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ټورک په امریکا کې د کډوالو ضد پالیسیو او اقداماتو پروړاندې توند غبرګون ښودلی او دا کړنې یې زیانمنونکې او د انساني کرامت خلاف بللې دي.

د امریکا جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام ویلي، که یې ګوند په سنا کې خپل اکثریت وساتي، نو په ۲۰۲۷ کال کې به د سنا د قضایې کمېټې د مشر په توګه د پناهغوښتونکو ښارونو جنجالي پالیسي د تل لپاره لهمنځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې یوې نوې پټې وسلې د ونزوېلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو په عملیاتو کې مهم رول لوبولی دی.

ټېلګراف راپور ورکړی، چې د ایرانیانو د ملي پاڅون پر مهال د زرګونو کسانو له وژل کېدو سره هممهاله، کارپوهانو د برېتانیا د دولت وزیرانو ته خبرداری ورکړی، چې په لندن کې مېشته د «اللولوه» شبکه د سپاه پاسداران د تبلیغاتو او د ایران د «پټ نفوذ» د عملیاتو برخه ده او باید وتړل شي.

د امریکا لوړپوړو استازو د شنبې په ورځ د اسراییل له لوړمړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په لېدنه کې له هغه غوښتي، چې په غزه کې د اوربند دویم پړاو پیل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سختې سړې هوا له امله یې په ۱۰ ایالتونو کې بېړنی حالت تایید کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د ځان ساتنې لپاره جدي تدابیر ونیسي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال اسیا جام سیالیو لپاره خپل وروستی ۱۴ کسیز نوملړ اعلان کړ. افغانستان په دغو سیالیو کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره په څلورم ګروپ کې ځای لري.

د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې اترې «خورا رغنده» وې.

د شیعه ګوندونو اېتلاف چې د عراق د پارلمان اکثریت په واک کې لري اعلان وکړ، چې پخوانی لومړی وزیر نور المالکي یې بیا ځلي لومړي وزیرۍ ته نوماند کړی دی. دغه اېتلاف د شنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مالکي د غوراوي لامل د هغه سیاسي تجربه بللې ده.

د اسراییل ۱۳ شبکې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې راتلونکې اوونۍ په سیمه کې د امریکا د احتمالي پوځي اقدام لپاره «برخلیک ټاکونکې» ده.

د ملګرو ملتونو اړوندو نړۍوالو بنسټونو د راپورونو لهمخې، په افغانستان کې د نجونو زدهکوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو او د بېوزلۍ د ډېرښت له امله د کم عمره نجونو د ودونو ګراف لوړ شوی. په دغه ډول ودونو کې تر ډېره طالبان په خپله ښکېل دي.