
سپنتا: پاکستان باید افغان محصلان د سیاسي شخړو قرباني نهکړي
د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا له پاکستان نه د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه غندلې او زیاته کړې یې ده، چې اسلاماباد باید افغان محصلان د سیاسي شخړو قرباني نهکړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا له پاکستان نه د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه غندلې او زیاته کړې یې ده، چې اسلاماباد باید افغان محصلان د سیاسي شخړو قرباني نهکړي.

د هرات اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په رالیږلي پیغام کې د هرات په یوه روغتون کې د درملنې له بهیر او د روغتون د کارکوونکو د نامسوولانه چلنده شکایت کړی. نوموړي ویلي، خپله ناروغه مېرمن یې په هرات کې یوه روغتون ته وړې وه؛ خو هغه مهال د بېړنۍ څانګې برخه کې یوازې یو ډاکټر حاضر و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سیمه کې د خپل هېواد پر پوځي حضور او برلاسۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هرمز تنګي کنټرول د امریکايي ځواکونو په لاس کې دی. هغه وویل: «د تنګي کنټرول زموږ په لاس کې دی؛ زه ان ورته د ټرمپ تنګی هم وایم».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال ویلي، چې راتلونکې میاشت د ایران، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او طالب استازو ترمنځ د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه درې اړخیزه ناسته جوړېږي.

په کابل کې د اوبو کچې ټېټېدو خلک سخت اندېښمن کړي او وايي، د څښاک اوبو کښمت د زرګونه کورنیو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. بل لوري بیا طالبان وایي، چې د ستونزو د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

د اسلاماباد د ترهګرۍ ضد محکمې له ضمانت پرته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر او د خیبر پښتونخوا د سر وزیر سهیل اپریدي، د دغه ایالت د پوهنې وزیرې مینا خان، د ملي شورا غړي شاهد خټک او د اطلاعاتو وزیر شفیع جان د نیولو امر کړی دی.

د طالبانو د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې نن جمعه (د وږي ۲۰مه) په ۱۰ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو کې په «بي» ګروپ کې له ایران، لبنان او ویتنام سره همډلې ده او د یادو لوبډلو پر وړاندې لوبېږي.

د لاهور د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون محصلانو له دغه پوهنتونه د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی. د پاکستان د جماعت اسلامي د محصلانو څانګې ویلي، ګڼ شمېر محصلان په پوهنتون کې راټول شوي وو او د «افغان محصلانو جبري اېستل» یې غندلي دي.

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پر دوام د تېلو بیه تر شپږ سلنې ډېره لوړه شوې او د برنېټ خامو تېلو بیه په هر بېرل کې ۱۰۷ ډالرو او ۶۳ سېنټو ته رسېدلې ده. د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) د امریکا د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه بیا له ۱۰۰ ډالرو واوښته.

په سمنګان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د یادې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني وایي، چې دغه پېښه د خُلم ولسوالۍ پر لویه لار شوې ده.

په پاکستان کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن پر وژل کېدو ۱۵ کاله واوښتل. د سیمې ځايي اوسېدونکي لا هم د بن لادن مړینه نه مني او دا یوه «ډرامه بولي». د بن لادن پخوانی کور اوس په تش ډګر بدل شوی دی.

والسټریټ ژورنال د امریکايي او منځني ختیځ د ځینو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران په خپلو د ځمکې لاندې تاسیساتو کې د بالستیک توغندیو تولید بېرته پیل کړی، خو دا توغندي د جګړې څخه د وړاندې په پرتله په محدود شمېر کې جوړېږي.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العیسی وایي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د انساني درناوي د له منځه وړلو لپاره هېڅ ډول پلمه او توجیه نشته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر سویلي لبنان د اسراییل د بریدونو او تهران پورې تړلو حوثیانو او سعودي ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره هم مهاله، د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره ټېليفوني خبرې وکړې.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په روځ (د وږي ۱۹مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ د لبنان په سویل کې نبطیې ته نږدې د علي الطاهر په غرونو کې د ایران او حزبالله تونلونه او ځمکلاندې تاسیسات لهمنځه وړي او د ویجاړولو عملیات یې پایته رسېدلي دي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ، خبرداری ورکړی چې په یمن کې د ۲۰۲۲ کال له اوربند وروسته د پراخو جګړو د بیا پیل ګواښ اوس په واقعیت بدل شوی او جګړې په څو جبهو کې سختې شوې دي.

د سپټمبر ۱۱مې له خونړیو بریدونو ۲۵ کاله وروسته، یو شمېر شنونکو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې القاعده شبکه که څه هم د پخوا په پرتله کمزورې شوې، خو دا ډله افغانستان کې یو ځل بیا د خپل ځواک رغولو په هڅه کې ده او ښايي راتلونکي کې یو ځل بیا لویدیځ غافلګیره کړي.

د افغانستان د پنځو ولایتونو د ۱۳ لوبډلو په ګډون، په بامیان کې د درې کسیز باسکټبال سیالۍ پیل شوې چې د درېیو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د زابل ولایت د اوسېدونکو د ملاتړ په موخه یې د طالبانو د ۲۰۵ قول اردو د درېیمې لوا یو وسلهواله په نښه او وژلی دی.

د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو پنځه ویشت کاله وروسته لا هم د اصلي طرحه کوونکي خالد شیخ محمد دوسیه وروستۍ پرېکړې ته نه ده رسېدلې.